سناريو به څنګه ليكو؟
سناريو به څنګه ليكو؟
اسد الله غضنفر د سناريو ليکنې فني اړخ څيړي ، نوی ليکوال بايد د سناريو تر ليکنې وړاندې کومو اړخونو ته پام وکړي .
لومړني فلمونه بې غږه وو او لنډ وو، سناريو يې نه وه، ډايركټر به په ذهن كې يوه نقشه برابره كړه، د كاغذ په مخ به يې په اختصار سره وليكلـه ، بيا به يې د فلم جوړولو ته مټې راونغښتلې.
خو وروسته چې غږن فلمونه راووتل او فلمونه اوږده شول، د سناريو ليكنه د ډايركټر لـه كار څخه بېلـه او په ضرورت بدلـه شوه.
سناريو ته د فلم كيسه ويلى شو، داسې كيسه چې د سينما د تصويرونو په ذريعه ويل كېږي.
زموږ په هېواد كې د كيسې ليكل نوى كار نه دى، خو سناريو ليكنه نوى هنر دى. دلته تر هر چا د مخه ممكن هغه كسان سناريو ليكنې ته اقدام وكړي چې د كيسو او ډرامو په ليكلو كې تجربه لري. دوى كه لـه كيسې او ډرامې سره د سناريو توپيرونو ته پام ونكړي، كار به يې نيمګړى وي.
كيسه په ليكلو سره بشپړېږي او د فلم جوړولو كار د سناريو په بشپړولو سره پيلېږي.
سناريو د يو هيواد پنځه كلن پلان ته ورته بللى شو. په پلان كې ګڼ اټكلونه شوي وي، خو د تطبيق په وخت كې بېلابېل عوامل په اټكلونو اثر كوي. كه ډېر بارانونه واوري تر پيش بيني شوې اندازې به ډېر غنم ولرو او كه بهرنيان مرسته ونكړي د سړكونو د پخولو په برخه كې به خپلو هدفونو ته ونه رسېږو.
د سناريو تقدير هم د مختلفو عواملو په لاس كې دى. د هغې په فلم كولو كې لـه ډايركټره رانيولې تر يوې فرعي لوبغاړې پورې ټول برخه لري. د دوى ټولو ذوقونه استعدادونه او نظرات ممكن د سناريو په بدلولو اثر پرېباسي. په دې سر بېره فلم په ډېرو پيسو جوړېږي. د لګښت زياتوالى كلـه نا كلـه ددې سبب ګرځي چې د سناريو لورى بدل شي.
سناريو هم هغه خبرې را اخلي چې په فلم كې بايد وشي او هم هغه تصويرونه معرفي كوي چې په فلم كې يې بايد ووينو. د سناريو د تصويرونو په برخه كې دفلم جوړولو په وخت د تغييراتو امكان ډېر وي.
يوه ليكنه شايد د كاغذ په مخ قانع كوونكې وي او ډايركټر ته هم ښه معلومه شي خو كلـه چې فلم ځينې جوړېږي بيا ستونزې پكې پيدا شي.
لـه پاسنيو توضيحاتو منظور دا دى چې سناريو ليكونكي ته لويه حوصلـه پكار ده، دده كار د شعر او داستان برخلاف، يوازې دده نه دى، په بشپړ ولو كې يې نور هم شريك دي.
په تياتر كې د ليدونكو او لوبغاړو تر منځ مشخصه فاصلـه موجوده وي. ددې فاصلې غوښتنه دا ده چې لوبغاړي په لوړ اواز او فصيح وغږېږي چې نندارچيان يې په خبرو پوه شي. تياتر خپل خاص دودونه لري او نندار چي يې لـه لوبغاړو دا توقع نلري چې لـه رشتيانو مكالمو سره سمې خبرې ځنې واوري.
په كيسه كې كركټرونه نه وينو، هر څه په خيال كې انځور وو. دغه شى امكان راكوي چې د داستان مكالمه په اسانۍ سره لـه واقعي مكالمې بېلـه كړو او تر وسه وسه يې د ښكلا او اختصار غوندې هدفونو لپاره استخدام كاندو. په كيسه كې چې دوه كسه لـه يو بل سره مخامخ شي او خبرې شروع كړي، نو اكثره وخت يو بل ته سلام نه اچوي او نه سره متعارف روغبړ كوي خو په سينما كې چې مكالمه واقعيت ته نژدې ده، دوه كسه يو بل ته سلام اچوي، روغبړ سره كوي او بيا اصلي خبرو ته راځي.
په سينما كې كركټر په سترګو وينو. دلته زموږ او كركټرونو ترمنځ كومه مشخصه فاصلـه نه وي، كركټر ممكن دومره نژدې ووينو لكه په كوټه كې چې راسره ناست وي.
د كيسې او سناريو ترمنځ يو بل مهم توپير دا دى چې كيسه ليكوال د توصيف لـه لارې د كركټر په باره كې ډېر څه راته وايي او د هغه د زړه لـه حالونو موخبرولى شي خو د سناريو ليكونكي لاس دومره اّزاد نه دى. د سناريو ليكونكى د ډرامې د ليكوال غوندې د خبرو اترو او عمل په ذريعه كركټر راپېژني. دغه راز د خاصې صحنې يا د مختلفو پېښو د يو ځاى كولو لـه لارې د كركتر په باره كې زموږ معلومات زياتوي.
هغه پېښې چې ټكر پكې ډېر دى خو په مكاني لحاظ حركت پكې لږ وي او تر ډېره حده په يو ځاى كې رامنځ كېږي. د ډرامې لپاره مناسبې دي هغه پېښې چې تصويري اړخ يې پياوړى دى، د فلم ليكولو لپاره ښې دي.
سناريو د ډرامې په نسبت كيسې ته نژدې ده. كيسه د خبرو اترو او توصيف په مټ په مخ ځي او سناريو د خبرو اترو او تصويرونو مجموعه ده.
ليكوال چې غواړي نكل يا كيسه په سناريو بدلـه كړي، د داستاني او ډراماتيك زمان توپير يې بايدپه پام كې وي. د اّدم خان د نكل داستاني زمان لـه هاغه وخته پيلېږي چې دده پلار حسن خان، زوى نلري او يو ملنګ ورته دعا كوي چې خداى زوى وركړى خو ددغه نكل ډراماتيك زمان ډېر كلونه وروسته هغه وخت پېليږي چې اّدم خان په درخانۍ باندې زړه بايلي.
