د باختري ژبې او پښتو تر منځ خپلمنځي اړیکي

 

محمد بصير سليمانخېل    

نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۷ لمريز کال د وږی ۲۷ - مه 

لیکونکی: د افغانستان دعلومو اکاډمي علمي غړی او څېړونکی محمد نبي صلاحي

 

تیرکال(۱۳۸۵ هـ . ل.) د کوشاني څېړنو د نړیوال مرکز په نوښت او د افغانستان دعلومو اکاډیمي د مشرتابه پلاوي په منظوري د کوشاني څېړنو په لسم علمي او څېړنیز سیمینار کې، که څه هم، ټاکل شوې موضوع یې « دلرغونو آثارو او ساحو د مطالعې او ساتنې لارې چارې» په باب وه، مګر د یوشمېر پوهانوله خوا، په کوشاني دوره کې د باختري ژبې په باب یو لړ جدي خبرې اترې او بحثونه را پورته شول.

 

له دې امله ، بنده دا وړاندیز وکړ چې،په باختري ژبه دې یو ځانګړی بین المللي سیمینار جوړ شي. دغه ټکی د سیمینار د برخه والو له خوا په ورین تندي ومنل شواو دغه وړاندیز ته د سیمینار په پریکړه لیک کې هم ځای ورکړ شو. نواوسد ډېرې خوشالۍ خبره ده چې ، موږ نن « د باختري ژبې او ګنداهارا» په نامه په همدغه پرتمین علمي او څېړنیز سیمینار کې(1386لمريزکال) سره را غونډ شوي یو او د افغاني پوهانوترڅنګ باندني پوهان هم وینو.

 

 باختري ژبه نه یوازې دلرغونوالي له پلوه، د افغانستان د لرغونو ژبو د شننې او تحلیل په برخه کې ډېر زیات تاریخي ارزښت لري، بلکې له اوسنیو افغاني ژبو سره تړاو یې هم د خاص اهمیت وړ دی. باختري ژبې د کوشانیانو په دوره کې رسمیت لاره او له فکري او فرهنګي پلوه واکمنه ژبه وه.

 

 دغه ژبه کوشانیانو خپله ژبه بللې ده. په هغې غږیدل او لیکنې یې هم پرې کولې.دغه ژبه په یوناني لیکدود لیکل کېده او دغه لیکدود ورو ورو باختري ځانګړتیاوې او عناصر پیداکړل. تاریخ پوهانو ، سیلانیانو او ژبپوهانو دغه ژبه په بېلا بېلو نومونولکه کوشاني، تخاري، آریاني(آری) او آریو سره یاده کړې ده.

 

داسې معلومېږي چې، ژبه یوه مګر نومونه یې ډېر دي.

 

د سرڅېړونکي مرستیال نظرمحمد عزیزي کوشاني ژبه دباختري او تخاري ژبې نننۍترمینالوجي بولي اوپه دې اړوندداسې لیکي: « باختري یا تخاري ژبه د نننۍ ترمینالوجي له مخې په کوشاني ژبه باندې منل شوې ده .» ۱

 

 دسر څېړونکي مرستیال ډاکتر خلیل الله اورمړ راښیي چې: « د باختري ژبې نوم او د هغې د پوهیدو کیلې له بل هر پوه نه مخکې هیننګ وړاندې کړه. هغه د لومړي ځل لپاره دسره کوتل دډبرلیک له ژباړې او شننې نه وروسته دغه ژبه د باختري ژبې په نامه سره یاده کړه.»۲

 

 په نړۍ کې د باختري متنونو پیاوړی متخصص پرو فیسور نیکولاس سیمز ویلیمزچې د رباتک د ډبر لیک د ژباړې ویاړ لري،« د باختري ژبې په باب وروستۍ موندنې او د هغو تاریخي ارزښت» تر سر لیک لاندې په ورکړ شوي لکچر کې یوځای داسې وایې: « نن به زه د باختري ژبې ، چې دافغانستان د شمال باختري سیمویا د باختر د مرکز، ننني بلخ ، لرغونې ژبه ده ، د اسنادو او ډبرلیکونو په هکله خبرې وکړم.» ۳

 

 باختري ژبه ، دآریاني ژبو په شمال ختیځه څانګه پورې اړه لري ... باختري ژبه د منځنۍ دورې یوازینۍ ژبه ده چې، د هغې لیکنی نظام په یوناني الفبې باندې کښل شوی دی

 

۴ ډاکتر اورمړ په دې نظر دی چې: « له میلاد نه ۱۳۵ کاله مخکې صحراګردو ساکانو په باختر کې د یونانیانو حکومت له منځه یووړاو د بلخ د خاورې اداره یې په خپل لاس کې واخیسته او د خپلې ژبې د بایلل شوي اعتبار په بیا رغاونه یې پیل وکړ .

