این هم مصاحبه یی با خودم
روزبه: اسم تو لینا روزبه است....از اسم خود راضی هستی؟
لینا: دو چیز را انسان انتخاب کرده نمی تواند، نام و محل تولد، از نام ام نه راضی ام و نه شاکی ولی از کشوری که در ان به دنیا امدم خیلی راضی ام، نه بخاطر اوضاع بلکه بخاطر اینکه فکر نمی کنم میتوانستم شهروند کشور دیگری باشم.
روزبه: یعنی راضی هستی که در یک کشور جنگ زده که در ان قانون و حقوقی برای زنان وجود ندارد بدنیا امده یی؟
لینا: نه، ولی خوشحالم که زندگی در ان کشور خیلی مرا در درک مشکلات زنها و بطور کل مشکلات انسانها اشنا ساخت و شاید هم از من یک فرد بهتر ساخته باشد
روزبه: کلیشه یی صحبت میکنی، بیشتر شعار گونه، مطمئنی که نمی خواستی مثلا در امریکا در اروپا در کشوری که حال میتوانستی یک زندگی انسانی داشته باشی به دنیا بیایی؟
لینا: نه، نمی دانم چرا زندگی انها برایم نوعی خالی مینماید، اهدافشان کوچک و ساده مثل داشتن یک خانه یک موتر و همین، شاید هم از بس به مشکلات و غم و رنج عادت کرده ام، زندگی ارام برایم بی مزه و بی معناست، در جنگ زاده شده و بزرگ شده ام حتی تصور زندگی بی جنگ و تنش و مشکل برایم غیر قابل درک است :)
روزبه: گاهی خیلی خشک و خشن بنظر میرسی، ایا واقعا شخصیت ات اینطور است؟
لینا: شاید، ولی بیشتر اوقات من با خود هستم، فرصت لبخند زدن را در زندگی نداشتم و واقعیت را بگویم لبخند زدن را خیلی از ماها فراموش کرده ایم و بنوعی اصلا دوست ندارم، تنها لبخندی که برایم جالب است، لبخند غمگین ژوگوند است که ان هم بدلیل غم نهفته در خود امروز در یک موزیم نگه داشته شده و میلیون ها دالر می ارزد و گرنه شاید بی ارزش میبود :)
روزبه: تو کلیشه یی صحبت میکنی من هم کلیشه یی سوال، رنگ مورد علاقه ات چیست و فصل مورد علاقه ات؟
لینا: خدا کند باز کلیشه نشود اگر بگویم سیاه رنگ مورد علاقه من است و پائیز فصلی که حاضرم دوازده ماه سال را بخاطر ان تعویض کنم، نمی دانم طبعیتا این گونه است یا باز هم همان جنگ و مهاجرت و رنج ان، تاثیر خود را بر من حتی در انتخاب رنگ و فصل باقی گذاشته است
روزبه: اگر بخواهی کسی دیگری به دنیا بیایی، کی را انتخاب خواهی کرد و در کجا؟
لینا: یک فرد سیاسی یا یک فردی که یک تحولی را برای جامعه اش اورده، خدا کند باز ارمانی خیلی خودسازانه و تملق بنظر نرسد ولی ادم های را که تحول می اورند دوست دارم، ادم های را که ارمان دارند،دیگران را کمک میکنند، هر چند کم، هر چند اندک، هر چند حتی برابر یک جمله حرف خوب به یک انسان غمگین، یک عادت خنده دار من این است که حتی در محل کار و در محیط بیرون اگر فردی را غمگین ببینم با یک لبخند و جمله یی کوشش میکنم که حس او را متحول سازم، فکر میکنم شاید در یک روز مشکل زندگی که ان فرد نهایت دل گرفته است، یک جمله مثبت بتواند غم او را کاهش دهد.
روزبه: یعنی تقریبا مادر تریسا هستی، مقدس و کامل و مهربان و خوب...
لینا: خوبی ما انسانها در کمبود های و نقص ها و اشتباهات ماست، نه، کاش میتوانستم مادر تریسا باشم، انقدر هم بزرگ و پاک و وارسته نیستم و یا حداقل تا حال نشده ام، ولی همینقدر میدانم که باعث ازار و اذیت کسی نشده ام و تا حد توان عدالت را ترویج کردم، با هر کسی همدردی کردم و خیلی ها قرضدار من هستند، از انهایی که باعث جنگ در کشورم شدند، تا انها که حق مرا منحیث یک زن ....
روزبه: فلسفه را میگذاریم، امید تو چیست، چی میخواهی، اگر یک ارزو داشته باشی که قبل از مرگ براورده شود؟
لینا: عدالت، اینکه یک فرد با وجدان و عادلانه قضاوت کند، وقتی ما این نوعیت را در خود بیابیم، خیلی از مشکلات ما حل میشود، خیلی از فاجعه ها هرگز بوقوع نخواهد پیوست و امید اتحاد مردم کشورم و بهبود اوضاع ...
روزبه: مصاحبه روی اهداف سیاسی شما نیست، بنا به موضوعات دیگر اکتفا میکنیم، عدالت تو شاید برای فرد دیگری عدالت نباشد، عدالت برای همه یکسان نیست..کدام عدالت؟
لینا: عدالت شاید برای همه یکسان نباشد ولی عامیانه بگویم اگر سوزنی را برای خود میپسندیم، جوال دوزی را برای دیگران انتخاب کنیم
روزبه: از چی نوع ادم ها بدت می اید؟
لینا: کلیشه یی میشود ولی چاره یی ندارم، انهایی که میگویند و عمل نمی کنند، انهایی که درد دیگران برای شان به منزله هیچ است، انهایی که بشر دوستی و انسان دوستی در انها مردست، انهایی که شفقت و رحم را فراموش کرده اند، انهایی که به تقاضای روز رنگ بدل میکنند و تغیر میکنند، انهایی که پول و قدرت و غیره انها را متحول میسازد...
روزبه: یک خاصه یی که داری و از داشتنش پیشمانی چیست؟
لینا: ساده و حساس و به گفته یی حسن غم کش ....گاهی میگویم ای کاش نمی بودم
انقدر از خودم خسته ام که مصاحبه با خود را در همینجا خاتمه میدهم.....عجب آدم دلگیر و خسته کننده یی هستم، ممنون شما برای خواندن این نوشته...
این پست
تکراری است ولی بنا به تقاضای که برای ان شده بود دوباره پست میکنم، پست از صفحه
بدون اینکه من واقف باشم حذف شد، یک هموطن محترم از ترانتوی کانادا نیز که خواهان
مطرح ساختن برخی سوالها بودند لطف کرده مجددا معلومات خود را درج کنید تا به سوال
ها پاسخ گفته و انرا بشکل کتبی برای مجله تان بفرستم.
روزبه: اسمت لینا روزبه است....از اسم خود راضی هستی؟
لینا: دو چیز را انسان انتخاب کرده نمی تواند، نام و محل تولد، از نام ام نه راضی
ام و نه شاکی ولی از کشوری که در ان به دنیا امدم خیلی راضی ام، نه بخاطر اوضاع
بلکه بخاطر اینکه فکر نمی کنم میتوانستم شهروند کشور دیگری باشم.
روزبه: یعنی راضی هستی که در یک کشور جنگ زده که در ان قانون و حقوقی برای زنان
وجود ندارد بدنیا امده یی؟
لینا: نه، ولی خوشحالم که زندگی در ان کشور خیلی مرا در درک مشکلات زنها و بطور کل
مشکلات انسانها اشنا ساخت و شاید هم از من یک فرد بهتر ساخته باشد
روزبه: کلیشه یی صحبت میکنی، بیشتر شعار گونه، مطمئنی که نمی خواستی مثلا در
امریکا در اروپا در کشوری که حال میتوانستی یک زندگی انسانی داشته باشی به دنیا
بیایی؟
لینا: نه، نمی دانم چرا زندگی انها برایم نوعی خالی مینماید، اهدافشان کوچک و ساده
مثل داشتن یک خانه یک موتر و همین، شاید هم از بس به مشکلات و غم و رنج عادت کرده
ام، زندگی ارام برایم بی مزه و بی معناست، در جنگ زاده شده و بزرگ شده ام حتی تصور
زندگی بی جنگ و تنش و مشکل برایم غیر قابل درک است :)
روزبه: گاهی خیلی خشک و خشن بنظر میرسی، ایا واقعا شخصیت ات اینطور است؟
لینا: شاید، ولی بیشتر اوقات من با خود هستم، فرصت لبخند زدن را در زندگی نداشتم و
واقعیت را بگویم لبخند زدن را خیلی از ماها فراموش کرده ایم و بنوعی اصلا دوست
ندارم، تنها لبخندی که برایم جالب است، لبخند غمگین ژوگوند است که ان هم بدلیل غم
نهفته در خود امروز در یک موزیم نگه داشته شده و میلیون ها دالر می ارزد و گرنه
شاید بی ارزش میبود :)
روزبه: تو کلیشه یی صحبت میکنی من هم کلیشه یی سوال، رنگ مورد علاقه ات چیست و فصل
مورد علاقه ات؟
لینا: خدا کند باز کلیشه نشود اگر بگویم سیاه رنگ مورد علاقه من است و پائیز فصلی
که حاضرم دوازده ماه سال را بخاطر ان تعویض کنم، نمی دانم طبعیتا این گونه است یا
باز هم همان جنگ و مهاجرت و رنج ان، تاثیر خود را بر من حتی در انتخاب رنگ و فصل
باقی گذاشته است
روزبه: اگر بخواهی کسی دیگری به دنیا بیایی، کی را انتخاب خواهی کرد و در کجا؟
لینا: یک فرد سیاسی یا یک فردی که یک تحولی را برای جامعه اش اورده، خدا کند باز
ارمانی خیلی خودسازانه و تملق بنظر نرسد ولی ادم های را که تحول می اورند دوست
دارم، ادم های را که ارمان دارند،دیگران را کمک میکنند، هر چند کم، هر چند اندک،
هر چند حتی برابر یک جمله حرف خوب به یک انسان غمگین، یک عادت خنده دار من این است
که حتی در محل کار و در محیط بیرون اگر فردی را غمگین ببینم با یک لبخند و جمله یی
کوشش میکنم که حس او را متحول سازم، فکر میکنم شاید در یک روز مشکل زندگی که ان
فرد نهایت دل گرفته است، یک جمله مثبت بتواند غم او را کاهش دهد.
روزبه: یعنی تقریبا مادر تریسا هستی، مقدس و کامل و مهربان و خوب...
لینا: خوبی ما انسانها در کمبود های و نقص ها و اشتباهات ماست، نه، کاش میتوانستم
مادر تریسا باشم، انقدر هم بزرگ و پاک و وارسته نیستم و یا حداقل تا حال نشده ام،
ولی همینقدر میدانم که باعث ازار و اذیت کسی نشده ام و تا حد توان عدالت را ترویج
کردم، با هر کسی همدردی کردم و خیلی ها قرضدار من هستند، از انهایی که باعث جنگ در
کشورم شدند، تا انها که حق مرا منحیث یک زن ....
روزبه: فلسفه را میگذاریم، امید تو چیست، چی میخواهی، اگر یک ارزو داشته باشی که
قبل از مرگ براورده شود؟
لینا: عدالت، اینکه یک فرد با وجدان و عادلانه قضاوت کند، وقتی ما این نوعیت را در
خود بیابیم، خیلی از مشکلات ما حل میشود، خیلی از فاجعه ها هرگز بوقوع نخواهد
پیوست و امید اتحاد مردم کشورم و بهبود اوضاع ...
روزبه: مصاحبه روی اهداف سیاسی شما نیست، بنا به موضوعات دیگر اکتفا میکنیم، عدالت
تو شاید برای فرد دیگری عدالت نباشد، عدالت برای همه یکسان نیست..کدام عدالت؟
لینا: عدالت شاید برای همه یکسان نباشد ولی عامیانه بگویم اگر سوزنی را برای خود
میپسندیم، جوال دوزی را برای دیگران انتخاب کنیم
روزبه: از چی نوع ادم ها بدت می اید؟
لینا: کلیشه یی میشود ولی چاره یی ندارم، انهایی که میگویند و عمل نمی کنند،
انهایی که درد دیگران برای شان به منزله هیچ است، انهایی که بشر دوستی و انسان
دوستی در انها مردست، انهایی که شفقت و رحم را فراموش کرده اند، انهایی که به
تقاضای روز رنگ بدل میکنند و تغیر میکنند، انهایی که پول و قدرت و غیره انها را
متحول میسازد...
روزبه: یک خاصه یی که داری و از داشتنش پیشمانی چیست؟
لینا: ساده و حساس و به گفته یی حسن غم کش ....گاهی میگویم ای کاش نمی بودم
انقدر از خودم خسته ام که مصاحبه با خود را در همینجا خاتمه میدهم.....عجب آدم
دلگیر و خسته کننده یی هستم، ممنون شما برای خواندن این نوشته...
پښتواوسنۍ اوپخوانۍالفبې !
د ( The king’s speech ) فلم د کال تر ټولو غوره جایزه تر لاسه کړه .
د ( The king’s speech ) فلم د کال تر ټولو غوره جایزه تر لاسه کړه .
د ( The king’s speech ) فلم د اسکار د جایزو په ۸۳ مراسمو کې د غوره فلم جایزه تر لاسه کړه .
په دې مراسمو کې چې د د روان زیږيځ (۲۰۱۱) کال د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په لاس انجلس کې ترسره شول ، د دغه فلم اصلي لوبغاړی کالین فرث د نارینه په اصلي رول کې غوره جاییزه تر لاسه او د (Black swan) د فلم لوبغاړې ناټالي پورټمن د بالرین یا د پښو په څوکو د ګډا له امله او د ښځې په اصلي رول کې د اسکار غوره جایزه تر لاسه کړه .
د( The king’s speech ) د فلم کیسه د بریټانیا د پخواني پاچا او د دغه هېواد د اوسنۍ ملکې د پلار، شپږم جورج د ژبې د بندېدا او د دغې ستونزې د لمنځه وړلو په موخه د هغه هڅې انځور شوي دي .
