ازاد نظم

 

"ازاد نظم"، يا چې مونږ ورته په افغانستان کښې "ازاد شعر" وايو، يوه ادبي اصطلاح ده او د نظم هغه هيئت ته وئيل کېږي چې "د قافيې او رديف د قېد نه ازاد وي، مصرعې ئې لنډې او اوږدې وي خو موضوع ئې مسلسل وي او يو خاص ردهم، وزن او اهنګ لري. تش د لنډو اوږدو مصرعو نوم نۀ دی. دا ډېر رياضت او مشق سخن غواړي، چې د لنډو او اوږدو مصرعو باوجود ئې په ردهم او اهنګ کښې فرق رانشي او وزن ئې مات يا خراب نۀ شي. (زبېر حسرت)"
د دې تعريف په رڼا کښې د شاعرۍ د يو صنف په توګه د ازاد نظم جاج اخيستل د دې په تاريخي پس منظر باندې غور کولو ته يو څۀ اړتيا لري. اول دا چې ازاد نظم په کومو حالاتو کښې د نظم د يو صنف په توګه مخې ته راغے او بيا په دې خبره کول ضروري دي چې د هرې ادبي تجربې په څېر دا د ارتقاء د کومو مرحلو نه راتېر شو.
هسې خو که د نړۍ د ژبو تاريخ وکتل شي نو دا ثابتېږي چې د نثر او شعر تر څنګ د ليک يو داسې انداز چې د شعر او نثر ترمنځ هيئت ئې لرلو، يعنې که ځينې فقرې پکښې بېخي نثري وې نو ځينو پکښې مقفى او معرى شکل هم لرلو او ځينې پکښې صرف د وزن او اهنګ په ذريعه د شاعرۍ په انداز يو بل سره تړلې شوې وې، د ډېر پخوا نه موجود وۀ، خو هغو ليکونو ته چا د شاعرۍ نوم نۀ دی ورکړی او نۀ ورته اوس څوک شاعري وئيلے شي ځکه چې په کومه زمانه کښې دغه ليکونه ليکل شوي دي هغه وخت شاعرۍ يوه روايتي بڼه لرله او خاص اصول او معيارونه ورته ټاکل شوي وو چې قافيه رديف او د اوزانو خيال ساتل پکښې د ټولو نه اهم وو. دغه ډول ليکونو زياتره مذهبي شکل لرلو او يا داسې داستانونه او قيصې وې چې د انسان د ژوند او فکري ودې سره ئې څۀ کار نۀ وۀ.
خو کله چې دنيا ته فکري انقلابونه راغلل او دغو انقلابونو په ادب کې نويو رجحاناتو ته وده ورکړه نو په ټاکل شويو ادبي هيئتونو کښې نويو تجربو ته هم لاره خلاصه شوه او په دې کښې يوه اهمه تجربه د "ازاد نظم" وه.
د "ازاد نظم" اصطلاح په انګرېزي ادب کښې اول ځل په کال ١٩١٥ء کښې د تصوراتي نظمونو د يوې تذکرې په سريزه کښې استعمال شوې ده. ګومان کېږي چې د دغې تذکرې مصنف رچرډ الډينګټن (Richard Aldington) (١٨٩٢-١٩٦٢ء) وۀ. په دغې سريزه کښې داسې وئيل شوي دي: "مونږ په "ازاد نظم" باندې ټينګار د دې لپاره نۀ کوو چې دا دې د شاعرۍ د يواځيني صنف په توګه استعمال شي. مونږ د دې خبره د ازادۍ د يو اصل په توګه کوو."
