هم پور غواړو،
هم پور غواړو،
هم كور غواړو،
هم نور غواړو
په روانې مياشت كې د افغانستان ډير دولتي مشران بهرنيو هيوادو ته لاړل، د معمول په څير هر يوه د خپل هيواد او خپل وزارت لپاره د مرستو غوښتنې وكړې او بيرته راستانه شوي. په دې لړ كې د هيواد خارجه وزير ښاغلى ډاكټرعبدالله د واشنګتن په شمول څو نور اروپايي او اّسيايي هيوادو ته سفر درلود. د سفر موخه يي افغانستان ته د نړۍ مجدده توجه رااړول و.
ده په واشنګتن كې د مشرانو په يوې جرګه ګۍ كې له امريكا وغوښتل چې له افغانستان سره بيړنۍ مرستي وكړې تر څو په روانه وضعه كې مزيد بد والى رانشي.
ديته ورته سفرونه د انتقالي ادارې مشر ښاغلي كرزي صاحب هم درلودل، هغه هم چې چيرته تللى پر هغو هيوادو يي د مرستي ژغ كړى.
د "توكيو" په غونډه كې پتيل شوې وه چې په راتلونكي يو نيم كال كې به_برخوال هيوادونه_ خپلې ژمنې بشپړې كړي. د تعهد له مخې به 3 ميليارد ډالره مرسته له افغانستان سره شوې وه.
اما اوس خو خبره له يو نيم كال هم اوښتې، نه خو د مرستو درك لګي او نه هم پر ژمنو وفا. البته د دې ټولو لامل اساساً پخپله زموږ حكومتي دستګاه او چلوونكې يي دي. هغوى د خپلو خلكو په وړاندې صادقانه او شفاف دريځ نه لري. لا هم په يو اوبل عنوان خپل سيال لورې پر اجنبي ځواكونو ځپي او دې عمل ته قانوني بڼه وركوي. دا واقعاً يو سياسي اّفت دى.
بل خوا همدې دستګاه نه خو په مناسبه توګه له شويو مرستو څخه ګټه واخيسته او نه يي په امانتدارۍ سره د دې پيسو په لګښت كې كار واخيست. تر ډيره حده له شويو مرستو څخه د اقتصادي پروګرامونو او پروژو په ځاى جانبي استفاده شوې ده. د نامنظمو مليشو او جنګسالارانو د تقويت لپاره ځينې كار اخيستل شوى او...
څه داسې هم شوي چې د مرستو پيسې ځينې محدودو جيبونو ته لويدلې دي او په دې توګه حيف شوي.
د نړيوالو مرستي\"په توكيو\" په دې شرط مرعى الاجرا وې چې په افغانستان كې دجنګ بهير ختم او د يوې پايه دارې سولې لپاره ګامونه واخيستل شي. اما عملاً داسې نه دې شوې. امريكا عملاً د اقتصادي پروسې په ځاى نظامي پروسه تمديد كړې. دوى د بيا رغاوني او اعمار مجدد كارونو ته لا تر اوسه توقيت نه دى ټاكلى او نه هم په دې اړه خپله پاليسي تشريح كوي. تر اوسه هرڅه مبهم دي. او اقتصادي پلانونه او پانګوني د ابهام په فضا كې نه بلكې د كاملاً وضاحت او روښانه وضعيت په رڼا كې تر سره كيږي. ابهام اوغموض د هيڅ كار كولو لپاره په درد نه خوري. او تر څو پورې چې دغه د ابهام پرده نه وې څيرل شوې د دې انتظار چې افغانستان كې به كار او اقتصادي جريان روانيږي، بابيزه خبره ده. د امريكا تعقيبي عمليات او د كابل د حكومت بې وسي او ناچاري يو داسې ګونګ حالت زيږولى چې كه اوضاع همداسې ګونګه او بې وضاحته پاتې شي، په مشخصه توګه معلومه نده چې د افغانستان مسير به كوم لور ته روان وي؟؟!!
امريكايي مشران لا هم د افغانستان دوسيه او مسائل په \"پنتاګون\" كې تربحث او غور لاندې نيسې، نه په \"سپينې ماڼۍ\" كې. او دا د دې معنا رسوي چې نظامي پروسه لا نه ده ختمه شوې او افغانستان اوس هم امريكا ته نظامي حيثيت لري. د القاعده په نوم روان جنګ او د بې ثباتۍ تسلسل قطعاً زموږ د مستقبل لپاره زيرۍ نلري. دا چې د القاعده او امريكا تر منځ به روان جنګ پاى ته ورسيږي دا بابيزه خبره ده، ځكه تر هغو پورې چې تروريزم او تروريستانو ته مشخص او علمي تعريف نه وي موجود، د دې اټكل ډير ګران كار دى چې څوك دې د امريكا په فلسفه كې د تروريستانو او تروريزم شناخت وكړى شي. شايد د دې خبرې منل هم ګران وي چې القاعده شته او كه نه!؟ موږ باور لرو چې القاعده د \"سپتمبر 11\" له پيښو مخكې هم نه وه او اوس هم نه ده موجوده. هسې يو څو خواره واره ناراض او بې سرپناه عربانو يا څو تښتيدلي طالبانو ته د القاعدې عنوان وركول او بيا هغوى ته نړيوال حيثيت وركول د سليم عقل لپاره د دې خبرې منل درسته نه ښكاري.
