او په غم دې تر لحده څو څو ځلي

ادبي ټوټه

او په غم دې تر لحده څو څو ځلي

هره لار ده رانه ورکه بې مزله مې مزل دی

عالمیانو لاره کوم ده محبت مې او ځل دی

لاس یې پر سر نیولی وو.داسې ښکاریده چې نه غواري څوک یې وویني. او یا څوک یې ونه ویني.نورو به داسې انگیرله چې ګواکې د سر په درد اخته ده... خو زه پوهیدم چې نه غواړي غمجنه څېره یې ووینم! او د اوښکو نه ډکو سترگو سره ماته مخامخ شي. چی زه وارخطا شم ، له ځایه پاڅم او ویی پوښتم چې ولې؟...

زه د هغو سترګو د لیدو په تمه مخامخ ناست وم.چې زما نړی،هیلې، اروزوگانې... او ژوند! په کې نغښتې وه.هو ژوند مې په کې نغښتې وه.

خو چا زه پوه کړې وای! چې نه غواړي ما وویني. په سترګو کې حال ووایي . په سترګو سلام وکړي. گیلې او جنگونه... وکړي.

نا چاره مې په ډېره ناهیلۍ عاجزۍ آسمان ته لاسونه پورته کړل او دا سوي خبرې مې له زړه ووتلې... چا دا زما نړۍ، هیلې... راورانې کړلې؟ او ولې؟؟؟

د خدایه مې دا وپوښتل چې اې! د زړونو با خبره خدایه ج! دا ښکلي دې ولې پیدا کولې ؟... بیا دې دومره نازک او ښیښیي زړه څله ورکاوه؟ چې په تش کتو مات او زرې زرې شي. او وینې د څاڅکو په شان له سترګو وغورځوي چې ټوله نړۍ پرې خبره شي. ټوله نړۍ !ټوله نړۍ!!

نا څاپه دې ولې له پامه وغورځیدم. زه خو ستا په ساګانو ژوندی وم. ته خو پوهیږې چې زه يوازې ستا په ساګانو ژوندی وم.ژوندی. ستا په قدمونو روانیدم. پر مخ تلم! تا سره. یوازې او یوازې تا سره!!!

په خندیدو دې له خوشالیه تر عرشه رسیدم او په غم دې تر لحده څوڅو ځلي...!

اې! زما هستی، اې! زما د ژوند سببه، ای ریښتنې مینې او اې د خوشالیو پرښتې!!! سترګې دې ولې رانه واړولې؟ ولې؟! او ولې دې شا شوه راته...؟؟؟!!!

ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړی دی

ما په یو څو ورځو کې څومره محبت کړی دی

سمیع الله (امیني) 2007/11/26 په ما ښام وخت کې

 

ښاغلي او قاروړي اجمل نور ته،

                                                            پوهاند دوکتورم.ا. زيار 

 پکه، دا دې لا بله سپکه!
     