د دې نه معلومېږي چې تر دغه وخته ازاد نظم په يورپي ژبو او انګرېزۍ کښې ليکل کېدۀ او ځينو خلقو ئې مخالفت هم کاوۀ. مخالفت ئې فطري خبره وه، ځکه هر کله چې يوه نوې تجربه کېږي نو ځينې خلق ئې دفاع کوي او ځينې مخالفت. مدافعين او مخالفين دواړه خپل خپل دلايل لري، خو عموماً مخالفين هغه خلق وي چې د روايت لمن ئې کلکه نيولې وي او په نويو تجربو کښې ورته د خپل روايت مرګ ښکاري. حال دا چې نوې تجربې هيڅکله هم د تېر روايت مرګ نۀ، بلکې نويو روايتونو ته وده ورکول وي. ځکه هره نوې تجربه چې کاميابه شي نو څۀ موده وروسته هغه هم روايت جوړ شي، او د تخليق او تجربې په صلاحيتونو مامور ذهنونه بيا د نورو نويو تجربو په لټون شي. دا د انسان د ژوند د ارتقاء يو مسلسل يون دے.
بايد ووايم، دا ضروري نۀ ده چې هره نوې تجربه دې د کاميابۍ مخ وويني. يواځې هغه نوې تجربې د کاميابۍ مېدان ته رسي چې په سازګارو حالاتو کښې شوې وي او مدافعين ئې د لويو ذهنونو خاوندان وي. ازاد نظم هم همدغسې يوه تجربه وه. که تاسو د دې په شا پرتو حالاتو ته لږ غور وکړئ نو بيا درته د دې تجربې په اهميت باندې پوهېدلو کښې اساني پېدا کېږي. کوم وخت کښې چې په يورپ کښې د ازاد نظم تجربه کېدله نو دا د لومړي عالمي جنګ (١٩١٤-١٩١٨ء) زمانه وه. دا جنګ يورپ کښې د شاوخوا څلوېښتو مليونو خلکو په مرګ، زړۀ لړزوونکو اقتصادي بحرانونو او د فتحو او شکستونو په نااشنا تسلسل تمام شو او د ځان سره ئې د انسان د ژوند په هره سطحه بدلونونه راوړل. دغو بدلونونو ته د جنګ نه مخکې حالاتو لاره هواره کړې وه او د جنګ نه وروسته ئې عملي شکل وموند.
دې جنګ که يو خوا ته يورپ کښې د انسانانو په سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند باندې ژور اثرات پرېښودل نو بل خوا ته په فکري حواله د ازادۍ تحريکونو ته هم نوې لارې پرانيستل شوې او "ادب دپاره د ادب" په ځاى "ادب دپاره د ژوند" نعره د دې لپاره ايجاد شوه چې ادب د تشې ساعت تېرۍ په ځاى د سياسي او فکري ازادۍ په دغو تحريکونو کښې کردار ادا کړي. دا کردار ادب بې شکه چې په ښه طريقه ادا کړو او دا د همدې کردار د ښۀ رول غوښتنه وه چې شاعري دې د قافيو او رديفونو د روايتي دايرو نه راوځي او شاعران دې د علامتونو، تشبيهاتو، استعارو او نورو صنايعو د لټون په ځاى د ښۀ فکر په لټون شي او خپل صلاحيتونه دې د انسانانو د ژوند د ښۀ کولو په لړ کښې د شروع شويو فکري انقلابونو د کاميابولو لپاره پکار راولي. او د لفظونو په ځاى دې فکر او معنې ته اوليت ورکړي.
د پښتو نازکخياله او د شاعرۍ د دغو صفاتو د ټولو نه زيات باکماله شاعر کاظم خان شېدا لا دوه سوه کاله مخکې دا خبره په دې انداز کړې وه چې:
صدف لاس قطرې ته نيسي په درياب کښې
بندګي د صورت څۀ کړې معنىٰ غواړه
مولانا حالي هم په "مقدمه شعروشاعرۍ" کښې د شعر د اغېز لپاره قافيې ضروري نۀ دي ګڼلي بلکې وايي، "دا د شعر فطرت دے چې اغېز کوي او زړۀ ځان ته راکاږي خو هغه شعر چې د بې بنياده قيصو نه خالي وي." يعنې د ښۀ شعر بنياد په ښۀ فکر دے، نۀ په قافيو او رديفونو يا نورو صنعتونو.
