د پښتو ادبیاتو اوسني پېر ته څنګه او څرنګه لار پرانستل شوه؟

شهسوار سنګروال

د څومره والي  او څرنګوالي له مخې ښایي چې د لرغوني ادبي پېر په لړ کې د لیکلي ادب ډېره برخه زیانمنه شوي وي خو تر لاسه شوې لیکنې په ځانګړي ډول په شعر کې ډېرې د پام وړ دي د ساري په توګه د امیر کروړ له شعر نه راواخله د غوریانو تر پېر پورې کومې قصیدې ، شعرونه ، مناجات ، قطعې ، مثنوې ورپسې د غزل ، چاربیتې، بدلې  سربېره له ملي اوازونو څخه نور ګڼ شمېر شعرونه چې زموږ په واک کې دي د دغه پېر یو ستر  ادبي میراث دی . په دې کې داسې نظمونه شته چې تش نظمونه دي ادبي او هنري ارزښتونه په کې نه ترسترګو کیږي خو ځنې بیا داسې دي چې د هغوی له برکته د لومړي  ادبي پېر  په ځمکه کې د مینځني ادبي پېر زړی شین شو چې سر لاري یې د لرغوني ادبي پېر په دویمه او دریمه لیږدي پېړۍ کې څرګند شوي دي .

د امیر کروړ ویاړونه، د زرغون خان نوروزي  ساقي نامه، د اکبر زمینداوري شعري نوښت او نورې د بېلګې په توګه یادولی شو چې بیا دغه ادبي  او هنري بهیر تر ۹۰۰ لیږدي کال پورې غځونې کړي دي .
په لرغوني ادبي پېر کې هم حماسي رزمي شعرونه کاږل شوي دي په ځانګړي ډول د سوریانو ،غوریانو او لودیانو په مهال چې بېلګې یې اوس هم خوندي دي یادولی شو خو د بایزید روښان ملي هاندو هڅو په شعر او ادب کې نوی خوند او رنګ وځغلوو او د مغل واکۍ په وړاندې د ستر پیر روښان ملي پاڅون ټوله پښتني سیمه ولړزوله.

په دغه پېر کې د اولسي ادب تر څنګ لیکلي ادب هم د لومړي ادبي پېر په پرتله ډېره پراختیا او پرمختیا ومنده په نظم او نثر کې  یو شمېر کتابونه ولیکل شول . د بېلګې په توګه پخپله خیرالبیان ، د ارزاني خیشکي  پښتو  منثور اثار ، (په حال نامه  کې دده دوه نور وروڼه ملاعلي او ملاعمر چې د بایزید مریدان  وو هم یاد شوي دي) او هم د نورو لیکنې  لکه د حاجي ګدای سړبني ، دروېش داود ، ابابکر کندهاري ، میرزاخان روښاني ، علي محمد مخلص ، دولت لواڼی ، خواجه محمد ، واصل روښاني ، کریمداد بنګش، میرڅان روښاني ، قادرداد ، عبداله ، اورکزی، ملا الف کندهاری ، شیخ ادم روښاني او نور داسې لیکوال او شاعران تېر شوي دي چې د پیر روښان پلویان او مریدان وو.

په دغه ادبي پېر کې د خیرالبیان لیکنه چې په مسجع نثر کښل شوي دي ډېر د پام وړ دي چې وروسته نورو هم نثر لیکنې ته مخ کړه خو د ارزاني روښاني او علي محمد مخلص نثرونه مسجع  نه دي . عرفان لیکنې او د شعرونو دېوانونه هم د دغه مهال غوره بېلګې دي .
دا رنګه اخوند دروېزه ، عبدالکریم ، اخوند پنجو او بیا له دې ټولو مهم چې په هر اړخیزه توګه یې د پښتو ادب دمینځني پېر ځولۍ ښکلې او رنګینه کړه (نثر او هم شعر) هغه ستر خوشال خان خټک او د هغه اولاده ده چې وروسته بیا د ده  د سبک او مکتب پلویانو هم د شعر او ادب دغه رنګینه لاره څارلې او پاللې ده.

د مینځنۍ دورې یو بل نامتو شاعر رحمان بابا دی چې په شعر کې یې داسې لاره خپله کړه چې د هر پښتون زړه کې یې ځای وموند.... حمید موند د پښتو ادب په اسمان کې هغه ځلېدونکی ستوری دی چې د پښتو ادب په ځانګړي ډول پښتو شعر ته یې جامې په تن کړې چې ساری یې اوس هم په پښتو شعر کې لږ تر سترګو کیږي .

