د غونډلې بشپړ اند توکونه :

محمد اقا شيرزاد
په ِغونډله کې د اساسي او پیرو برخو سربیره ځنې نورواحدونه چې بشپړاند توکونه نومیږي هم شته چې په هغوکې خج ، سیلاب، آهنګ ، بیلتون ، او پیوستون شامل دي چې دا توکونه دلیک نښو سربیره د غونډلې په مانیز جوړښت او د ویلو په ډول څرګنده اغیزه کوي .
همدا لامل دی چې مونږ ېې دلته یادونه اړینه بولو او لږترلږباید زمونږ محصلین ورسره اشنا اوسي.
که څه هم داموضوع د څیړنې د اصولو له مخې په غږ پوهې پورې اړه لري او یا خو دفونیمونودالفونونو په خصوصیاتو پوري تړلې موضوع ده .
په فونولوژي کې یوه موضوع د پره سودیکه ترعنوان لاندې راغلې ده چې دا په روسي ژبه کې پره سودیکه یا پره سودیه ، په انګلیسي ژبه کې (prosody) ، په فرانسوي ژبه کې (prosodie) ، په هسپانوي ژبه کې (prosodia) بلل شوې او معمولآ د فونیم پیژندنې په اثارو کې تر څیړنې لاندې راځې .

چې دغو پدیدو ته سوپرا سیګمنټ(Supra Segment) هم ویل کیږي .دا چې د غونډلې د ویلو یا وینا پروخت دغه پديدې په جملو اود جملو پر مانیز او تلفظي ډول ستر اغیزه ښیندي او د غونډلې مانیز جوړښت بدلوي نو ځکه یادونه یې په غونډله پوهه کې هم و شوه ترڅو دا موضوع روښانه او دغونډلې په ویلو او له هغې څخه د معنا اخستنې پروخت له نظره ونه غورځول شي .
زمونږ په زیاترو ژبپوهنیزو اثارو کې دغو پدیدو ته فونیمونه ویل شوي دي چې په همدې سبب یې دافونیمونه په دوه ګروپونو ویشلي دي مقطعه فونیمونه او عروضي فونیمونه .دغسې پدیدو ته لکه خج او آهنګ ته عروضي فونیمونه ویل شويدي خو پټه دې پاتې نه شي چې دلته سیلاب له یاده ایستل شوی دی ځکه چې دا هم یوه پره سو دیکه پدیده ده .حال داچې سیلاب، خج او آهنګ په هیځ ډول فونیمونه نه دي پدې کې شک نشته چې سیلاب ، خج او آهنګ د بیلو بیلو ژبو د جوړښت له پلوه کله فونټیکي او کله کله هم فونولوجېکي خصوصیتونه لري.
په پښتو ژبه او دنړۍ په زیاترو هغو ژبو کې چې غیر سیلابیک جوړښت هم لري سیلاب فونولوجیکي خصوصیت نه لري په دغسې ژبو کې سیلاب ا و د سیلاب بیلونه دمانا سره اړوندي نه لري ځکه نو سیلاب یو فونولوجیکي واحد نه دی . مګر په هغو ژبو کې چې سیلابیک جوړښت لري د سیلاب برید او سرحد تل د مورفیم دسرحد سره مطابقت لري نو کیدای شي چې په دغسې ژبو کې سیلاب د سیلاب دفونیم دافادې د شکل په حیث وڅیړل شي .
همدارنګه دخج په اړه هم ویلای شو چې که څه هم خج په ځینو پښتو کلمو کې معنوي بیلوالی راوستلای شي خو په هيڅ صورت فونیم نه دی . خج بې له فونیمونو اصلآ موجودیت نه لري ، خج د ژبو د غږیز جوړښت په اړه د کلمو په خاصو او ځانګړو موقیعتونو کې د فونیمونو یو خصوصیت دی چې همدې خصوصیت پر اساس دیو فونیم لوفونونه سره بیلیږي خج لرونکی الوفون او بې خجه الوفون .