خو دلته دا وضاحت کول غواړم چې په ادب کې د دې نوي تحريک مقصد د قافيې رديف او د شاعرۍ د صنايعو مطلق ترديد هيڅکله نۀ وۀ. کومو شاعرانو چې بيا هم د شاعرۍ د دغو روايتي معيارونو او اصولو خيال ساتلو هغو ته نۀ هغه وخت چا بد ويلي دي،  نۀ ئې اوس څوک د اهميت نه انکار کولے شي او نۀ په راتلونکي وخت کښې د هغوى اهميت کمېدلے شي. مقصد صرف دا وۀ چې ادب په دغو روايتي معيارونو پورې محدود پاتې نۀ شي او د جمود ښکار نۀ شي او په نويو بدلونونو کښې د يو نوي کردار د ادا کولو جوګه شي.
دا يواځې د ازاد نظم خبره نۀ وه. د دې نه مخکې هم په ادب کښې نوي صنفونه راغلي وو لکه افسانه، ناول، خاکه او تکل ئې غټ مثالونه دي چې اوس هم د نثري ادب د ټولو نه غوره او مقبول صنفونه دي. ځينې نورې تجربې داسې هم شوې وې چې په هغو کښې د ژوندي پاتې کېدو صلاحيت نۀ وۀ نو ژوند ئې ونکړو. خو لکه ما چې وړاندې وويل چې د هرې نوې تجربۍ د کاميابۍ لپاره د لوى ذهن لرونکو مدافعينو ضرورت وي نو ازاد نظم ته هم د ټي ايس ايليټ (T. S. Eliot) (١٨٨٨-١٩٦٥ء)، هارټ کرېن (Hart Crane) (١٨٩٩-١٩٣٢ء)، ډبليو ايچ اډين (W. H. Auden) (١٩٠٧-١٩٧٣ء) او ايذرا پاونډ (Ezra Pound) (١٨٨٥-١٩٧٢ء) په څېر د لوى ذهن شاعران په لاس ورغلل چې د شاعرۍ دا صنف ئې د مقبوليت وړ مقام ته ورسولو. او کومو خلقو چې د دې مخالفت کولو هغوى د ماتې سره مخ شول.
په يورپي ژبو کښې د مقبوليت او محبوبيت نه وروسته ازاد نظم د دنيا نورو ژبو ته هم ورسېدو. په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د ازادۍ تحريکونه پکې پېدا شوي وو او سياسي او فکري بدلونونو ته لارې هوارې شوې وې هلته ازاد نظم سره د دې چې ښۀ مخالفت ئې وشو خو بيا هم زر مقبول شو. وئيل کېږي چې په اردو کښې د ازاد نظم تجربه د کال ١٩٣٥ء په شاوخوا کښې شوې ده. دا هغه وخت وۀ چې په هندوستان کښې د انګرېزي سامراج خلاف د ازادۍ تحريک د عروج مقام ته رسېدلے وۀ او په دې سيمه کې چې کوم سياسي او فکري بدلونونه راتلل د هغوى اثراتو په ادب کښې هم نويو رجحاناتو ته لارې جوړولې او نوي ادبي تحريکونه مخې ته راتلل چې د ياد وړ پکښې د حقيقت نګارۍ تحريک، د ترقي پسند مصنفينو تحريک او مزاحمتي تحريک وو.
