پښتواوسنۍ اوپخوانۍالفبې ! دپښتوپخوانۍ الفبې : په پښتوليک کې چې اوس کوم توري پکارېږي ، زياتره يې له عربي الفبې څخه اخيستل شوي دي، خودانده معلومه چې تردغوتوروپخوادپښتوليک څنګه وو. فاضل استادعبدالحې (حبيبي) کښلي دي. دغه خبره تراوسه پورې دپښتوژبې څېړونکوته نده څرګنده چې تردغې عربي ډوله الفبې پخواپښتوپه کوموتوروڅنګه کښل کېدله ؟ اودالفبې نوم يې څه وو. مګردپښتوليکوال ښاغلي قاضي عبدالحکيم اثر سالدوزى دخپل کتاب (پښتوادب) په ٣٩ مخ کې کښلي دي. ((پښتورسم الخط نه وړاندې پالي اوخروشتي وو)). خوښاغلي ډاکترصاحب محمداجان حقپال نوروځينوڅېرنواودلائيلوپه وړاندې کولوداثابته کړې چې ((پالي ژبه ده نه ليک دود)). اوخروشتي يې ديوه خط نوم بللي دى.خوډاکترصاحب حقپال داثرداخبره هم دقابل وړبولي چې تراسلام پخواپښتوخط خروشتي وواووايي تردې دمه پورې چې دپښتونخوانيمه کې ياترهغې دباندې سيموکې په خروشتي ليک کومې کتبي،سنګي اولوښي موندل شويدي. چې په هغوکې داسې کومه کتبه ياسکه نده معلومه چې دهغه پرليک باندې دې دختيځ پوهانوله خوادپښتوژبې اثرشوي وي. ډاکترصاحب حقپال وايي تراسلام پخواپه پښتونخوااوشاو خوا هېواد ونوکې داليکدودونه لکه،آرايي،مېخي، براهمي،يوناني، خروشتي اوداسې نورالفباوې باب وې خودى باوري ندى چې پښتوددغه الفباووڅخه کومه يوه دپښتوژبې ليک لپاره کاروله کنه. په پاي کي ډاکترصاحب وايي دعربي ليک دودپخوادپښتوژبې دليک لپاره دکومې الفباټاکل ترهغې پورې ګران کاردى چې تراسلامي دورې دمخه دپښتوژبې ياهغه ته نږدې شکل کې کوم ليکلى سند لاس ته راشي. اود(Epigraphy) په برکت ثابته شي چې تردغواوسنيومروجو تورو پخوادپښتوژبې ليک په کوموتوروکېده. (١) وايي پالي ژبه دعيسي په زوګړې ٦٠٠-٥٠٠ کاله نخوادهندوستان په ځينوشمالي سيموکې داريايي توکم خلکوويله- دبودهايت دين کتاب اودهندوستان دمشهورراجاشوه، (٢٧٠-٢٣٢ق م) زياتره ډېرليکونه (کتبي) پدغه ژبه کښلي دي. اوپه هندکې بودايي ژبه ده. داوسنۍ الفبې مبداْ: دپښتواوسنۍ الفبې دغزني دسترټولواک سلطان محمودغازي ٤٢١- ٣٨٧هـ ق په زمانه کې جوړه شوېده. دسلطان محمودغزنوي په زمانه کې دده وزيراحمدبن حسين ينويدي قاضي سيف الله وګماره چې دپښتوژبې الفبې جوړه کړي.نوموړي قاضي دعربي،پاړسي اوپنجابي اوسندهي ژبودالفباووپه مرسته دپښتوژبې وږغونولپاره توري وټاکل اوپدې توګه لومړى واردپښتوالفبې منځ ته راغله. مګرددغوروايتونوپه څنګ کې داخبره هم ديادولووړده چې پيرروښان بايزيداورمړ ٩٨٠- ٩٣١ هـ ق پرقرآني (عربي) الفبې باندې دپښتوتوروزياتول دخداي (ج) په امراوالهام سره دځان کاربولي. مشهورختيځ پوه جارج مارکن سترين ناروېژني دروښانيانوداادعاداسې ردکړې که دپښتودارسم الخط خالص دبايزيداېجادواي. نواخونددروېزه به حاکله خپل ژبه الخط ايجادکړي وو. اودخپل حريف پيروي به يې هېڅکله خوښه کړې نه واي،مونږدمخه وويل چې دپښتوژبې دغه اوسنۍ الفبې له عربي توروڅخه جوړه ده پخپله عربي الفبې (٢٨) توري لري. چې هرتورى يې ديوه صوتي واحدښکارندوي دي. څلورصحيح توري (پ،چ،ژ،ګ) پرعربي الفبې زيات شول داځکه چې دغه څلورکانسونېټه پرعربي ژبه کې نه وو. اوپدې توګه نودپاړسي ژبې الفبې (٣٢) شوه. دپښتوژبې لپاره چې الفبې توري ټاکل کېدل . (٨) توري (ټ،ځ،څ،ډ،ړ،ږ،ښ،ڼ) نورپرې ورزيات شول،ځکه دغه اته توري په پاړسي اوعربي ژبوکې نه وو،په دې توګه نودپښتوالفبې څلورتوروته ورسېده ، اوترعربي الفبې يې (١٢) توري زيات شول. دپښتوهغه څلورږغه چې په پاړسي اوعربي ژبوکې شته اوپه هندي ژبوکې مشترک دي. (ټ،ډ،ړ،ڼ). دپښتوهغه درې ږغه چې په عربي، پاړسي اوهندي ژبوکې شته اوپه پښتوپښتوپاميري اوروسي ژبوکې ګډدي(ځ،ږ،ښ). دپښتوهغه ږغ چې په عربي،پاړسي،هندي اوروسي ژبوکې ګډورځ چې دپېښورپښتانه يې ځيم،زيم بولي. پيرروښان دښ لاندې درې ټکي ديښودل لکه سپول رسول (٢) رابط تورې په کلموپورې نښلوي لوار- له واړو. (٣) دوې کلمې سره يوځاي ليکې. ويچې – دي چې (٤) دکلموپه پاي کې زورورکوي نه هـ،ټ،په وخ – څخه (٥) زما- دماليکي (٦) په آويې (يي) نه ورکوي. (چه – چې).