  زه دې مړی ژاړم، ته مې په خولې پورې خاندې؟
- ستا زما له سياسي اندتوګې سره څه، زه دې مړی ژاړم، ته مې په خولې پورې خاندې. ما ستا ژبه د نوې ساينتيفيکي ژبپوهنې د هېواد، سيمې او نړۍ پر کچ د سيالۍ جوګه کړې او  لا لګيا يم، په همداسې يوه علمي درسته او سياسي مبارزه له تاريخي تاړاکګرو همستا پښتني – افغاني تاريخي، فرهنګي او سياسي نوم و نښان او وکر (هويت) راژغورم!
- ستا پر اند بايد پېنځوس ميليونه پښتانه، يايې دوه- درې زره ليکوال او پوهان له يوه سره ښيلاسي(مجاهد، طالب، افغان ملت...) او بيا امريکاپلوي اوسي او يو يوازېني انتقادي چپی دې له چپي ادبياتو سره پکې نه وي؟ ځکه د نړۍ پرکچ((چپی)) له((مترقي)) سره هممانيز کارول کېږي او ليکنې او پنځونې يې هم((مترقي)) بلل کېږي، په دې توګه ستا، نه پر پښتنو مترقي انسان لورېږي او نه پر پښتو مترقي ادبيات او داسيالي هم تروخت مخکې يا کورټه خلقي او پرچمي لوبه انګېرې!
 ښاغلي افق چې تر ارواښاد نوميالي راوروسته يې د يوه رښتيني هومانېست چپي پېښې کولې، د ملا دادله په خواخوږۍ  د کلونو روژه په املوکو ماته کړه. د دغه ملا يا بيت اله، ملا فضل اله غوندې طالبي جلادانو تر سروري، مزاري، مسعود او... هم ور تېره کړې ده او ورسره خواخوږي که رياکارانه هم اوسي، د اړوندو بلهاريانو او کورنيو له سپکاوي او رواني ځور پرته بله مانا نه لري!
کاشکې ته ښاغلی قاروړی مې له دې هم خبروای چې زه  له اَره د هماغه هوسااو بسياهېواد((سويس)) د شپږکلنو زده کړو په اوږدوکې (يورو سوسيالېست)  پاتې شوي وم او هېواد ته تر ستنېدو کال دوه وروسته شوروي پلوي(ا.خ. د.) ګوند غړيتوب ته اړوتی وم او بيا ځنې د بيرته راوتنې تر مهاله دګوند دننه اپوزيسوني وياړ هم را په برخه وو. اوسني((اَينده غورځنګ)) ته مې هم وار له مخه ګواښنه کړې چې که له خپلې ټاکلې ((انتقادي - سوسيالېستي)) تګلارې بېلارې شو اوياپکې کوم امينی، کارملی... يا اوغانستانی راګډ شو او يايې هم داوسني((جهادي ـ  اېمپيريالېستي)) دولت په ټولټاکنو او په دې سره په واک و ځواک کې ورګډ شو، هماغسې به ځنې وځم، لکه له خلق و پرچمه چې راوتی وم!
تا او ستاغوندې لنډاندو پښتنو په همدې بايللې چې د لږه کيو هېوادوالو د توراوو او تورونو ، پيغورونو، سپکاويو او ورسره ورسره د پوهې او منطق يوه سلمه لاڅه، چې زرمه هومره هم ورغبرګولای نه شئ. او زه يې چې د يوه يوازېني اتنو- لېنګوېست په توګه د هسې ماويلو تاويلو پرځای  له نټه نه منونکو ساينتيفيکو دکونو دليلونو سره مخې ته ولاړيم،  زغملای مې نه شئ!
د هماغې خپلې چپي رسنۍ(www.ayenda.org) له لارې يې زما خپرې کړې پارسي ليکنې له دا يوه کال راهيسې و نه شوې راننګولای. يوازې چېرې د بېطارۍ يوه ډاکتر ((رويين)) چې خپل بلغاريا يې استادان يې((هيرويين)) بولي، يو هسې تش په نامه ځواب د شورای نظار له تورمه را غبرګ کړ چې د استاد سنا(سويس) په ګډون يې يوه دوست هم راته د بيا غبرګون سلا را نه کړه. په پای کې يې پيام راديو زنان راڅخه د مرکې غوښتنه وکړه او ما بياهم د پښتو دباختريوالي (شمالختيزوالي) اود دري د پارسيوالي (سوېل لويديزوالي) تاريخي- جغرافيايي فونولوجيک فارمول ور مخ ته کړ. په بيا بيا غبرګون کې محی الدين مهدي په يوه اوږده پړ پړه کې دسره کوتل، رباطک او نورو لاسوندونو په تړاو د اََريانپوهانو د پرېکړو او پايلو پر وړاندې دا اپلتې رامخته کړې:
((...موقعيت اين زبان را هم از نظر جغرافيايی و هم از نظر زبانشناسی در ميان زبانهای پشتو و پاميری(چون يدغو و مونجانی)... تعين کردند...))- له اړ پېچو(ضدونقيضو) ببولالو د مهدي او نورو خوراساني خېلو موخه دا ده چې د نوي رابرسېره شوي کوشاني ډبرليک د ژباړونکي او شنونکي سيمس ويليمز(لندن) په ګډون تر ماپورې ټول اَريانپوهان ولې پارسي له باختري (– ساکي) ډلې وباسي او  په پارس پورې يې تړي، پارسي په هره توګه، خو ((پارسي دري!)) چې له ابن مقفع تر حبيبي پورې دومره  پوهانو  باختري بللې، له پارس او ايراني پارسي سره يې تړل يو نارواکاردی!
کټ مټ لکه چې وايي: جبراييل غلط شوی او نعوذ بالله د حضرت علی(رض) پرځای يې پر حضرت محمد(ص) وحې راوړې ده!
 يدغه او مونجي د پاميري ژبو دننه دننه له پښتو سره دومره نژدېوالی لري، لکه وڼېڅي چې د پښتو دوه زرکلن زوړ ګړدود زباد شوی دی او دويم ورته لاسوند يې د ساکي ګورنر د جېلم د نندانې ډبرليک دی. استاد علامه حبيبي دپښتو د دغه ټولو نويو ژبپوهنيزو شننو او اېتمو_ فونولوجيکي اَرونو او فارمولونو پرځای د پارسي دري ليکوالو او تاريخوالو په څېر له ژبنيو سکالوو سره متنپوهنيز - تاريخي  چلند کاوه. له همدې ګوټپېر(زاويې) يې هخامنشي پارسي بېستون ډبر ليک پښتو، او منځنۍ ساکي((باختري)) – مادر زبان دري انګېرله!
ما بېنوا اوبپاڼې  ته همدغه خبرې ور برېښليک کړې وې چې ((ماڼو)) او ((هارون)) په رښتينه مانا د هغه استاد درناوی نه، بلکې سپکاوی کوي. هغه د    1975کال په نړيوال پښتو سېمينار کې د استاد مورګنستيرن د دې خبرې په تړاو ((موږ د نوې او تاريخي- مقايسي ژبپوهنې دا يو پښتون در وروزه!))،
د نورو دوديزو ژبپوهانو برخلاف په ټوله علمي- اخلاقي مېړانه دا منښته وکړه: (( موږ تر خپلې وسې تر دې ځايه را ورسوله، نور نوی اکادېميک پښت پوه سه او نوې ژبپوهنه!)). بياهم همدغه ترګردو لوی او ځواکمن استاد وو چې د يوې- کره پښتو پروسيجر يې تر نورو مخکې را لاسليک کړ او مولانا خادم له لاسليک سره سره موږ ټولو مشرانو کشرانوپسې راواخېسته، هغه هم په اړونده غونډه کې د دوو وييکو((چې- چه)) او ((کې- کښې)) پر وړاندې چې له لاسليکړي پروسيجر سره سم ړومبنۍ بڼې کره وګڼل شوې!
افغانستاني ليکوال دلوی استاد له نامه سره دسره کوتل  په تړاو ((پرو فسور)) او د پټې خزانې او نوروپښتو اوپارسي ليکنو څېړنو په تړاو ((فاشيست)) ملګری کوي!
ماد هېواد دننه او دباندې په ډېرو غونډو او ليکنو کې د دغو بې وطنو فاشېستانو پر وړاندې تل دفاع کړې او د ژوند په وروستيو شپو ورځو کې چې د يوه لړ دردونو د درملنې لپاره يې امريکا ته د تګ تکل لاره، هغه مهال ما د اطلاعاتو او کولتور له وزير مجيد سربلند سره په ډېر دک و دليل سر خوږ  کړ چې استاد ته پاسپورت او ويزه برابر کړي، ځکه د سلاکار په توګه يې ورباندې رسمي حق درلود چې لا لګښت يې هم پر غاړه واخلي، خو هغه دا پلمه رامخته کړه چې ګوندې دی به هم لکه استاد بېنوا هلته پناه واخلي او له دې کبله يې پرکارمل يا کشتمندمنلای نه شوه!
دا جلا خبره ده چې دوديزه ژبپوهنه مې ورسره نه ده منلې او لکه چې وويل شول، هغه پخپله  د دې منښته کړې وه. نور اثاريې په تېره متنپوهنيز او تاريخي هغه مې، نه يوازې  له څومره ييز، بلکې له څرنګيز پلوه هم لوړ ارزولي او ستايلي دي. هرګوره، په ((پښتو او پښتانه د ژ بپوهنې په رڼاکې)) مې بيا هم يوازې  له اتنو لېنګويستيکي پلوه د نورو(کهزاد، فرهنګ، صديقي...) په لړ کې اړوندې تاريخي شننې څرګندونې ور ننګولې دي!
- زه خو د خپل لوړترين زده کړيز لاسوند او پوهنيز- څېړنيز رېکارډ له مخې د هېواد اوسيمې پر کچ خپل سيال نه وينم، که تا را پيدا کړای شو، تر راتپلو تورونو او سپکو ستغو در تېر يم، که نه بيرته به يې له يوې بخښنې سره اخلې!
زه پر هماغه مهال(1972 جنورۍ) پر نړيوال علمي کچ  اکادېمک او اکا دېمېسن شوی يم او د پښتو د سرڅڼې او برخليک ټاکنې څانګيز- پوهنيز واک(صلاحيت) يې راکړی دی چې په ژبپوهنه او بيااَريانپوهنه او توکمپوهنه کې مې لوړترين لاسوند (ډيفل ډاګتر ډيګري) ترلاسه کړه، تش په نامه اکا دېمېسنۍ يا يې کانديدۍ روسانو پر هغو افغانانو لورولې چې ګړ سره اکادېميک نه ول او ورسره يې څارګري تړاو درلود؛ او استاد رشاد يې د يوه اغېزناک(متنفذ) مخالف په توګه راخپلاوه!
  په دغه لړ کې يې د استاد الهام غوندې د دوو ګونو ژبو پوهانداو پياوړي  ليکوال يا د کبير رنجبر په څېر رښتيني ((دوکتور نووک)) يې ځکه کانديد اکادېمېسن کړل چې ((نالايق)) ته((نالايق)) برېښېدل!
بياهم، که زما دخولې خبرې درته هسې ساټې باټې ښکاري اوهمدلته په بهر کې اوسې، دومره ستونزه خو پر ځان وګاله چې د کوربه هېواد د ختيځپوهنې له کومې څانګې يا څانګواله وپوښتې چې زيار رښتيا تراوسه د افغانستان لومړنی او يوازېنی اکادېميک اَريانپوهاند او پښتو پوهاند دی، له نژدې نيمې پېړۍ راهيسې يې لومړنی اکادېميک ګرامر، وييپوهنه، ليکلار، پښتوبدلمېچ(عروض)، ژبتوکميز تاريخ(پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې)، له درو زرو زياتې ليکنې او له اسلام کلا تر اسلام اباده ګرد پښتو ګړدودونه کښلي او راچاڼلي او له دې ټولو کارونو سره سره يې د ((يوې- کره ليکنۍ پښتو)) او ازاد پښتو شعر غبرګ غورځنګونه تر دې مهاله را رسولي دي؟
کاشکې تا د خپل پلار نيکه پښتو ګړدود تر څنګه  ((يوه-کره ليکلار)) هم دومره زده کړی وای، لکه د لومړي ټولګي يو  پارسيوان شاګرد چې د (مه خاد رفتم) تر څنګه (من خواهم رفت)  هم زده کوي، حال داچې تا ته د معياري ((زرغونه راغله)) پرځای پلرنی يا سيمه ييز ګړدود((زرغونه راغلل)) کاڼي کرښه ښکاري! انګرېزي، فرانسي، جرمني... هغه خو درته دکافرو ژبې برېښي چې تر پوهنتونه يې کره بڼې زده کوي او ترنورو څانګيزو زده کړو يې بايد سختې ازموينې تېرې کاندې!
اوغانستانيان د هغو ټولو فاشېستي- سېکتارېستي انګروزو ترڅنګه بيا څه ناڅه علمي او منطقي دک و دليل هم وړاندې کوي، لکه په خراسان زمين تارنما(اوبپاڼه) کې:
پشتون ها هنوز از قبيله سالاری، زايي هاو خيل ها به يک قوم واحدی ارتقأ نيافته و زبان شان هم از ګويش های بی شماری به يک زبان واحد معياری و نوشتاری تکامل نه کرده و در عين حال  از جهت اصطلاحات جديد علمي، تخنيکي، سياسي و فرهنګي امروزي  يک زبان فقير و محلي بوده و به هيچ رو با پارسي همسري کرده نميتواند. در مقابل ديګر باشنده ګان به اقوام و مليت ها ياد ميګردند. به همين دلايل انکار ناپذير سطح تکامل اجتماعی اينان به مراتب بالاتر از پشتونها بوده و پروسۀ ((ملت شدن)) شان سريعتر و سهلتر ميباشد... .
له دې څخه دا پايله اخلي چې:
(1)افغانستان بايد پر هماغه پخواني نامه(( خراسان)) واړول شي او(2) پارسی دری دې يوازېنۍ رسمي ژبه شي!
ته او نور ورته لنډپاري او زاړه پالي پښتانه لا تراوسه  ددغو دواړو بهيرونو د چټکولو هڅې بياهم تروخت مخکې او ياګرد سره نا اړينې او بې سروبوله بولئ او داسوچ نه کوئ چې دا څو پېړييز وروسته پاتوالی له يوه پرله غښتي علمي- فرهنګي  غورځنګ پرته ناشونی دی،بلکې همدغه مخبنايي غور ځنګ مو بېخبنايي ټولنوټيز(اجتماعي- اقتصادي) بشپړتيايي بهير را چټکوي او په دې لړ کې مو د لږه کيوله اوسنيو ملنډو، پيغورونو او ننګونو راژغوري؟
هو، زه په همدې موخه له بېشمېرو سيم ييزو او ټبريزو ګړدودونو څخه د ((يوې-کره ليکنۍ پښتو)) د رامنځته کولو لپاره څانګيز(ژبپوهنيز) غورځنګ او ورسره ورسره هممال له بې شمېرو خېلونو او زييونو څخه د يوه يوازېني پښتني ټبر(قوم) او بيا له نورو افغاني  ټبرونو سره په ګډه د يوه يوازېني ((ملت)) د رغاونې لپاره علمي- سياسي هاند و هڅې يا مبارزه پر مخ وړم!
زه به د ژوند له پلوه بوډايم خو په دې وياړ چې د ړومبني اکادېميک پښت سرلاری يم، نو ځان د اند له پلوه تر تاسې کم زده کړو او زوړ اندو ځوانانو ځوان ننګېرم او ورسره ورسره مې دکار متره هم راتاندېږي او ځوانېږي!
له همدې لامله په دې چورت نه خټه کوم چې ته، سنځرخېل، هارون خېل او نور يو شمېر راسره ناباندې ياست او مرګ مې غواړئ، هغه هم تر ټولو له مخه په دې تور چې په اساسي قانون((ګرامر)) او ورسره تړلي ((ليکلارښود)) کې مې ګوندې ستاسې او په تېره سوېل- لويديزه(کندهاري)) ګړدودي ډله له ياده کښلې او يا په دې ګناه چې، ولې مې ګړ سره  د پالوال  د بې سروبوله ((معياري پښتو)) اوبيا د دوديزو اوتو بوتو په لاروۍ پرهمدا يوه ډله بسنه نه ده کړې؟
 خو ستاسې زرګونه برابر نور ډېری پښتانه راته زړه غټاوی راکوي او د پښتو د پاتې ژبپو هنيزو کارونو د بشپړونې لپاره راته د ژوند د اوږدېدو په پار د ستر خوشال دا دعا را لوروي:
    خدايه هومره مهلت ورکړې په دنياکې
      چې کاږه کارونه سم کاندې خوشال!
بياهم خپله پښتني – افغاني مينه در ډالۍ کوم!
 ستا او ګردو لروبرو پښتنو خواخوږی  زيار