( inception) د کرسټوفر نولان جوړونه هم د (The king’s speech) په څېر د اسکار څلور جایزې تر لاسه کړې، خو (The king’s speech) فلم سره یې توپیر دومره و چې دغه فلم ته یادې جایزې په فني برخه کې ورکړ شوې .
له دغو دوو فلمونو څخه وروسته (The social network) فلم چې د فېسبوک وېب پاڼې د جوړېدنې پر کېسې راڅرخي ، د غوره اقتباسي سناریو درې جایزې تر لاسه کړې .
او د غوره لوبغاړي په برخه کې لکه ځنګه چې تمه کېده ، میرمن (ناټالي پورټمن) په (Black swan) فلم کې د بالرین یا د پښو په څوکو دګډا له امله په اصلي ښځينه رول کې تر ټولو غوره جایزه تر لاسه کړه او د همدې فلم اصلي نارینه لوبغاړي کالین فرث هم د تر ټولو غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه .
ویل کيږي چې د ښځینه غوره لوبغاړي د جایزې لپاره د (The kids are all right) له فلم څخه انټ بنینګ ، د (Rabbit hole) له فلم څخه نیکول کېډمن ، د (Black swan) له فلم څخه ناټالي پورټمن ، د (Blue valentine ) له فلم څخه میشل ویلیامز او (winter bone) له فلم څخه جنیفر لارنس نوماندې شوې وې .
همداراز په بشپړ رول کې د (The fighter)د فلم لوبغاړو هر یوه "کریسټین بیل" او "ملیسا لیو" د اسکار د جایزې ګټونکي شول .
د یادولو وړ ده چې د اسکار د جایزو ۸۳ پړاو دغه لمانځغونډه د کډاک ټياټر هالیوود په صالون کې د ( آن ها ټاوی، او جیمز فرانکو په کورتبوب ترسره شوې .
بیا هم پښتو پر ډوبېدو نه ده بلکې پر زرغونېدو ده ! ځوابیه لیک
پښتو په ډوبېدو ده
دې ګوتنیونې ته ځواب چې (پښتو په ډوبېدو ده)
لیکوال: نویدالله «یوسفزی»
څه موده وړاندې ما تر دې سرلیک لاندې چې (پښتو په ډوبېدو ده) لیکنه کړې وه، چې زما ورور ښاغلي سمیع الله امیني پرې ګوتنیونه وکړه، چې تاسو درنو لوستونکو ته یې ځواب وړاندې کوم، خدای دې وکړي چې ښاغلی امیني دا ځواب واوري او د بل ځل لپاره ګوتنیونه پرځای وکړي، نه بې ځایه، په دلایلو یې وکړي، نه بې دلیله. زه په داسې ځوانانو ویاړم، چې لږ تر لږه پښتو خو لولي، چې داسې تنکي ځوانان شته الحمد لله چې له خپلو پښتنو لیکوالانو دفاع کوي، خو زه دا ګوتنیونه پر ځای نه بولم او له ما سره دلایل هم شته، چې تاسو درانو لوستونکو ته یې وړاندې کووم:
لومړۍ ګوتنیونه: ښاغلي امینی ماته په ګوتنیونه کې دا ویلي وو، چې خدای مه کړه زه د پښتنو لیکوالانو سپکاوی کوم او داسې هیڅ څوک نیشته چې ماغزه نه لري.
د ګوتنیونې ځواب: لومړی خو باید ووایم، چې ښاغلی امیني خو د پښتو په لوست نه دی پوه شوی، دا ځکه چې ما په خپله لیکنه کې داسې نه دي ویلي چې پښتانه ماغزه نه لري، ما ویلي چې دا ولې پښتانه پښتو ته کار نه کړي، آیا ماغزه نه لري، آیا غریب دي، آیا د دې جوګه نه دي چې کار وکړي؟ له دې جملو زما هدف دا وو، چې ګواکې پښتانه هرڅه دي، خانان دي، د دې جوګه دي چې کار وکړي پښتو ته، ماشاء الله ښه ماغزه لري، ښه استعدادونه لري ماشاء الله، خو یوه اندازه زمونږ پښتانه وروڼه ویده دي او زما موخه دا وه چې راویښ یې کړم او هغه هم ما ټول پښتانه نه دي یاد کړي، ما یوه اندازه ویده پښتانه یاد کړي دي.
دویمه ګوتنیونه: دا چې یوه اندازه خصوصي رسنۍ چې هغه انځوریزې رسنۍ دي او که غږیزې رسنۍ دي په هېواد کې ښه په درز روانې دي او ښه پرمختګ یې کړی ده او ګران امینی دا هم ویلي دي چې ټلوېزیونونه دي او داسې نورې خصوصي رسنۍ دي.
د دویمې ګوتنیونې ځواب: ګرانه امیني، زما په اند چې ستا د ماغزو کوټه ډېره کوچنۍ ده، ته یوازې خدمت رسنیو ته وایې، بیا هاغه ستا په اند چې دا رسنۍ ډېرې دي او ښه خدمت کوي، زه یې هم درته د رسنیو په اړخ کې ښایم او څو بېلګې یې هم درکوم، چې پام دې ورته واړوم، په دري ژبه کې ټلوېزیونونه دي: آریانا چې له افغانستان نه خپرونې لري په هارټبرډ کې دي، آریانا افغانستان چې له بهر نه خپرونې لري، پیام افغان چې له بهره خپرونې لري، صدای افغانستان، چې له بهره خپرونې لري، ملي ټلوېزیون چې په هارټبرډ باندې خپرونې لري، د هغه هم ډېره برخه خپرونې یې په دري ژبه، بلوچي، اوزبکي، پشه یي .... دي او لږه برخه یې پښتو ته هم ورکړې ده، په هېواد کې دننه یو د شمشاد ټلوېزیون لرو چې د پښتنو ده، که ته په لمر ټلوېزیون باندې نازېږې هماغه هم د دري ژبو ده، مسوولین یې دري ژبي دي، بیا یې هم کور ودان چې زمونږ د پښتنو یې لږ خیال ساتلی ده او یوه د اوړو پوزه یې مونږ ته ایښې ده او که بیا دا ټول پښتو ټلوېزیونونه هم راټول کړې د دري ژبې نیمایي ته نه رسېږي، په داسې حال کې چې پښتانه ۷۵ سلنه لري، دري ژبي وګوره چې په ټول افغانستان ۱۱ یا ۱۳ سلنه لري نور یې دا د نورو ژبو والا له ځان سره درولي دي، خو چې له ټولو نورو ژبو سره یې هم راغونډ کړې نو ۴۰ په سلنه کې نه پوره کوي، آیا دا د شرم ځای نه ده؟ همداسې که مونږ له رسنیو نه بهر را ووځو او د دولت اداري کارونو ته نظر واچوو، په ټوله دولتي اداره کې دې ۱۰۰ تنه په پښتو لیکل نه کوي، ته ښاغلی ما ته د کوم پرمختګ خبره کړې؟ په ټول پوهنتون کې دې د دري ژبې کتابونه چې هغه هم له ایرانه راځي کارول کېږي، د ژبې پرمختګ په ښوونځیو کې کېږي، په پوهنتونونو کې کېږي، په ساینس کې کېږي، په دې نه کېږي چې یو څو شاعران را پیدا شول او یو څو سندرغاړي را پیدا شول، نو مونږ ته به ترللی ترللی وایي، یواځې دا خدمت نه ده، دا زه منم چې دا هم د پښتو د پرمختګ یو کوچنی ګوټ ده.
زما په فکر چې ښاغلی امیني لږ څه د عمر کموالی لري او له بله پلوه د علم او پوهې کموالی هم لري، که د علم کموالی نه وي، نو د فکر کموالی لري، ځکه خو یوه اړخ ته ګوري او نور اړخونه ترې پاتې دي.
له یوې خوا ماته د ښاغلي امیني له خولې د دري ژبو د طرفدارۍ بوی راځي او له بلې خوا ښاغلی غواړي چې زمونږ پښتانه وروڼه چې څوک غواړي خدمت وکړي د لارې خنډ یې ګرځي، دلته دوه موخې لرم، لومړۍ موخه دا ده، چې که تاسو داسې خبرې وکړئ چې پښتو ته ډېر کار شوی ده، نو هاغه پښتانه وروڼه چې غواړي کار وکړي نو ټمبلېږي او په همدې بسنه کوي، چې ګواکې پښتو ته ډېر کار شوی ده او بله موخه مې داده چې هاغه پښتانه چې دا اوس لګیا دي کار کوي، د هغوی زړه ماتېږي، چې مونږ خدمت کوو او پښتانه راته وایي چې ډېر کار شوی ده، مانا دا چې زما خدمت ته څوک اړتیا نه لري، قسم درته خورم که نور خدمت ته لاس هم وړاندې کړی.
زه له ښاغلي امیني دا هیله لرم، چې د پښتنو مورال مه کمزوری کوئ، له پښتنو سره لاس یو کړه چې پښتو ته کار وکړي، په هېواد کې ښه تجاران لرو، د ښه کار کولو خلک لرو، ښه استعدادونه الله پاک راکړي دي، دا باید چې تشویق شي، د دوی تر شا باید ودرېږو، له دوی سره مرسته وکړو، دوی باید په ښو کارونو او خدمتونو کې وستایو، نه دا چې د دوی مورال کمزوری کړو.
اصلا ما د دې ګونتنیونې ځواب نه وایه، ځکه چې زه په دې پوهېدم چې زمونږ ټول پښتانه وروڼه زما په لیکنه ښه پوهېږي، خیر دی که یواځې ښاغلی امیني پرې پوه نه شو، له یوه تن پښتون نه به پوښتنه وکړي، هغه به هم پوه شي، خو بیا مې له ځان سره فکر وکړ، داسې نه وي چې ښاغلي امیني ته ګیله ودرېږي، چې ګواکې زما خبره چاته هېڅ ښکاره نه شوه او خپل ځان ته کم رانه شي. دا هم زمونږ د ټولنې یو ځوان ده، مونږ یې د لیکنې قدر کوو او ورته په درنه سترګه ګورو او له څښتن تعالا نه ورته د بریالیتوب هیله لرو.
دا هم یو ځل بیا د نوید الله یوسفزي د خبرو په اړه یو څه وضاحت !
سمیع الله امیني
بیا هم پښتو پر ډوبېدو نه ده بلکې پر زرغونېدو ده ! ځوابیه لیک
پوهه ټوله راوتلې له مغزو ده
هسې نه چې په دې ډېرو کتابو ده
ښاغلی یوسفزی هیله من یم روغ او په خپلو دندو کې بریالی واوسې .
یوسفزی صیب که زه ووایم چې د ګوتنیونې ځواب خو دا راته ښه نه ښکاري زه باید ووایم چې، ... خیر په هر صورت ستا پر خبرو یو څه زیاتول غواړم :
لومړی؛ چې زه د دې وړ نه یم چې د درنو پښتنو لیکوالو ننګونه وکړم، او که زه ووایم زما د عمر دریمه برخه یوازې او یوازې د پښتو پر لیک او لوست تېر شوی دی نو مبالغه به نه وي، تاسو چې ماته وایﺉ د پښتو پر لوست نه یم پوه سوی، ریښتیا هم ښايي زه به په دې نه یم توانېدلی چې، د تاسو له لیک څخه سم جاج واخلم . دې خبرو ته دې په کتو سره د حضرت خوشال بابا شعر رایاد شو .
خپله پوهه به لرم، خپله لره
و هر چاته خپله پوهه ده کره
ښاغلی یوسفزیه !
دویمې خبرې ته هم د خوشال بابا په یوه شعر بسنه کوم :
حضرت خوشال بابا وايي
خدای دې ورک د پښتنو کار دا درې څيزه
يو بد جهل بل بدنيت دريم نفاق
له شعر څخه وروسته :
زه فکر کوم چې ما به داسې څه نه وي ویلي چې، رسنیو ته خذمت کول بلکې هغه پښتانه مې ښوولې چې په رسنیو کې دي او د رسنیو له لارې د پښتو کره توب او سوچوالي ته کار کوي . او هغه نوې اېستنې او نوې جوړونې چې په دې وروستیو کې د ځینو ښاغلو پښتنو او په ځانګړې توګه د دروند او غزتمند پښتون پوهاند مجاور احمد زیار له لوري جوړې شوي دي تر خلکو یې د رسونې چار د همدې ملګرو دی چې، په رسنیو کې کار کوي او د همدې لارې دغه نوې اېستنې تر خلکو رسوي .
(او یو څیز چې زه غواړم واضحه شي ما په خپلو تېرو خبرو کې نه د لمر ټلویزیون نوم اخیستی او نه هم له هغه سره تړاو لرم .)
بیرته اصل مطلب ته راسو، که تاسو وايﺉ چې د ډیریو ټلویزیونو نو مسوولین پاړسیوانان دي، خو زه وایم چې یوازې دوی د صحنې پر مخ دي او اصلي مالکان یې نور ښاغلي دي ، زه وایم چې که داسې د بل چا او یا هېواد لاسپوڅۍ پرې ګرځو نو خدای خو دې هېڅکله هم ټلویزیون نه راکوي .
او فکر کوم چې ما په خپلو لومړنیو خبرو کې د دې نورو خبرو دې ځواب ویلی دی نو بیا تکرار یې اړین نه بولم .
او پاتې شوه هغه د شپون صیب خبره د پاړسیوانانو ټلویزیونونه دا نو بله خبره ده چې پښتانه ټلویزیون نه لري .