د يوه داستان، داستاني زمانه ممكن پنځوس كالـه وي خو ډراماتيكه زمانه يې پنځه مياشتې وي. د اصلي واقعې د پېښېدو وخت ته ډراماتيك زمان وايي.
د سناريو ليكنې لـه باريكو سره د بلدتيا لپاره درې كاره پكار دي: يو دا چې سناريو ګاني وليكو او په ابتدا كې د خپلو هڅو لـه ناكامۍ نا اميده نه شو.
بلـه دا چې سناريو ګانې ولولو. البته، زمونږ په وطن كې داسې سناريوګانې چې په فن پوره وخېژي، په اسانه نه پيدا كېږي. دريمه لاره دا ده چې كامياب فلمونه په دقت وګورو او جوړښت ته يې پام وكړو.
يو فلم معمولاً دوه ساعته وي. كه موږ د فلم هره دقيقه په يو مخ كې وليكو، يو سل او شل مخه سناريو به ولرو.
موږ كولى شو دغه يو سلو شل مخه په دريو برخو ووېشو: لـه لومړي تر دېرشم مخه، لـه دېرشم تر نوييم مخه، لـه نوييم تر يو سلو شلم مخه.
د فلم په لومړيو لسو دقيقو او يا د سناريو په لومړيو لسو مخونو كې بايد مخاطب پوه شي چې اصلي كركټر څوك دى؟ څه مشكل لري؟ څه غواړي؟ اړتيا يې څه ده؟ او فلم د څه شي ثابتول غواړي؟ (مثلاً د شكسپير د اتللو په ډرامه كې ددې خبرې د ثابتولو هڅه شوې ده چې حسود او رخه ګر بنيادم هم ځان تباه كوي او هم هغه څوك چې خوښېږي يې.)
د شلم او دېرشم مخ تر منځ معمولاً يو مهم پېچومى وي، يوه داسې پېښه رامنځ ته كېږي چې د فلم كيسې ته نوى لورى وركوي.
منځنۍ برخه (د فلم لـه دېرشمې تر نويمې دقيقې پورې) د ټكر او مخامخبدنې اصلي ساحه ده.
د فلم د اتيايمې او نوييمې دقيقې تر منځ معمولاً لـه دوهم لوى پيچومي سره مخامخ كېږو او د فلم كيسه نوى لورى خپلوي. د منځنۍ برخې وروستۍ دقيقې د غوټې پرانستنې (resolution) ته لاره اواروي.
وروستۍ برخه (لـه نوييمې تر يو سلو شلمې دقيقې پورې) د غوټې پرانستنې لپاره ده.
د سينما د هنر ځينې ماهران وايي چې ښه فلمونه اكثره وخت همدا ذكر شوى جوړښت لري. د سناريو زده كوونكي كولى شي نوموړي جوړښت ته په پام فلمونه مطالعه كړي او وګوري چې ايا په لومړيو لسو دقيقو كې د فلم په موضوع پوهېدلي او موضوع يې خوښه شوې ده؟
ايا تر دېرشمې دقيقې پورې د فلم لورى بدل شوى دى؟
ايا تر نويمې دقيقې پورې د فلم په كيسه كې بل لوى بدلون راغلى دى؟
د سناريو د ليكلو لپاره تر هـر څه ړومبى موضوع پيدا كړئ يعنى دا ومومئ چې څوك د څه لپاره، څه كول غواړي او لـه كومو خنډونو سره مخامخ دى؟
د سناريو تر ليكلو دمخه اول د اصلي كركټر يا كركټرونو اړتياوې معلومې كړئ بيا يې سوانح وليكئ. دا سوانح ممكن په درې څلورو مخونو يا حتى په لس دولس مخونو كې وي.
د كركټرونو او په تېره بيا اصلي كركټرونو په باره كې د معلوماتو لرل د سناريو د ليكلو په وخت كې زموږ كار اسانولى شي.
بهتره ده چې د كركټرونو او په تېره بيا اصلي كركټرونو په باره كې بشپړ تصور ولرو. كركټر بايد د ظاهري بڼې، اجتماعي حالت او روحي وضعيت لـه اړخونو مطالعه شي.
د كركټر د ظاهري بڼې او فيزيو لوژيك وضعيت د معلومولو په وخت دغو پوښتنو ته ځوابونه په كار دي:
نر دى كه ښځه؟ څوكلن دى؟ قد يې څومره دى؟ چاغ دى كه ډنګر؟ د پوست، وېښتو او سترګو رنګ يې څنګه دى؟ جسماني عيب لري؟ څنګه جامې اغوندي؟
د كركټر د اجتماعي حالت د معلومولو لپاره دارنګه پوښتنو ته ځوابونه پكار دي: اقتصادي حال يې څنګه دى؟ څه كار كوي؟ زده كړه يې څومره ده؟ كورنى ژوند؟ (مور و پلار يې ژوندي دي؟ مجرد دى؟ اولادونه لري؟ د كور لـه غړيو سره يې روابط څنګه دي؟) په كوم دين او مذهب دى؟ د كوم قوم او ملت دى؟ سياسي باورونه او تړاوونه يې څنګه دي؟ په ذوقي لحاظ لـه څه سره دلچسپي لري؟ (فوټبال كوي، مطالعه يې خوښېږي؟ اّسان ساتي؟ او كه ....)
د كركټر د روحي حالت د مطالعې په وخت بايد وګورو چې د جنسي مسايلو په باره كې څه نظر لري؟ لـه ژونده څه غواړي؟ څنګه خويونه لري؟ په قهرېږي؟ بدبينه دى؟ په ځان غره دى؟ وسواسى دى؟ په روحي لحاظ مړاوي دى؟ لـه نامعلوم غليمه وېرېږي؟... استعداد يې څنګه دى؟ ايا لـه مورنۍ ژبې پرته نورې ژبې يې زده دي؟ په څه شي كې استعداد لري؟ .... ځينې ډېر پټ او شخصي عادتونه يې كوم دي؟
موږ كولى شو كركټر لـه نورو زاويو هم مطالعه كړو.
دا ضروري نه ده چې د كركټرونو په باره كې معلومات په سناريو كې ټكي په ټكي شامل كړو. د معلوماتو لـه لرلو منظور دا دى چې د كركټرونو په باره كې يو شعور ولرو او د سناريو لپاره داسې كركټرونه وپنځووو چې د مخاطبانو زړه ته پريوځي.