عجيبه ده چې د عراق غوندې ستر نظام او هيواد راپرځول كيږي خو دلته القاعده نه ختميږي!! امريكا زموږ ټول هيواد تصرف كولى شي خو بيا په جنوبي سيمو كې له يو څو وركو خوارانو سره حيرانه پاتې ده؟؟ د ټول ملك تصفيه ورته هيڅ نه ښكاري، دنظام او ادارې جوړول ورته هيڅ نه ښكاري خو د يو خفيفه ټوپكوالو پراګنده او شليدلى موجوديت ورته دروند ښكاري!!! په دې ترتيب شايد كلونه كلونه دغه روان جنګ تود وساتل شي. ځكه چې معلومه نه ده چې القاعده څوك دي او چيرته دي؟؟
په دوهمه درجه كې د پانګې اچونې بهير ځكه ټكنۍ او سست_بلكې راكد_ پاتې دى چې پانګه وال د اوږد مهال كاروبار او پانګوني لپاره هېڅ ډول امتيازي شرايط او اميدوارۍ نه ويني. يواځې د پاكستان پر سفارت حمله او دهغې تالان، يوځل بيا دا خبره كره كړه چې \" افغانستان د كار و بار او اقتصادي پانګوني لپاره مناسب شرايط نه لري...\" پاكستان پتيلې وه چې په روانه مياشت كې به په افغانستان كې 9 تجارتي بانګونه پرانيزي، خو اوس دغه تصميم معطل شوى دى.
په دريمه درجه كې د عراق جګړه يو هغه عمده لامل و چې د امريكا پام يي بلې خوا ته واړاوه او دا پخپل نوبت سره ددې سبب شو چې امريكا په افغانستان كې ځان په غټو اقتصادي پروګرامونو مصروف نكړي. دعراق عاجل سقوط او هلته د امريكا او متحدينو نظامي ټېنګښت هم د دې سبب شوى چې اكثره امريكايي او غربي پانګه والې كمپنۍ او شركتونه عراق ته ترجيح وركړي. په عراق كې دم مهال د پانګونې ډير عالي فرصتونه شته، د عراق ژيو اكونوميك موقعيت ددې مشوق دى چې بهرني پانګوال ورته مخه كړي. په عراق كې د\"معاصر دولت\" عناصر په وفرت سره موجود دي، د كار كدرونه، د مواصلاتو نظام، خامات، وسايل او ابزار، استراتيژيك موقعيت، د تجارى انتقالاتو اّسانتياوي او...
اما په افغانستان كې دغه يو هم نشته. په عراق كې د مداخلو او لاسوهنو كړۍ هم محدودي او كمزوري دي اما په افغانستان كې د متعدده هيوادونو، ګوندونو، او ګروپونو مداخلې خپلې ريښې عميقاً ځغلولې دي.
مخكې مو وويل چې په افغانستان كې لا تر اوسه حكومت په ملي پروژو پيل نه دى كړى، عمومي سترې لارې ويجاړې دي، زراعتي شخصي او دولتي ځمكې لا هم شاړې دي او دا ټول هغه څه دې چې د ډير محدود او بې وسه حكومت له توانه پوره دي. بې امنيتي، بې ثباتي، د سياسي اصلاحاتو معدوميت، او د اساسي قانون ناقص جريان او.... دا ټول هغه مهم فكتورونه دې چې د پانګوالو هيلې په ناهيليو بدلوي.
دقانون نه مراعات او د سياسي رقابتونو لړۍ ته طول او عرض وركول، ددې باعث شوي چې اداري فساد، بډې، درغلۍ، سياسي قتلونه او د ناغيړيو بازار ګرم پاتي شي. د دې ټولو لپاره تر هر څه د مخه د هيواد لپاره د يو صالح سياسي دستګاه او دمصلحو تشكيلاتو اړتيا ده، د پرديو ځواكونو لپاره هم پكار دې چې د صادقانه تعهد له مخې ځان په بې ځايه او موهوم نظامي ماموريت كې بوخت ونه ساتي.په زور باندې باور لرونكي بايد پوه شي چې د دوى بقاء د اوضاع په تشنج كې نه بلكې د اوضاع په مهار كولو او عادي كولو كې ده. ترقۍ او پرمختګ د تشنج په ختمولو كې تر ټول زيات ارزښت لري.
القاعده په جنګ نه، په پخلاينې او روغې جوړې مهار كيداى شي. بې ثباتي او جګړې په اقتصادي چالش له بينه ځي. او ټوپكسالاري د مدني ټولنې په تقويت سره ختميږي او دا ټول هغه وخت كيدونكي دي چې حاكمه حكمرانان په \"مليټرليزم\" پوځيتوب او\" زور\" نه؛ بلكې په \"حقيقي ديموكراسۍ\" او له قضاياوو سره په\"منطقي برخورد\" باور پيدا كړي. او كه داسې ونه شي بيا نو نه \"پورونه\" څه ځاى نيسې_لكه چې د تيرو مرستو تجربې ثابته كړه_ او نه هم \"خيراتونه\" د داسې حكومتونو بقاء تضمينولى شي. ▄
دسمیع الله امینی ویبلاک