معرٰى نظم چې صرف د وزن او ارکانو پابند وي او قافيه رديف نۀ لري د ازاد نظم نه لا مخکې په مشرقي ژبو کښې متعارف شوى و او ځينو غټو شاعرانو پکې شاعري کوله. دلته زۀ په دې بحث کښې نۀ پرېوځم چې په اردو او پښتو کښې اول ازاد نظم چا ليکلے وۀ خو دا خبره بايد وکړم چې په اردو کښې ن. م. راشد، فېض احمد فېض، تصدق حسېن خالد، ميراجي، علي سردار جعفري او احمد فراز او په پښتو کښې غني خان، اجمل خټک، سيد بهاؤ الدين مجروح، سېد رسول رسا، اشرف مفتون، قلندر مومند، ايوب صابر، عبدالرحيم مجذوب، پرېشان خټک، يونس خليل، همېش خليل، قمر راهي او هاشم بابر هغه لوړ ذهن لرونکي شاعران وو چې ازاد نظم ته ئې وده ورکړه او مقبوليت ته ئې ورسولو. د دې ليکوالو او شاعرانو د هڅو او نويو تجربو په نتيجه کښې بالاخر ازاد نظم په پښتو شاعرۍ کښې ځانله خپل مقام پېدا کړ او بالاخر هغه ستر شخصيت چې د ازاد نظم د غټو مخالفينو د فهرست په اول سر کښې ولاړ وۀ، يعنې حمزه بابا، هم د يو ازاد نظم "د کېميا بوټے" په ليکلو سره د شاعرۍ د دې صنف معيار ته سند وبخښلو. اوس د هغۀ زوى مراد شينوارے چې د پښتو ژبې په ښو معاصرو شاعرانو کښې شمارل کېږي د ازاد نظم د ټولو نه غټ وکيل دے.
زۀ نۀ غواړم چې په دې مضمون کښې د مختلفو شاعرانو د ازادو نظمونو نمونې راوړم، خو د محمود اياز يو نظم "شاعري" به ښه وي چې وليکم ځکه چې يو خو اوږد نۀ دے، بل دا چې موضوع ئې هم د ازاد نظم د تحريک په شا د هغه سوچ په اړه ده چې د لفظونو په ځاى يې د نظم مقصد، فکر او معنې ته اهميت ورکولو. نظم دا دے:
دا شاعري خو نۀ ده
چې ئې له ټکو
مړاوې مړاوې او شيرينې چغې نۀ راوځي
دا شاعري خو نۀ ده
دا غمي نۀ دي د خيال
هسې بې حسه غوندې کاڼي دي ټول
په اخره کښې به د ازاد نظم د مخالفينو د يو څو غټو او عامو اعتراضونو لنډه يادونه وکړم. د ټولو نه غټ اعتراض دا دے چې نظم منظوم کلام ته وائي او د منظوم کلام لپاره قافيه رديف ضروري وي. د دې اعتراض کوونکي د ازاد نظم دا ترکيب يا اصطلاح په لغوي معنو کښې اخلي، حال دا چې دا يوه ادبي اصطلاح ده او د اصطلاحاتو هيڅکله هم لغوي معنې نۀ کېږي. کۀ د اصطلاحاتو لغوي معنې کول او نافذول شروع شي نو بيا خو شعر هم په لغت کښې ويښتۀ ته وائي او يو منظوم کلام ته ويښتۀ وئيل به د شاعرۍ سره يو ډول زياتے وي. دغسې غزل هم په لغت کښې د هوسۍ سترګو ته وائي خو په اصطلاح کښې دا د شاعرۍ د اصنافو نه يو صنف دے. بله خبره دا چې کۀ ازادي يواځې د قافيه رديف نه وي نو هغه خو په معرٰى نظم کښې هم ده. خو اصلي خبره يواځې د قافيې رديف نه ازادي نۀ بلکې د ازاد نظم د اصطلاح په شا د فکري ازادۍ مقصد هم پروت دے. او په ادب کښې د ازاد نظم معيار او کردار د همدغې ازادۍ نه وتلے دے.
دويم اعتراض ځينې خلق دا کوي چې ازاد نظم پرې ښۀ نۀ لګي. نو دا خو د ازاد نظم ګناه نۀ بلکې د ليکوال ده. لکه چې ما په اول سر کښې ووئيل چې ازاد نظم تش د لنډو او اوږدو مصرعو ليکل نۀ دي بلکې دا يو مشق سخن دے او ډېر رياضت غواړي او وزن او ردهم لري. نو کوم خلق چې په دغه معيار باندې پوره ازاد نظمونه نشي ليکلے هغه به خامخا په چا ښۀ نۀ لګي. او دا يواځې ازاد نظم نۀ بلکې کۀ څوک د غزل په معيار پوره غزل ونۀ ليکي يا د افسانې په معيار پوره افسانه ونۀ ليکي نو هغه غزل او افسانه هم په چا ښه نۀ لګي.