 

 

د غونډلې بشپړ اند توکونه :

د غونډلې بشپړ اند توکونه :

محمد اقا شيرزاد
په ِغونډله کې د اساسي او پیرو برخو سربیره ځنې نورواحدونه چې بشپړاند توکونه نومیږي هم شته چې په هغوکې خج ، سیلاب، آهنګ ، بیلتون ، او پیوستون شامل دي چې دا توکونه دلیک نښو سربیره د غونډلې په مانیز جوړښت او د ویلو په ډول څرګنده اغیزه کوي .
همدا لامل دی چې مونږ ېې دلته یادونه اړینه بولو او لږترلږباید زمونږ محصلین ورسره اشنا اوسي.
که څه هم داموضوع د څیړنې د اصولو له مخې په غږ پوهې پورې اړه لري او یا خو دفونیمونودالفونونو په خصوصیاتو پوري تړلې موضوع ده .
په فونولوژي کې یوه موضوع د پره سودیکه ترعنوان لاندې راغلې ده چې دا په روسي ژبه کې پره سودیکه یا پره سودیه ، په انګلیسي ژبه کې (prosody) ، په فرانسوي ژبه کې (prosodie) ، په هسپانوي ژبه کې (prosodia) بلل شوې او معمولآ د فونیم پیژندنې په اثارو کې تر څیړنې لاندې راځې .