بنيادم د بل هر ژوي غوندې محتاج مخلوق دى او چې څو پورې يې سا په بدن كې وي د خپلو غوښتنو او اړتياوو په پوره كولو پسې لالهانده ګرځي خو دغه اړتيا وې بې منطقه نه وي. كه د چا اولادونه وږي وي او ورته ژاړي، دى په دې شېبه كې د خپل ښار لپاره د يو پارك د جوړولو هوس نه شي كولى.
د مزلو (Maslow) په نوم غربي عالم د انسان اړتياوې په پنځه ډولونو وېشلي او په يوه پنځه پوړيز هرم كې يې انځور كړي دي، دده په نظر كه د لومړي پوړ اړتياوې څه نا څه پوره نه شي، د دوهم پوړ په اړتياوو پسې ګرځېدل غير طبيعي معلومېږي.
د مزلو په نظر د ګېډې مړول او جنسي غوښتنې (فيزيولوژيكي اړتياوې) د لومړي پوړ اړتياوې دي.
دا غوښتنې په حيوان او انسان كې شريكې دي، نامحدودې نه دي او لـه پوره كېدو څه موده وروسته يو ځل بيا راولاړېږي.
د ګېډې لـه مړېدلو وروسته بنيادم په امن پسې ګرځي او غواړي سلامت واوسي. په دريم پوړ كې اجتماعي تعلقات ځاى لري. بنيادم غواړي يوازې نه وي، په يوه اجتماعي ګروپ كې شامل وي. كلـه چې دا ټولې اړتياوې لږې يا ډېرې پوره شي، بنيادم ته په ټولنه كې د امتياز لرلو شوق ورولاړېږي. غواړي نور يې احترام وكړي او په درنه سترګه ورته وګوري. غواړي دده كور، دده جامې او دده موټر تر نورو زيات وي. په برلاسۍ پسې ګرځي.
خو انسان تر دې لوړه اړتيا هم لري. انسان د خپلو غوښتنو په تر ټولو لوړه مرحلـه كې يو ځل بيا په ځان كې ډوبېږي. د مين غوندې شي. د نورو ښو يا بدو تبصرو ته اهميت نه وركوي، يوازې پخپلو لوړو اجتماعي مقصدونو پسې ګرځي. غواړي حقيقت ته ورسيږي، غواړي تلپاتې اثارو وليكي، دنيا بدلـه كړي او په ټولنه كې نوى روح وپوكي.
د پنځمې پوړۍ اړتياوې كه څه هم د لومړۍ پوړۍ د اړتياوو په اندازه شديدې نه وي خو پرلـه پسې وي، د ويده بنيادم د تندې غوندې وي چې اوبه څښي او تنده يې نه ماتېږي.
د كركټر كښنې په باره كې يوه ډېره مهمه خبره دا ده چې كركټرونه بايد فعال وي. د غزني خلك يوه ټوكه كوي، وايي، د اميانو او طالبانو جنګ شو. لـه جنګه وروسته طالبان، ملا صاحب ته راغلل چې كيسه ورته وكړي. طالبانو وويل: چې د دوى وار شو دلته يې ووهلو، چې د دوى وار شو دلته يې ووهلو، چې د دوى وار شو... ملاصاحب پوښتنه ترې وكړه: ستاسې نوبت هم راورسېد كه څنګه؟ هغوى ځواب وركړ: نه، تر اّخره راونه رسېد.
زموږ د ځينو كيسو كركټرونه همداسې دي، تر اخره يې نوبت نه رارسېږي. دا غير فعال كركټرونه وي. لـه فعال كركټر څخه منظور دا نه دى چې د سوك ځواب دې په سوك وركوي. منظور دا دى چې د هر عمل په مقابل كې يو مناسب عكس العمل وښيي. كه مقابلـه نه شي كولى نو تېښته خو بايد وكړي. فعال كركټر معمولاً د پېښو په نتيجه كې تغيير كوي. يو وخت بدبينه وي. بيا خوشبينه شي، يو وخت بې زړه وي بيا زړه ورشي، يو وخت د جنګ پلوى وي. بيا سولـه غواړي.
كركټر چې هر څه كوي د اړتيا په بنياد يې كوي. ممكن بدرنګى وي غواړي لوى كارونه وكړي چې ځان په نورو ومني. ممكن د دښمن لـه ويرې پټ وګرځي خو كه يې دښمن ووژل شو بيا بايد د څه كولو لپاره نورې انګېزې ولري.
د داستان په يوه صحنه كې كه دوه كسه خبرې كوي او دريم ناست وي، لوستونكى لـه دريم كسه چندان نه په تنګېږي، ځكه نه يې ويني خو د فلم په صحنه كې كه كركټر غير فعال وي او يا يې فعاليت بې مقصده او بې علته وي، د ليدونكي زړه ورته تنګېږي.
كله چې د سناريو هدف معلوم كړو(يعنې په دې ځان پوه كړو چې موږ د خپل فلم لـه لارې د كوم حقيقت ثابتول غواړو) او كركټرونه وپېژنو بيا د ډراماتيك جوړښت (Dramatic Structure) او يا په بله ژبه د پېښو د ترتيب نوبت رارسېږي. موږ ته بايد معلومه شي چې كومه پېښه چېرته په كار ده؟ لـه هغه مقصد سره څه مرسته كوي چې فلم يې د ثابتولو نيت لري؟ او لـه كركټرونو سره يې تعلق څنګه دى؟ په يوه ښه دراماتيك جوړښت كې هره پېښه په بلې اثر پرېباسي او د مخكينو پېښو (چې د لېدونكي په حافظه كې دي) معنا بشپړوي.
د فلم د كيسې خلاصه (سناپسس Synopsis) د فلم لـه هدف، مهمو كركټرونو او د پېښو لـه ترتيب څخه جوړېږي. د جزئياتو تر ليكلو دمخه بهتره ده د فلم د كيسې خلاصه برابره كړو. په خلاصه كې دا نه وي څرګنده چې يو عمل څنګه تر سره كېږي بلكې د يوه عمل او پېښې علت بيانېږي او په دې شي رڼا اچول كېږي چې يو عمل لـه بل عمل سره څه رابطه لري؟
د سناريو خلاصه موږ لـه جزئياتو څخه نه خبروي او د كركټرونو په احساساتو او عواطفو كې مو نه شريكوي. په دې پړاو كې موږ هر څه ته لـه لرې ګورو. د سناريو د خلاصې او لنډې كيسې يو مهم توپير همدلته دى. لنډه كيسه كه لنډه هم ده خو پېښې او كركټرونه پكې لـه نژدې وينو.