 

هغه الفبا چې د یوناني ژبې د لیک لوست په برخه کې کارول کېده، د باختري ژبې د لیکلو لپاره هم په کار یووړله.» ۵ څرنګه چې ، کوشاني ژبه په یوناني لیک کښل شوې ده ، نو ځکه پر یوناني لیک د کوشاني ژبې د اصلي غږو توري هم ورزیات شوي دي.

 

د سره کوتل په ډبرلیک کې په ۲۴یوناني تورو سربیره ۲۵ توری هم لیدل کېږي او هغه د «ښ» توری دی. په را وروسته لیکنو کې د «غ، ځ اوڅ» لپاره جلا توري وراچولي اوهم یې د یونانی لیک د لیکلو ډول یوڅه اړولی او یوه ماته (شکسته) بڼه یې ورکړې ده .

 

یو شمېر پوهانو د نمونې په توګه ویلیم سیمز دې اغیز ته د « تخاري یوناني لیکدود» نوم ورکړی دی. کوم څه چې په تخاري یوناني لیکدود را پاتې دي ، په هغو کې د پښتو لغتونو ،ګرامري ځانګړنو اوجوړښتونو برخه پکې زیاته ده .

 

 همدا سبب دی چې ، زیات څېړونکي تخاري، بلخی ، باختري یا کوشاني ژبه زړه پښتو او یا د پښتو او پامیري ژبو منځنۍ مور بولي .» ۶

 

 پروفیسورنیکو لاس سیمز ویلیمز د باختري ژبې تاریخي وده داسې راښیي: « د باختري ژبې لپاره یوه ډېره مهمه تاریخي دوره هماغه وه چې، د کوشاني عصر ستر واکمن(پاچا) کنېشکا ،هوډ وکړ چې، له دغې ژبې څخه د سکې وهلو لپاره هم کار واخلي. په لومړیو مسیحي پېړیو کې باختري ژبه د نړۍ له مشهورو او سترو ژبو څخه ګڼل کېده، ځکه چې باختري ژبه یا دکوشاني پاچهانوژبه، د کوشانیانو د لویې امپراتورۍ په ټولو سیمو ،یعنې په افغانستان ، د هندوستان په شمالي برخو او د منځنۍ آسیا په مرکزي برخو کې رسمي ژبه وه او په پراخه توګه ورڅخه استفاده کېدله.» ۷

 

د سره کوتل او د رباتک د ډبرلیکونو په کشف سره د کنېشکا په عصر کې د کوشاني سترواکي د ژبو او لیکدود په برخه کې د پام وړ پرمختګونه را منځ ته شوي دي. له دې امله ، ددغو کتیبو کشف تاریخ پوهان او لرغونپوهان دې ته اړ کړل چې، د باختر سیمه د ژبو له پلوه ډېره وڅېړي او د هماغې زمانې د بېلا بېلو فرهنګي او نورو ارزښتونو په برخه کې په زړه پورې او ګټور معلومات تر لاسه کړي.

 

استاد حبیب الله رفیع « دسره کوتل او رباتک د ډبر لیکونوخپلمنځي اړیکي» په مقاله کې د علامه استاد عبدالحی حبیبي په تحلیلونو غږېدلی او له هغه وروسته داسې لیکي: « علامه حبیبي د همدې برداشت له مخې د سره کوتل د ډبرلیک کلمې تر څېړنې لاندې ونیولې ، نه یوازې دا هڅه یې کړې ده چې ،دا ژبه د دري مور ثابته کړې ،بلکې د پښتو ډېر لغتونه ، ریښې او ځانګړنې یې هم پکې څېړلې او خوندې کړې او داسې برخې هم لري چې، پښتو تر دري زیات کوشاني ژبې ته ورلنډولی شي.»۸

 

لوی استاد حبیبي په کمو موادو ډېره ارزښتناکه څېړنه کړې ده .کاشکې استاد ژوندی وای او درباتک کتیبه یې په خپلو سترګو لیدلې وای،بیا ددې ډېر احتمال و چې، باختري ژبه د پښتو مور ثابته کړي. دغه ډبرلیک د نېټه ټاکنې او کرونولوژۍ له پلوه د ځانګړي اهمیت وړ ده.