نو تاسو ته وایم چې، په دې برخه کې تاسو څه کړي دي ؟ که تاسو یوازې وايﺉ چې، پښتانه څنګه دي او پښتانه څنګه دي ؟
او اوس هم ستاسو بلې خبرې ته راځم :
اروښاد استاد ګل پاچا الفت څه ښه ویلي
علم او پوهه بل شی نه دی بينايي ده
خوشي ناست يې پټي سترگې په محراب کې
او جالبه خبره خو دا ده چې، زه لاپسې د یوسفزي په اند بیخي پاړسیوان یم . ماته خو ډېره جالبه ښکاري چې … ، او ان قسمونه هم یادوي . په دې برخه کې خو هېڅ هم نه وایم درانه لوستونکي دې نورو خبرو پسې دې نه ګرځې یوازې او یوازې د لیکنۍ په برخه کې قضاوت وکړي چې کومه لیکنه د لیکنۍ په برخه کې کره ده .
ارواښاد حضرت حمزه بابا
په خوله خو واړه پښتانه دي، ښه دي
وايه چې څومره ، دي له زړه پښتانه
زه به د ښاغلي یوسفزي دا څو کرښې د قضاوت په موخه لومړی یوسفزي ته بیا ټولو لوستونکو ته وښایم :
(. دا هم زمونږ د ټولنې یو ځوان ده، مونږ یې د لیکنې قدر کوو او ورته په درنه سترګه ګورو او له څښتن تعالا نه ورته د بریالیتوب هیله لرو. )
ښاغلی یوسفزی لیکنې ته خو دې ګورې چې، څه څه غږوي ؟ درانه لوستونکي خو پرې پوه شوي دي خو تاسو ته به یې په ډاګه کړم چې، پښتو ژبه ځانګړې پښویه (ګرامر) لري چې، په هغې د عدد سربیره جنس هم په پام کې نیول کیږي . (( دا هم زموږ د ټولنې یو ځوان ده، فکر کوم چې دلته په دغه وړه غونډلې (جملې) کې یو څه ستونزه شته ، نور به څه نه وایم یوازې د دغې غونډلې سم ډول به یې تاسو ته وکاږم سمه ده .
(( دا هم زمونږ د ټولنې یو ځوان ده، اوس هم سمه برخه ، = دا هم زموږ د ټولنې یو ځوان دی . ))
او دا دې هم د لیکنې په اړه ؛
جرگه خو پښتانه رټلې نه ده په هېڅ رنگه
دا ځکه ستا له گواښه مې په اوښکو کې طوفان دی
او دا هم
باڼه دې پوهه کړه چې برند اوسېږي ښکته نه شي
چې هېرې نه کړي د پښتو او د پښتون خبرې
سمیع الله امیني
پښتو په ډوبېدو نه ده !
پښتو په ډوبېدو نه ده !
سمیع الله امیني
2011-02-04
فکر کوم چې نور دا غونډلې (جملې) هسې د وخت ضایع کول دي ، لکه ( پښتو په ډبېدو ده ، پښتو ته کار نه دی شوی، پښتو څه ده او پښتو څه ده ... )
په بینوا پاڼه کې مې د یوه ښاغلي پښتون نوید الله یوسفزي په نامه یو څو کرښې ولوستې چې داسې غورې یې په کې کړې وې . آیا پښتانه مړه دي؟ آیا پښتنو لیک لوست نه ده کړی؟ آیا پښتانه په خپل سر کې ماغذه نه لري؟ او داسې یو شمېر نور ایا ګانې، چې فکر کوم یو خوپه دې ایاګانو کې پښتنو ته یو ډول توهین یا سپکاوی دی ، ځکه چې بې ماغزو خو هېڅ څوک نه وي .
په اوسني مدیریت یا منجمنټ کې تر ټولو ښه منجر یا ښوونکی یا هم لار ښوونکی هغه دی چې، په خپله د ستونزې ریښه پیدا او د حل لاره هم ورته په ګوته کړي .
نه غواړم د نورو ملګرو په څېر لیکنه له بابیزو خبر ډکه او لوستونکي پرې ستړي کړم ، له دې خبرو مې موخه دا ده چې، پښتو اوس الحمد الله پوره د ودې او پرمختګ په حال کې ده او ان داسې ادعا هم کولی شم چې ووایم دمګړۍ پښتو د نګه کېدو او د کره کېدو پر لوري خورا په درز کې روانه ده ، او په هېواد کې دننه په ښوونځيو ، پوهنتونو او په ځانګړې توګه په چاپي ، غږیزو او انځوریزو رسنیو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی . په تېره بیا په یو شمېر خصوصي انځوریزو رسنیو یا ټلویزیونو کې یې خو بیخي بلا کړې ده، چې ډېری په پښتو مین ښاغلي یې یوازې د سوچتوب لپاره خبرونه تر پایه ګوري .
ښاغلي یوسفزی لیکوالان په دې تورنوي چې، ګواکې دوی د خپلو ځانګړو ګټو په موخه لیکاښۍ (قلم) کاروي .
زه فکر کوم هغه پېر چې، یو وخت به درباري سندرالان (شاعران) او لیکوالان ول اوس تېر شوی دی او اوس د یون صیب خبره په شعوري ډول سندرالان او لیکوالان د ولس خذمت ته رادریدلي او د زړه له اخلاصه کار ورته کوي .
بیا هم د یادونې وړ بولم چې دمګړۍ څومره ورځپاڼې او مجلې او نور غږیز او انځوریزې رسنۍ چې په لر او بر پښتونخوا کې په خذمت لګیا دي د تاریخ په اوږدو کې یې سارۍ نه دی لیدل شوی .
نو په پای کې مې له درنو پښتنو ملګرو څخه هیله دا ده چې راځﺉ نور دا کلیشه یي خبرې پرېږدو او اوس د ودې او پرمختګ پېر دی . او هغه ملګري چې د سر په بیه په دې لاره کې کار کوي ناهیلي نه کړو .
ځينې مینه درد کموي!
ځينې مینه درد کموي!
ګڼ خلک داسې انګيري چې مینه ځينې وخت د دردونو لامل ګرځي، خو یوه امریکايي علمي ډله وايي مینه د درد د کمولو لامل هم کېږي.
ځينو څېړونکو د یوه مګناتيسي زنګ په اړه پلټنه کړې، چې نېغ په نېغه پر هغه دماغ څرنګه نېغ په نېغه اغېز کوي، چې له دردونو کړېږي او د انسان وجود ورسره خوشاله کېږي.
څېړندویې ډلې پر هغو ۱۵ زده کوونکو دا ازمایښت ترسره کړی، چې په وجود کې یې کوچني دردونه احساسېدل.
څېړونکو ومونده چې دغو کسانو خپلو دوستانو او د مینه د شریکانو عکسونو ته په کتلو سره دغه دردونه احساس نه کړل.
څېړنه پر هغو کسانو راټوله وه، چې نوې عاطفي مینه یې پيل کړې وه.
پوهان وايي د مینې احساس په دماغ کې له هغه ځای سره نېغه اړیکه لري، چې د دوبامین له موادو سره اړیکه ولري، هغه چې د خوږو شیانو او کوکایینو په خوړلو سره ډېر احساسېدای شي.
د ستانفور پوهنتون په دې څېړنه کې پر هغو زده کوونکو ازمايښت شوی، چې نوې مینه یې پیل کړې او له هغوی څخه د خپلو محبوبو د عکسونو د راوړلو غوښتنه شوې ده.
ډاکټر ګارېد یانګر وايي هغه طریقه چې په مټ یې د دماغ درد ورسره ارامه کېږي، ډېره ابتدايي ده او ښايي د دماغ له اراموونکي درملو سره ورته والی ولري.
دغه عالم زیاتوي، په دماغ کې د مینې د احساسېدو سیمه د خوښۍ د احساسولو سیمه ده.
نجیب جانې شریف پر مېړانې دې برکت ! (د سمیع الله امیني لیکنه)
نجیب جانې شریف پر مېړانې دې برکت ! (د سمیع الله امیني لیکنه)
سمیع الله امیني – کابل / افغانستان
سریزه ؛
تر دې وړاندې چې د اغلې درنې وکیلې نجیبه جانې شریف د لیکنې په اړه څه ووایم، غواړم د هېواد د ځینو سیاستوالو او یا هم سیاستپوهو په اړه څه ووایم . زما پر دې خبرو دې میرمن شریف هم نه خواشینې کیږي .
زما په دې ۲۵ کلن ژوند کې چې د ښو او نیمګړو توپیر مې کړی دی نو له دا ډول سیاستوالو سره مخ شوی یم چې تر هغه مهاله چې په دولت او یا هم که په ټولیزه توګه ووايم په سیسټم کې وي، نو دولت او یا هم سیسټم ډېر ښه او د منلو وړ وي .
خو کله چې له دولت او یا هم له سیسټم څخه په هر ډول چې وي ووځي یا وایستل شي نو سمدستي په هغه دولت او یا هم په هغه سیسټم پسې خبرې کوي . ځینې نور یې بیا چپه خوله (او که د پښتو په لوڅو تورو یې ووایم نو د څه ویلو لپاره نه لري) او همداسې له وطنه ورک شي چې بیا یې سړی نه نوم پیدا کولی شي او نه هم کوم نښان .
خو ټول بیا داسې نه دي هغه د بابا خبر چې (یو نیم په کې ازر او سکندر شي ) . لکه چې ځینې درانه سیاستوال په نظام کې هم وي او داسې ناره کوي .
منمه هر سړى کوي پاچا پسې خبرې
خو ما غوندې به څوک وي په دربار کې مخالف
راځﺉ دغه د استاد پوهندوی محمد اسماعیل یون بشپړ شعر هم ولولو کېدای شي زموږ نور درانه سیاستوال او سیاسپوه درانه پښتانه رابیداره او ویښ شي .
مخالف
شاعر: محمد اسمعيل يون
اقرار کې مخالف دى په انکار کې مخالف
عجيبه شان جانان دى په هر کار کې مخالف
چې ناست مې پر اوږو وي، ښه خوشاله وي قانع وي
چې کوز يې له اوږو کړم نيمه لار کې مخالف
منمه هر سړى کوي پاچا پسې خبرې
خو ما غوندې به څوک وي په دربار کې مخالف
بېګاه يې د ملا خبرې ټولې ومنلې
چې پاڅېده له خوبه، شو سهار کې مخالف
دې ټولې زمانې مې په نبض ووهلې ګوتې
يو تار يم د درې تارو په سه تار کې مخالف
زما او ستا د دين نظر اوبه دي او اورونه
ته ژوند کې مخالف، زه انتحار کې مخالف
هغه سړى سړيو کې حساب نه دى ملګرو!
چې نه لري په کلي نه په ښار کې مخالف.
نوى ډيلى، هندوستان
د ٢٠١٠ ميلادي کال د فبرورۍ ١٦مه.
خو سره له دې هم ځینې نور خو بیا د اغلې وکیلې نجیبه شریف په څېر خو لږ تر لږه د ویلو لپاره یو څه لري ، زه هم په خپل وارسره د نجیبه جانې شریف پر احساس او پر مېړانې سل افرین وايم؛ چې له داسې تکراري خبرو څخه یې پردې پورته کړي دي.
خیر د تکرار احسن لپاره ښه ده څو هیوادوال له ښکیلو چارواکو او د سترګو د لیدلو له حال سره سم په هېواد کې د شته او روانو سیاستوالو په کړنو هم خبر شي .
هغه د الفت خبر : څومره ښه یي ویلي دي . (نه ومه خبر پرده مې لږ شانتې پورته کړه ــــــ نه دي دې ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي .)
------------
اوس به راسو د اغلې وکیلې نجیبه شریف د پورته کړیو رازونو او د دې په وینا : ((دپارلمان په هغو پټو او مرمزو واقعتونو دبېنوا پاڼي له لیاري تاسو درانه لوستونکي خبر کړم .))
راځﺉ له تکراري خبرو به تیر شو او مخامخ اصلي موخې ته ورشو . څو تاسو له لوستو یې ستړي نه شﺉ . د یادولو وړ بولم چې زه هم د هیواد په یوې خبري رسنۍ کې کار کوم او د دولت او نورو کړیو تر منځ څه نا څه له جوړ جاړیو خبریږم او هغه څه چې ښايي ماته هم ګوته ونیسﺉ چې د خبري رسنیو له لارې دغه خبرې او رازونو ولې نه خپریږي ؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول پرې پوهېږۍ او زه د ویلو لپاره څه نلرم ، په نیمه پوه شﺉ. ...
له دې جوړ جاړیو څخه ؛
څو ورځې وړاندې د قانوني او کرزي او نور ډلو تر منځ د یوه څه پر سر د جوړجاړیو په اړه رسنیو یو څه خپاره کړل چې ورسره سم د ولسي جرګې مشر محمد یونس قانوي غبرګون وښود او خپل ګرېوان یې ښکته او پورته څېرې کړ او دا خبرې یې رد کړې ، چې دا دی د اغلې نجیبه جان شریف د خبرو پر استناد دا ویلی شو چې دا جوړ جاړی په ریښتیا هم تر سره شوی دی او دا، او دا ډول نورې خبرې د ولسي وګړو څخه پټې نه پاتیږي . هغه خبرې چې کرزي او قانوي څه ډول په خپلو منځو کې څه ډول جوړ جاړی کړی، ښايي هغه مو د اغلې شریف په لیکنه کې لوستي وي او کنه نو دغه ادرس ته ټک ورکړی چې سم پرې خبر شﺉ .
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=38900
په ريښتیا هم که دغه جوړ جاړی ولسمشر کړي نو تاریخ به یې ښه وستايي . لکه چې د ځینو نورو کړنو په اړه یې ستایلی دی ...؟؟؟!!!