چې دغو پدیدو ته سوپرا سیګمنټ(Supra Segment) هم ویل کیږي .دا چې د غونډلې د ویلو یا وینا پروخت دغه پديدې په جملو اود جملو پر مانیز او تلفظي ډول ستر اغیزه ښیندي او د غونډلې مانیز جوړښت بدلوي نو ځکه یادونه یې په غونډله پوهه کې هم و شوه ترڅو دا موضوع روښانه او دغونډلې په ویلو او له هغې څخه د معنا اخستنې پروخت له نظره ونه غورځول شي .
زمونږ په زیاترو ژبپوهنیزو اثارو کې دغو پدیدو ته فونیمونه ویل شوي دي چې په همدې سبب یې دافونیمونه په دوه ګروپونو ویشلي دي مقطعه فونیمونه او عروضي فونیمونه .دغسې پدیدو ته لکه خج او آهنګ ته عروضي فونیمونه ویل شويدي خو پټه دې پاتې نه شي چې دلته سیلاب له یاده ایستل شوی دی ځکه چې دا هم یوه پره سو دیکه پدیده ده .حال داچې سیلاب، خج او آهنګ په هیځ ډول فونیمونه نه دي پدې کې شک نشته چې سیلاب ، خج او آهنګ د بیلو بیلو ژبو د جوړښت له پلوه کله فونټیکي او کله کله هم فونولوجېکي خصوصیتونه لري.
په پښتو ژبه او دنړۍ په زیاترو هغو ژبو کې چې غیر سیلابیک جوړښت هم لري سیلاب فونولوجیکي خصوصیت نه لري په دغسې ژبو کې سیلاب ا و د سیلاب بیلونه دمانا سره اړوندي نه لري ځکه نو سیلاب یو فونولوجیکي واحد نه دی . مګر په هغو ژبو کې چې سیلابیک جوړښت لري د سیلاب برید او سرحد تل د مورفیم دسرحد سره مطابقت لري نو کیدای شي چې په دغسې ژبو کې سیلاب د سیلاب دفونیم دافادې د شکل په حیث وڅیړل شي .
همدارنګه دخج په اړه هم ویلای شو چې که څه هم خج په ځینو پښتو کلمو کې معنوي بیلوالی راوستلای شي خو په هيڅ صورت فونیم نه دی . خج بې له فونیمونو اصلآ موجودیت نه لري ، خج د ژبو د غږیز جوړښت په اړه د کلمو په خاصو او ځانګړو موقیعتونو کې د فونیمونو یو خصوصیت دی چې همدې خصوصیت پر اساس دیو فونیم لوفونونه سره بیلیږي خج لرونکی الوفون او بې خجه الوفون .
خج اصلآ بې له فونیم په جلا او مستقل ډول نه کوم اواز دی او نه هم تلفظ کیدای شي.
خج دیو فونیم دالوفونونو دبیلولو او ټاکلو ځانګړتیاوو څخه یو خصوصیت دی . مونږ په پښتو ژبه کې د یو فونیم خج لرونکي الوفونونه اوبې خجه الوفونونه لرو ، خج لرونکي او بې خجه سیلاب لرو .چې یو یې د بل په پرتله زیات او بل یې د بل په پرتله په لږ فشار سره ویل کیږي .
همدارنګه آهنګ هم د غږیز جوړښت یو خصوصیت دی .
آهنګ د وینا د وییزې بڼې یو حتمي خصوصیت دی اوبې له آهنګه وینا ممکنه نه ده . پدې کې هم شک نشته چې اهنګ د جملو د مانا سره اړیکه لري اود آهنګ په بدلیدو سره د نحوي ترکیبونو او جملو مانا بدلیږي . خو دلته هم څرګنده ده چې اهنګ په خپله کومه مستقله او جلا ژبنۍ نښه یا علامه نه ده او نه هم کوم ژبنی واحد دی بلکې دنحوي واحدونو دنورو خصوصیتونو په څنګ کې یو خصوصیت دی .په هر صورت دا چې خج ، سیلاب ،آهنګ د جملو په جوړښتي اومعنوي نظام اغیزه لري نو مجبور یو چې په لنډیز سره پرې رڼا واچوو .
لغوي خج : لغوي خج هغه اوازونه سره یو ځای کوي چې د کلمې یامورفیم بڼه جوړوي . که چیرې یوه کلمه تر یوه زیات سیلابونه ولري نو خج لرونکی سیلاب نور سیلابونه تر خپل تسلط لاندې راولي او ټول سره تړي . که چیره یو کلمه دوه سیلابي وي نو خج یې دوه بریدونه لري خج لرونکي او بې خجه . که چیري یو کلمه تر دوو زیات سیلابونه ولري نو په هغه صورت کې مهم خج لرونکی سیلاب توحیدي وظیفه اجرا کوي چې دا بیا د کلمو د اوازونو په تنظیم کې مهم رول لري .
خج د تل لپاره د مو قیعت له نظره دیو بل سره فرق لري په ځینو ژبوکې ځای ټاکلی وي او ځینوکې یې ځای متحرک وي .خج په ځینو کلموکې په لومړی سیلاب ، په ځینوکې په منځني سیلاب او په ځینو نورو کلمو کې په وروستي سیلاب راځي .لکه په لاندې کلموکې :
اوسپنه، لوړوالی او پرون په کلمو کې چې په لومړې کلمه کې په لومړي سیلاب په دوهمه کلمه کې په منځني سیلاب او دریمه کې په وروستي سیلاب کې خج راغلی .
اوس نو که چیرې په کلمو کې د خج ځای بدل شي نو کلمې ړنګیږي یا له منځه ځي .
دا چې خج د کلمو په جوړښتي نظام اغیزه لري دغه ډول د جملو په جوړښت او دهغوی په معنوي نظام هم بې اغیزه نه دی او کولای شي چې د خج په راوړلو یا ځای بدلولو جمله خپله مانا بدله یا له لاسه ورکړي .
غونډلیز خج هم هماغه پیاوړی خج دی چې د نوروتوکونویا واحدونو په ترڅ کې پریوه سیلاب راشي او هماغه خجن توک تر نورو زیات موخن (مطلوب) وښيي اونورتوکونه یا سیلابونه یا هیڅ خجن نه وي او یا دهماغه خجن یا پیاوړي خج تر اغیزې لاندې کمزوري ویل کېږي .چې په دې اساس درې ډوله غونډلیز خجونه سره توپیروو ، پیاوړی، لږپیاوړی، او کمزوری.لکه داولمیر استاد پدې سندره کې : چې ښاغلي پوهان زیار په خپل کتاب پښتو پښویه کې راوړې:
«
ستا د سترګو بلا واخلم ، بیادې سترګې ولې سرې دي »چې (ولې) پیاوړی، پر(واخلم) لږپیاوړی او پر (سترګو) کمزوری خج اوریدل کېږي یا لکه پدې لاندې جملو کې :
ته کورته ځې ، ته کورته ځې ، ته کورته ځې.
اوس که دلومړې جملې په لومړنۍ (ته ) په ضمیر پیاوړی خج راشي دا جمله تعجبي یا هیښني ګرځي او دلیک نښو په مراعات کولو باید دا جمله پدې ډول ولیکو: (ته کورته څې!)په دوهمه جمله کې که د(کور) پرکلمه کمزوری خج راشي نو جمله خبري یا بیانې شکل غوره کوي اوداسې لیکل کیږي : (ته کورته ځې)همدارنګه که په دریمه جمله کې د (ځې) پر کلمه لږ پیاوړی خج راشي نو جمله د پوښتنې بڼه غوره کوي اوداسې لیکل کیږي : (ته کورته ځې؟)
یو بله خبره چې دلته ېې یادونه اړینه ده هغه داده چې دجملې دتلفظ او ادا کولو په وخت کې د فشار دځای بدلول مستقیمآ د جملې مانا بدلوي نو ښه به داوي چې دیوې جملې دلوستلو په وخت ددې خبرې خیال وساتل شي او چیرې چې فشار اچول ضروري وي په هماغه ځای کې مراعات شي .د بیلګې په ډول دا لاندې جمله وګورﺉ:
دا زما ورور دی .
اوس که چیرې د جملې په لومړی سیلاب فشار راوړو نو پدې صورت کې د جملې ویونکی دخپل ورور له کار اوعمل څخه راضي او خوښ معلومیږي .همدارنګه که چېرې جمله په کمزوري فشار ادا شي یوه بیانیه جمله ترې جوړه او پورته دواړه مانیز اړخونه بایلي .
څپه یا سیلاب : سیلاب ډیر کوچنی ویز واحد دی د وینا یا جملې دادا کولو په وخت کې جمله په وړو وړو ټوټو بیلوي او دا وړې ټوتې په خپلو کې سره اړیکې لري . دا سیلابونه د مختلفو ژبو دجوړښت له مخې متفاوت خصوصیتونه لري . په هغو ژبو کې چې سیلابیک جوړښت لري . سیلابونه یې دمانا سره اړیکه لري خو هغه ژبې چې سیلابیک جوړښت نه لري سیلابونه یې هم له مانا سره اړیکه نه لري لکه پښتو ژبه چې که یو ه کلمه یا جمله یې په سیلابونو وویشو نو په مانا د جملو کې کوم اغیز نه راوړي او که یې په فونیمونو وویشو نو بیا د سیلاب له سرحد څخه تیریږو او فونیمونو ته ور داخلیږو ،نوځکه ویلای شو چې په پښتو ژبه کې یوه څو سیلابیزه کلمه هر څومره ورو یا په غیر طبیعي ډول تلفظ کړو پدې نه بریالي کیږو چې هغه سربیره په طبعي ټوټو پرنورو وییزو ټوټو تجزیه کړو.
بله داچې په یوه ژبه کې سیلابونه د تل لپاره په کلموکې دواولو یا خپلواکو اوازونو په موجودیت پورې اړه لري او واول اواز دسیلاب حتمې غړی دی .په ژبه او وینا کې دتل لپاره هرسیلاب درې وییزې مرحلې لري .شروع ، جګوالی و ټیټوالی چې دا دریواړه وییزې مرحلې یوه په بلې پسې متصلې یا تړلې ویل کېږي او دوینا له پلوه نه تجزیه کیدونکی خصوصیت لري .
دسیلابونو دخصوصیاتو له مخې د پښتو ژبې د سیلابونو سرحدونه د وینا په جریان کې د وییزو غړو د فشار پر اساس په متناوب ډول جګیږي او ټیټیږي .هره ټیټه نقطه چې په هغې پسې بل جګوالی شروع کیږي د سیلابونو سرحدونه دي .لکه پدې لاندې شکل کې :

 