د سناريو لـه خلاصې وروسته خامه سناريو (treatment) ليكو. په خامه سناريو كې ډېر جزئيات راغلي وي خو بيا هم كامل متن نه وي. د خامې سناريو د صفحه بندۍ لپاره بهتره ده د هرې صحنې د پېښو خلاصه په كارتونو كې وليكل شي. ددې كار ګټه دا ده چې د صحنو وروسته وړاندې كول، اوږدول او لنډول او د نويو صحنو ليكل به راته اّسانه وي. د هرې صحنې اصلي مطلب كه په يو دوو كلمو كې د كارت په څنډه وليكو، ګټه به يې دا وي چې كله وروسته كارت ته مراجعه كوو هر څه به سمدستي رايادېږي. په يو ښه فلم كې صحنې داسې سره تړلي وي چې لېدونكى يې بېلېدا ته نه متوجه كېږي ځكه صحنې لـه يو بله زېږېدلي وي.
هر فلم لـه شپېته - اويا صحنو او يا ډېرو جوړ وي. د خامې سناريو په حالت كې ممكن پنځوس – شپېته صحنې ولرو چې تعداد يې د سناريو په بشپړه بڼه كې شايد اويا – اتيا صحنو ته ورسېږي.
د فلم تر ټولو وړوكى جز شاټ (shot) دى خو د سناريو تر ټولو وړوكى بشپړ جز بايد صحنه (Scene) وبولو. صحنه هغه خبرو اترو او پېښو ته وايي چې په يوه زمان او مكان كې پېښېږي او معمولاً يوه موضوع بيانوي.
د څو پرله پسې صحنو لـه مجموعې څخه د سناريو او فلم "فصل" جوړېږي. د فلم يو فصل (Sequence) ممكن لـه لس – پنځلس يا شلو صحنو جوړ وي. فصل د هغو صحنو مجموعې ته وايي چې هم په زماني لحاظ سره تړلي وي او هم د موضوعاتو په لحاظ يو بل ته نژدې وي. د هرې صحنې د ليكلو په وخت لازمه ده هغه ډراماتيك اصول وساتو چې په ټوله سناريو كې بايد ورته پام وكړو.
په حقيقت كې هره صحنه يو كوچنى فلم دى.
د سناريو په ابتدا كې د بل هر ډراماتيك اثر دابتدا غوندې لوستونكو ته ځينې ضروري معلومات وركوو.
په سناريو كې او ډرامه كي د معلوماتو د وركولو دې برخې ته پېژندګلوي (exposition) وايي. په دې برخه كې ليدونكى پوهېږي چې څوك، څه غواړي؟ ستونزه يې څه ده؟ ولې ستونزه لري؟ مخالف يې څوك دى؟
د يو فلم يا ډرامې په ټولو برخو كې دغسې معلوماتو ته اړتيا وي خو په سر كې زياته او په وروستيو برخو كې كمه. د سناريو هره صحنه هم د پېژندګلوۍ برخه لري.
د هرې صحنې د پېژندګلوي برخه بايد د هماغې صحنې اصلي موضوع رامعرفي كړي او د لانجې دواړه غاړې راوپېژني.
د سناريو په ابتدا كې چې كوم معلومات وركول كېږي كه څه هم په كمي لحاظ زيات وي خو تر ډېره حده د ظاهري مسايلو په هكله وي. هر څومره چې د سناريو پاى ته نژدې كېږو، پېژندګلوي د كركټرونو لـه روحي حالتونواو پټوگ كيفيتونو سره تعلق نيسي. پېژندګلوي بايد هم د سناريو په ابتدا او هم په هره صحنه كې په چگټك ډول وي او په داسې انداز نه وي چې ليدونكي ته مصنوعي ښكاره شي.
دا به ښه نه وي چې يوه صحنه ټوله د پېژندګلوۍ لپاره بېله كړو او يا پېژندګلوي د صحنې غاليه برخه وګرځي.
پېژندګلوي ګڼې لارې لري. مثلاً د كركټرونو د خبرواو عملونو لـه لارې. داسې هم كېداى شي چې د يو كور چوكۍ، فرشونه او كوچونه په پېژندګلوۍ كې برخه واخلي.
په هره صحنه كې د ټول فلم غوندې هارموني پكار ده. له هارموني څخه منظور د كركټرونو داسې تركيب دى چې ټكر او حركت او ناكراري ځنې پيدا شي. په عالي هاموني كې هر كركټر د بل كركټر د خواصو ښودونكى دى. يو انسان په عادي حالت كې خپل فطرت نه راښيي خو كه لـه خپل مخالف لوري سره مخامخ شي نو احساسات يې پارېږي او خپل حقيقت څرګندوي. كركټرونه كه هر څومره هم ژوندي او جالب وي خو چې تركيب يې سم نه وي، ښه نتيجه نه وركوي.
په صحنه او ټوله سناريو كې د كركټرونو دا رنګه تركيب په كار دى چې ناكراري (disturbance) رامنځ ته كړي، يعنې كركټرونه په ذهني او روحي لحاظ ناكراره شي او په خپله ګټه د حالاتو د سمون لپاره هـڅه پيل كړي. ناكراري لـه لويه سره په دوه ډوله وي: يا د هغو كسانو لـه يو ځاى كېدو او مخالفېدو پيدا كېږي چې يوبل نه شي زغملى خو شرايطو مجبور كړي وي چې سره و اوسي او يا د هغو كسانو لـه بېلېدو پيدا كېږي چې د يو بل وصال غواړي.
لومړي حالت ته د اضدادو وحدت (Unity of opposites) وايي او دوهم حالت ته د جوړې بېلوالى (separation of pair. په لومړي حالت كې بايد دوه كسان يا دوه لوري لـه يو بل سره دومره وران وي چې د يوه لوري د ناكرارۍ د ختمولو لپاره د بل ماتول لازمي وي. البته، په عمل كې د بل لوري ماتول ټوكې نه وي، وخت اوزحمت غواړي.
