سپرليه!

سپرليه!تل تر تله اوسې

ګلونه تل د سيالۍ خندا كوينه

سپرليه بيا په ګلو راشه

ستا په راتلو به د جانان ديدن كومه

سپرليه ستا د بركته

د جينكو په سينه زانګي زيړ ګلونه

سپرليه زر واپس رادرومه

كال كې يو ځل يې زه به مړه د غمه شمه

سپرلي راغلى نو بهار دى

د ځلمو وار دى زاړه نه كوي سيلونه

سپرلي راغلى ونې ګل شوې

اوس به خزان تالا والا كړي زيړ ګلونه

سپرلى به بيا په ګلو راشي

ماليار دې لاس دماغ نه،نه پورته كوينه

سپرلى به هر مدام سپرلى وي

چې اتحاد يقين كامل يې زړه كې وينه

سپرلى پرې راغى نوبهار دى

جينكو ايښي په اوربل كې زيړ ګلونه

سپرلى خو تل ګل ګلزار وي

چې بلبلان كړي تل د ګلو ديدنونه

سپرلى به نن سبا كې ګل شي

ما د موسم كچه كلۍ ليدلي دينه

سپرلى همېش مدام ځواني وي

چې په رڼا د څوارلسمې ګرځيدمه

سپرلى دې تل،خزان دې ورك شي

                           خزان ظالم د بلبل ژوند خرابوينه