پېزوان څه شى دى
پېزوان څه شى دى
پېزوان دپښتني پېغلواوپېغلوټودسينګار اوښکلايوډول زړه راښکونکی توکی دی ،چې له پخوازمانې راپه دېخوايې په پښتني سيموکې دودموندلی دی اواکثره پخوانيوپېغلوبه نوموړی سينګاريزتوکی په ډېره مينه اولېوالتياکاراوه .که څه هم دنجونوسينګاريزتوکي له پېزوان څخه پرته نورهم ډېردي خوپېزوان نظرنوروتوکوته ځکه دپام وړدی ،چې پېزوان په خپل نوم کې ښکلی غوندې برېښي اواکثره مينانوته دهغه نوم خوند ورکوي اوکله ،چې هغه ديوې پېغلې په پوزه وويني خپلې مينې ته دشعرپرژبه ځواب ورکوي ،چې ورسره جوخت پېزوان
پېزوان دپښتني پېغلواوپېغلوټودسينګار اوښکلايوډول زړه راښکونکی توکی دی ،چې له پخوازمانې راپه دېخوايې په پښتني سيموکې دودموندلی دی اواکثره پخوانيوپېغلوبه نوموړی سينګاريزتوکی په ډېره مينه اولېوالتياکاراوه .که څه هم دنجونوسينګاريزتوکي له پېزوان څخه پرته نورهم ډېردي خوپېزوان نظرنوروتوکوته ځکه دپام وړدی ،چې پېزوان په خپل نوم کې ښکلی غوندې برېښي اواکثره مينانوته دهغه نوم خوند ورکوي اوکله ،چې هغه ديوې پېغلې په پوزه وويني خپلې مينې ته دشعرپرژبه ځواب ورکوي ،چې ورسره جوخت پېزوان شعراوشاعرۍ ياپښتوادب ته لاره مومي اوهمدارنګه خوځکه پښتوادب ورته ډېره پاملرنه کړېده اودپېزوان لرغونتوب اوښايست يې خوندي ساتلی دی .
ځکه که پښتوادب دپېزوان په ساتلو او لرغونتوب کې مرسته نه وای کړې نوضروربه هغه هم دنوروسينګاريزوتوکولکه لښتۍ ،غاړه کۍ،بنګړيو ،چارګل اودېته ورته نورله پامه ولېدلي وه او اوس مهال به پېزوان ته هم دومره پاملرنه نه کېده .داپه دې مانا ،چې پېزوان ځکه تراوسه په ژبه ګرځي راګرځي ،چې پښتوادب ته يې لاره موندلې ده او ادب پرمټ ژوندی پاتې شوی دی لابه ژوندی پاتې وي.
ويل کېږي ،چې پېزوان يولنډځنځيرته ته ورته سينګاريزتوکی دی ،چې په يوسرکې يې نتکۍ ته ورته نيمه کړۍ لري اوداکړۍ په پوزه کې بندېږي اوبل سرکې کنجک ته ورته جوړښت لري ،چې هغه دغوږله پاسه په وېښتانوکې بندېږي .هغه ځنځير،چې دغوږاوپه پوزه کې دآچول شوې کړۍ ترمنځ بندوي کوچيني پاولي ترې راځړېږي اودپېزوان ښکلانوره پياوړې کوي اودمينانوزړونه دهغې په لوري نورهم راکاږي ،چې ورسره جوخت دمغرورې پېغلې ياغي ښکلا دوه چنده کوي .هغه هم که دهغې شونډې سرې اوپېزوان پرپوزه وي نوګواکې مين پدې ورځ نورپه دې نړۍ کې ځای نه لري اوځمکه پرې سوراورګرځېدلې.
پېزوان دنجلۍ په ښکلاکې دپام وړاغېزښندي اوکله ،چې يومين دخپلې مينې په پوزه پېزوان ووينې زړه يې تخنېږي اوضروريې دزړه آوازله خولې راوځي اوهغې ته دخپلې ښکلارازسپړي . لکه دلته چې يومين وايي.
پېزوان دې جوړ د بوډۍ ټال دى
زما نصيب پرې زنګوې بيمار به شينه
پېزوان دې بيا پر شونډو سپور كړ
زما د زړه په دنيا اور ولګېدنه
پېزوان دې سره بڅري ولي
په ګاونډيانو دې پولۍ ولاړې دينه
پېزوانه ستا قدر پكار دى
چې ملكه د حسن ناز په تا كوينه
په پښتني سيموکې هغه پخواني دودونه ،چې اوس مهال نيږدې دی له پامه ووځي دنړۍ په هره څنډه کې ورته ساری نه لري دبېلګې په ډول پښتنې پېغلې دخپل ښايست اوسينګارلپاره پېزوان، چارګل، نتكۍ، چاوكلۍ، ټيك، د ټنډې روپۍ، تاويزونه، اوږۍ، سكڼي، وښي، كجك، غاړكۍ، لښتۍ، شرشره، امېلونه، بازوبندکاروي يانې زلفې په ټيك او كجك، پوزه په پېزوان، چارګل او نتكۍ، زنه او تندى په خالونو، غاړه په جاوكلۍ او غاړكۍ، لاسونه په وښيو او ګوتو، غوږونه په لښتيو او شكڼو سره ښكلي كوي. ،چې په دې ټولوکې ډېرلږشمېرتوکي ښايي په نوروسيمواوملتونوکې نجونې وکاروي نوريې ټول افغاني لرغونتوب لري اوپه نړۍ کې يې دود ندی موندلی.
په كوم دم چې ما ولېدې سرې شونډې سور پېزوان
داخل شوم سم دواره ستا د مېنې په زندان
مجنون غوندې ملنګ شه د خواږه اشنا په مينه
ريا نه معرا شه چې پېزوان ته ورسې
کابل پوليتخنيک پوهنتون
دسمیع الله امینی ویبلاک