درېم اعتراض دا کېږي چې ازاد نظم د موسيقۍ سره نشي وئيل کېدے. اول خو زۀ وايم دا ضروري نۀ ده چې هره شاعري دې د موسيقۍ لپاره وشي. موسيقي ځانله يو فن دے او شاعري ځانله. شاعر د دې پابند نۀ دے چې هغه دې موسيقار هم وي. کۀ شاعر د دې خبرې پابند کړے شي چې يواځې د موسيقۍ لپاره دې شاعري کوي نو بيا به صرف د امير غلام صادق او وطن دوست په شان شاعران پېدا کېږي، د حمزه بابا، اجمل خټک، غني خان او قلندر مومند غوندې هستۍ به هيڅکله هم پېدا نشي. او د شاعرانو کار به هم نظمونه او نور ادبي تخليقات کول نۀ بلکې د "شين اسمان ذرې ذرې" په شان سندرې ليکل پاتې شي. دويمه خبره دا ده چې اول ژبه پېدا شوې، بيا پکې شاعرۍ وده کړې او د هغې نه وروسته موسيقي منځ ته راغلې ده. نو دا د موسيقي جوړوونکو کار دے چې کومه شاعري ژوندۍ وي او د خلقو ذهنونه متاثر کوي د هغې لپاره موسيقي جوړه کړي.
او يو بل اعتراض دا دے چې ازاد نظم تن اساني ده. تن اساني مطلب دا چې هر څوک ئې په اسانۍ سره ليکلے شي. دا خبره بېخي غلطه ده ځکه چې زما لپاره خو په شاعرۍ کښې د ټولو نه ګران صنف ازاد نظم دے. د هغې وجه دا ده چې په نورو نظمونو کښې که شاعر صرف قافيې او رديفونه رايوځاى کړي او يو منظوم ترتيب ورکړي نو که فکر او پېغام پکښې وي او که نه خو څوک دا نشي وئيلے چې دا نظم نۀ دے. خو ازاد نظم داسې نۀ دے. په ازاد نظم کښې به شاعر يوې غټې يا وړې موضوع ته د داسې منتخبو لفظونو په ذريعه د نظم شکل ورکوي چې قافيه رديف پکښې نۀ وي او د شعريت ټول بنياد ئې په وزن او ردهم يا اهنګ وي او جوړښت ئې داسې وي چې د لوستونکي يا اورېدونکي ذهن متاثر کړي. نو ښکاره خبره ده چې داسې نظم ليکل ګران کار دے.
مرحوم ايوب صابر ويلي وو، "ازاد نظم په ټوله دنيا کښې د ابلاغ د ټولو نه جديده ذريعه ده. د ازاد نظم د مخالفت مطلب دا دے چې مونږ خپل ادب د يوې ښې او جديدې ذريعې نه محروم کول غواړو."
هغه کتابونه او نورې سرچينې چې د دې ليکنې لپاره ترې استفاده شوې ده:
(
١) مقدمه شعروشاعري، مولانا الطاف حسن حالي، انلاين ايډيشن، www.iqbalcyberlibrary.net.
(
٢) درې مياشتنۍ "جرس" [نظم نمبر]، جرس ادبي جرګه کراچۍ، جنوري ٢٠٠١-مارچ ٢٠٠٢ء.
(
٣)  مياشتنۍ "پښتو"، پښتو اکېډيمي پېښور، مختلفې ګڼې.
(
٤)  ځيګرخون، ايوب صابر، پېښور، اول چاپ.
(
٥) دوه مياشتنۍ "تاتره"، پښتو ادبي بورډ پېښور، مختلفې ګڼې.
(
٦) www.wikipedia.org  او ځينې نورې وېبپاڼې.

 عبدالهادي حېران