نجیب جانې شریف پر مېړانې دې برکت ! (د سمیع الله امیني لیکنه)

سمیع الله امیني – کابل /  افغانستان

سریزه ؛

تر دې وړاندې چې د اغلې درنې وکیلې نجیبه جانې  شریف د لیکنې په اړه څه ووایم، غواړم د هېواد د ځینو سیاستوالو او یا هم سیاستپوهو په اړه څه ووایم . زما پر دې خبرو دې میرمن شریف هم نه خواشینې کیږي  .

زما په دې ۲۵ کلن ژوند کې چې د ښو او نیمګړو توپیر مې کړی دی نو له دا ډول سیاستوالو سره مخ شوی یم چې تر هغه مهاله چې په دولت او یا هم که په ټولیزه توګه ووايم په سیسټم کې وي، نو دولت او یا هم سیسټم ډېر ښه او د منلو وړ وي .

خو کله چې له دولت او یا هم له سیسټم څخه په هر ډول چې وي ووځي یا وایستل شي نو سمدستي په هغه دولت او یا هم په هغه سیسټم پسې خبرې کوي . ځینې نور یې بیا چپه خوله (او که د پښتو په لوڅو تورو یې ووایم نو د څه ویلو لپاره نه لري) او همداسې له وطنه ورک شي چې بیا یې سړی نه نوم پیدا کولی شي او نه هم کوم نښان .

خو ټول بیا داسې نه دي هغه د بابا خبر چې (یو نیم په کې ازر او سکندر شي ) . لکه چې ځینې درانه سیاستوال په نظام کې هم وي او داسې ناره کوي .

منمه هر سړى کوي پاچا پسې خبرې

خو ما غوندې به څوک وي په دربار کې مخالف

راځﺉ دغه  د استاد پوهندوی محمد اسماعیل یون بشپړ شعر هم ولولو کېدای شي زموږ نور درانه سیاستوال او سیاسپوه درانه پښتانه رابیداره او ویښ شي .

مخالف

شاعر: محمد اسمعيل يون

اقرار کې مخالف دى په انکار کې مخالف

عجيبه شان جانان دى په هر کار کې مخالف

چې ناست مې پر اوږو وي، ښه خوشاله وي قانع وي

چې کوز يې له اوږو کړم نيمه لار کې مخالف

منمه هر سړى کوي پاچا پسې خبرې

خو ما غوندې به څوک وي په دربار کې مخالف

بېګاه يې د ملا خبرې ټولې ومنلې

چې پاڅېده له خوبه، شو سهار کې مخالف

دې ټولې زمانې مې په نبض ووهلې ګوتې

يو تار يم د درې تارو په سه تار کې مخالف

زما او ستا د دين نظر اوبه دي او اورونه

ته ژوند کې مخالف، زه انتحار کې مخالف

هغه سړى سړيو کې حساب نه دى ملګرو!

چې نه لري په کلي نه په ښار کې مخالف.

نوى ډيلى، هندوستان

د ٢٠١٠ ميلادي کال د فبرورۍ ١٦مه.

خو سره له دې هم ځینې نور خو بیا د اغلې وکیلې نجیبه شریف په څېر خو لږ تر لږه د ویلو لپاره یو څه لري ، زه هم په خپل وارسره  د نجیبه جانې شریف پر احساس  او پر مېړانې سل افرین وايم؛ چې له داسې  تکراري خبرو څخه یې پردې پورته کړي دي.

 خیر د تکرار احسن لپاره ښه ده څو  هیوادوال له ښکیلو چارواکو او د سترګو د لیدلو له حال سره سم په هېواد کې د شته او روانو سیاستوالو په کړنو هم خبر شي .

هغه د الفت خبر : څومره ښه یي ویلي دي . (نه ومه خبر پرده مې لږ شانتې پورته کړه ــــــ نه دي دې ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي .)

------------

اوس به راسو د اغلې وکیلې نجیبه شریف د پورته کړیو رازونو او د دې په وینا : ((دپارلمان په هغو پټو او مرمزو واقعتونو دبېنوا پاڼي له لیاري  تاسو درانه لوستونکي خبر کړم .))