راځو د تېرې ولسي جرګې د ځینو ښځينه وکیلانو په اړه ؛
په دولت کې د تېرې ولسي جرګې د ښځينه و، وکیلانو بازار ښه په درز کې روان و، جالبه خو لا دا وه چې ښکلو او بدرنګو دومره ډیر توپیر نه درلوده، پرته د ځینو شریفو او درنو میندو چې په پارلمان کې د خلکو استازې وې . ټولو له وزیرانو، د ولسمشریزې ماڼۍ له ځوانو او زړو سلاکارانو، قومندانانو ، والیانو او نورو دولتي جګپوړو چارواکو سره یو د یارانې تار درلوده .؟؟؟
او داسې هم لیدل شوي چې پرته د کومې اړتیا یوه ښاغلي وزیر د پارلمان څو ښځینه غړې له ځانه سره په رسمي سفرونو کې بیولې او که چېرې هلته هغه د دوی خبره په (ميټنګ روم ) کې د ناستې ځای و نو له ځانه سره به یې میټنګونه ته بیولې او کنه نو هغه لوکس پنځه ستاره هوټلونه خو د دوی په چوپړ کې و، او ان ویل کیږي چې له ځینو هیوادونو څخه چې هلته به د دوی میټنګ و، له هغه ځایه به یې د ولسي جرګې له میرمنو سره یو ځای د ډوبۍ ښار هوټلونو ته ځانونه رسول او ...!!!؟؟؟
اغلې شریف د ولسي جرګې د ښځینه وکیلانو په اړه چې څه ویلي هغه خو ریښتیا ریښتیا دي خو که ووایم چې یو څه یې د ژبې عفت ساتلی او یو څه یې محافظه کاري کړې چې دا د دې درنې وکیلې د درنښت ښکارندوی دی . دومره به مې له واقیعیته لرې خبره نه وي کړې .
خو زه د اغلې وکیلې نجیبه شریف څخه دغه هوډ حتما اخلم چې ویلي یې و.( دافغانستان تیرپارلمان چي داخلاقي فساد یوه اډه وه داسي نوري ډیر شرمونکي خاطرې لري چي پر خپل وخت به ئې یو په یو دهمدې پاڼي له لیاري ترتاسي دروسوم .)
اغلې شریف خپله وعده مو چې له دردېدلو هیوادوالو سره د ولسي جرګې د شرمونکو خاطرو د روان ساتلو په اړه مو ورکړې له هېره مه باسﺉ .
سمیع الله امیني ـ کابل / افغانستان
نجیب جانې شریف پر مېړانې دې برکت ! (د سمیع الله امیني لیکنه)
سمیع الله امیني – کابل / افغانستان
سریزه ؛
تر دې وړاندې چې د اغلې درنې وکیلې نجیبه جانې شریف د لیکنې په اړه څه ووایم، غواړم د هېواد د ځینو سیاستوالو او یا هم سیاستپوهو په اړه څه ووایم . زما پر دې خبرو دې میرمن شریف هم نه خواشینې کیږي .
زما په دې ۲۵ کلن ژوند کې چې د ښو او نیمګړو توپیر مې کړی دی نو له دا ډول سیاستوالو سره مخ شوی یم چې تر هغه مهاله چې په دولت او یا هم که په ټولیزه توګه ووايم په سیسټم کې وي، نو دولت او یا هم سیسټم ډېر ښه او د منلو وړ وي .
خو کله چې له دولت او یا هم له سیسټم څخه په هر ډول چې وي ووځي یا وایستل شي نو سمدستي په هغه دولت او یا هم په هغه سیسټم پسې خبرې کوي . ځینې نور یې بیا چپه خوله (او که د پښتو په لوڅو تورو یې ووایم نو د څه ویلو لپاره نه لري) او همداسې له وطنه ورک شي چې بیا یې سړی نه نوم پیدا کولی شي او نه هم کوم نښان .
خو ټول بیا داسې نه دي هغه د بابا خبر چې (یو نیم په کې ازر او سکندر شي ) . لکه چې ځینې درانه سیاستوال په نظام کې هم وي او داسې ناره کوي .
منمه هر سړى کوي پاچا پسې خبرې
خو ما غوندې به څوک وي په دربار کې مخالف
راځﺉ دغه د استاد پوهندوی محمد اسماعیل یون بشپړ شعر هم ولولو کېدای شي زموږ نور درانه سیاستوال او سیاسپوه درانه پښتانه رابیداره او ویښ شي .
مخالف
شاعر: محمد اسمعيل يون
اقرار کې مخالف دى په انکار کې مخالف
عجيبه شان جانان دى په هر کار کې مخالف
چې ناست مې پر اوږو وي، ښه خوشاله وي قانع وي
چې کوز يې له اوږو کړم نيمه لار کې مخالف
منمه هر سړى کوي پاچا پسې خبرې
خو ما غوندې به څوک وي په دربار کې مخالف
بېګاه يې د ملا خبرې ټولې ومنلې
چې پاڅېده له خوبه، شو سهار کې مخالف
دې ټولې زمانې مې په نبض ووهلې ګوتې
يو تار يم د درې تارو په سه تار کې مخالف
زما او ستا د دين نظر اوبه دي او اورونه
ته ژوند کې مخالف، زه انتحار کې مخالف
هغه سړى سړيو کې حساب نه دى ملګرو!
چې نه لري په کلي نه په ښار کې مخالف.
نوى ډيلى، هندوستان
د ٢٠١٠ ميلادي کال د فبرورۍ ١٦مه.
خو سره له دې هم ځینې نور خو بیا د اغلې وکیلې نجیبه شریف په څېر خو لږ تر لږه د ویلو لپاره یو څه لري ، زه هم په خپل وارسره د نجیبه جانې شریف پر احساس او پر مېړانې سل افرین وايم؛ چې له داسې تکراري خبرو څخه یې پردې پورته کړي دي.
خیر د تکرار احسن لپاره ښه ده څو هیوادوال له ښکیلو چارواکو او د سترګو د لیدلو له حال سره سم په هېواد کې د شته او روانو سیاستوالو په کړنو هم خبر شي .
هغه د الفت خبر : څومره ښه یي ویلي دي . (نه ومه خبر پرده مې لږ شانتې پورته کړه ــــــ نه دي دې ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي .)
------------
اوس به راسو د اغلې وکیلې نجیبه شریف د پورته کړیو رازونو او د دې په وینا : ((دپارلمان په هغو پټو او مرمزو واقعتونو دبېنوا پاڼي له لیاري تاسو درانه لوستونکي خبر کړم .))
راځﺉ له تکراري خبرو به تیر شو او مخامخ اصلي موخې ته ورشو . څو تاسو له لوستو یې ستړي نه شﺉ . د یادولو وړ بولم چې زه هم د هیواد په یوې خبري رسنۍ کې کار کوم او د دولت او نورو کړیو تر منځ څه نا څه له جوړ جاړیو خبریږم او هغه څه چې ښايي ماته هم ګوته ونیسﺉ چې د خبري رسنیو له لارې دغه خبرې او رازونو ولې نه خپریږي ؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول پرې پوهېږۍ او زه د ویلو لپاره څه نلرم ، په نیمه پوه شﺉ. ...
له دې جوړ جاړیو څخه ؛
څو ورځې وړاندې د قانوني او کرزي او نور ډلو تر منځ د یوه څه پر سر د جوړجاړیو په اړه رسنیو یو څه خپاره کړل چې ورسره سم د ولسي جرګې مشر محمد یونس قانوي غبرګون وښود او خپل ګرېوان یې ښکته او پورته څېرې کړ او دا خبرې یې رد کړې ، چې دا دی د اغلې نجیبه جان شریف د خبرو پر استناد دا ویلی شو چې دا جوړ جاړی په ریښتیا هم تر سره شوی دی او دا، او دا ډول نورې خبرې د ولسي وګړو څخه پټې نه پاتیږي . هغه خبرې چې کرزي او قانوي څه ډول په خپلو منځو کې څه ډول جوړ جاړی کړی، ښايي هغه مو د اغلې شریف په لیکنه کې لوستي وي او کنه نو دغه ادرس ته ټک ورکړی چې سم پرې خبر شﺉ .
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=38900
په ريښتیا هم که دغه جوړ جاړی ولسمشر کړي نو تاریخ به یې ښه وستايي . لکه چې د ځینو نورو کړنو په اړه یې ستایلی دی ...؟؟؟!!!
راځو د تېرې ولسي جرګې د ځینو ښځينه وکیلانو په اړه ؛
په دولت کې د تېرې ولسي جرګې د ښځينه و، وکیلانو بازار ښه په درز کې روان و، جالبه خو لا دا وه چې ښکلو او بدرنګو دومره ډیر توپیر نه درلوده، پرته د ځینو شریفو او درنو میندو چې په پارلمان کې د خلکو استازې وې . ټولو له وزیرانو، د ولسمشریزې ماڼۍ له ځوانو او زړو سلاکارانو، قومندانانو ، والیانو او نورو دولتي جګپوړو چارواکو سره یو د یارانې تار درلوده .؟؟؟
او داسې هم لیدل شوي چې پرته د کومې اړتیا یوه ښاغلي وزیر د پارلمان څو ښځینه غړې له ځانه سره په رسمي سفرونو کې بیولې او که چېرې هلته هغه د دوی خبره په (ميټنګ روم ) کې د ناستې ځای و نو له ځانه سره به یې میټنګونه ته بیولې او کنه نو هغه لوکس پنځه ستاره هوټلونه خو د دوی په چوپړ کې و، او ان ویل کیږي چې له ځینو هیوادونو څخه چې هلته به د دوی میټنګ و، له هغه ځایه به یې د ولسي جرګې له میرمنو سره یو ځای د ډوبۍ ښار هوټلونو ته ځانونه رسول او ...!!!؟؟؟
اغلې شریف د ولسي جرګې د ښځینه وکیلانو په اړه چې څه ویلي هغه خو ریښتیا ریښتیا دي خو که ووایم چې یو څه یې د ژبې عفت ساتلی او یو څه یې محافظه کاري کړې چې دا د دې درنې وکیلې د درنښت ښکارندوی دی . دومره به مې له واقیعیته لرې خبره نه وي کړې .
خو زه د اغلې وکیلې نجیبه شریف څخه دغه هوډ حتما اخلم چې ویلي یې و.( دافغانستان تیرپارلمان چي داخلاقي فساد یوه اډه وه داسي نوري ډیر شرمونکي خاطرې لري چي پر خپل وخت به ئې یو په یو دهمدې پاڼي له لیاري ترتاسي دروسوم .)
اغلې شریف خپله وعده مو چې له دردېدلو هیوادوالو سره د ولسي جرګې د شرمونکو خاطرو د روان ساتلو په اړه مو ورکړې له هېره مه باسﺉ .
سمیع الله امیني ـ کابل / افغانستان
اختر په لنډيو کې
راټولونکی: سميع اله اميني
په سپينه خوله كه روژه ماته
د كفارت روژې به دواړه ونيسونه
اول روژه وي بيا اختر وي
په بيلتانه پسې وصال دى رابه شينه
د روژې هر ماښام اختر دى
ټوټې ټوټې د پېشلمي د لاسه يمه
اختر نږدې دى روژه لاړه
ليلى به چا ته سرې منګولې ښكاروينه
اختر نږدې دى ياره راشه
مباركي به يو بل ته وركوونه
خاونده ژر تر ژره اختر كړې
چې د عاشقانو سره وشي ديدونه
مياشت د اختر ښكلى ښكاره شوه
ربه اوس تږى د جانان د ديدن يمه
يو د اختر په سبا راشه
زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه
په سين كې زر كـښتۍ لاهو كړه
سبا اختر دى د خپل يار سلام له ځمه
پېزوانه خانده هوسېږه
سبا اختر دى پاس په شونډو به دې وړمه
پېزوانه زېرى مې درباندې
سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه
پېزوانه كوز شه اوبه وڅښه
سبا اختر دى په سرو شونډو به دې وړمه
سبا اختر دى خوشالي ده
زه به بې ياره خوشالي څه كړم مېنه
سبا اختر دى يار مې نشته
د ګاڼې ډكه به د چا غېږې ته ورځمه
ته د اختر په سبا راشه
زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه
ځه اختر په سبا راشه
زه به دروځم تورې ستركې سره لاسونه
ورځ د اختر ده نور څه نه دي
په سره جوړه كې راته شنه له خندا شينه
اختر په ټوكو ټوكو راغى
نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويزونه
اختر په ورځ دې ځان سينګار كړ
څوك دې په زړه دي كه ډډه وهې ټالونه
اختر يوه لويه خوشالي ده
چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه
اختر زما په نصيب نشته
زه د وصال په تمه ستا يم مړ به شمه
اختر له تاسره ښاييږي
نور خلك خوشې د اختر هوس كوينه
اختر په وخت د ګلو راغى
زما نازك زړګي نه خيژي فريادونه
اختر ته ځكه خوشالېږم
چې مرور جانان به ما پخلا كوينه
اختر ته ځكه خوشالېږم
چې مسافر اشنا مې كلي ته راځينه
اختر ته ډېره خوشاليږم
زما د يار وعده اختر دى رابه شينه
اختره! تل تر تله اوسې
زه د الله په در كې دا دوا كومه
اختره! تل تر تله اوسې
چې د بېلتون په كور تر مرګه وي ويرونه
اختره! څنګه به خوشال شم
چې مې په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه
اختره! څومره بختور يې
چې دوه ياران يو بل ته غېږې وركوينه
اختره! ستا خوشالي څه كړم
زه د بېلتون د لاسه اور كې ستي شومه
اختره! شكر دى چې راغلې
په انتظار درته له ډېرې مودې ومه
اختره! ډېر دې احسان مند يم
چې مرور اشنا مې بياغېږ ته راځينه
اختر چې تېر شي بيا به راشي
دا د ځوانۍ عمر به بېرته نه راځينه
اختر خو راغى يار مې نشته
د خندا ډكه خوله به چا له وركومه
اختر د جونو مبارك شه
زنړۍ د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه
اختر د واړومبارك شه
كه مسافر وي كه د يار له څنګه وينه
اختر د واړو مبارك شه
زه به خپل سره لاسونه يار ته وركومه
اختر دې تا ته مبارك شي
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
پر ما هغه ورځ اختر ده
چې شيرين يار مې د ډولۍ په مخ كې ځينه
خلك اختر له جامې مينځي
زه په ګولو ويشتلى زړه ټكورومه
خلك اختر له كالي مينځي
زما جامې د يار په بوى دي نه يې مينځمه
خلك كالي كوي اختر دى
زه د شهيد جامې په خوا كې ګرځومه
خلك به وايي چې اختر دى
پر ما خونه دى چې له ياره جدا يمه
خلك د اختر په ورځ ديدن كړي
زما قلم كاغذ په لاس بېديا ته ځمه
خلكه! زما به څه اختر وي
چې بېلتانه راته خيمې وهلي دينه
خلكه! زما به څه اختر وي
انبار غمونه بېلتانه راكړي دينه
خلكه! زما به څه اختر وي
چې بېلتانه په سر سر تور تړلى يمه
د اختر شپه د هغې زار شه
په كومه شپه چې سر ديار په څنګل ږدمه
د اختر ورځ د خوشالي ده
يار مې مېلمه دى د زړه غوښې ورته ږدمه
دا نمر زېړۍ وخت مازيګر دى
په چا اختر دى څوك د غم ژړا كوينه
د غم اختر د غم سيلونه
د غم بازار دغم سودا په كې كومه
زما اختر به څه اختر وي
په داسې ورځ چې زه جدا له ياره يمه
زما د زړه ارامه راشه
په تمامي جهان اختر پر ما غمونه
سالو يې دوه رنګه په سر كړو
په چا يې اختر كړو چا له يې وركړل ډېر غمونه
شپه د اختر وه كه د قدر
چې د اشنا سره مې وشوه ديدونه
عالم اختر كا جامې وينځي
زه به هاله اختر كوم چې يار له ځمه
عالم اختر كا جامې وينځي
زما اختر به د ديدن په ورځې وينه
كه دې اختر په شپه رانغلې
نصيب دې مه شه د لنډې زنې خالونه
مخ دې قمر شغلې د لمر كا
په چا اختر كا څوك د غم سودا كوينه
اختر پرون تېر شو عالمه
د بغداد دو كوترې نن راغله سېلونه
چې مازيګر شي ښكته لمر شي
په چا اختر شي څوك د غم ژړا كوينه
چې اختر راشي موزي پټ شي
چې اختر تېر شي موزي بيا راښكاره شينه
اختر پرون وو پرون تېر شو
د دامان كوترو نن سره كړه لاسونه
د خوست د پښتنو هندوانو او سكانو واده
د خوست د پښتنو هندوانو او سكانو واده
22.08.2010 17:44
د خوست په ولايت كې لكه د افغانستان د ډېرو نورو برخو په شان هندوان او سكان اوسېږي. دوى د خپلو – خپلو سيمو د خلكو په شان جامې اغوندي، كار كوي، حلاله روزي گټي، ودونه كوي، بچي زېږوي او لنډه دا چې د نورو افغانانو په څېر ژوند او د همدوى په ژبه خبرې كوي؛ خو يو توپير لري او هغه دا چې خپل گروهه پالي او د خپلو ديني لارښوونو له مخې عبادت كوي او خپل خير لټوي.
