ګل او پتنګ
د ويكتور هوګو له اثارو څخه ژباړه
سميع الله اميني
بې وزلي ګل پتنګ ته وويل : له ما نه مه تښته وګوره تقدير څرنګه له يو بل څخه جلا كړي يو، زه پاتې كيږم خو كه ته وغواړې هرې خواته لاړ شې وزرې غوړوې او ځې .
له دې ټولو سره زموږ زړونه د يو بل په مينه كې غرق دي او د خلكو لرې او پناه د يو بل په څنك كې ژوند كوو او حتى زه او ته دومره سره ورته يو چې كله كله موږ دواړه سره ګل ګڼي .
خو افسوس ته له نسيم سره الوزې او زه همدارنګه د مځكې زنداني يم څومره مې هيله لرله چې له تا سره والوزم او د تا لاره عطرينه او له خوشبوييه يې ډكه كړم . خوته دومره لرې ځې چې د تا د يارۍ ملګرې نشم ، ته تل د ګلونو په منځ كې يې او الوزې خو زه يوازې خپل سيورۍ چې د لمر د روانيدو سره سم زما شاوخوا ګرځي ګورم .
ته تښتې او بيرته راګرځې او بيا بل ځاى سندرې وايې خو هر سهار ما ګورې چې ځاى پر ځاى ولاړ يم او اوښكې تويوم .
اې پتنګه! د دې لپاره چې زموږ عشق تل پاتې وي ، يا ته زما په څېر په ځمكه كې ريښې وكړې او يا ما ته بڼكې او وزرې راكړه چې د تا په څېر والوزم .
سه شنبه ۱۳۸۷ ميزان ۱۷
دسمیع الله امینی ویبلاک