هم پور غواړو،

هم پور غواړو،
هم كور غواړو،
هم نور غواړو

په روانې مياشت كې د افغانستان ډير دولتي مشران بهرنيو هيوادو ته لاړل، د معمول په څير هر يوه د خپل هيواد او خپل وزارت لپاره د مرستو غوښتنې وكړې او بيرته راستانه شوي. په دې لړ كې د هيواد خارجه وزير ښاغلى ډاكټرعبدالله د واشنګتن په شمول څو نور اروپايي او اّسيايي هيوادو ته سفر درلود. د سفر موخه يي افغانستان ته د نړۍ مجدده توجه رااړول و.
ده په واشنګتن كې د مشرانو په يوې جرګه ګۍ كې له امريكا وغوښتل چې له افغانستان سره بيړنۍ مرستي وكړې تر څو په روانه وضعه كې مزيد بد والى رانشي.
ديته ورته سفرونه د انتقالي ادارې مشر ښاغلي كرزي صاحب هم درلودل، هغه هم چې چيرته تللى پر هغو هيوادو يي د مرستي ژغ كړى.
د "توكيو" په غونډه كې پتيل شوې وه چې په راتلونكي يو نيم كال كې به_برخوال هيوادونه_ خپلې ژمنې بشپړې كړي. د تعهد له مخې به 3 ميليارد ډالره مرسته له افغانستان سره شوې وه.
اما اوس خو خبره له يو نيم كال هم اوښتې، نه خو د مرستو درك لګي او نه هم پر ژمنو وفا. البته د دې ټولو لامل اساساً پخپله زموږ حكومتي دستګاه او چلوونكې يي دي. هغوى د خپلو خلكو په وړاندې صادقانه او شفاف دريځ نه لري. لا هم په يو اوبل عنوان خپل سيال لورې پر اجنبي ځواكونو ځپي او دې عمل ته قانوني بڼه وركوي. دا واقعاً يو سياسي اّفت دى.
بل خوا همدې دستګاه نه خو په مناسبه توګه له شويو مرستو څخه ګټه واخيسته او نه يي په امانتدارۍ سره د دې پيسو په لګښت كې كار واخيست. تر ډيره حده له شويو مرستو څخه د اقتصادي پروګرامونو او پروژو په ځاى جانبي استفاده شوې ده. د نامنظمو مليشو او جنګسالارانو د تقويت لپاره ځينې كار اخيستل شوى او...
څه داسې هم شوي چې د مرستو پيسې ځينې محدودو جيبونو ته لويدلې دي او په دې توګه حيف شوي.
د نړيوالو مرستي\"په توكيو\" په دې شرط مرعى الاجرا وې چې په افغانستان كې دجنګ بهير ختم او د يوې پايه دارې سولې لپاره ګامونه واخيستل شي. اما عملاً داسې نه دې شوې. امريكا عملاً د اقتصادي پروسې په ځاى نظامي پروسه تمديد كړې. دوى د بيا رغاوني او اعمار مجدد كارونو ته لا تر اوسه توقيت نه دى ټاكلى او نه هم په دې اړه خپله پاليسي تشريح كوي. تر اوسه هرڅه مبهم دي. او اقتصادي پلانونه او پانګوني د ابهام په فضا كې نه بلكې د كاملاً وضاحت او روښانه وضعيت په رڼا كې تر سره كيږي. ابهام اوغموض د هيڅ كار كولو لپاره په درد نه خوري. او تر څو پورې چې دغه د ابهام پرده نه وې څيرل شوې د دې انتظار چې افغانستان كې به كار او اقتصادي جريان روانيږي، بابيزه خبره ده. د امريكا تعقيبي عمليات او د كابل د حكومت بې وسي او ناچاري يو داسې ګونګ حالت زيږولى چې كه اوضاع همداسې ګونګه او بې وضاحته پاتې شي، په مشخصه توګه معلومه نده چې د افغانستان مسير به كوم لور ته روان وي؟؟!!
امريكايي مشران لا هم د افغانستان دوسيه او مسائل په \"پنتاګون\" كې تربحث او غور لاندې نيسې، نه په \"سپينې ماڼۍ\" كې. او دا د دې معنا رسوي چې نظامي پروسه لا نه ده ختمه شوې او افغانستان اوس هم امريكا ته نظامي حيثيت لري. د القاعده په نوم روان جنګ او د بې ثباتۍ تسلسل قطعاً زموږ د مستقبل لپاره زيرۍ نلري. دا چې د القاعده او امريكا تر منځ به روان جنګ پاى ته ورسيږي دا بابيزه خبره ده، ځكه تر هغو پورې چې تروريزم او تروريستانو ته مشخص او علمي تعريف نه وي موجود، د دې اټكل ډير ګران كار دى چې څوك دې د امريكا په فلسفه كې د تروريستانو او تروريزم شناخت وكړى شي. شايد د دې خبرې منل هم ګران وي چې القاعده شته او كه نه!؟ موږ باور لرو چې القاعده د \"سپتمبر 11\" له پيښو مخكې هم نه وه او اوس هم نه ده موجوده. هسې يو څو خواره واره ناراض او بې سرپناه عربانو يا څو تښتيدلي طالبانو ته د القاعدې عنوان وركول او بيا هغوى ته نړيوال حيثيت وركول د سليم عقل لپاره د دې خبرې منل درسته نه ښكاري.
عجيبه ده چې د عراق غوندې ستر نظام او هيواد راپرځول كيږي خو دلته القاعده نه ختميږي!! امريكا زموږ ټول هيواد تصرف كولى شي خو بيا په جنوبي سيمو كې له يو څو وركو خوارانو سره حيرانه پاتې ده؟؟ د ټول ملك تصفيه ورته هيڅ نه ښكاري، دنظام او ادارې جوړول ورته هيڅ نه ښكاري خو د يو خفيفه ټوپكوالو پراګنده او شليدلى موجوديت ورته دروند ښكاري!!! په دې ترتيب شايد كلونه كلونه دغه روان جنګ تود وساتل شي. ځكه چې معلومه نه ده چې القاعده څوك دي او چيرته دي؟؟
په دوهمه درجه كې د پانګې اچونې بهير ځكه ټكنۍ او سست_بلكې راكد_ پاتې دى چې پانګه وال د اوږد مهال كاروبار او پانګوني لپاره هېڅ ډول امتيازي شرايط او اميدوارۍ نه ويني. يواځې د پاكستان پر سفارت حمله او دهغې تالان، يوځل بيا دا خبره كره كړه چې \" افغانستان د كار و بار او اقتصادي پانګوني لپاره مناسب شرايط نه لري...\" پاكستان پتيلې وه چې په روانه مياشت كې به په افغانستان كې 9 تجارتي بانګونه پرانيزي، خو اوس دغه تصميم معطل شوى دى.
په دريمه درجه كې د عراق جګړه يو هغه عمده لامل و چې د امريكا پام يي بلې خوا ته واړاوه او دا پخپل نوبت سره ددې سبب شو چې امريكا په افغانستان كې ځان په غټو اقتصادي پروګرامونو مصروف نكړي. دعراق عاجل سقوط او هلته د امريكا او متحدينو نظامي ټېنګښت هم د دې سبب شوى چې اكثره امريكايي او غربي پانګه والې كمپنۍ او شركتونه عراق ته ترجيح وركړي. په عراق كې دم مهال د پانګونې ډير عالي فرصتونه شته، د عراق ژيو اكونوميك موقعيت ددې مشوق دى چې بهرني پانګوال ورته مخه كړي. په عراق كې د\"معاصر دولت\" عناصر په وفرت سره موجود دي، د كار كدرونه، د مواصلاتو نظام، خامات، وسايل او ابزار، استراتيژيك موقعيت، د تجارى انتقالاتو اّسانتياوي او...
اما په افغانستان كې دغه يو هم نشته. په عراق كې د مداخلو او لاسوهنو كړۍ هم محدودي او كمزوري دي اما په افغانستان كې د متعدده هيوادونو، ګوندونو، او ګروپونو مداخلې خپلې ريښې عميقاً ځغلولې دي.
مخكې مو وويل چې په افغانستان كې لا تر اوسه حكومت په ملي پروژو پيل نه دى كړى، عمومي سترې لارې ويجاړې دي، زراعتي شخصي او دولتي ځمكې لا هم شاړې دي او دا ټول هغه څه دې چې د ډير محدود او بې وسه حكومت له توانه پوره دي. بې امنيتي، بې ثباتي، د سياسي اصلاحاتو معدوميت، او د اساسي قانون ناقص جريان او.... دا ټول هغه مهم فكتورونه دې چې د پانګوالو هيلې په ناهيليو بدلوي.
دقانون نه مراعات او د سياسي رقابتونو لړۍ ته طول او عرض وركول، ددې باعث شوي چې اداري فساد، بډې، درغلۍ، سياسي قتلونه او د ناغيړيو بازار ګرم پاتي شي. د دې ټولو لپاره تر هر څه د مخه د هيواد لپاره د يو صالح سياسي دستګاه او دمصلحو تشكيلاتو اړتيا ده، د پرديو ځواكونو لپاره هم پكار دې چې د صادقانه تعهد له مخې ځان په بې ځايه او موهوم نظامي ماموريت كې بوخت ونه ساتي.په زور باندې باور لرونكي بايد پوه شي چې د دوى بقاء د اوضاع په تشنج كې نه بلكې د اوضاع په مهار كولو او عادي كولو كې ده. ترقۍ او پرمختګ د تشنج په ختمولو كې تر ټول زيات ارزښت لري.
القاعده په جنګ نه، په پخلاينې او روغې جوړې مهار كيداى شي. بې ثباتي او جګړې په اقتصادي چالش له بينه ځي. او ټوپكسالاري د مدني ټولنې په تقويت سره ختميږي او دا ټول هغه وخت كيدونكي دي چې حاكمه حكمرانان په \"مليټرليزم\" پوځيتوب او\" زور\" نه؛ بلكې په \"حقيقي ديموكراسۍ\" او له قضاياوو سره په\"منطقي برخورد\" باور پيدا كړي. او كه داسې ونه شي بيا نو نه \"پورونه\" څه ځاى نيسې_لكه چې د تيرو مرستو تجربې ثابته كړه_ او نه هم \"خيراتونه\" د داسې حكومتونو بقاء تضمينولى شي.