خج اصلآ بې له فونیم په جلا او مستقل ډول نه کوم اواز دی او نه هم تلفظ کیدای شي.
خج دیو فونیم دالوفونونو دبیلولو او ټاکلو ځانګړتیاوو څخه یو خصوصیت دی . مونږ په پښتو ژبه کې د یو فونیم خج لرونکي الوفونونه اوبې خجه الوفونونه لرو ، خج لرونکي او بې خجه سیلاب لرو .چې یو یې د بل په پرتله زیات او بل یې د بل په پرتله په لږ فشار سره ویل کیږي .
همدارنګه آهنګ هم د غږیز جوړښت یو خصوصیت دی .
آهنګ د وینا د وییزې بڼې یو حتمي خصوصیت دی اوبې له آهنګه وینا ممکنه نه ده . پدې کې هم شک نشته چې اهنګ د جملو د مانا سره اړیکه لري اود آهنګ په بدلیدو سره د نحوي ترکیبونو او جملو مانا بدلیږي . خو دلته هم څرګنده ده چې اهنګ په خپله کومه مستقله او جلا ژبنۍ نښه یا علامه نه ده او نه هم کوم ژبنی واحد دی بلکې دنحوي واحدونو دنورو خصوصیتونو په څنګ کې یو خصوصیت دی .په هر صورت دا چې خج ، سیلاب ،آهنګ د جملو په جوړښتي اومعنوي نظام اغیزه لري نو مجبور یو چې په لنډیز سره پرې رڼا واچوو .
لغوي خج : لغوي خج هغه اوازونه سره یو ځای کوي چې د کلمې یامورفیم بڼه جوړوي . که چیرې یوه کلمه تر یوه زیات سیلابونه ولري نو خج لرونکی سیلاب نور سیلابونه تر خپل تسلط لاندې راولي او ټول سره تړي . که چیره یو کلمه دوه سیلابي وي نو خج یې دوه بریدونه لري خج لرونکي او بې خجه . که چیري یو کلمه تر دوو زیات سیلابونه ولري نو په هغه صورت کې مهم خج لرونکی سیلاب توحیدي وظیفه اجرا کوي چې دا بیا د کلمو د اوازونو په تنظیم کې مهم رول لري .
خج د تل لپاره د مو قیعت له نظره دیو بل سره فرق لري په ځینو ژبوکې ځای ټاکلی وي او ځینوکې یې ځای متحرک وي .خج په ځینو کلموکې په لومړی سیلاب ، په ځینوکې په منځني سیلاب او په ځینو نورو کلمو کې په وروستي سیلاب راځي .لکه په لاندې کلموکې :
اوسپنه، لوړوالی او پرون په کلمو کې چې په لومړې کلمه کې په لومړي سیلاب په دوهمه کلمه کې په منځني سیلاب او دریمه کې په وروستي سیلاب کې خج راغلی .
اوس نو که چیرې په کلمو کې د خج ځای بدل شي نو کلمې ړنګیږي یا له منځه ځي .
دا چې خج د کلمو په جوړښتي نظام اغیزه لري دغه ډول د جملو په جوړښت او دهغوی په معنوي نظام هم بې اغیزه نه دی او کولای شي چې د خج په راوړلو یا ځای بدلولو جمله خپله مانا بدله یا له لاسه ورکړي .
غونډلیز خج هم هماغه پیاوړی خج دی چې د نوروتوکونویا واحدونو په ترڅ کې پریوه سیلاب راشي او هماغه خجن توک تر نورو زیات موخن (مطلوب) وښيي اونورتوکونه یا سیلابونه یا هیڅ خجن نه وي او یا دهماغه خجن یا پیاوړي خج تر اغیزې لاندې کمزوري ویل کېږي .چې په دې اساس درې ډوله غونډلیز خجونه سره توپیروو ، پیاوړی، لږپیاوړی، او کمزوری.لکه داولمیر استاد پدې سندره کې : چې ښاغلي پوهان زیار په خپل کتاب پښتو پښویه کې راوړې:
«
ستا د سترګو بلا واخلم ، بیادې سترګې ولې سرې دي »چې (ولې) پیاوړی، پر(واخلم) لږپیاوړی او پر (سترګو) کمزوری خج اوریدل کېږي یا لکه پدې لاندې جملو کې :
ته کورته ځې ، ته کورته ځې ، ته کورته ځې.