راځﺉ له تکراري خبرو به تیر شو او مخامخ اصلي موخې ته ورشو . څو تاسو له لوستو یې  ستړي نه شﺉ .  د یادولو وړ بولم چې زه هم د هیواد په یوې خبري رسنۍ کې کار کوم او د دولت او نورو کړیو تر منځ څه نا څه له جوړ جاړیو  خبریږم او هغه څه چې ښايي ماته هم ګوته ونیسﺉ چې د خبري رسنیو له لارې دغه خبرې او رازونو ولې نه خپریږي ؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول پرې پوهېږۍ او زه د ویلو لپاره څه نلرم ، په نیمه پوه شﺉ.‎ ...

 له دې جوړ جاړیو څخه ؛

څو ورځې وړاندې د قانوني او کرزي او نور ډلو تر منځ د یوه څه پر سر د جوړجاړیو په اړه رسنیو یو څه خپاره کړل چې ورسره سم د ولسي جرګې مشر محمد یونس قانوي غبرګون وښود او خپل ګرېوان یې ښکته او پورته څېرې کړ  او دا خبرې یې رد کړې ، چې دا دی د اغلې نجیبه جان شریف د خبرو پر استناد دا ویلی شو چې دا جوړ جاړی په ریښتیا هم تر سره شوی دی او دا،  او دا ډول نورې خبرې د ولسي وګړو څخه پټې نه پاتیږي . هغه خبرې چې کرزي او قانوي څه ډول په خپلو منځو کې څه ډول جوړ جاړی کړی،  ښايي هغه مو د اغلې شریف په لیکنه کې لوستي وي او کنه نو دغه ادرس ته ټک ورکړی چې سم پرې خبر شﺉ .

http://www.benawa.com/fullstory.php?id=38900

په ريښتیا هم که دغه جوړ جاړی ولسمشر کړي نو تاریخ به یې ښه وستايي . لکه چې د ځینو نورو کړنو په اړه یې ستایلی دی ...؟؟؟!!!

راځو د تېرې ولسي جرګې د ځینو ښځينه وکیلانو په اړه ؛

په دولت کې د تېرې ولسي جرګې د ښځينه و، وکیلانو بازار ښه په درز کې روان و، جالبه خو لا دا وه چې ښکلو او بدرنګو دومره ډیر توپیر نه درلوده، پرته د ځینو شریفو او درنو میندو چې په پارلمان کې د خلکو استازې وې .  ټولو له وزیرانو، د ولسمشریزې ماڼۍ له ځوانو او زړو سلاکارانو، قومندانانو ، والیانو او نورو دولتي جګپوړو چارواکو سره یو د یارانې  تار درلوده .؟؟؟

او  داسې هم لیدل شوي چې پرته د کومې اړتیا یوه ښاغلي وزیر د پارلمان څو ښځینه غړې له ځانه سره په رسمي سفرونو کې بیولې او که چېرې هلته هغه د دوی خبره په (ميټنګ روم ) کې د ناستې ځای و نو له ځانه سره به یې میټنګونه ته بیولې او کنه نو هغه لوکس پنځه ستاره هوټلونه خو د دوی په چوپړ کې و، او ان ویل کیږي چې له ځینو هیوادونو څخه چې هلته به د دوی میټنګ و، له هغه ځایه به یې د ولسي جرګې له میرمنو سره یو ځای د ډوبۍ ښار هوټلونو ته ځانونه رسول او ...!!!؟؟؟

اغلې شریف د ولسي جرګې د ښځینه وکیلانو په اړه چې څه ویلي هغه خو ریښتیا ریښتیا دي خو که ووایم چې یو څه یې د ژبې عفت ساتلی او یو څه یې محافظه کاري کړې چې دا د دې درنې وکیلې د درنښت ښکارندوی دی . دومره به مې له واقیعیته لرې خبره نه وي کړې .

خو زه د اغلې وکیلې نجیبه شریف څخه دغه هوډ حتما اخلم چې ویلي یې و.( دافغانستان تیرپارلمان چي داخلاقي فساد یوه اډه وه داسي نوري ډیر شرمونکي خاطرې لري چي پر خپل وخت به ئې یو په یو دهمدې پاڼي له لیاري ترتاسي دروسوم .)

اغلې شریف خپله وعده مو چې له دردېدلو هیوادوالو سره د ولسي جرګې د شرمونکو خاطرو د روان ساتلو په اړه مو ورکړې له هېره مه باسﺉ .

سمیع الله امیني ـ کابل / افغانستان