هر څومره چې د دوو كسانو د ضديت ريښې ژورې وي او ورسره يې لـه يو بله رغېدن هم نه وي هغومره به د دوى كشمكش جالب او پياوړى وي. د كشمكش نتيجه خامخا دا نه ده چې مخالف لوري به په فزيكي لحاظ يو بل ختموي. د كشمكش په پاى كې ممكن سره روغه وكړي يا كومې بلې نتيجې ته ورسېږي خو په هر حال كې لېدونكى بايد تر وروستو شېبيو پوه نه شي چې نتيجه به څه وي.
په هغه ناكراري كې چې لـه بېلتونه پيدا كېږي، د دواړو غاړو فاصله بايد د دوى تر وس زياته نه وي، ځكه نهيلي ترې پيدا كېږي، البته د بېلتون لارې بايد دومره هم اسانه نه وي چې لېدونكي سمدستي د نتيجې اټكل وكړي.
دلته ددې ټكي يادونه ضرور ده چې نفرت او محبت بې حده رنګونه او ډولونه خپلولى شي.
ممكن يو سړى په نجلۍ مين وي خو نجلۍ بد واېسي. ممكن دوه كسه په ځينو مسايلو كې د يو بل دوستان او په ځينو نورو كې د يو بل مخالفان وي.
په يو ډراماتيك اثر كې ناكراري هغه ځاى دى چې تعادل لـه منځه ځي او حالات خپل عادي لورى بدلوي. په دې پړاو كې اصلي كركټر ځان مجبور ويني چې د تعادل د راستنولو لپاره اقدام وكړي او كشمكش پيل شي.
په لويو ډراماتيكو اثارو كې ناكراري او كشمكش معمولاً د كركټرونو لـه خويونو، فكرونو او عادتونو سرچينه اخلي خو په ګڼو عادي اثارو كې وينو چې ناكراري او كشمكش لـه يو تصادفه زېږي.
په ډراماتيك اثر كې هره موضوع د كشمكش (Conflict) په ترڅ كې بيانېږي.
كشمكش په شپږ ډوله وېشل شوى دى:
(الف): لـه طبعيت سره د انسان كشمكش: مثلاً يو بزګر لـه وچكالۍ سره په مقابله بوخت دى يا د كلي زلمي غواړي چې د ولاړو اوبو ډنډونه وچ كړي او د ملاريا مخه ونيسي. لـه طبعيت سره كشمكش معمولاً د مستندو فلمونو لپاره مناسب دى.
(ب): لـه تقدير سره د انسان مقابله:
پخوانيو يو نانيانو چې لوى تمدن يې رامنځ ته كړ په ديني لحاظ پېچلې عقيدې نه لرلې. دين يې تر ډېره حده د ژوند په ګټه وو. مثلاً د المپيك لوبې يې كولې او دا كار يې ثواب باله، دغه راز د دوى خدايان انسانانو ته ورته وو. د انسانانو غوندې عاشقان كېدل او كله نا كله به يې غلط كار كاوه.
مثلاً دروغ به يې ويل يا به يې رخه راتله. لـه انسانانو څخه د دوى د خدايانو يوازينى لوى فرق دا وو چې مرګ يې نه وو. د دوى د عقيدو يو بل مهم اړخ دا وو چې په تقدير يې باور درلود. د لرغونو يونانيانو ديني عقيدو د هغوى په ډرامو ژور اثر كړى دى. په ډراماتيكو اثارو كې تقدير ته اهميت وركول هماغه يونانى دود دى.
البته په وروستيو پېړيو كې چې علم ډېر ترقي وكړه د علمي جبر نظريه رامنځ ته شوه. مثلاً دې مفكورې چې ارثي خواص د انسان په خوى اوعادت باندې لوى اثر لري او يا دا چې د هر چا فكر او اخلاق د هغه لـه طبقاتي موقف سره غوټه دي، د تقدير نظريه په يو بل ډول په فلمونو او ډرامو كې مطرح كړه. په دې ډول كشمكش كې بنيادم لـه خپل نصيب سره په جنګ وي.
(ج): لـه انسان سره د انسان كشمكش:
دا د اكثرو ډراماتيكو اثارو د كشمكش اصلي ډول دى. په دغه ډول كشمكش كې د وګړيو د خويونو او عادتونو ترمنځ توپير، جنجالونه پيدا كوي. يو متاهل سړى لـه پردۍ ښځې سره تار لري. ښځه يې په دې موضوع خبرېږي، هڅه كوي چې د دې رابطې په منځ كې دېوال ودروي. دا لـه انسان سره د انسان د كشمكش يو مثال دى.
(دال): د انسان كشمكش لـه خپل ځان سره:
دا روحي كشمكش دى. په دې كشمكش كې د پېښو په نسبت كركټرايز ېشن ډېر مهم دى. د ذكر شوي سړي ښځه ممكن مايوسه شي، د طلاق فكر ورپېدا شي خو لـه اولاده يې زړه نه كېږي. او لـه ځان سره په كشمكش بوخته شي.
(هـ) : لـه ټولنې سره د وګړي كشمكش:
هره هغه چاره چې ټولنيز ماهيت ولري، سياسي چاره يې بللى شو. په دې حساب، هغه ډراماتيك اّثار چې لـه ټولنې سره د وګړي مقابله انځوروي، سياسي ادبيات دي. هغه ليكوال او فلم جوړونكى چې ځان اجتماعي مقاصدو ته متعهد ګڼي، معمولاً خپل اصلي كركټر ته دا ډول كشمكش انتخابوي.
(و): ګروپي كشمكش :
چې يو ګروپ د بل ګروپ په خلاف وي. دلته خاص كركټر اهميت نلري، بلكې د اجتماعي ګروپ غړي ځان يو كس ګڼي او لـه بل اجتماعي ګروپ سره په كشمكش بوخت وي.
د يادولو وړ ده چې په يوه ډرامه يا فلم كې لـه مختلفو كشمكشونو استفاده كېږي.
كشمكش د مناسب والي او نامناسب والي لـه اړخه هم په څو ډوله وېشل شوى دى. لېكوال بايد په خپل اثر كې لـه لاندې دوه ډوله كشمكشونو استفاده ونه كړي:
(الف): ولاړ كشمكش (Static Conflict):
په دې ډول كشمكش كې كه څه هم مقابله روانه وي خو د مقابلې په موده كې حركت نه وي، يعنې هر څه ځاى په ځاى راڅرخي او كوم لوري ته لاره نه باسي.