 

« د سره کوتل په ډبرلیک کې د لوښال کلمه چې د پښتو ښ پکې ده ، راغلې او د ښ دادا له پاره یې د یوناني دوه توري ( ) کارولي او الوښال د ننني ارواښاد( مرحوم) په معنی دی چې،په خاص اهتمام یې پښتو شکل په یوناني لیک کې ساتل شوی دی.» ۹

 

 پر دې سربیره، استاد ډېرې پښتو کلمې ، ریښې او ګرامري نخښې نښانې د سره کوتل په ډبرلیک کې وموندل، لکه : مال( مهال) ، ساد(څاه) ، اندیز،کله اونورې. » ۱۰

 

 استاد حبیب الله رفیع زیاتوي: « د سره کوتل پرډبرلیک نورې لیکنې هم شوې اولا پرې څېړنې روانې دي، خو د پوهانو د نظر زور پر دې خوا ده چې، د سره کوتل د ډبرلیک کوشاني ژبه د پښتو د خور او یا د پښتو د موربڼه لري... اودرباتک ډبر لیک هم لکه د سره کوتل د ډبرلیک غوندې د پښتولغتونه ، ریښې او ګرامري نخښې نښانې لري.» ۱۱

 

استاد علامه عبدالشکور رشاد د سره کوتل په ډبرلیک کې د پښتو کلماتو او بیا په دې لړ کې د ستر د لغت د شته والي ثبوت دا ډول وړاندې کوي: « د بغلان د کلمې ریښه بګ ده . بګ اوس هم په پښتو کې د لوی په معنا ده او په انګلیسي کې هم همدا معنا ښندي. په روسي ژبه بوګ خدای ته وایي او په هندي ژبه کې بګوان د خدای معنا لري. همدارنګه ، په فغپور، بګپور او بغپور کې هم دا ریښه موجوده ده.

 

په زړو متنونو مخصوصاً د سرخ کوتل په کتیبه کې ددې ښار نوم بګولانګ لیکل شوی دی . د بغلان د کلمې لومړۍ برخه د خدای او حکمران معنا ورکوی او هغه بله برخه یې غالباً باید د ظرفیت مفهوم و لري.»۱۲

 

اکادمیسین پوهاند علامه استاد عبدالشکور رشاد د «بګپور که دیوه پترا» تر سر لیک لاندې په ۱۳۷۹ هـ. ل. کال کې د فرهنګ په مجله کې یوه مقاله لیکلې ده او په هغې کې پردې ټکي باندې رڼا اچولې ده چې، «د رباطک په ډبرلیک کې دیوه پترانسته»

 

 نوموړي پوه په دغه مقاله کې یو ځای داسې لیکلي دي: «کندهاریان وایي: بګه نجلې ده نه شرمېږي ،په کوڅو کې ګرزي. جمع مونث یې بګي او جمع مذکر یې بګان دي.» ۱۳

 

په دغه لړ کې د سرڅېړونکي استاد عبد الله بختاني خدمتګار نظر هم د ډېر اهمیت وړ دی او هغه په « پښتو پالنه او ژبڅېړنه» اثرکې وایې چې، تاسې د باختري ژبې کتیبې وګورئ .هلته د آریو نوم راغلی دی چې ، د پښتو پر وزن دی . نوموړی پوه داسې لیکي: «... له دغه سیمینار وروسته مې ددغه ډبرلیک متن چې د افغانستان د علومو اکاډیمی له خوا په سیمینار کې وویشل شو ، بیا وکوت. په هغه ځای کې د کتیبې د ژبې نام د هغې په یوناني متن کې د آریو( ariao) په شکل ثبت و.» ۱۴

 

 استاد حبیب الله رفیع آریو د افغانستان دوه زره کاله مخکې ژبه یا دپښتو مور بولي ، مګر نوموړی پوه پر دې عقیده دی چې : دا احساساتي عنوان به هغه وخت عملي کېږي چې، ورسره اړوندې څېړنې ټولې تر سره شي،لکه: دا وڅېړل شي چې، کوشانیان څوک وو؟

 

دا وڅېړل شي چې د کوشانیانوژبه څنګه وه. څه ګرامري او ژبني خصوصیات یې درلودل. دا وڅېړل شی چې ، د کوشانیانو تر لاسه شوې مجسمې او د سکو څېرې د افغانستان له کومو خلکو سره نژدیوالی لري. دا وڅېړل شی چې،د کوشانیانو کالي او زیورات څنګه وو او چېرې یې نښې پاتې دي .