 

د نوې ژبپوهنې په رڼا کې له پارسۍ سره د پښتو د رغنده سيالۍ بهير په زړو ببولالو مه لتاړوئ!

د نوې ژبپوهنې په رڼا کې له پارسۍ سره د پښتو د رغنده سيالۍ بهير په زړو ببولالو مه لتاړوئ!

پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار ٢ / ١ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-03-21 09:40:00 م

د نوې ژبپوهنې په رڼا کې له پارسۍ سره د پښتو د رغنده سيالۍ بهير په زړو ببولالو مه لتاړوئ!
د لمر په څېر څرګنده ده چې له کمونېستي انقلاب او اسلامي انقلابه ډېرۍ ګټه زموږ د لرغوني هېواد کورنيو او بهرنيو دښمنانو ترلاسه کړه. د هغې لومړنۍ خونړۍ پايله هم شمالي ټلواله شوه چې په رښتينه ماناد افغان او افغانستان او په ځانګړي ډول د بومي- ډېري ژبتوکميزو استوګنو((پښتنو)) پروړاندې د يوشمېر کيڼ ترينو او ښي ترينو لږه لږکيو رامنځته شوې ناسپېڅلې ټلواله ده.
د ټلوالې په سرکې داسې پارسي ژبي ماوېستي- جهادي _ ستمي تاجيکي او هزاره ګي بېلتونپالې ډلې ټپلې ټيکاو لري چې د اوسني تش په نامه افغان حکومت او پارلمان دننه او دباندې له پوره سياسي او پوځي واک و ځواکه برخمن دي. ترشايې په پېنځګونو لويو وچو کې انديز(متفکر) ماغزه له الکترونيکي مغزو سره يوځای په ټول شور و زور يوه پرله غښتې افغاني ضد تبليغاتي جنګ جګړه((کارزار)) پر مخ وړي. د هېواد دننه هم يو ګڼ کسيز پلاوی لري چې له هغو څخه ((مخدوم رهين)) د فرهنګ وزارت تر دوو پېرو وروسته شمال پلوي هندستان ته د سفير په توګه واستول شو اود زرياب او پدرام په ګډون نور يې د اړوندو تنظيمي مشرانو اوياهم د کرزي د سلاکارانو په توګه کار کوي.
هغوی پښتو- پښتانه او افغان- افغانستان نه مني، خرم خواره کی پرې د ((ملي ترمينالوجۍ)) قانون تطبيقول غواړي، هغه هم زياتره ناپښتو((محصل، ګالري...))!
هغوی د اساسي قانون هماغه توکي مني چې د ملاتړي ايران له لارښوونو سره سمې سېکتاريستي او سېپراتېستي ګټې يې پکې نغښتې دي. حقوقي او جزايي هغه ورباندې چې داساسي قانون په سيوري کې رامنځته کېږي، دا اووه کاله چا تطبيق نه شو کړای چې لومړنۍ بېلګه يې د دوه درو وزيرانو د وژنې سکالو وه او وروستنۍ يې د دوستم جنايي هغه، د سلاکار پدرام ګواښ يې لاڅه کړې چې که څوک ورته ووايي، پرمخ دې څو سترګې دي، د شمال پر نهو ولايتو سربېره به د پنجشېر، دايکوندي او باميانو ولايتونه د کرزي له ولکې څخه وکاږي. په زړه ستمي نقشه کې يوازې شمالي هغه راتلل او رادېخوا له کابله تر اسلام کلا يې د مغولي همژبو په((هزارستان)) کې!
ما د شورای نظار د خاوران تار نما د رادېو((پيام زنان)) له تورمه دا ور پر ډاګه کړه چې دري لکه تاجيکي د ايراني پارسۍ سکه لور ده، خو همستاسې ليکوالو په دغه نامه له 1343ل. راهيسې په وچ زور په اساسي قانون کې راننه اېستې ده. نو که اوس يې بيرته هماغه اَرو رښتينی لېنګويستيکي ((پارسي)) نوم راخپلوئ، نو دې لېنګويستيکي زباد ته به هم غاړه ږدئ چې دغه ژبه په سوېل لويديزه اَرياني ډله کې راځي، نه د هسې بې سروبوله ماويلو تاويلو له مخې په شمالختيزه((باختري)) کې!
محی الدين مهدی نومی يې پر1957ز. د سره کوتل او پر1993ز. د رباطک رابرسېره شوي ډبر ليکونو او نورو دوه درې سوو خورو ورو لاسوندونو په اړه له هينينګه تر اوسني ژوندي سيمز ويليمز پورې د سترو اَريانپوهانو ساينتيفيکي شننې رااخلي چې د پښتو او پاميري(لکه يدغه او مونجي) او همدارنګه سوغدي، پارتي او خوارزمي ژبو تر منځ يې دريځ ورټاکلی دی، خو بيا ورباندې نيوکه کوي چې که پارسي يې له ليکلړه اېستلې، ((دري)) يې ولې له ابن نديمه تر استاد حبيبي پورې د دومره پوهانو د تاريخي روايتو برخلاف له پامه غورځولې ده؟