له دې نه وروسته یو شمېر داسې شاعران د پښتو ادب د مینځني پېر په وروستیو لسیزو کې راوټوکېدل چې نه د خوشال خان خټک د لارې پلویان وواو نه د رحمان بابا او حمید مومند. دوی  خپل وار د تخیل په لوړه هستي  په پښتو شعر او نثر کې داسې یوه لاره خپله کړه چې مینځپانګه یې د خپل مهال له کلتور، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو نه را منځته شوې وه چې یو نوي او پرمختللي بهیر ته یې لاره پرانسته.

د هوتکیانو له واکمنۍ وروسته د ستر احمدشاه بابا هغه ټولواکمنې نه هېروو چې نه یوازې  سیاسي واک یې په لوی افغانستان کې لکه لمر وځلېد دا رنګه پښتو ادب هم لکه څنګه چې د هوتکیانو په مهال یې نوی رنګ او خوند په برخه شوی وو د احمدشاه بابا په مهال او له هغه وروسته ان د امیر شېرعلي خان  په وخت کې هم نظم او نثر ته نوی مضمون او نوې بڼه ور په برخه شوه . که څه هم د احمدشاه بابا نه وروسته د هغه زوی تېمور شاه هم شاعر وو خو د شعر په بڼه او مینځپانګه کې یې نوښت نه ترسترګو کیږي . وکیل الدوله عبداله خان او د هغه د زوی محمد علم خان ، سردارمحمدعمرخان او د هغه مهال ستر ادبي شخصیت پیرمحمدکاکړ د هغه وخت لیکوال او شاعران وو.

ورپسې شمس الدین کاکړ (چې د دیوان څښتن دی) ، ګل محمدنوروزي هلمندي، ابراهیم کاکړ، مهردل خان مشرقي ، حاجي ګل محمد مرغزی (د احمدشاه بابا د سفر ملګری چې د احمدشاهي شاهنامه یې هم په ۱۱۷۶ کې لېکلې ده). محمدرفیق خان علیزی، میاشرف الکوزی ننګرهاري، د نادرخان زوی برهان (د هزاري ضلع اوسېدونکی) ، حبیب اله ، ملا علم اپریدی ، ابوالقاسم ، احمدخان ، د څمکنو میاعمر، قابل اورکزي، حافظ رکن الدین ، معزالدین  خټک ، قاضي محمدغوث او له دې وروسته په سلګونو پښتو شاعران په لوی افغانستان کې تېر شوي دي.
په ۱۴مه لېږديزه سپوږمیزه  پېړۍ کې یو شمېر داسې نثر کښونکي او شاعران وټوکېدل چې د مینځني ادب پېر او د اوسني ادبي پېر تر مینځ یې د پله حیثیت غوره کړ. په دغه مهال کې یو شمېر لیکوالو او شاعرانو له نوښت نه ډکې لیکنې او نثرونه وکاږل چې نوی رنګ او خوند په کې له ورایه تر سترګو کېده.... په دغه لیکنو کې رزمي او بزمي مینځپانګه په ډېره ښه هنري بڼه انځور شوې ده. که څه هم د نظم پله یې درنه ده خو د نثر لیکنې بڼه یې د مینځنۍ ادبي دورې له نثر لیکنې سره توپیر درلوده ځکه چې د دغه مهال نثر روان، سلیس او ساده و. هره جمله یې لنډه او داسې لیکل شوې چې کلیوال ګړدود سره ورته بریښي . کومو لیکوالو چې په دغه بهیر کې خپلې لیکنې د دغه مهال جوګه کړي دي : مولوي احمد، میراحمدشاه رضواني، منشي احمدجان  او نورمحمدنوري  د بېلګې په توګه یادولی شو.