 

 داو څېړل چې، د کوشانیانو نومونه لکه نیزک، نازک، خنچل، خانګل او نور په کومه ژبه کې میندل کېږي. او بالاخره دا وڅېړل شي چې، د سره کوتل او رباتک د ډبر لیکونو کلمې او ګرامري جوړښتونه په کومه ژبه کې پاتې دي.نوهله به دا فرضیه علمي ځای بیاومومي.» ۱۵

 

 خبره داده چې ، لومړی باید دا ټکی روښانه شي چې، ژ به دعلم او فن په دنیا کې څنګه بدلون مومي ، نو د ژبې له راتلونکې نه مخکې د ژبو تیر حال او وخت ته کتل په کار دي ، ځکه هغه تمایلات چې په زرګونو کاله مخکې پیدا شوی دي، نن سبا هم خپل ځان را ښیي. زما له نظره ، کومو بهرنیو او افغانی ژبپوهانو چې ، د کوشاني دورې د ژبو په برخه کې تر اوسه پورې کوم نظرونه ورکړی دي، ددغو پوهانونظریات د ډېرې ستاینې او تقدیر وړ دي .

 

په ډېرو کمو موادو ډېرې ارزښتناکې څېړنې شوې دي. موږ فکر کوو چې، ښايي ددغو دوو ډبر لیکونو لوستل به سم نه وي شوي. ځکه دا دواړه کتیبې د داسې بهرنیو ژبپوهانو له خوا ترجمه کړی شوې دي چې ، ښايي زیاتره یې زموږ په اوسنیو افغاني ژبو باندې ونه پوهېږي. له دې امله، په دې برخه کې تر اوسه پورې یو شمېر معماوې شته .

 

هغه افغاني ژبپوهان چې په بهرنیو اواوسنیو افغاني ژبو باندې وپوهېږي ، تاریخي دنده لري چې ، دا علمي کار تر سره کړي. له دې امله ، ددغو ډبرلیکونولوستنه وروستۍ او نهایی نه ده . دا ډبر لیکونه ډېره جدي، کلکه او له سره کتنه غواړي، په سلو کې ۷۰فیصده موضوع روښانه ده او ۳۰ فیصده پاتې ده. دې موضوع ته سیاسي اړخ نه ورکوو، تخصصې اړخ یې ډېر مهم دی.

 

اخځلیکونه

 

1) ـ عزیزی، سرمحقق نظر محمد. بازشناخت کتیبه های مکشوفه افغانستان، کابل ، مطبعه نشراتی میوند، ۱۳۸۵ خورشیدی، ص ۹۹ .

2) ـ تحقیقات کوشانی (مجله)،۱۳۸۶ هـ .ش. شماره ۶ ، نویسنده: داکتر خلیل الله اورمړ، مضمون:زبان باختری از نظر پژوهشګران داخلی و خارجی،ص۹۶ .

3) ـ سیمزویلیمز، پروفیسرنیکولای. د باختري ژبې په هکله وروستۍ موندنې او د هغو تاریخي ارزښت(لکچر)،کابل، دافغانستان د فرهنګي میراث ساتنې ټولنه،۲۰۰۴ م. کال ،۱ مخ.

4) ـ دویم ماء خذ، ۹۶ ـ ۹۸ مخونه.

 5) ـ تحقیقات کوشانی، ص ۹۸ .

6) صلاحي، څېړونکی محمد نبي. دکوشاني دورې د ژبو څېړنه، کابل ، افغانستان، دعلومو اکاډیمي، ۱۳۸۵ هـ .ل. کال، ۷ مخ.

7) ـ د باختري ژبې په هکله وروستۍ موندنې او د هغو تاریخي ارزښت، ۱ مخ.

 8) ـ رفیع، استاد حبیب الله. د سره کوتل او رباتک د ډبرلیکونو خپلمنځي اړیکي( دکوشاني څېړنو په لسم علمي او څېړنیز سیمینار کې لوستل شوې مقاله).

9) ـ پورتنی ماءخذ .

 10) ـ همدغه ماء خذ.

 11) ـ هماغه ماءخد.

 12) ـ دسیمو تاریخي جغرافیه( له علامه عبدالشکور رشاد سره د مرکو ټولګه) .ترتیب او تدوین : صدیق الله بدر،کندهار، میوند خپرندویه ټولنه،۱۳۸۴ کال ۳۴ ـ ۳۵ مخونه.

 13) ـ رشا دپوهاند عبدالشکور. بګپور که دیوه پترا، فرهنګ ، داطلاعاتواوکلتور وزارت،۱۳۷۹هـ. ل.کال، ۲۱ ـ مخونه. 14) ـ بختانی خدمتګار، سرمحقق عبد الله. پښتو پالنه او ژبڅېړنه، پېښور، ۱۳۸۴ کال ، ۳۲۵ مخ.

 15) ـ د سره کوتل او رباتک د ډبر لیکونو خپلمنځی اړیکي .    

  شاته