بېځايه پلمه او پر ځای پيغور

د مرکې په ترځ کې مې دا هم ور پر ډاګه کړه چې د ايراني فرهنګيستانونو له خوايې له 70-80 کلو راهيسې تر لکونو رارغېدلي نوي ويي(نامواژه ها و دانشواژه ها) پخپله د ايرانيانو غوندې د وی هم کارولای شي، په دې شرط چې له امير شېرعليخانه تر اوسه د افغاني47 ژبتوکميزو ډلو تر منځ يو لړ ټولمنلي پوځي او اداري نومونې ورسره په ټکر کې رانه ولي. خو دوی پرې ګرد سره ځانونه ناګاروي او وايي ولې په دواړو ژبو نه اوسي. يونيم چې بل دليل ورپاتې نه شي، دا پلمه رامخته کوي چې ګوندې پولې برېدونه يې چا نه دي ور ټاکلي او بيايې داپلمه او پيغور چې د ښاغلي خرم په بېلګو کې خو له((پوهنتون)) پرته نه((محصل)) پښتو دی او نه ((ګالري))، ان تردې چې (( تون)) يې هم تر خرخشې لاندې راولي، حال داچې دا توکی، پر زړو ادبي متنو سربېره لا په اوسني ګړدود نيم کې هم شتون لري، په مېږه تون، چښتون او نورو تړنګوکې يې لاڅه کړې!
بلخوا ليدل کېږي چې پخپله ډېر پښتانه، نه يوازې په ورځنيو خپلمنځي خبرو اترو، بلکې د کره پښتو د يوې برخې په توګه په رسمي ويناوو کې ، له همدا يوه((پوهنتون)) پرته نور سوچه ملي ترمونه نه کاروي، لکه:
روغتون، درملتون، زېږنتون، وړکتون... نه کاروي او د کمترۍ احساس له مخې د تربورانو هغو(شفاخانه،دواخانه، زايشګاه، کودکستان...)) ته ډېر ارزښت ورکوي. ورځنۍ وييپانګه نه په کورني چاپېريال کې کاروي او نه بهر: پخلنځی- اشپزخانه، کاليزه_ سالګره، لاسڅپوڼی- دستپاک-، مخڅپوڼی – رويپاک، ځانڅپوڼی- جانپاک، جېب څپوڼی- دستمال جيبي، پزڅپوڼی-دستمال بيني، څپلکې- چپلکې، څادري- چادري، څمڅۍ- چمچه،کټ- تخت خواب،کټپوښ- روجايي ارکاره- تخم پزي، شودې وريجې- شيربرنج، زومنه- شوروا، تاودی- شکنه يا پياوه، کوولي- ته ديګي، پوڅه- خام پنير، خيدک – پنير، سابه- سبزي، وريته- کباب...؛ توغندی- راکټ، لمبا- اَببازي، لمباځی- حوض اَببازي، الوتکه- طياره، چورلکه- طيارۀ چرخي، څرخي پول- پلِ چرخي، هوايي ډګر يا ميدان- ميدان هوايي، بهرنی وزير- وزيرِ خارجه، کورنی وزير- وزيرِ داخله، د ښوونې روزنې وزير- وزيرِ معارف...دارالامان ماڼۍ-قصرِدارالامان، ستوري ماڼۍ- قصرِ ستوری... . دلته خبره يوازې ژبنی سوچه والی نه، بلکې ور سره ورسره((فرهنګي)) سوچوالی تړلی دی، د بېلګې په توګه کله چې يو ښاري شوی پښتون بل ته بلنه ورکوي: ((نن زما د زوی سالګره ده))، مانا يې داچې دغه دود يې له دغه نامه سره له پارسيوانو هېوادوالو څخه راپور کړی دی، نه له اَر وسمهالي بشري تمدنه!
دا دهماغه پښتانه ملا خبره شوه چې شاګرد ته يې پرله پسې ورغبرګوله: چې زه وايم((الپ))، ته مه وايه(( الپ))!
په هره توګه د تربرو د پيغورونو پر وړاندې موږ ته همدا يوه لار پاتې ده چې که له ايرانه ورته د رالېږدېدونکو نويو رغاونو په برخه کې ورسره پوره سيالي و نه شو کړای، يوه د اوړو پزه هومره خو را برابره کړو. سردړې(سرلوحې)) چې تر پرونه د ملي ترمينالوجۍ يوه برخه وه او وار له مخه پارسي او په سرحدي پښتون مېشتو سيموکې اردو-انګرېزي شوې وې، همدومره غنيمت شو چې په دواړو ژبو ومنل شوې. هسې خو په ټوليز ډول پښتو ته د ملي ترمينالوجۍ رښته يا امتياز يوازې د تاريخي مخينې له مخې نه، بلکې راوروسته وروسته په تېره د شلمې پېړۍ له شلمو او بيا دېرشمو کلونو راهيسې د پارسۍ د بې کچې درباري اودوتري برلاسۍ پر وړاندې د يوه لږه کي((ملي هويت)) د خوندېينې يوه لږه کۍ سکينده(جبيره)، په بله وينا، يو ملي جوړجاړی(مصلحت) وو چې پرله پسې د پارسي ژبو او نورو ورونو ژبتوکميزو استازو له خوا پرې لاسليک شوې وو او نن سبا يې تر ټولو مخکې همدغه لاس پر لستوڼي تربوران سرغړاوي ته را دانګي!
هغه مهال ارواښاد استاد الفت په دغه لړکې چې کله يې د پښتوټولنې د مشر په توګه د ښوونې روزنې وزارت په لارښوونه د سردړو څانګيزه ډله ګومارله،څه ناڅه داسې شاعرانه څرګندونه کړې وه:
موږ په دې خوشاله يو چې د يوه وزارت يا مغازې سردړې دې پښتو وي، بې له دې چې دا سوچ وکړو، وردننه يې يو ټکی هم چېرې ويل کېږي يا ليکل کېږي؟
په هرډول، تر هغې چې په هېواد کې دا سياسي اړودوړ او ((لاس د بريچار)) روان وي او د پښتو او پښتنو د لرغونوالي او ډېروالي نټه نه منونکي اتنولېنګويستيکي لاسوندونه له خپل لږه کيوالي بلهاروي، دغه ټولې سياسي ډلې ټپلې د ملي نومونپوهنې په تړاو هېڅ راز علمي او قانوني دک و دليل اورېدو ته چمتو نه دي. خو باور دی چې دا کنګل ژمی به تېرشي او سکاره به همداسې تورمخې پاتې وي.د ابلواکي او تنظيمواکي پېر به، نن وي که سبا، د تېرو هغو غوندې هرو مرو را پرځي او د رښتينو چوپه خوله پرګنو له بيا واکمنېدو سره به د نورو ناپايو ناخوالو او ناورينونو په ترځ کې ملي ترمينالوجي بيرته خپل دوديز بهير ته له نويو نويو علمي- تخنيکي لارو رودو سره را ګډېږي!
په دې توګه به مو ترهغې له تربرې ژبې سره د پښتو په رغنده ملي سيالۍکې د علمي- فرهنګي هغې د بنسټ په توګه پر ژبپوهنيزو هلوځلو راټولې وي، په دې وروسته ډول:
1- د نوې ساينتيفيکي ژبپوهنې په رڼاکې له درو نيمو لسيزو راهيسې د يوې- کره ليکنۍ پښتو را نښلولی بهير په لسيزه دوو کې تر هغه بريده ورسوو چې پارسي ورته د دوديزې ژبپوهنې په مټ په پېړۍ دوو کې ور رسېدلې ده؛
2- وييپانګيزه(لغوي) پراختيا او پرمختيا چې تر رغاونيز- پښوييز(ساختاري-دستوري) يو والي وروسته د يوې– کره ليکلارې دويم رغنده ټوک بلل کېږي، د ګړويزونواو زړويزونو (ډايلکتېزمونو او ارکاييزمونو) ترڅنګه د نوې وييرغاونې(نيولوجېزم) چاره نوره هم پسې هراړخيزه او ګړندۍ کړو. داسې چې تر وسې وسې وسمهالې علمی، فرهنګي، تخنيکي او ان ورځني اړتياوړ وييونه او نومونې پرله پسې را ونغاړلای شي. د ساري په ډول د اوونۍ د ورځو نومونه(شنبه، يکشنبه، دوشنبه... يا د(( محصل،ګالرۍ، ارشيف ...) پارسي انډولونه
دانشجو، نګارستان، بايګان...) پر (پوهپال. انځورتون، خونديځ...) را واړوو.
په پوځي برخه کې هم د ډېرو فرنګي، تورکي، عربي لپاره پر پښتو انډولونو چا يوسوچ هومره نه دی کړی او يو نيم چې له امير شېرعليخانه راپاتې وو، پخپله پښتانه هم نه کاروي، لکه ((ځاو!)) چې پر انګرېزي((مارش!)) يا((وړاندې مارش!)) يې اړولی يا ((بولۍ)) چې پرځای يې قومانده کاروي. تربرو خو(اور!) پر اَتش يا فير، (اوربند) پر اَتش بس، (تيارسئ) پر اَماده باش او داسې نور پر نورو ايراني انډولونو را اړولي، تورکي(اردو) او (قولِ اردو) پر (ارتش) او(لشکر) او نيم انګرېزي- نيم تورکي(قوماندان) پر(فرمانده). قاروانه، قشله، کاغوش، قرارګاه او داسې نور. زموږ له خوا رغېدلي انډولونه، لکه: بولندوی، بولندويي، بولنتون، لښکر... د هماغه خرم صاحب تر ږيرې لاندې باختر اژانس پارسي څانګه خپل هغه کاروي، خو پښتو څانګه خپل دا نه کاروي!
په اداري برخه کې د تاسيساتو يا اورګانونو پرځای(( نهادونه)) او داسې يو لړ نور پارسي نومونې خو پښتانه چارواکي هم کاروي. د کړکۍ او وينډوز پارسي انډول(پنجره) ليکوالو هم راخپله کړې ده!
د ايراني چارواکو په سر سر کې هېواد مشر احمدي نژاد پر اوسنيو پارسي نيوجېزمونو بسيا نه دی او فرمان صادروي: ((... دستګاهای اجرايی و مراکز فرهنګی بايد در ګفتار و نوشتار، به جای واژه های بيګانه از معادلهايی استفاده کنند که فرهنګستان زبان و ادب فارسي ساخته است...)). په دې لړ کې يې اړوند ليکوال بيا ((زبان سه پاره؟: فقدان انديشۀ واحد ميان پارسی ګويان...)) يا((کو اَن زبان فاخر؟ تهاجم واژه های بيګانه، چه به روز دری افغانستان اَورده است؟...)) غوندې نارې سورې وهي!
ښاغلي وزير دې له بدې بترې ته سترګې پر لار وي. نن سبا يې ګوره چې په دې او هغې پلمه ښوونځی - د بستان، لېسه – دبيرستان، دارالمعلمين عالي يا پيداګوژي دانشسرای ... کړي، لويه جرګه- مجلسِ کبير، ولسي جرګه- مجلس نماينده ګان(!)، مشرانو جرګه- مجلسِ خبره ګان ...؛ لويه څارنوالي خو يې لا وار له مخه((دادستان)) کړی او ورپسې د عدليې انډول ((دادګسترۍ))، د ماليې هغه((دارايي))، د تجارت هغه((بازرګاني او ... دی!