هندوان اوسكان له هندوستانه راغلي خلك نه دي. دوى د همدې افغانستان اوسېدونكي دي چې د اسلام د مبارك دين له راتگه وروسته يې خپله عقيده ساتلې او هڅه يې كړې چې د افغانستان ښه بچيان واوسي. د دې خلكو په سلگونو كورنۍ په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د يرغل او د ورپسې خونړۍ جگړې په كلونو كې، له خوست څخه لومړى كابل ته او بيا د زمكې او هوا له لارې د هندوستان د ډيلي او فريداباد سيمو او د نړۍ نورو هېوادونو ته كوچېدلي او هلته د مهاجرت شپې او روځې سبا كوي.
دا يوازې د خوست هندوان او سكان نه دي چې د جگړو او نا امنيو له امله مهاجرت ته اړ شوي، بلكه د كندهار، غزني، گرديز، ننگرهار، لغمان، پروان، كابل او كندز ډېر هندوان او سكان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او سمدلاسه يې پرديسي توب غوره بللي؛ ځكه چې د كورنيو جگړو پر مهال يې دلته واقعاًً سر، مال او عزت خوندي نه و او ډېرې ستونزې يې وگاللې.
هغه وخت چې ما د وردگو او نورو پښتنو د واده په دود او بدلو كار كاوه، هندوانو او سكانو زما د كار په فهرست كې خپل ځاى درلود او هڅه مې كوله چې د دې هېوادوالو د واده د دود جزئيات پيدا كړم. دا ارمان مې هله پوره شو چې هند ته ولاړم، هلته د خوست د هندوانو او سكانو كورونو ته ورغلم، له دوى سره مې شپې وكړې، كشران او مشران مې وليدل، په دوو ودونو كې مې عملاً برخه واخيسته او هرڅه مې په رڼو سترگو وليدل. د همدې سفر او لېدنو كتنو په پايله كې دا ده د هندوانو او سكانو د واده دود چې زموږ د پښتنو د واده كتاب به پرې بشپړ شي.
د خوست ۹۸% هندوان او سكان په خپلو كې ودونه كوي او پاتې ۲% نور يې د ننگرهار، غزني، كابل يا نورو سيمو له پښتنو هندوانو او سكانو سره خپلوي كوي، دوى ته لوڼې وركوي او يا د هغوى خويندې- لوڼې غواړي.
د خوست اوسيدونكي ويچارسنگهه چې ما يې د وراره د واده په مراسمو كې برخه اخستې وه وايي چې په خوست كې دوى د سيمې د پښتنو په شان په خور- لور ولور اخيست او هم يې پيغلې په پيغلو بدلولې؛ خو په هند د ولور دود پيكه شوى او د لور د واده ډېر لگښت د هغې د پلار او وروڼو له خوا پرې كېږي. د بدل په واده كې هر څوك خپل- خپل لگښتونه كوي؛ خو ناوې ته د ښه ( كور) يا ( ديهج) برابرول د هرې كورنۍ وياړ بلل كېږي او ډېر وروڼه او پلرونه په دې خوشاله كېږي چې د خپلې واده كېدونكې خور- لور له پاره د كور نژدې ټولې اړتياوې پوره كړي او هر- هر څه ورته واخلي. ويچارسنگهه وايي چې په دوى كې طلاق نشته او ډېر لږ كسان دوهم واده ته زړه ښه كوي. دى وايي چې كه د چا لومړنۍ ښځه ډېره ناروغه وي؛ نو د مشرانو په خوښه بل واده كوي. د ويچارسنگهه په وينا په هندوانو او سكانو كې له پردي ښځې سره پټې اړيكې ډېرې بدې گڼل كېږي او داسې كسان په ټولنه كې خپل ځاى او دريځ له لاسه وركوي.
د خوست په هندوانو او سكانو كې واده د مور او پلار په خوښه كېږي او پيغلو او ځوانانو ته لا دا موقع نه وركول كېږي چې دوى دې د خپل راتلونكي ژوند په هكله پرېكړه وكړي. په دې خلكو كې د ځوان مور او پلار يا نور مشران ( تره، د تره ښځه، ماما، د ماما ښځه، مشر ورور... ) په لومړي سر كې د پيغلې له كورنۍ سره پټې اړيكې ټينگوي. دوى وايي دا خبرې ځكه پټې وې كه چېرې دواړه خواووې سره جوړې نه شي، چې پېغله او ځوان بدنامه نه شي . د خوست په هندوانو او سكانو كې يوه ځوان ته د يوې پېغلې د نه وركولو لاملونه ظاهراً داسې وي: دا جنۍ وړه ده، له بل چا سره مو خبرې كړي دي، موږ يې په بدل وركوو، مشران مو په سفر تللي او داسې نور... خو اصلي خبره كېداى شي چې بله وي! اوس- اوس ځينې كورنۍ خپلو ځوانانو ته دا وخت وركوي چې د خپل واده په هكله پرېكړه وكړي او يا لا اقل په مشورو كې شريك شي. هندوان او سكان دې ودونو ته د مينې واده ( love marrage ) وايي.
په هر صورت كله چې د دوو كورنيو تر مينځ پټه موافقه وشوه، روځ او وخت سره وټاكي چې خپل- خپلوان په دې خوشالي خبر كړي. په ټاكلي وخت څو مشرانې ښځې او نارينه د پيغلې كور ته ورځې. هغوى د چاى، ډوډۍ بند او بست كړى وي او مېلمنو ته په خوږو (مټايي) هركلى وايي. په دې غونډه كې بايجي راشي، د خپل كتاب ځنې برخې ولولي، د هلك او جنۍ او د هغوى د پلرونو نومونه واخلي او حاضرين په دې تړون خبر كاندي ([1]).
له دې وروسته ښځې هغه حلوا راوړي چې هندوان او سكان يې ( كړايا پرشاد) بولي او له اوړو، غوړو، رنگ، بورې، هيل او اوبو څخه پخېږي او د بايجي مخې ته يې كېږدي. د خېښې ارداس (دعا) وشي او حاضرين د ځوان مور او پلار او نورو نژدې كسانو او د پيغلې كورنۍ ته مباركي ووايي او حلوا وخوري.
كه دا ميلمانه د ډوډۍ په وخت د پيغلې كور ته ورغلي وي، د پېغلې كورواله ډوډۍ تياروي او كه د ډوډۍ وخت نه وي؛ نو شودې، چاى، كلچې، كيك، هگۍ، پكوړۍ او داسې نور شيان په دسترخوان ږدي او ټول په ډېره خوشاله فضا كې چاى خوري. له دې وروسته د جنۍ كورنۍ د ځوان مور او پلار ته د خوږې د سوغات دسمال په مخكې ږدي او راغلي ميلمانه رخصت كېږي.
هلته د ځوان په كور كې د دوى نور خپلوان ټول شوي وي او چې كله تللى كسان له خوږو سره ستانه شي ټول يو بل ته ودايي – ودايي ( مبارك- مبارك) ووايي، راوړې ( خوږه) لږ- لږ وخوري او نوره گاونډيانو او هغه خپلوانو ته و لېږي چې تر اوسه لا په دې ښادۍ نه وي خبر.
دوه – درې روځې وروسته د ځوان د كورنۍ خلك ماسپښين مهال مباركۍ ته كيني. ډله- ډله گاونډيان، خپلوان او دوستان نر او ښځې تبريكي ته ورځي او له ځانه سره شودې، خواږه شيان او مېوې وړي. د ځوان كورنۍ د دغه روځې د لمانځلو له پاره كور ښايسته كړى وي، څراغونه يې ځوړند كړي وي، اشپز لگيا وي سړه ډوډۍ ( پكوړۍ، ايشول شوي نخود، جلبۍ، سلاد، ډوډۍ، څښاك او داسې نور) تياروي.ځوانان ډولونو ته اټنونه كوي، ځينو كورنيو؛ خو ان په كوڅه كې ستره ښايسته ، رنگارنگ كېږدۍ Ten درولې وي او نارينه مېلمنو ته هملته هركلى وايي، ښځې په كور كې د ننه كېني، بدلې بولي، ناڅي او د ځوان مور، پلار ته ودايي_ ودايي وايي.
ځنې راغلي ميلمانه له ډوډۍ وروسته ځي او ځايونه نورو مېلمنو ته پرېږدي. په دې روځ د ځوان د كورنۍ ټول گاونډيان، دوستان او خپلوان هڅه كوي چې ځانونه د ځوان كور ته ورسوي او په دې ښادۍ كې شريكان شي. راغلې ښځې او نارينه ډېرې ښايسته جامې اغوندي او د كور شا او خوا فضا عطرونو ډكه كړى وي.
هندوانې او سكانې ښايسته رنگه پنجابي جامې او زړوكي اچوي او مخونه پټوي او نارينه يې د خوستوالو پښتنو په شان سپينې جامې او تور واسكټونه اغوندي او د جگو شملو پگړۍ تړي.
په دغه روځ د هلك د واده كال ټاكل كېږي. مشران په دغه روځ د پيغلې او ځوان عمر، تحصيل او د دواړو كورنيو اقتصادي وضعه څېړي او د واده كال ټاكي. كيداى شي چې واده يو كال – دوه كاله او يا څو كاله وروسته وشي. د مباركۍ په روځ د پېغلې مور او پلار هم د ځوان كورنۍ ته ورځي او خپلو نويو دوستانو ته مباركي وايي.
كه د ( ارداس) له روځې څخه وروسته د پېغلې يا ځوان په كورنۍ كې مړى وشي، د مباركي د اخستلو دود بل وخت ته ځنډيېږي. په دغه روځ پيغله په كور كې وي؛ خو ځوان له خپلو همزولو سره په كور د ننه يا بهر په كېږدۍ كې خوشالۍ او اتڼونه كوي.
په هندوانو او سكانو كې هغه ځوان او پيغله چې يو له بل سره نامزاد شوي وي، د واده تر وخته پورې نه شي ليدلى. په دې خلكو كې چغلبازي نشته؛ خو كيداى شي چې د عبادت په وخت يا بل كوم مناسب ځاى كې د لنډې مودې له پاره سره وويني او په سترگو كې يو بل ته سلام وكړي! هندوان او سكان نامزادي ته ( ساگۍ) وايي.
د مباركي د روځې له دود څخه وروسته په يوه مناسب وخت كې ځوان خپلو ملگرو او همزولو ( د كور زومان، د خويندو او د تره د لورانو مېړونه چې دوى يې جيحه گان بولي او نور ډېر نژدې خپلوان ) ته ډوډۍ جوړوي. په دې ډوډۍ كې ساز او نڅا نه وي؛ خو ځوانان ډېر خوشاله وي، پاكې ښايسته جامې يې اغوستې وي، ټوكې ټكالې كوي او خاندي.
په دې ډوډۍ باندې د ( ساگۍ) لومړني دودونه پاى ته رسي. له دې وروسته د واده تر وخته پورې د ځوان كورنۍ د ( ويساكي) ([2])، ( ديوالي) ([3])، ( مانگي) ([4]) او (كړوچوت)([5]) په وختونو كې جنۍ ته ( برخه) لېږي. په دې ( برخو) كې د جنۍ له پاره ۲- ۵ جوړې جامې، پوړني، جرابې او د سينگار سامان ( لښتۍ، ټاپس، گانټي، د غاړې ځنځير، د لاس ځنځير، گوته او وښي يا بنگړي) وي.