لېدونكي لـه دغه ډول كشمكشه ستومانه كېږي.
د ولاړ كشمكش د رامنځته كېدو يوه وجه دا ده چې اصلي كركټر خپل هدف ته د رسېدو لپاره پياوړې اراده يا لازم قوت نه لري، يا دا چې اصلي كركټر په هدف كې اهميت او جذابيت نه ويني. په سناريو كې پكار دا ده چې هدف د اصلي كركټر لپاره مهم وي څو په دې ډول هغه لازم وګڼي چې ځان ورورسوي.
(ب): ټوپ وهونكى كشمكش (Jumping Conflict) :
كه د اصلي كركټر مقابل لورى كلكه اراده ونلري او لـه خپل هوډه په اسانۍ تېر شي، اصلي كركټر به د هدف په لور روان شي خو ليدونكي ته به دومره اسانه او سريع حركت جالب نه وي.
كشمكش بايد نه ټوپونه ولري او نه ولاړ وي.
ډراماتيك اثر چې سم ورغول شي او لـه عناصرو يې په ځاى استفاده وشي، لېدونكي ته تلوسه (Suspense) ورپيدا كولى شي.
تلوسې ته كه د ډراماتيك اثر يو عنصر ووايو ممكن سمه خبره نه وي. تلوسه هغه كيفيت دى چې د ډراماتيكو عناصرو په ځاى استعمال يې، لېدونكو په ذهن كې رامنځ ته كوي. كه د فلم ليدونكي ته سودا ورپيدا شي چې څه به كېږي، معنا يې داده چې فلم تلوسه رامنځ ته كولى شي.
تلوسه لـه لويه سره په دوه ډوله زېږي:
1- د فلم ښه كركټر غواړي يو د خير كار وكړي او لـه لېدونكي سره تشويش پيدا شي چې هسې نه بدكركټر يې مخه ونيسي او جنجال ورته جوړ كړي.
2- د فلم بدكركټر غواړي منفي كار وكړي او د فلم ښه كركټر هـڅه كوي مخه يې ونيسي. ليدونكي په تشويش كې شي چې هسې نه ښه كركټر د بدو چارو په مخنيوي كې پاته راشي او بد كركټر خپل هدف ته ورسېږي.
د تلوسې د رامنځ كولو لپاره تر هرڅه ړومبى لازمه ده چې زموږ سناريو څرګند هدف ولري. لېدونكى كه د كركټرونو په هدف او مقصد پوه نه وي د هغو د عملونو لـه نتيجو سره يې دلچسپي نه پيدا كېږي. بله دا چې كركټرونه بايد روښانه انځور شي. كركټر كه روښانه انځور نه شي او لېدونكى د هغه لـه خصوصياتو سر په لا زمه اندازه بلد نه شي، ليدونكي ته نا اشنا ښكاري. موږ په واقعي ژوند كې هم د هغه چا لـه سرنوشت سره دلچسپي نه ښيو چې نه يې پېژنو. دغه راز د كركټرونو مناسب تركيب پكار دى، كه كركټرونه په خپلو منځونو كې د منافعو، مقصدونو، ذوقونو يا عقيدو تضاد ولري نو كشمكش نه پيدا كېږي او تلوسه نه زېږي.
د تلوسې د رامنځ ته كېدو لپاره بايد هغه خنډونه چي د كركټر په لاره كې وي، ناڅاپي او تصادفي راپيدا نه شي. تصادفي پېښه يوازې په هاغه شېبه كې چې واقع كېږي تلوسه پيدا كوي خو هغه پېښه چې د واقع كېدو وېره يا اميد يې راسره وي، د اوږد وخت لپاره مو په انتظار كې ساتي.
هر انتظار بايد منطقي وي او د ډراماتيك اثر لـه منځه راولاړ شي. دا سمه نه ده چې لېدونكي ته د يوې نتيجې د معلومېدو تلوسه پيدا شي خو بيا تر پايه پورې د نتيجې په باره كې هېڅ ونه ويل شي.
كه يو عاشق خپلې معشوقې ته حال واستوي چې يو داسې پټ پيغام درته لرم چې يوازې تا ته يې بايد واوروم او معشوقه حاضره نه وي چې عاشق وګوري او پيغام واوري، دا بحران او كشمكش دى، خو كله چې معشوقه د عاشق لېدو او د پيغام اورېدو ته حاضره شوه، دا د بحران اوج دى.
دا هغه پړاو دى چې بگحران ختمېږي. دغه پړاو بايد تر وسه وسه لنډ وي ځكه د بحران او لانجې لـه ختمېدو سره تلوسه ختمېږي او لېدونكي دلچسپي نه لري چې د بحران اوج اوږد شي.
البته كه سناريو ادامه لري نو د بحران لـه ختمېدو سره سم يو بل كشمكش او بحران پيلېږي.
په سناريو او بل هر ډراماتيك اثر كې د ورستي بحران اوج د پخوانو اوجونو په نسبت شديد وي.
د بحران اوج بايد دوه ځانګړنې ولري: لـه يوې خوا د لېدونكي لپاره ناڅاپي وي، يعنى داسې څه نه وي چې ده يې دمخه لا اټكل كړى وو او بله دا چې كله ليدونكى فكر ورباندې وكړي نو زړه ته يې ولوېږي چې هو، په داسې حالاتو كې خو بايد همداسې شوي واى.
په سناريو يا بل ډراماتيك اثر كې د بحران لـه اوجه وروسته د نتيجې (Conclusion) نوبت رارسېږي.
دنتيجې په پړاو كې دغه دوه كاره تر سره كېږي:
1- د هغه حالت انځورول، بيا نول، معرفي كول او توجيه كول چې د بحران د اوج په وجه رامنځ ته شوى وي.
2- د سناريو راتلونكو پېښو، كشمكشونو او بحرانونو ته لاره اوارول او لـه راتلونكي پړاو سره د تېر پړاو تړل.
كه چېرته د بحران وروستى اوج وي نو نتيجه يوازې لومړۍ دنده تر سره كوي.
دلته ددې خبرې يادونه ضروري ده چې كه اوج ډېر هيجان انګېزه وي بيا بهتره ده نتيجه لږ اوږده شي څو په دې ډول ليدونكى د روحي ارامتيا وخت ومومي.