اوس که دلومړې جملې په لومړنۍ (ته ) په ضمیر پیاوړی خج راشي دا جمله تعجبي یا هیښني ګرځي او دلیک نښو په مراعات کولو باید دا جمله پدې ډول ولیکو: (ته کورته څې!)په دوهمه جمله کې که د(کور) پرکلمه کمزوری خج راشي نو جمله خبري یا بیانې شکل غوره کوي اوداسې لیکل کیږي : (ته کورته ځې)همدارنګه که په دریمه جمله کې د (ځې) پر کلمه لږ پیاوړی خج راشي نو جمله د پوښتنې بڼه غوره کوي اوداسې لیکل کیږي : (ته کورته ځې؟)
یو بله خبره چې دلته ېې یادونه اړینه ده هغه داده چې دجملې دتلفظ او ادا کولو په وخت کې د فشار دځای بدلول مستقیمآ د جملې مانا بدلوي نو ښه به داوي چې دیوې جملې دلوستلو په وخت ددې خبرې خیال وساتل شي او چیرې چې فشار اچول ضروري وي په هماغه ځای کې مراعات شي .د بیلګې په ډول دا لاندې جمله وګورﺉ:
دا زما ورور دی .
اوس که چیرې د جملې په لومړی سیلاب فشار راوړو نو پدې صورت کې د جملې ویونکی دخپل ورور له کار اوعمل څخه راضي او خوښ معلومیږي .همدارنګه که چېرې جمله په کمزوري فشار ادا شي یوه بیانیه جمله ترې جوړه او پورته دواړه مانیز اړخونه بایلي .
څپه یا سیلاب : سیلاب ډیر کوچنی ویز واحد دی د وینا یا جملې دادا کولو په وخت کې جمله په وړو وړو ټوټو بیلوي او دا وړې ټوتې په خپلو کې سره اړیکې لري . دا سیلابونه د مختلفو ژبو دجوړښت له مخې متفاوت خصوصیتونه لري . په هغو ژبو کې چې سیلابیک جوړښت لري . سیلابونه یې دمانا سره اړیکه لري خو هغه ژبې چې سیلابیک جوړښت نه لري سیلابونه یې هم له مانا سره اړیکه نه لري لکه پښتو ژبه چې که یو ه کلمه یا جمله یې په سیلابونو وویشو نو په مانا د جملو کې کوم اغیز نه راوړي او که یې په فونیمونو وویشو نو بیا د سیلاب له سرحد څخه تیریږو او فونیمونو ته ور داخلیږو ،نوځکه ویلای شو چې په پښتو ژبه کې یوه څو سیلابیزه کلمه هر څومره ورو یا په غیر طبیعي ډول تلفظ کړو پدې نه بریالي کیږو چې هغه سربیره په طبعي ټوټو پرنورو وییزو ټوټو تجزیه کړو.
بله داچې په یوه ژبه کې سیلابونه د تل لپاره په کلموکې دواولو یا خپلواکو اوازونو په موجودیت پورې اړه لري او واول اواز دسیلاب حتمې غړی دی .په ژبه او وینا کې دتل لپاره هرسیلاب درې وییزې مرحلې لري .شروع ، جګوالی و ټیټوالی چې دا دریواړه وییزې مرحلې یوه په بلې پسې متصلې یا تړلې ویل کېږي او دوینا له پلوه نه تجزیه کیدونکی خصوصیت لري .
دسیلابونو دخصوصیاتو له مخې د پښتو ژبې د سیلابونو سرحدونه د وینا په جریان کې د وییزو غړو د فشار پر اساس په متناوب ډول جګیږي او ټیټیږي .هره ټیټه نقطه چې په هغې پسې بل جګوالی شروع کیږي د سیلابونو سرحدونه دي .لکه پدې لاندې شکل کې :