د پښتو ژبې یو څېړونکي دغه شمېر کسانو ته د هنري نثر د لومړنیو پالونکو نوم ورکړی دی خو زما په اند دغه ډول حکم کول نه یوازې د تامل وړ دی بلکې د غور وړ هم دی ځکه چې په اوسنۍ بڼه کښل شوی هنري نثر په لره پښتونخوا کې استاد راحت زاخېلي کاږلی دی نه دغه کسانو چې نوموړي ورته اشاره کړې ده . ولې دا خبره سمه بریښي چې داستاني لیکنې او یادنثر په بڼه نورې لیکنې یې د مینځنۍ ادبي دورې د مخکښانو په پرتله توپیر لري  ځکه د دغه مهال نثر خوږ ، روان ، جملې یې لنډې او بې سجې دي . خو د استاد راحت زاخېلي د هنري نثر سره د پرتلې وړ نه دي.
په داستاني اثارو کې کومې لیکنې چې دوي د حکایتونو ، روایتونو او داستانونو په بڼه کښلي دي د ارواښاد زاخېلي له ؛شلېدلې پڼه؛ او ؛کونډه جنۍ؛ سره د پرتلې جوګه نه دي . د لنډو کیسو سربېره په داستاني هنري کښنو کې د ؛ماه رخې؛ په نوم ناول یې له مخکنیو لیکوالو سره په بشپړه توګه توپیر لري .

د دې وینا مانا به دا نه وي چې یاد شوي کسان د اوسنۍ ادبي دورې مخکښان ونه بولو ځکه چې له یادوشو کسانو سربېره د هغه مهال ډېر نور شاعران او لیکوال شته چې لیکنې یې په زړه پورې او ګټورې دي . نلمتو ختیځ پوه ؛ډارمسټر؛ د هغه مهال چاربېتې د پښتو یو لیکلی تاریخ ګڼي ... چې موږ یوه مشهوره چاربیته  چې د ؛پیر سباک؛ غزا ده د بېلګې په توګه یادولی شو . دا رنګه په پېښور او نورو سیمو کې ډېر شاعران او لیکوال وو چې لیکنې یې د تېر مهال په پرتله د ارزښت وړ وې . د ساري په توګه نورالدین چې د چاربیتو استاد یې ګاڼه د هغه وخت له نامتو شاعرانو څخه ګڼل کېده چې د فیض اله مومند د وژنې کیسه او د محمدجان خان وردګ بدله یې غوره اثارو څخه ګڼل کیږي . ملاګل احمد د صالح محمدکندهاري په څېر د پښتو درسي کتابونه خپاره کړي دي او د قصه خوانې د غورځنګ یو ستر لاروی و.

ملا نعمت اله چې د کیسو او داستانو ستر شاعر ګڼل شوی دی په خپل وخت کې یې دومره کتابونه او اثار کاږلي چې لوستونکي ورته هک پک پاتې کیږي . ځنو څېړونکو د ده اثار ۳۷ ښودلي چې خپاره شوي اثار یې دا دي :

د الف لیلا کیسه، د حاتم طایي کیسه، د موسی خان او ګل مکۍ کیسه، د فتح خان کیسه، د لیلا او مجنون کیسه، د حضرت علي جنګنامه، د فردوسي شاهنامه (ژباړه) ، د نیمبولا کیسه ، د ظریف خان سواتي کیسه ، مکرزنان، ادب زنان، اکتساب زنان، چاردروېش، شېرین او فرهاد، سوهني موهن لال، شهزاده بهرام ګور، ګل او صنوبر، رمل نامه، تذکره غوثیه، چترال، دارالمجاس ، اعجازې محمدي ، ګلزار شایقین، تفسیر سوره رحمان، تفسیر سوره یاسین، طب ابوعلي سینا، کلیله ودمنه، کسبنامه، شاهنامه،شهزاده رعنااو زېبا، جلات خان او شمایله او نور.
که چېرې د دغه مهال لیکوال او شاعران د هغوي لیکنې په بشپړه توګه لوستونکو ته وروپېژني نو د شملې په مهالنۍ کې به یې د خپرولو وس نه وي . خو کومو چې له ډېرو نه ډېر څه ویلي او لیکلي دي سرلاري یې د ګوتو په شمېر دي چې په لره پښتونخوا کې د استادسیدراحت زاخېلي د ادبي او هنري لیکنو تر مهاله پورې او په اوسني افغانستان کې تر پنځو ستورو پورې چې کله د پښتو ادب په اسمان کې وځلېد تر دغه مهاله د یادو شو لیکوالو او شاعرانو هڅې که هغه د لوی افغانستان په هر کونج کې وو ډېرې ګټورې او د ستاینې وړ دي