د ډراماتيك اثر د جوړښت په باره كې مو چې تر اوسه څومره خبرې كړي دي دغه جوړښت بايد نه يوازې سناريو بلكې د سناريو هره صحنه هم ولري.
د صحنې تعريف ته په پام سره په هغې كې دوه اړخه وينو: فزيكي او ډراماتيك اړخونه.
له فزيكي اړخه صحنه د زمان او مكان هغه لوښى دى چې پېښې پكې لېږدول كېږي. په فزيكي لحاظ يوه صحنه هغه وخت پاى ته رسېږي چې زمان يا مكان پكې بدل شي.
د سناريو يوه صحنه د هغې تر ټولو كوچينى كامل جز دى، يعنى هغه ټول ډراماتيك جوښت چې لـه پېژندګلوي پېلېږي او په نتيجې پاى ته رسېږي، په يوه صحنه كې هم موجود وي.
په سناريو ليكنه كې معمولاً هڅه كېږي چې په هره فزيكي صحنه كې يوه ډراماتيكه صحنه ځاى شي خو په ډرامه كې هره فزيكي صحنه معمولاً د څو ډراماتيكو صحنو ډګر دى. كه په يوه خزيكي صحنه كې يوازې يوه ډراماتيكه صحنه ولرو نو په سناريو كې به تحرك او تنوع زياته وي. البته، كله نا كله داسې هم كېږي چې د نساريو په يوه فزيكي صحنه كې څو ډراماتيكې صحنې او يا بالعكس په څو فزيكي صحنو كې يوه ډراماتيكه صحنه ځاى شوې وي.
په سناريو ليكنه كې چې صحنه يا دوو معمولاً ور څخه منظور د صحنې فزيكي اړخ دى.
هره صحنه د فلم د كيسې لږ تر لږه يوه كړۍ ليدونكي ته څرګندوي او دا د يوې صحنې اصلي هدف دى.
يوه صحنه كه څه هم مستقل وجود لري خو لـه وروسته وړاندې صحنو سره بايد دومره تړلې وي چې لېدونكى يې بېلېدو ته متوجه نه شي.
د صحنو د تړون لپاره دوو خبرو ته توجه پكار ده: يو دا چې صحنې بايد داسې سره ترتيب شي چې يو لـه بله وزېږي يعنې د محتوا لـه اړخه سره پېيل شوي وي. بله دا چې د تصويري اوصوتي شباهتونو او مختلفو تداعي ګانو په مرسته، صحنې د شكل او فورم په لحاظ لـه يو بل سره وصل شي.
د صحنو د تړلو لپاره لـه تضاد او شباهت څخه استفاده كېدلى شي. مثلاً په يوه صحنه كې به تصور كوو چې د (الف) د نيولو وخت رارسېدلى دى خو په ورپسې صحنه كې به وينو چې (ب) نيول شوى دى.
د فلم صحنې د پېښو، عملونو او حوادثو تر ټولو ډراماتيكه برخه رااخلي.
په فلم كې د ژوند انتخاب شوې شېبې د يو بل څنګ ته اېښودل كېږي، ځكه خو دلته صحنې لـه يو بل سره هاغسې خود په خوده تړون نه پيدا كوي لكه په واقعي ژوند كې چې يې وينو. دلته مجبور يوو د صحنو د تړون لپاره خواري وكړو.
د سناريو د هرې صحنې د رامنځ ته كولو لپاره اول پكار ده چې د هغې ظرف رامنځ ته كړو يعنې په دې ځان پوه كړو چې دا صحنه په كوم زمان او مكان كې ده او مقصد پكې څه دى او وروسته لـه هغه د صحنې محتوا وليكو يعنې دا چې په صحنې كې به څه كېږي. د صحنې د ليكلو يوه معمولي بڼه دا ده چې د پاڼې په سرباندې د صحنې نمبر، داخلي والى يا خارجي والى(يعنې سر پوښلى ځاى او كه ازاده فضا) او دغه راز وخت (ورځ شپه، ماسپښين، اته نيمې بجې ....) ليكو. د هغو كرښو اوږدوالى چې خبرې پكې را اخلو تر هغو كرښو يو څه كم وي چې هدايات پكې ليكو.
كه د خبرو اترو د ډول يا د كركټرونو د حالت په باره كې لنډه توضيح لرو، كولى شو هغه د كركټرونو تر نوم لاندې په لينديو كې وليكو.
د صحنې د ليكلو په وخت كله نا كله سناريو ليكونكى لازمه ګڼي چې د كركټر خبرې د هغه عمل د توضيح لپاره چې بايد لـه خبرو سره همزمانه تر سره شي، قطع كړي. دغسې توضيحات چې د يوه كس د خبرو په منځ كې يا د دوو كسانو د خبرو په منځ كې وركول كېږي، بايد د هدايتونو په څېر په اوږدو كرښو كې وليكل شي، ددغو توضيحاتو او د صحنې د وروسته وړاندې برخو تر منځ كرښه دې سپينه وي. دغه راز د دوو كسانو د خبرو ترمنځ سپينه كرښه بهتره ده.
دلته د يوې صحنې د ليكلو طرز ته پام وكړئ.
12 صحنه. خارجي - په كابل كې د يوې خارجي موسسې د دفتر مخه – سهار
"يو پيره دار د موسسې د مخې د غرفې څنګ ته په چوكۍ ناست دى. توپك يې په ورنو نو اېښى دى.
پيره دار
نعيمي صاحب نشته.
كامره لږ شاته ځي. عبدالروف راښكاري، لكه څوك چې د خپل اّمر مخې ته په تواضع ولاړ وي، د پيره دار مخې ته ولاړ دى.
عبدالروف
له ما سره يې وعده وه.
پيره دار
(په داسې حال كې چې بلې خواته ګوري)
نشته.
عبدالروف.
(ساعت ته ګوري)
ويل يې په اته نيمې بجې راشه زه به يم، اوس اته نيمې بجې دي.
عبدالروف انتظار باسي چې پيره دار به څه ووايي خو هغه هېڅ نه وايي. لكه د عبدالروف خبره چې نه غواړي واوري. عبدالروف له جېبه يوه پاڼه راباسي، چوكيدار ته يي نيسي.
عبدالروف.
ته څه فكر كوې، بيا كله پسې راشم.
پيره دار.
