د پروفیسور استاد علی احمد"جلالِِي" لنډه پېژندنه
د پروفیسور استاد علی احمد"جلالِِي" لنډه پېژندنه
|
|
|
علي احمدجلالي |
علی احمد جلالي دغلام جیلاني زوي ،په (۱۳۱۹) هجری ش کال کی په کابل کې زیږیدلی،دښوونځي زده کړي یي د حبیبي په لیسه کی سرته رسولي، او دلوړو زده کړو لپاره په حربي پوهنتون کي شامل شو. دحربي پوهنتون څخه له فارغیدو وروسته یي دامریکا په متحدو ایالاتو کی پوځي عالي زده کړو ته ادامه ورکړه ،له هغی وروسته یی دانګلستان دارکان حرب له کالج څخه ډیپلوم ترلاسه کړ.دامریکا دکلیفورنیا دسمندري دفاع په کالج کي یي نوري زده کړي هم وکړی اودسیاسی علومو په څانګه کي یي دفوق لیسانس ډیپلوم د "باستون" دپوهنتون دسیاسي علومو له انستیتوب څخه هم ترلاسه کړ. محترم علی احمد جلالي ،دافغانستان په اردو کي دشل کاله خدمت وروسته دشوروي یرغلګرو پر ضد جهاد پیل کړ او په (۱۳۶۱) لمریز کال کی یي دامریکا متحدو ایالاتو ته هجرت وکړ اوتر هغی چي په (۱۳۸۱) لمریز کال کی بیرته خپل هیواد ته راستون شو،په خپل پیاوړي قلم او فکر یي د شوروي او په افغانستان کی دهغه دخوښی حکومت پر ضد مبارزه وکړه. په هغه موده کي چي محترم جلالي په امریکا کي و،دامریکا غږ به راډیو کي دپښتو ،فارسي او دري ژبو دڅانګي رییس هم و،اوددي ترڅنګ یی دانګلستان په عالي او پوځي موسسوکي لکچرونه اورول او ښووني یي کولی. محترم جلالي دامریکا دمتحدو ایالاتو په مهمو اومعتبرو تلویزیونو لکه : CNN ،ABC او NBC کي هم دسیاسی او پوځي چارو د کارپوه او مبصر په توګه کار کاوه. دافغانستان ،مرکزي اومځنی آسیا ،دسیاسي ، پوځي او فرهنګي حالاتو په هکله دمحترم جلالي ډیر کتابونه او مقالي ،په امریکا،انګلستان ، افغانستان، پاکستان او ایران کي ، په انګلیسي ، پښتو او دري ژبو چاپ شوي. دده نوی کتاب (( آن سوی کوهستان)) نومیږي چي په امریکا او اروپا کي په انګلیسی ژبه چاپ شوی او د شوروي پرضد ،دافغانستان دخلګو جها د ته پکي ژوره پوځي کتنه شویده. (( دافغانستان پوځي تاریخ)) په دوو ټوکو کی ، دمحترم جلالي دنورو مهمو اثارو په ډله کي حسابیږي چي د یوه مآخذ په توګه ورځني په بیلا بیلو برخو کي کار اخیستل کیږي. محترم جلالي له زرو څخه ډیری مقالي او څه باندي شل عمده اثار لري . هغه د (۱۳۸۱) لمریز کاله څخه د(۱۳۸۴) لمریز کال ترنیمایي پوری افغانستان دکورنیو چارو وزیر په هم پاتي شوي دي. محترم جلالي په پښتو ،دري ،انګلیسي ،فرانسوي او ترکي ژبو هم خبري کولی شي او هم یي لیکلي شي. د پروفیسور علی احمد"جلالي" ټولیز نظر چې په مرکو اومقالو کي څرګند شوی دی دافغانستان ملت او دولت دافغانستان ملت له بیلابیلو قومي ډلو څخه جوړ دی چي له یوې څخه په ډیرو ژبو غږیږي او په لوړو ژورو ځمکو کی ، یو له بل څخه لیری پراته دي او ژوند کویږ او دا چي ګډ تاریخ اوګډی تجربي لري اوس هم سره یو دي.دافغانستان قومونه یو له بل سره ګډ احساس لري چي دا پخپله د دوی د ګډ تاریخ، ګډ فرهنګ ، ګډی ځمکی ،ګډی ژبی او ګډ برخلیک زیږنده ده. کله چي څه باندی دري لسیزو جګرو د هیواد ټولنیز نظام او مرکزي اداره زیانمنه او په هیواد کي یي یو کړکیچ رامینځته کړ، په سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو کی هم درزونه پیدا شول چي همدا درزونه دملي حاکمیت او مشروعیت سبب هم شول. او ځینو قومي ډلو بیا دقدرت او منابعو دلاسته راورلو په نیت ، دقومي سیالیو اور تازه کړ. له دي پیښو څخه دمخه قدروتونه په دودیز ډول دقومونو دمخورو په موجودیت کي څرګندیدل او همدی مسلی د هغوی ترمینځ یو ټینګ یووالی رامینځته کړی و. له بده مرغه په هیواد کي د دویز نظام د له مینځه تللو سره ، د نوي نظام بنسټونه هم کي نه ښودل شول، دهمدي امله د دولت جوړونی جریان ایجابوي چی د یوه با ثباته دولت د جوړولو په موخه ، واقیعتونه دهیواد د اوسنیو اړتیاو سره یو ځاي ګرو. او ددي ارمان دپوره کیدو لپاره پکارده چي نه ټول تیر دودیز جوړښتونه ومنل شي اونه د قدرت ساتلو په خاطر د هغی د له مینځه وړلو په لارکی،له افراط څخه کار واخیستل شي. موږ باید