د ځوان كورنۍ په هر مناسب كې جنۍ ته وړې- وړې برخې لېږي؛ خو دا حتمي هم نه ده او د ځوان د كورنۍ په وس او خوښې پورې اړه لري.
په فريد اباد او ډيلي كې د خوست په هندوانو او سكانو سربېره د افغانستان د نورو برخو او له ډيورنډ څخه د ها خوا سيمو پښتانه هندوان او سكان هم مهاجر دي او شمېر يې زرگونو ته رسي.
د هندوانو او سكانو د دوولسو مياشتو نومونه دا دي: چيتر، ويساك، جيټ، هاړ يا اړ، ساوڼ، بدرو، اسو، كتك، مگر، پو او ماه. د خوست د سكانو او هندوانو پيغله جنۍ د واده تر وخته پورې د خپل نامزاد كور ته نه شي تلى. نه په ښاديو كې هلته ورځي او نه په غم كې. د دې خلكو د واده كال مخكې ټاكل شوي وي؛ خو د واده مياشت او روځ د برهمن ( پنډت ) يا ( بايجي ) له خوا په نښه كېږي. هندوان او سكان د ( پو) ، ( كتك) او ( چيتر) په مياشتو كې واده نه كوي او ډېر ودونه په ( ماه) او ( ويساك) كې جوړيږي. پنډت يا بايجي د ځوان او پيغلې ( سا) يا ستوريو ته گوري او داسې روځ ورته ټاكي چې دوى ته څه زيان نه وي او بختوره وگڼل شي.
د هندوانو او سكانو د هفتې د روځې نومونه دا دي: شنيوار يا چاڼ چاڼ وار (شنبه) ، اتوار( يكشنبه) ، سوموار( دوشنبه) ، منگلوار( سه شنبه)، بودوار (چهارشنبه) ، ويروار( پنجشنبه) او شوكروار يا شوكل وار( جمعه) .
په هندوانو او سكانو كې څوك خپله خور- لور د ( اتوار) او ( بودوار) په روځو له كوره نه وباسي او ډېرې ودونه په دې روځو نه جوړيږي . كه فرضاً واده هم وشي؛ نو ناوې د شپې له دوولسو بجو څخه وروسته خپلو نويو خېښانو ته په لاس وركوي چې د ( اتوار) او ( بودوار) روځې پاى ته رسېدلې وي او ( سوموار) يا (ويروار) پيل شوې وي.
واده شوې خويندې او لوڼې هم د ( اتوار) يا ( بودوار) په روځو د پلار له كوره نه ځي. كه داسې ښځې د ( اتوار) او ( بود وار) په روځو كې د خپل پلار – ورور له كوره هرومرو تلونكى وي؛ نو خپل هغه پوړنى چې په يوه پيڅكه كې يې لږ بوره يا وريجي غوټه شوې وې او برايي ( تېره شپه) يې د خپل كوم گاوڼډي په كور كې ايښي وي، راغواړي، هغه په سر كوي او بيا د پلار- ورور له كوره وځي.
هندوان او سكان په فريداباد كې د نجونو د واده له پاره ۲۲ كلن او د هلكانو له پاره ۲۴- ۲۵ كاله عمر په پام كې نيسي. ويچارسنگهه وايي چې په دوى كې له دې د كم عمر ځوانانو ودونه هم كېږي.
كله چې د واده وخت نژدې شي د ځوان له كوره څو نارينه او ښځې د پيغلې كورته ورځي چې د واده په وروستيو ترتيباتو او دودونو خبرې وشي.
د دې خبرو په پاى كې د پيغلې د پلار له خوا ( لاس نيوى) يا دعا كېږي: (خدايه دا واده نيكمرغه كړې او زموږ ټول مراسم په خير تېر كړې) او مېلمنو ته له چاى – مېوې سره يوځاى ( دسمال) او( مټايي) وركول كېږي. له دې وروسته دواړه خواوې په خپلو- خپلو كارونو لاس پورې كوي. د ځوان په كور كې د دې كارونو د پيل له پاره يوه ميلمستيا جوړيږي. په دې ميلمستيا كې چې ( سلا ډوډۍ ) بلل كېږي، د ځوان د كورنۍ ۲۰ – ۳۰ تر سلو كسانو برخه اخلي. په دې ميلمستيا كې د ځوان يا زوم پلار يا كوم بل مشر مېلمنو ته وايي چې واده د يوه كور كار نه دى، دا ستاسو ټولو خوشالي ده، دا د انډۍ كار دى، له ما سره لاس وكړى چې دا ښادي له خيره په ښه توگه پيل كړو او په ښه توگه يې پاى ته ورسوو. ښكاره خبره ده چې ميلمانه هم د خپل چمتوالي غږ كوي او د واده څښتن ته ډاډ وركوي چې دوى يې څنگ ته ولاړ دي او دا واده او خوښي خپل بولي.
په دې ( سلا ډوډۍ) كې د ختم د اېښودلو، د شال د اچولو، د نكريزو د شپې، ځاى او مېلمنو، د واده د شپې، ځاى او مېلمنو د شمېر، د ډوډۍ د مينو او د واده په ټولو وړو او غټو خبرو مشورې او پرېكړې كېږي. د دې روځې په سبا سهار په گوردواره يا درمسال ( سكان) يا مندر ( هندوان) كې د مذهبي كتاب([6] ) لوستل پيل كېږي چې دوى يې ( د ختم اېښودل) بولي . دا كتاب درې روځې او شپې (۷۲ ساعته) پرله پسې لوستل كېږي. يو سړى پاڅي او بل كيني او كتاب لولي. دا كسان بايد هېڅ اضافي خبرې ونه كړي او كتاب چې وروستى چاپ يې ۱۴۰۰ پاڼې دي ختم كړي. د كتاب ختم د څلورمي روځې له سهار سره برابريږي چې ۴۰- ۵۰ تر ۱۰۰- ۵۰ پورې نارينه او ښځې په دې دود كې برخه اخلي. د كتاب د ختم د سهار ۹- ۱۰ بجې ښځې او نارينه گوردوارى ته ځي. د ښځو سرونه په ټيكريو او د نارينه و سرونه په خوليو او رومالونو او د ډېرو ښځو مخونه هم په پيڅكو پټ وي.
د ختم ايښودلو د ډله ايز دود په پيل كې راغلې ښځې او نارينه مخامخ ورځي او خپل كتاب ته درناوى كوي، ځنې خو لومړى كتاب ته سجده كوي او بيا ترې چاپيره گرځي او بيا ښځې د درمسال په ښي خوا او نارينه په كيڼه خوا كې كيني او د بايجي خبرو ته غوږ نيسي. بايجي په خپل ارداس كې وايي چې خدايه دا واده بختور كړې، خدايه شر مه پېښوي، خدايه اتفاق مو خوندي وساتې، خدايه توفيق راكړې چې هر څه په ښه توگه سر ته ورسوو، خدايه دې ځوانانو ( د پيغلې او ځوان نومونه اخلي) ته ښه ژوند او بركت ور په برخه كړې.
د يادولو وړ ده چې په دې مراسمو كې پيغله برخه نه اخلي؛ خو زوم راغلى وي او د نارينه و په ډله كې ناست وي. په دې وخت كې بايجي زوم ته لونگۍ تړي، يو گلابي ډوله سور وريښمين شال په اوږه وراچوي او يوه ښكلې توره په لاس وركوي. دا لونگۍ، شال او توره د واده د دودونو تر پايه له زوم سره وي. توره د درمسال سوغات بلل كېږي؛ خو لونگۍ او شال د زوم د كورنۍ له خوا برابر شوې وي. د سكانو په اند دا گلابي شال د نيكمرغۍ مانا وركوي.
خوستوال هندوان د پښتنو په شان د شملې لنگۍ تړي. دوى په دې اند دي چې نور نو دا زوم له هلكتوبه ووت او مېړه شو. د ښځې مسووليت په غاړه اخلي او د كورنۍ جوړولو وس بايد ومومي.
دغسې لنگۍ د پلار د مړينې په وخت كې هم زلمو هندوانو او سكانو ته تړل كېږي. په دې وخت كې د دې لنگۍ مانا دا ده چې نر شه، مسووليت ته اوږه وركړه، كار وكړه، كورنۍ ته روزي وگټه، نور نو د هلكتوب خويونه پريږده او د پلار تش ځاى ډك كړه.
توره سكانو او هندوانو ته د غيرت نښه ده. كله چې په درمسال كې بايجي او نور نژدې كسان نوي زوم ته توره په لاس وركوي، مانا يې دا ده چې ناموس وساته او له همت څخه ډك ژوند ولره!
د ختم اېښودلو د دود په پاى كې خلك سهارنۍ ته بلل كېږي. په دې سهارنۍ كې د شودو چاى، چولې، پكوړې، ډوډۍ، پراټې او داسې نور شيان وخوري او بيا راغلې ميلمانه په داسې حال كې چې ډېر خوشاله ښكاري او ټول زوم او د هغه مور او پلار ته ودايي – ودايي وايي له درمسال څخه وځي. له درمسال څخه بهر ډولونه په درز وهل كېږي او ښځې او نارينه په گډه يا جلا- جلا اتڼونه ورته كوي . له دې وروسته هرڅوك خپل كور ته ځي چې د واده له پاره خپلې تياريانې بشپړې كړي.
له ختم ايښودلو څخه وروسته د نيكريزو شپه راځي.
د نيكريزو شپه (مهندي كې رات) د خوستوالو هندوانو او سكانو په ودونو كې ډېره په زړه پورې شپه ده. په دې شپه كله چې د پېغلې په كور كې ډوډۍ وخوړل شوه؛ نو د دې په لسگونو مېلمنې خورلنډې او خپلوانې نكريزې راواخلي او ټولې خپل لاسونه سره كړي . دا شپه د زوم په كور كې ډېره په درز لمانځل كېږي. دوى كېداى شي چې ډېر غټ كور ولري، كوم رستوران يا باغ په كرايه ونيسي او يا په كوڅه كې كېږدۍ ودروي؛ خو درې- څلور سوه نارينه او ښځې ميلمانه يې غوښتي وي چې ماښام مهال له خپلو بچيانو سره د مېلې ځاى ته رسيږي. دوى ښايسته جامې اغوستې او ټول ډېر خوشاله ښكاري.
د دې شپې د ډولونو، سندرو، نڅاوو او اټنونو خاطرې تر ډېره وخته د خلكو په اذهانو كې پاتې كېږي. ښځې يوې خوا ته او نارينه بلې خوا ته ناست وي؛ خو گډې نڅاوې او اټنونه هم كېږي. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې د خوستوالو هندوانو او سكانو نارينه، ښځې او ان د شپږو – لسو كلونو ماشومان داسې اټن كوي، لكه چې همدا اوس په خوست كې اوسي. په دوى باندې خپله ژبه، خپلې جامې او خپل پښتون فرهنگ د سترگو د كسيو په شان گران دي او ډېر په خوند يې پالي.
كله چې ډوډۍ وخوړل شوه، د نكريزو لوښي راوړل شي او ښځې د زوم په لاسونو باندې د نكريزو د ايښودلو دود پيل كړي. دا ښځې په خپلو لاسونو او د ځينو نژدې خپلوانو په لاسونو هم نكريزې ږدي او كله ناكله خو خبره تر دې هم ورسي چې حاضر كسان يو د بل په مخ نكريزې موښي او هڅه كوي چې محفل په ډېرو ټوكو او خنداوو نور هم ښكلى كړي. په فريد اباد او ډيلي كې د نكريزو غونډه تر نيمې شپې پورې وي او بيا هر څوك خپلو – خپلو كورونو ته ځي.
د نكريزو د شپې سبا د ( گانه) يا ( مزي) تړلو دود په ځاى كېږي.
گانه سره سپڼسين تارونه دي چې په يوه روځ جنۍ او هلك دواړو ته؛ خو په جلا- جلا ځايونو كې تړل كېږي . هره كورنۍ خپل نژدې خپلوان بولي، راغلي كسان په يوه ځاى كې كيني؛ خو ښځې جلا او نارينه جلا. زوم له خپل شال، لنگۍ او تورې سره پاس د بايجي په څنگ كې په يوې نوې ښايسته بړستن باندې ناست وي . ښځې ورو- ورو د ښادۍ پښتو بدلې بولي او نارينه د گانې تړلو تيارى نيسي.
ډېر خوستوال هندوان او سكان په دې نه پوهېږي چې دا دود له كله نه دوى ته پاتې شوى دى؛ خو دومره وايي چې پلرونو، بابا گانو او نيكه گانو يې دا دود پاللى او اوس دوى هم ورته ژمن دي. دا خلك معمولاً د غرمې ډوډۍ ته راځي او وروسته د هلك او جنۍ د ښي لاس تر مړوند دا سپڼسين تارونه تړي. د جنۍ له تارونو سره كورئ او كنجكه او د هلك له تارونه سره يو وړوكى چاكو هم بند وي. د خوست هندوان او سكان په دې اند دي چې گانې يا مزې ناوې او زوم د بدخواهانو له بدو سترگو، تعويز، طومار او ښېرا څخه خوندي ساتي!
د گانې د دود په وخت كې زوم دوه ( شوبال) پيدا كوي. شوبال بې وسلې گارد ته وايي. يو شوبال د دې كور كوم زوم يا د ماما زوى يا داسې بل نژدې خپلوان نارينه وي. دوهم شوبال د زوم پيغله يا ناوې خور يا د تره لور وي چې د واده د دودونو تر پايه پورې له زوم سره يوځاى وي او د هغه دواړو خواوو ته حركت كوي. د گانې د تړلو په وخت كې همدا شوبالان له بايجي سره مرسته كوي چې مزي په ښه توگه وتړل شي. د گاڼې د تړلو په وخت كې بايجي د خپل كتاب ځنې برخې لولي او د واده د مراسمو د ښه پاى له پاره ارداسونه وايي.