3- پر دوه ګونو(ګرامري يووالي او او لغوي پراخوالي) اَرونو سربېره د کره والي يا ليکلاريز (
stylistical) اَر يا اړخ هم هېرول په کار نه دي.دا ترخه رښتيا هم بايد ومنو چې له دغه پلوه هم پښتو تر پارسۍ څخه ډېره وروسته پاتې ده. که يوڅو ګوتشمېر ليکوال، شاعران، رسنوال او پوهان په پام کې و نه نيسو، نور ټوليز قلموال پر هماغه دود اَرومعيار هم سم لاسبری نه لري. لنډون،کېښکلتيا يا کوټلتيا يې په هېڅ راز ليکنو کې نه ليدل کېږي، پاتې لا يو لږه کی ادبي نوښت، رنګارنګي، خوږلني او راکښون!
پرځای يې هماغه يو ډوله، يو نواخته او کليشه يي ليکنې لوښه ګرځېدلې او لو ستونکي هم همداسې ورسره روږدي شوي. د بېلګې په توګه د هرخدای بښلي خبر و خواخوږي که ولسي يا ټبرنی مشر و مخور وي، که يو پوهيال او فرهنګيال په همدې يوه غونډله پيلېږي:
(په ډېره خواشينۍ مو خبر اخېستی دی چې...)!
ماچې د ارواښادې معصومې عصمتي يوه کره، کوټلې او ادبي ويرنه په ((ټول افغان)) کې خپره کړه، اغلې تلوسه خان ورباندې چليپا راکښله!!؟
همداراز ګوزارشونه،ژوند ليکونه، يونليکونه، کره کتنې، مخکتنې، سريزې، کيسې، سياسې شننې، علمي- څېړنيزې ليکنې په کليشه يي غونډلو پيل و پای مومي!
داولې؟
داځکه چې ډېری پښتانه زده کړه وال، ليکوال، پوهيال...، نه يوازې پراَرومعيار ځان نه خبروي يا ناګاروي، بلکې د(ګړدودي) ګړنۍ او ليکنۍ پښتو يو لږه کی توپير هومره هم نه شي کولای. زموږ اوسنۍ کره ليکنۍ دا په هره توګه چې له امير کروړسوري تر اميرحمزه شينواري پر دوديزه((ليکنۍ- ادبي پښتو)) هم ځان نه خبروي!
د دې پرځای چې د تربرې پارسۍ له معياري ليکني او ادبي سبکه يو څه زده کړي او ورسره
سيالي وکړي، ګرامري سکښت يې پر پښتو راتپي، د((تا)) تر اغېز لاندې هر چېرې((څو، ترڅو)) ليکي او د ((از)) تر اغېز لاندې(( د کابل څخه ليدنه، ملاتړ، دفاع، ستاينه، يادونه...))!
د همدغې رغنده سيالۍ په موخه زموږ د (( يوې پښتو_ کره پښتو)) غورځنګ ملګرو وپتېيله، تازه رامنځته کړې((افغان پښتو اکادېمي)) په نوي نامه((پښتو فرهنګيستان)) و نوموي. په دې توګه به، نه يوازې د هېواد او سيمې پر کچ د تاريخي تربورانو پر وړاندې دکمينۍ احساس پرځای د ښاڅ و غرور ولوله راژوندۍ کړو، بلکې د خپلو لنډ اندو سيمه پالو او ټبر پالو پښتنو هغه((ما ويلي- تا ويلي)) هم شنډ او بې ارزښته کړو چې زموږ ساينتېفيکې ژبپوهنيزې هاندو هڅې يوسري او خپلسري بولي او جنګ جګړې ته مو زړې ارواوې را سوبوي!
د الکترو- انفارما تيکي رسنيو په لړ کې ((بېنوا)) هغه خو له څه ناڅه يوه کال راهيسې په دغه ناسپېڅلې پښتو ضد جنګ جګړه کې ګرد سره پر يوه مورچل اوښتې. چلوونکي يې د هماغو تش په نامه ليکوالو ليکنې ور پر ليکه کوي چې د نوې ژبپوهنې يوه ابېڅې هومره يې نه زده او يوازې يوازې يې د ارواښاد استاد حبيبي دوديزې څېړنې، په تېره د پښتو ادبياتو لومړی ټوک ځانته لارښود ګرځولی او ټکي پر ټکي يې راکاپي کوي. ((برماڼو)) يې د ((اريک)) ژبې پرافسانه له مسکو او المانه نيولې تر نيويارکه بيا بيا شخوند وهي او (( هارون خپل)) يې په رڼاکې د پښتو ژبې نننۍ مسألې او په ځانګړي ډول(( معياري پښتو)) رامخته کوي، بې له دې چې له ځانه وپوښتي، چېرې يې د(( ژبپوهنې)) يو نوم هومره هم اورېدلی دی.
ژبنۍ ربړې(مسألې) د هغه استاد ((د نظريو په رڼاکې)) څېړل او هوارول کټ مټ دا مثال لري چې څوک را ولاړ شي او نننۍ فيزيکي ربړې يې د نظريو په رڼاکې تر ځيرنې او شننې لاندې و نيسي. اياٌ دا به د هېواد او سيمې پر کچ د استاد ګټلي علمي – فرهنګي نوم و نښان د لوړاوي او درناوي په ګټه وي؟

د زړې او نوې ژبپوهنې تر منځ همدومره واټن پروت دی، لکه د لرغوني يوناني او اوسني طب تر منځ. د داسې پېښاووانو لنډ اندي او تنګ ليدي په دې کې ده چې زړه متنپوهنه او نوې سانتيفيکه ژبپوهنه سره توپيرولای نه شي او پر هغو ګردو اَرونو او موازينو يې ځانونه ناګاروي چې دا پېنځه دېرش کاله د غورځنګ له خوا وخت پر وخت خپاره شوي او تازه بېلګه يې ((پښتو ليکلارښود)) او بيا يې په سر سر کې هغه چلندلار(( پروسيجر)) دی چې د هماغه علامه استاد په مشرۍ پر 1355ل. کال د اړوندې غونډې ګردو ګډونوالو لاسليک کړی دی. ښاغلی ((خپل))سوچ کوي چې ژبپوهنه هم د تاريخ ليکنې، تذکره ليکنې، متن څېړنې، اخځ ليکنې (بېليوګرافۍ)، ژورنالېزم ... غوندې يو اماتوري کار دی او په دې توګه به يې د قلم را اخېسې توره د نورو، په تېره د ډاکتر پالوال تر هغې چې څه ناڅه د نوې ژبپوهنې داوه ګير هم دی، ښه ترا غوڅه وکړای شي!
نه يوازې د نوي څېړندود(مېتادولوجۍ)، بلکې د زړې دوديزې هغې له مخې د يوه تېز پر وړاندې يو انتي تېز او ورپسې سېنتېز هله رښتياينه موندلای شي چې هغه په غوڅه توګه ناسم زباد کاندې. حال داچې دغه ښاغلي هغه تېز تش تر کتنې هم نه تېروي او د مخينيو اشرارو او د ځايناستو طالبانو د توغنديو غوندې هسې هوايي غونډاري راولي!!؟
وړاندې د يو موټي پرمختللې افغان ولس او يوې- کره ليکنۍ پښتو د رښتياينې پر لور!
پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار
د پښتو فرهنګيستان کالخوای