د افغانستان ۱۳ پوځي او ملکي الوتکې پاکستان ته غلا شوي !
د افغانستان ۱۳ پوځي او ملکي الوتکې پاکستان ته غلا شوي !
سمیع الله امیني
د افغانستان د انـټر پول پخوانی لوی مشر جنرال امین الله امرخیل وايي چې د شپېتمې لمریزې لسیزې په اوږدو کې د افغانستان د هوايي ځواک ۱۳ الوتکې د یو شمېر کسانو له لوري پاکستان ته تښتول شوي دي .
نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه کې د یادو کسانو نوملړ خپور کړی چې د الوتکو د نوعیت سربیره یې، د تښتونکو هویت، نیټه او د هېواد هوايي ډګر په ګوته کړی دی .
1:- تورن جمال الدین د (می - 8 ) جیت الوتکې تښتونکی . د کندهار له هوايي ډګر څخه په : 07.02.1359 نیټه .
2:- تورن محمد نبی د (سو - 7 ) الوتکې تښتونکی . له کندهار هوايي ډګر څخه په : 27.08.1362 نېټه .
3:- جگرن فقیرمحمد د (ان - 26 ) الوتکې تښتونکی . له کابل نړۍ وال هوايي ډګر څخه په : 01.07.1362 نېټه .
4:- تورن محمدحسین د ( ام - 25 ) جېټ الوتکې تښتونکی له خوست هوايي ډګر څخه په : 04.02.1364 نېټه .
5:- محمد داوود د (میگ 21) الوتکې تښتونکی . له بګرام هوايي ډګر څخه په : 01.08.1365 نېټه .
6:- عبدالمالک د ( ان - 26) الوتکې تښتونکی . له بګرام هوايي ډګر څخه په : 30.02.1367 نېټه .
7:- تورن اسدالله د ( میگ21) الوتکې تښتونکی . له بګرام هوايي ډګر څخه په : 01.08.1367 نېټه .
8:- تورن سخی الله د (می-35 ) الوتکې تښتونکی . له کندهار هوايي ډګر څخه په : 12.04.1368 نېټه .
9:- تورن محمد حاد د ( می-25) الوتکې تښتونکی . له کندهار هوايي ډګر څخه په : 12.04.1368 نېټه .
10- تورن جان محمد د (سوو-22) الوتکې تښتونکی له بګرام هوايي ډګر څخه په : 15.04.1368 نېټه .
11-جلال الدین د ( میگ21) الوتکې تښتونکی له بګرام هوايي ډګر څخه په : 07.07.1368 نېټه
12- د ( می - 17 ) ټرانسپورټي الوتکه چې د وخت دفاع وزیر شهنواز ټڼۍ او د شینډنډ د ګارنیزیون قومدان غلام رسول هم پکې ول، د سیاسي بیرو د غړي نیاز محمد مهمند په همغږۍ سره په 17.12.1368 نېټه د شینډنډ له هوايي څخه څخه پاکستان ته ولیږدول شوه .
13- له دې سره سم پیلوټ جګړن ګلاب الدین، د تخنیک بورد غړي هر یو بریدجنرال خواجه محمد شفیع کشاف او دگروال سیف الدین د هېواد د هوايي او مدافعې هوايي لوی قومندان له یو شمېر نورو کودتا کوونکو سره یو ځای په 17.12.1368 نېټه له شهنواز ټڼي له پرواز وروسته د ( ان - 12) الوتکې سره یو ځای اسلام آباد ته ولاړ او الوتکه هم پاکستانیانو ته وسپارل شوه .
جنرال امین امرخیل همداراز وايي: دغه کسان چې د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اس آی) له لوري په هېواد کې ګمارل شوي ول، د یادې ادارې له تود هرکلي سره مخ شول، او دوی هم په بدل کې یې د هېواد د هوايي ځواکونو ۱۳ الوتکې هغوی ته د ډالۍ په توګه ورکړل .
نوموړی همداراز وايي چې ټولو پوځیانو ته د زده کړې پر مهال په وار وار ویل شوي چې وسلې او نور ټول پوځي توکي د دولت او ملت ( ناموس ) دي .
خو مهمه خبره دا ده چې د تیرو ۱۳ کلونو چې له لیږدونکي یا انتقالي حکومت نه نیولې بیا تر دوو منتخبو حکومتونو پورې د دغه غلا شویو الوتکو او تښتونکو پوښتنه هېچا ونکړه خو بیا هم د جنرال صیب امین الله امرخیل دې مېړانې ته سلام چې لږ تر لږه یې دا هېوادنۍ مسوولیت رفع کړ او د غلا کوونکو نومونه او د تښتول شویو الوتکو نوعیت په ډاګه کړل .
+ نوشته شده در Sun 8 Dec 2013 ساعت ۱۰:۲۰ ق.ظ توسط دسمیع الله امیني له خوا
|
دسمیع الله امینی ویبلاک