د گانې يا مزي له تړلو وروسته په همدې روځ درې نور دودونه هم شته چې په ترتيب ( بړستن)، ( كلول ميچن) او ( منگي) بلل كېږي.
بړستن د زوم په كور كې جوړيږي. د گانې د تړلو د مازديگر په ۳- ۴ بجو كورواله ښځې دا بړستن چې په څلورو كونجونو او منځنۍ برخه كې يې يو- يو غوز ( چارمغز) گنډل شوې وي، واخلي او داسې څلورو ښځو ته يې په لاس وركړي چې ښايسته نارينه بچيان او ډېره شتمنې ولري. دا ښځې د حاضرو ميلمنو څو گلالي كمكي هلكان په نوبت په دې بړستن كې وزنگوي. له دې وروسته كورواله ( خونې) واچوي . ( خونې) د چاكليټو، پتاسو، نقلو او موم پليو په شان وچه مېوه ده چې كورواله يې په حاضرينو ويشي. په همدې وخت كې ټول حاضرې ښځې په (مازديگرنۍ) ټولې شي. په دې مازديگرني كې د شودو چاى، كيك او كلچې او داسې نور ساده خواړه برابر شوي وي.
له دې مازديگرني وروسته مېلمنې لاړې شي؛ خو كورواله او نژدې خپلوانې يوه ښځه وټاكي چې دا بړستن په كلي يا سيمه كې د كوم خپلوان كور ته ويسي او هلته يې كېږدي. په همدې وخت كې يوه بله ښځه ( ميچن) او لږ غنم د كوم بل خپلوان كور ته ويسي او درېييمه ښځه ( منگى يا گړى) مندر ( درمسال) ته ورسوي او هلته يې كېږدي.
ماښام له ډوډۍ مخكې د زوم د كور ښځې او نارينه او نژدې خپلوان (مخصوصاً ځوانان، تنكي زلميان او ماشومان) په ډولونو او آټنونو له كوره وځي، او هغه كور ته ورځي چې بړستن پكې اېښې ده. په دې سفر كې زوم او د هغه شوبالان هم وي. دوى په لاره گلان شيندي، د مصنوعي تومانچو ډزې كوي او ټوله سيمه يې په شور- زوږ ډكه كړي دي. كله چې دا ډله د بړستنې كور ته ورسېده، ډېر خلك بهر په آټنونو او نڅاوو بوخت شي؛ خو يو څو مشرانې ښځې او نارينه كور ته ننوځي چې د ( زوم او ناوې) ښايسته بړستن پورته كړي. په دې وخت كې كورواله په ټولو راغلو كسانو تازه مېوې او شربتونه ويشي. په دې دود كې بايجي ټولو ته د خير، بركت، ښه ، خوشاله او بختور ژوند دعاوې كوي او له كوره وځي. له دې وروسته هغه ښځه چې دا بړستن يې په سر ايښې وي، د زوم د كور په خوا ځي او نور كسان بيا په ډولونو او آټنونو د ( ميچن) د كور په لور ځي.
د ميچنې كور ته تگ همغسې خوندور وي لكه د بړستنې كور ته. كله چې دا خلك مطلوب كور ته ورسېدل ، بيا يو څو كسان كور ته ننوځي او نورپه كوڅه يا كلي كې په نڅاوو او اټنونو بوخت شي. په كور كې د ننه زوم، د زوم دوه شوبالان او داسې څو مشرانې ښځې چې نارينه اولاد ولري، په غنمو ميچن گرځوي. په دې دود كې د زوم شوباله جنۍ د ميچنې په لاستي لاس نيسي او دواړه ميچن گرځوي. كومه بله ښځه ورو- ورو غنم وراچوي او بايجي د نورو دودونو په شان ( ارداس) لولي او دې نوې جوړې ته د دنيا ټولو نيكمرغيو غوښتنه كوي. په دې وخت كې ځنې نور كسان هم د زوم په لاس خپل لاس ږدي او ميچن گرځوي.
د خوست هندوان او سكان په دې اند دي چې په غنمو باندې د ميچنې گرځول د خير او بركت او د نعماتو د ډېرښت مانا لري. په دې دود كې هم كورواله په ټولو راغلو كسانو شربتونه، مېوې او چاى وېشي او د دوى درناوي په ځاى كوي.
كله چې دا خلك له دې كوره وځي، يوه ښځه ( ميچن) ورسره واخلي، د زوم د كور په لور روانه شي او نور كسان بيا په ډولونو او اتڼونو( درمسال) ته وخوځي چې د ( منگي) په دود سره د دې روځې ستړيا پاى ته ورسوي.
كله چې دا ډله مندر يا درمسال ته ورسي، ځنې كسان ننوځي او درناوى په ځاى كړي. دا وخت قضا ماښام وي او د زوم شوباله هغه منگى په اوبو ډك كړي چې مخكې په درمسال كې اېښودل شوى وي او د زوم مخې ته يې كېږدي (دا دود د درمسال په هغه برخه كې تر سره كېږي چې فرش نه لري او اوبه پيدا كېږي) په دې وخت كې شوبال د زوم توره له تيكي وباسي او په منگي كې ننباسي. له دې سره جوخت په سلگونو هلكان او تنكي زلميان يو په بل رنگه اوبه شيندي او هڅه كوي چې يو بل ښه لوند كړي. په دې دود كې څوك په زوم غرض نه لري؛ خو شوبال او شوباله په رنگه اوبو داسې لانده شي لكه باران ته چې ولاړ وي.
د دې دود له پاره ځوانان له ځانه سره رنگونه راوړي او اوبه خو هملته په درمسال كې وي. دوى دا رنگونه په جامونو او سطلونو كې جوړوي او يو په بل يې شيندي.
له دې وروسته ټول په داسې حال كې د زوم د كور په لور ځي چې نيمايي په رنگه اوبو لانده او د ډېر اتڼ له لاسه وږي شوي وي. د زوم په كور كې ډوډۍ برابره وي، دا خلك بيا ځي خپلو- خپلو كورونو ته چې ژر ويده شي چې سبا د واده د درانه دود له پاره چمتو وي.
اوس داسې فرض وكړئ چې واده د شپې دى، ماسپښين مهال د زوم د كوره ښځې د پېغلې كور ته ورځي. خوستوال هندوان او سكان دې تگ ته ( تال) وايي. هلته د نورو دودونو تر څنگ يوه ( بركتى) ښځه د پېغلې وېښتان د ناوې په شان جوړوي . كله چې د وېښتانو تر مينځ كرښه وېستل شي؛ نو يوه مشره ښځه هلته سوندر ودوړوي چې دا ناوېتوب ته د پېغلې د ورتگ پېلامه بلل كېږي.
سر جوړونكي ښځې هڅه كوي چې د ناوې د وېښتانو ترمينځ كرښه اوږده وباسي، دا خلك فكر كوي چې خداى به د دې ښځې خاوند ته همداسې اوږد او له بركته ډك ژوند وركړي خوستوال همدا دود په هندوستان كې هم پالي.
له دې وروسته چې مازديگر وي بللي ميلمانه د زوم كور ته ورسي، مازديگرنى ناشتا وخوري او هغه دود پيل كړي چې خوستوال هندوان او سكان يې ( سيرا بندي)، ( څېره بندي) ، ( چهره بندي) يا ( موټك) بولي. ( موټك) د زوم د مخ د پټولو هغه وسيلې ته وايي چې له زري شيانو، رنگه كاغذونو، مريو او مصنوعي ملغلرو څخه جوړه شوې وي. ښځې ( موټك) د ځوان په سر داسې وتړي چې ښكته مخ يې پرې پټ شي. كله چې ( موټك) وځړول شو، زوم د كوټې په مينځ كې لږ جگ كېنوي او خپلوان يې جوړه- جوړه ( مېړه او ښځه) په وار راځي او د زوم په غاړه كې د گلانو او لوټونو هارونه اچوي. ځنې خلك د كوچنيو لوټونو هارونه جوړوي؛ خو ځنې شتمن د سترو لوټونو هارونه راوړي . د هارونو له دود څخه وروسته چې شمېر يې سلگونو ته رسيږي( خونې) ويشل كېږي. په دې ټوله موده كې د كور په انگړ او بهر د كوڅې په كېږدۍ كې ځوانان ډولونو ته اتڼونه كوي او ټول ډېر خوشاله وي. له دې وروسته زوم د خپلو شوبالانو سره بهر ته وځي او تر كومه ونه ( مخصوصاً توت) لاندې دريږي. بايجي په دې وخت كې ارداشونه وايي، يو څوك راشي او د ونې په يوه څانگه يو سور تار وتړي، نارينه شوبال د دې څانگې څوكه ونيسي، زوم توره له تيكي وباسي او دا څانگه بايد داسې پرې ووهي چې د څانگې د سره تار برخه د ده خوا ته پرې كړي، كه خبره دوهم او درېيم ځل ته ورسېده، خلك وايي چې ښځه به په دې سړي زوروره وي!
بايجي دا پرې شوې څانگه د زوم د ( موټك ) په پاسنۍ برخه كې داسې ټومبي چې څانگه مخ پورته جگه ودرېږي. له دې وروسته زوم په اس سپريږي. په اس هغه بړستن پرته وي چې ذكر يې مخكې وشو. په دې وخت كې د زوم خويندې يا د تره لورانې ده ته دوه- درې كاچوغه مستې او اس ته لږ وربشې وركوي. او ورا د جنۍ يا ناوې د كور په لور خوځي. په دې ټوله لار كې ساز، سرود، نڅاوې، گډاوې او اتڼونه د پخوا په شان په درز روان وي او د ماشومانو شور- زوږ د تگ ښكلا لا زياته كړې وي. سكان دې تگ ته ( برات) وايي.
هلته د ناوي كوروالا د مېلمنو هر كلي ته چمتو ولاړ وي. كله چې د دواړو كورنيو مشران سره مخامخ شول، يو له بل سره روغبر كوي او يو بل ته هارونه اچوي. په دې روغبر كې د زوم پلار او د ناوې پلار يو بل ته هارونه اچوي. اكاگان يو بل ته، ماماگان يو بل ته او همداسې نور..
په دې وخت كې د ناوې د كور دوه- درې مشران زوم په داسې حال كې له اسه راكوز كړي چې بايجي ارداش لولي او د واده د ښه پاى او بختورتوب له پاره د خداى مرسته غواړي. كله چې زوم له آس څخه ښكته كېږي د جنۍ د كور كسان گلان پرې شيندي. هندوان او سكان د دغه شيبو دود ته ( ميلن) وايي چې كېداى شي له (مېلاوېدو) څخه اخيستل شوي وي.
اوس نو كه د ناوې كورنۍ په كور كې ترتيبات نېولي وي يا په كېږدۍ كې، يا په درمسال كې ټول ميلمانه د ډوډۍ ځاى ته ننوزي، كورواله وو مېلمنو ته مناسبه ډوډۍ برابره كړي وي. له دې وروسته زوم د خپلو همزولو او خپلوانو په كړۍ كې مندر ( كه هندوان وي) يا درمسال(که سکان وي) ته ځي. په همدې وخت کې سينگار شوې ناوې هم د خپلو خورلنډو او خپلوانو په بدرگه همدې ځاى ته ځي. هلته زوم او ناوې ته په ځانگړې صفه ( لوړځاى) دوه څوکۍ پرتې وي. تر دغه وخته پورې د زوم او ناوې تر مينځ هېڅ ډول اړيکې نه وي او د پښتنو هندوانو او سکانو د دودونو له مخې يو له بله ليرې گرځي.
په درمسال يا گوردواره کې ښځې جلا او نارينه جلا کېني. په دې وخت کې بايجي او نور مذهبي مشران موسيقي پيل کړي. د ويچارسنگهه په قول دې مذهبي سندرو ته (راگ) يا(کيرتن) ويل کېږي. کله چې زوم درمسال ته ورسي لومړى مخامخ د کتاب د اېښودلو ځاى ته ورځي، هلته له کتابه گرځي او سجده کوي، بيا د کتاب ځاى ته داسې مخامخ کيني چې خلکو ته يې شا وي. بيا يو- دوه ښځې ناوې راولي، ناوې کتاب ته درناوى وکړي او د زوم کينې خوا ته کيني.
په دې وخت کې لومړنۍ موسيقي بنده شي او مذهبي مشران د ( گروگرنت صيب) د کتاب د هغه احکامو په لوستلو پيل وکړي چې د نکاح په هکله ترتيب شوي. بيا د سندرو ډله همدا متن د ترانې په بڼه وړاندې کړي.
د هندوانو او سکانو نکاح په مذهبي لحاظ څلور پړاوه لري چې دوى ورته (چهارپهرى) وايي:
1- پهلى لامه يا لومړى گام
2- دوجي لامه يا دوهم گام
3- تيجي لامه يا درېيم گام
4- چوتي لامه يا څلورم او د پاى برخه
په پهلي لامه کې زوم او ناوې له کتاب گرد گرځيدل پيل کړي. په دې حرکت کې د ناوې پلار، د زوم د شال يوه څنډه د خپلې لور په لاس کې ورکوي. زوم مخکې او ناوې ورپسې وي. دوى سجده کوي او بيا دوجي لامه پيل کېږي، د موسيقي ډله ورو- ورو د واده او نکاح ځانگړې مذهبي بدلې بولي، کله چې زوم او ناوې کتاب ته مخامخ شول، بيا سجده او احترام کوي، بيا تيجي لامه پيل کېږي، بيا سجده او احترام او بيا چوتي لامه . په پاى کې د نکاح د بشپړېدو ( ارداس) وويل شي. په دې دعاوو كې بايجي ناوې ته د خطاب په بڼه وايي چې له دې وروسته به د خپل مور او پلار په څنگ كې د مېړه، خسر، خواښې او نورو مشرانو درناوي ساتي، د كور حيا او عزت به دروند گڼي، له بل چا سره د اړيكو نه به ځان ډېر ساتي، ته اوس خاوند لرې چې په تا ډېر حقونه لري او كه ته دا حقوق ټول په ځاى كړې، بختوره به شي او ډېر ثواب به وگټې. د موسيقي ډله د مبارکي ترانه پيل کړي، زوم او ناوې يو بل ته د گلونو ښايسته هارونه په غاړه کې واچوي چې سکان دغه دود ته ( جې مالا) وايي. له هارونو څخه وروسته د زوم پلار خپلې نږور ته او د پيغلې پلار خپل زوم ته گوته او د غاړې ځنځير د سوغات په توگه ورکوي او دواړه د درمسال د نکاح خطونو د ثبت په کتاب کې لاسليک وکړي او که چېرته کوم طرف سواد ونه لري؛ نو په کتاب کې گوته کېږدي او په دې توگه د نکاح مذهبي دود بشپړ شي.