ولا هېڅ نه پوهېږم.
عبدالروف لـه جېبه عريضه راباسي، پيره دار ته وروړاندې كېږي، هغه ته يې نيسي.
عبدالروف.
نعيمي صاحب ته به ووايې چې هغه هم صنفي عبدالروف دې راغلى وو، ته نه وې، دا يې عريضه ده.
چوكيدار.
په سترګو، ته بې غمه ځه، زه يې وركوم.
عبدالروف.
ډېر تشكر، خير يوسې، كور دې ودان.
چوكيدار
(لاس وراوږدوي)
خداى پامان، ځه، بې غمه.
عبدالروف د خداى پامانۍ لپاره په دواړو لاسونو د څوكيدار لاس نيسي او روانېږي.
چوكيدار
(په غرفه كې د ايښي تلفون غوږى راپورته كوي، نمره وهي)
نعيمي صاحب، هغه عبدالروف راغلى وو، ځواب مې وركړ، يوه عريضه يې راكړې ده، د مقررۍ، در يې وړم.
نعيمي
نه، څيرې يې كړه."
* * *
په پاسنۍ صحنه كې موږ د بشپړ ډراماتيك جوړښت ضروري عناصر ليدلى شو. په اول كې پيره دار او عبدالروف چې د صحنې اصلي كركټرونه دي، وينو، لـه موضوع سره بلدېږو او زمان (سهار) و مكان د (موسسې مخه) پېژنو. دا ټول د پېژندګلوۍ عناصر دي، خو د فلم روح لـه كشمكش څخه جوړه وي. ليدونكى په كشمكش پسې ګرځي او غواړي تلوسه احساس كړي.
عبدالروف غواړي لـه پيره دار څخه د خپل مشكل د اواري لپاره استفاده وكړي مګر هغه دلچسپي نه ښيي، لكه ځان چې تېروي. دا كشمكش دى او ورسره تلوسه هم پيلېږي.
صحنه د پيره دار په ځواب شروع شوې ده. دى چا ته ځواب وركوي؟ دا بل څوك دى؟ د چا پوښتنه كوي؟ ليدونكي ته چې په دې خبرو د پوهېدو شوق پيدا شي، معنا يې دا ده چې تلوسه پيل شوې ده. د صحنې په ابتدا كې د كامرې حركت او شاته كېدل د خوند او تنوع سبب ګرځي. موږ وويل چې د كركټرونو سم تركيب او هارموني، د ناكرارۍ د رامنځ ته كېدو او د ناكرارۍ د ختمولو لپاره د كركټرونو تر منځ د كشمكش د واقع كېدو لازمي شرط دى. دلته دواړه كركټرونه لـه يو بله بېل خو يو نه، بېل موقفونه او متضادې دلچسپۍ لري. د داسې كسانو يو ځاى كول مناسب تركيب ګڼلى شو.
دواړه غاړې غواړي چې خپله ناكراري ختمه كړي خو عبدالروف په دې طريقه چې لـه چوكيداره د خپل مقصد لپاره استفاده وكړي او چوكيدار لـه دې لارې چې عبدلروف ژر لاړ شي، دى پرېږدي. كله چې عبدالروف يوازې د عريضې په وركولو اكتفا كوي او ميدان پرېږدي دا د هغه بحران اوج دى چې د كشمكش په نتيجه كې رامنځ ته شوى وو.
د بحران اوج بايد هم منطقي وي هم نا څاپي. ناڅاپي خو ځكه دى چې موږ هېڅ نه پوهېدو چې عبدالروف به په دې طريقه ستنېږي او منطقي ځكه دى چې كه يې داسې نه واى كړي نو څه به يې كول؟
د نتيجې په وخت كې يعنې كله چې چوكيدار لـه نعيمي سره په تلفون خبرې كوي، دې حقيقت ته رسېږو چې چوكيدار ځكه عبدالروف ته بې اعتنا وو چې نعيمي پخپله د خپلو اشنايانو په غم كې نه دى. د نتيجې په پړاو كې وينو چې د بلې صحنې رامنځ ته كېدو ته هم لاره اواره شوې ده، ځكه عبدالروف نه پوهېږي چې نعيمي يې د مقررۍ په غم كې نه دى يا يې په وس كي نه ده نو څرنګه چې عبدالروف ډېر مجبور معلومېږي هغه به خامخا د خپل پخواني ټولګيوال د موندلو هڅه كوي.
په يوه ښه ډراماتيك اثر كې هره صحنه د ځينو صحنو لور او د ځينو نورو مور ده.
د سناريو د ليكلو په وخت كې دا ضرور نه ده چې خپل كار خامخا لـه لومړۍ صحنې پيل كړو. دغه راز دا لازمي نه ده چې لـه كوم ځايه سناپسس (د سناريو خلاصه) او يا خامه سناريو شروع كېږي، لـه هماغه ځايه بشپړه سناريو هم پيل كړو.
په اولـه صحنه كې موږ پېژندګلوۍ ته ډېره اړتيا لرو خو كه يو څه كشمكش پكې نه وي، يوازې پېژندګلوي به د ليدونكي زړه په تنګ كړي. دغه راز كه په سر كې كشمكش ډېر وي ممكن تر پايه يې ونه ساتلى شو. لـه ډراماتيك اثره خو تقاضا كېږي چې كشمكش او بحران او تلوسه پكې وار په وار زياته شي. دغه راز كه كركټرونه ونه پېژنو او د هغوى د هـڅو په مقصد ونه پوهېږو، ممكن د هغو لـه كشمكش څخه خوند وانه خلو.
د سناريو ابتدا دغسې خبرو ته په پام سره پيلوو.
د فلم د پاى په باره كې هم ډېرې خبرې كېږي. زما په خيال سناريو ليكونكى بايد دا دوه خبرې هېرې نكړي. يو دا چې د بشپړې سناريو اوحتى د خامې سناريو تر ليكلو دمخه د پاى په باره كې د روښانه تصور لرل ضروري دي. د پاى په باره كې د بشپړ تصور لرل د سناريو ليكنې كار اسانوي او سم لوري ته يې سيخوي.
بله دا چې كه د پاى په باره كې دوه زړي اوسو او هېڅ نتجې ته ونه رسېږو بيا بهتره دا ده چې خوشحالوونكي پاى ته ترجيح وركړو.
اسدالله غضنفر
دسمیع الله امینی ویبلاک