پردي ساتي
پردي ساتي
څنګه به سترګې دلته جګې نور زلمي ساتي
چې دوى ژوندي دي او وطن زموږ پردي ساتي
څه عجيبه غوندې حالت دى يم حيرانه خلكو
چې څو پردي دلته راغلي دي زمري ساتي
حقيقت څوك ويلى نشي دا حال چا راوسته؟
د زور لاسونه مو په خوله دي موږ ګونګي ساتي
زلمو خو ورګړ امتحان ګوره پوره يې نه كړ
له دې نه وروسته دې ګودر كې سره منګي ساتي
چې د وطن په درد ونخوري نو په كور دې كېښني
دا سې ځوانان دې په لاسونو كې بنګړي ساتي
د بل د لاس لاندې ژوندون خو مو په قانون كې نشته
پښتون خو تل د سر په وينه خپلواكي ساتي
څوك چې له عشقه نا خبر دي خود به روغ ګرځي
څيري ګريوان خو تل د مينې ليوني ساتي
كور دې ودان وي زوى دې لوى وي تل سرلوړي دي وي
چې د قلم او دبيان څوك ازادي ساتي
نور دې ګرځيږي خوشالي او خنداګانې دې كړي
د وطن غم دې تل په زړه كې ناصري ساتي
مريم ناصري
+ نوشته شده در Sun 4 Jan 2009 ساعت ۱۲:۲۳ ب.ظ توسط دسمیع الله امیني له خوا
|
دسمیع الله امینی ویبلاک