د نکاح له ثبت څخه وروسته، د ناوې د کور يو مشر د ناوې د کور يا جهيز لست په داسې حال کې د زوم پلار يا کوم بل مشر ته سپاري چې سامان او شيان لا په کور کې وي. د سامان دې لست ته ( ديهج) ويل كېږي. له دې وروسته د ناوې د کور ښځې په زوم باندې د درمسال په يوه گوښه کې د کوچو خوږ ډنډکى، لږ ماستې او شودې خوري او سترگې يې توروي. په بدل کې زوم د ډنډکي په لوښي کې يو څو روپۍ ږدي.
ويچارسنگهه وايي چې په خوست کې به له دې دودونو وروسته ناوې په داسې حال کې چې زوم او ټوله ورا به پياده ورسره روان وو، په اس د زوم کور ته بېوله؛ خو په هند کې ناوې په گلپوش موټر کې وړي. دا تگ د ډولونو- نڅاوو او اتڼونو سره مل وي.
کله چې ناوې د زوم کور ته ورشي، د کور مشران ناوې راکوزه کړي او ورو- ورو په داسې حال کې کور ته ننوځي چې يوې ښځې د دې په سر د دوى د کتاب يوه برخه ( پوتي) او بلې ښځې د مستو کټو نيولې وي. هندوان او سکان مستې د بختور توب او شتمن توب او ( پوتي) د تبرک نښې بولي. کله چې ناوې د خپل نوي كور وره ته ورسي، هلته ودري او له هغه شكاره څخه چې بل چا ورته نېولې وي، پنځه ځلې غله شا ته شيندي او په پاى کې د شکاره ټوله پاتې غله شا ته غورځوي او مخکې لاړه شي. د هندوانو او سکانو ناوې د وره په لانديني لرگي يو ميخ ټک وهي او خپل نوي کور ته ننوځي.
دا وخت شپه نژدې نيمايي وي او خلک د زوم مور او پلار ته له بيا – بيا مبارکي وروسته خپلو کورونو ته ځي
که واده د روځې وي دا دود مازديگر – ماښام پاى ته رسي او خلک خپلو کورونو ته ځي.
د دې روځې په سبا ١١- ١٢ بجې د کلي يو څو مشران او د درمسال بايجي ټول شي چې له مذهبي اراداشونو سره يوځاى د زوم او ناوې مزې يا گانې چې پخوا تړل شوې وې خلاصې کړي. په دې وخت کې يو- دوه ښځې ناوې راولې چې د کور مشرانو ته د درناوي سر ټيټ کړي. په بدل کې حاضر کسان ناوې ته لږ- لږ پيسې ورکوي او هغه بېرته خپلې خونې ته ځي. نا ويلې دې پاتې نه وي چې د ناوې شوباله تر اوسه ورسره وي؛ خو د گانې له خلاصولو وروسته دا شوباله بېرته ځې او ناوې يوازې پرېږدي.
د دې دودونو په سبا يا بل سبا زوم له خپلو څو ملگرو او همزولو سره د ناوې د پلار کور ته ځي. هندوان او سکان دغه تگ ته ( ميلنا دمه) وايي. په دې تگ سره د خسر کور ته د زوم پښه خلاصيږي. کورواله ميلمنو ته ښه ډوډۍ او سوغاتونه(جامې، لنگۍ،رومالونه، د دريشي ټوټې او داسې نور) ورکوي او راغلي کسان بېرته ځي. هندوان او سکان دغه ډوډۍ او سوغاتونو ته ( زوم گيري) وايي.
له دې دودونو څخه وروسته تر څو روځو پورې خپلوان د زوم کور ته ورځي او ناوې گوري او د نغدو روپو يا جنس سوغاتونه ورکوي. کورواله د دې خلکو ښه هرکلى کوي چاى شودې ورکوي او ناوې په بدل كې كې په پټ مخ ورته د درناوي سر ټيټوي.
د ناوې د راوړلو د شپې يا روځې په سبا يا بل سبا د هندوانو او سکانو د واده تر ټولو ستر محفل جوړيږي چې دوى يې ( رسپشن) بولي. په هند کې د داسې محافلو له پاره په ښايسته شنو باغونو کې ستر- ستر ځايونه جوړ شوي چې خلک يې د خپلو ودونو د ( رسپشن) له پاره په کرايه نيسي.
ځينې شتمن هندوان او سکان دغه ميلمستيا ته ١٠٠٠- ٢٠٠٠ کسان غواړي؛ خو ځنې نور د خپل وس په اندازه مېلمانه بولي. د ودونو د دغه ځاى په پاسنۍ برخه کې يو ښکلى تخت جوړ شوى وي چې څو گامه له زمکې څخه جگ وي. د دې تخت شاتنۍ برخه ډېره ښايسته او په څراغونو رڼا وي. د باغ يوې خوا ته د نارينه وو او بلې ته د ښځو ځايونه وي او د مخامخ تخت دواړو خواوو ته د ساز او نڅا او د ډولونو او آټن ځايونه په پام کې نيول کې نيول شوي وي.
د رسپشن په ستره مېلمستيا کې زوم او ناوې پاس په تخت ناست وي، ځينې خلک خاصتاً نارينه هلته ورځي او دواړو ته د واده مبارکي وايي. ناوې معمولاً په ځاى داسې ناسته وي چې سر يې له عادي حالت څخه ښکته ځوړند او مخ يې پټ وي؛ خو زوم د خپل پلار، مشر ورور او د اکا د زامنو په ليکه كې ولاړ وي او د خلکو مبارکي او سوغاتونه مني. په دې سوغاتونو کې گلان، د سرو زرو گوتې، کارتونه او داسې نور شيان شامل وي. په دغسې وخت کې ډېر خلک له زوم سره يادگاري عکسونه اخلي.
له دې وروسته ښځې او نارينه په دوو بيلو ځايونو کې ډوډۍ خوري او بيا ساز او سندرو ته کيني . د عامو خلکو له ډوډۍ وروسته د زوم د کورنۍ ډېر نژدې کسان او ډېر گران ميلمانه يوځاى کيني او له زوم او ناوې سره ډوډۍ وخوري.
د رسپشن په روځ يا يوه روځ وروسته د ناوې کورنۍ د دې ( کور) يا ( ديهج) په موټر کې بار او د زوم کور ته يې رسوي. ويچارسنگهه وايي چې په خوست کې د ( کور) اندازه لږ وه؛خو په هند کې شتمنې کورنۍ خپلو لورانو ته فرش، ميز، څوکۍ، پالنگ، تلويزيون، يخچال، د جامو وينځلو ماشين، د پخلنځي سامان او لوښي، حتى ايرکنديشن او داسې نور فيشني سامان اخلي او خپلې لور ته يې د نوي کور د جوړولو د سوغات په توگه ورکوي.
د هندوانو او سکانو ناوې د واده په لومړۍ شپه د خلکو د گڼې گوڼې له امله خپل مېړه نه شي ليدلى؛ خو په دوهمه شپه دا چانس پيدا کېږي . په دې شپه د زوم او ناوې په نوې کوټه کې د ستر پالنگ شا او خوا د تازه گلانو چتر جوړ وي، په کوټه کې عطرونه او صندل پاشل شوي وي او نرمه موسيقي چالانه وي . زوم په کوټه کې وي؛ خو يو دوه ښځې چې مخکې يې دا کوټه سنبال کړي وي، ناوې راولي او دوى لاړې شي .
د ويچارسنگهه د وينا له مخې د هندوانو او سکانو ناوې سهار وختي پاڅي، غسل کوي، پاکې جامې اغوندي او د کور هغه خونې ته ځي چې د عبادت له پاره جلا شوي وي؛ خو زوم هر وخت چې وغواړي وېښيږي او د کورنۍ له غړو سره سهارنۍ خوري. زوم له خپلې کوټې څخه تر وتلو مخکې يو څو روپۍ تر بالښت لاندې ږدي. دا پيسې بيا هغه ښځې اخلي چې پرون يې د زوم او ناوې کوټه سنبال کړي وي او نن بيا هغه جوړوي.
د هندوانو او سکانو ناوې دوه- درې روځې وروسته له خپل مېړه سره د پلار کورته ځي او هلته يو- دوه شپې پاتې کېږي . له دې وروسته د زوم او ناوې ژوند عادي او د خپل کور په چارو بوخت شي.
په پاى کې دا خبره د يادولو وړ ده چې سکان او هندوان له يوې ښځې سره واده کوي. د دوى کتاب هم يوه ښځه ښه بولي؛ خو داسې يو سک چې ښځه يې مړه شي، واړه اولادونه ولري او يا يې ښځه په لاعلاجه ناروغۍ اخته وي، دوهم واده کوي . د هندوانو او سکانو کتابونه طلاق مني؛ خو پښتانه هندوان او سکان خپلو ښځو ته طلاق نه ورکوي او په ناموس مين خلک دي.
په سکانو اوهندوانو کې که د کومې ښځې مېړه مړ شي، او دا ځوانه وي، په خپل كور كې بل مېړه کولاى شي. ډېر وخت يې کورواله د نورو پښتنو غوندې خپل بل زوى ته نکاح کوي. د داسې ښځې د واده مراسم خورا ساده او په کور يا درمسال کې نكاح كېږي .
گوردواره يا درمسال د سکانو د عبادت ځاى دى. په درمسال کې بتان نشته او ځنې خلک د خپل مشر بابا نانک انځور هم نه پرېږدي؛ خو د هندوانو په عبادتځاى (مندر) کې بتان وي.
د خوست هندوان اوسكان په خپلو مينځونو كې ودونه كوي، يو له بل سره تعصب نه لري او ( مندر) او (درمسال) دواړو ته ځي. ويل كېږي چې نور هندوان او سكان لږ تعصب لري؛ خو خوستوال هندوان او سكان په ډېره مينه ژوند كوي او يو بل ته احترام ساتي.
۱- ويچارسنگ د صوبه سنگ زوى د خوست د پريم نگر كلي اصلي اوسېدونكى، په بلغاريا كې د لوړو زده كړو او اوس په فريد اباد كې مهاجر او د ده ورونه سنتوك سنگ او كرن سنگ د فريد اباد اوسيدونكى.
۲- د كابل د شهزاده سراى صراف چرن سنگ .
1- سكان هغه چا ته چې دوى ته ديني لارښونې رسوي ( بايجي) يا ( جيانيجي) وايي .هندوان داسې كس( پنډت) يا ( برهمن ) بولي.
1- ويساك ( د اپريل څوارلسمه نېټه) د گورو گوبن سنگهه ( لسم گورو) په واسطه د سك مذهب د بشپړېدو روځ د ويساك په نوم ياديږي.
2- ديوالي ( د نومبر څوارلسمه روځ) د هندوانو سپيڅلې روځ ده. هندوان وايي چې د دوى پخوانى مشر ( سري رام چندر) څلويښت كاله د يوه غره ( بنباس) په ځنكل كې په عبادت تېر كړل. كله چې رام چندر له دې اوږده غيابت او عبادت څخه وروسته د استوگنې سيمو ته ستون شو، خلكو جشنونه جوړ كړل او ډېوې يې بلې كړې. اوس هم هندان د دغه روځې په شپه ډېوې بلوي او خوشالي كوي.
3- مانگي د ژمي وروستۍ روځ ده. هندوان او سكان په دې اند دې چې د ژمي وروستي شپږ شپې او روځې لږ غوړې او نرمې شي او بيا پسرلى پيل كېږي.
4- كړوچوت هغه روځې ته وايي چې ښځه د خپل خاوند له پاره روژه نيسي، هندوان او سكان دې روژې ته ( ورت) وايي. ښځه په دا روځ هېڅ شى نه خوري، سرې ( لال) جامې او سره بنگړي اچوي او ځان سينگاروي. ماښام مهال دا روژه تۍ ښځه بام ته خېژي، كه يې مېړه په كور كې وي هغه هم ورسره بيا يي او كه نه عكس يې ورسره وړي او هڅه كوي چې د ماښام لومړني راختونكي ستوري وويني.
د ستوري له ختو وروسته دا ښځه كه هندوه وي ( بگوان) ته او كه سكه وي ( گورو) ته دعاوې كوي چې خدايه خاوند ته مې روغ صورت، اوږد عمر، ډېر عزت او ښه شته وركړې، د پرديو له احتياجه يې وساتې او ډېره نيكمرغۍ په برخه كړي. له دې دعا وروسته دا ښحه كور ته ننوزي، (ورت) په اوبو ماتوي او بيا ډوډۍ خوري.
كه د دې ښځې مېړه په كور كې وي، د شپې په همغه سرو جامو او سرو بنگړو كې ورسره څملي. مېړه په دې شپه د خپلې ښځې ټول بنگړي ماتوي، دواړه خوشاله وي او دا وايي چې په يارانه كې بنگړي ماتېږي!
ويچارسنگهه وايي چې دوى په خوست كې ( كړوچوت) نه درلود او دا دود يې د هند د فريد اباد له هندوانو او سكانو څخه زده كړى دى.
- د سكانو كتاب ( گروگرنت صيب) او د هندوانو ( بگوان گيتا)ومېږي.
دسمیع الله امینی ویبلاک