په لمړي سر کي دقدرت دودیز جوړښتونه د قومي ډلو له روحېې سره سم په دیموکرتیکو جوړښتونو واړوو،ځکه چې مشارکت اوسیاسي ،اقتصادي اوټولنیز یووالې د فرمانونو له لاری نه شي تامینیدلی. اغیزمنه حکومتداری بشپړی سولی او پراختیا ته ، په شخړو کی دښکېل افغانستان ورنږدی کیدل ،په واقعیت کی ددولت جوړونې یو پروسی ته اړتیا لري ترڅو د ملت غوښتنی په رښتیني توګه څرګند کړي. دخواشینی ځاي دی چي دولت اوسمهال خپل امنیتي ، اداري او پراختیایي جوړښتونه په کابل کی هم نه شی کنترولولی ، نو دهیواد په لیرو پرتو سیمو کي به یي څنګه کنترول کړي؟ دافغانستان دملي جوړښت اوسیستم د پیاوړتیا په لار کی همدغه ترټولو جدي خنډونه دي. اداره زمونږ لمړۍ او تر ټولو لویه ستونزه ، دیوی ځانګړی پالیسۍ او دمرکزي اوسیمه ایزو جوړښتونو ترمینځ داړیکو د ځرنګوالي نه درلودل دي چي دغه جوړښتونه یې نامطلوب اوبېکاره کړی دی. امنیت په افغانستان کی دیو با ثباته او بریالي حکومت دجوړیدو تر ټولو مهم اصل امنیت دی چي په هیواد کی اقتصادی ودې اوسیاسي، ټولنیز او فرهنګي پراختیا ته ښې زمینی برابرولی شي. د نا امنۍ اصلي لاملونه الف: د سولی په ټینګښت کې، دمالي او انساني ځواکونو بی کفایتي . ب:دښاریانو دامنیت لپاره له کورنیو او بهرنیو ځواکونو څخه پرځای کار نه اخیستل. ج: په امنیتی او جګړه ایزو فعالیتونو کی د کورنیو او بهرنیو ځواکونو ترمینځ دهماهنګۍ نشتوالی. دقانون نقش په هیواد او ټولنه کې دامنیت ، حاکمیت اومشروعیت لپاره لوی شرط قانون دی. باید ووایو چې دامنیت مسلی ته د ټولو ځواکونو او امکاناتو ور جلبولو، دقانون په پلي کیدو کې دعدلي او قضایي ادارونقش کمزوری کړی دی. له مخدره توکو سره مبارزه په افغانستان کې کمزورې حکومتدارۍ اوتاوتریخوالي اوبېوزلی مخ په زیاتیدونکې پراختیا ، دمخدره توکو له نامشروع صنعت سره مرسته کړیده. ددی ستونزی دحل لار د سولی په ټینګښت ، دقانون دنقش په زیاتیدو او داقتصادي حالت په ښه کیدو کی موندلی شو. دخپلسرۍ پروړاندی مبارزه هغه څه چې بلواګرجګړی ته هڅوي هغه دیوی ځانګړی عقیدی او ایدیالوژۍ مسله نه ده ،بلکې لامل یې بي ثباتي ده چي له قبیلوي شبکو اوپردیو جنایتکارو سازمانونو سره اړیکي لري. دبلواګرو پر ضد مبارزه کې باید هڅه وشي چي هغوی له پوځي ترهګرو څخه جلا کړای شي او دا هغه وخت عملی بڼه مومي چې یوه هماهنګه پوځي اوملکي ګده استراتیژی جوړه شي. دټولنیزی بلوا د له مینځه وړلو لپاره هیڅ پوځي لاره نشته.بلکې پوځي لار ددی مبارزی یوه وسیله ده. د یادی شوی ستونزی د حل غیر پوځي لار،اقتصادي پراختیا، قوي حکومت اودقانون پلي کول دي. د بلواګرو پر ضد دمبارزی ستونزه ، دیوی هماهنګی استراتیژی نه لرل دي چي دیو سیاسي ، پوځي او پراختیایي نظر له مخې جوړه شوي وي. طالبانو ته یوازی دپوځي لاري څخه ماتی نه شو ورکولی بلکې ماتول یی په دی کارونو ممکن دي: ددی هیواد دخلګو مشروع شکایتونو ته ځواب موندل په پاکستان کې د بلواګرو دځالو له مینځه وړل او په ګده مبارزه کې دهغه هیواد دهمکاریو جلبول. اداري فساد اوله هغه سره مجادله د اداري فساد یوه برخه ، دټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي شرایطو زیږنده ده چې یوازی افغانستان نه بلکې ددریمې نړۍ او دپراختیا په حال کې ګڼ شمیر هیوادونه پری اخته دي ، خو کوم فساد چې دافغانستان په دولت کې دی ، ښه ده چي هغه ته سیاسي فساد ووایو. ددی فساد عمده لامل د دولت سیاسي جوړښت پوری اړه لري چې په دولت کې یي د سازمانانو کمیت کمزوری کړی دی. دوهم لامل یې دیو شفاف اومظم سیستم نه درلودل دي چي فساد ته یي توان ورکړی دی. دریمه ستونزه ، دودیزو او مصلحتي مالکانو ، قومیت ، کورني حیثیت، جنسیت او داسی نورو ته زیاته پاملرنه ده چي دښایسته سا لاری مخه نیسی. حال دا چي ښایسته سالاری د وخت اړتیا او دملت غوښتنه ده. بله مسله ددولت دکارکوونکو دمکافاتو او مجازاتو د سیستم نشتوالی او دوی ته د پوره حقونو ، نه ورکو ل دي چي دا پخپله دټیټو رتبو مامورین په فساد ککړوي او همدرانګه هغه لوړ رتبه مامورین چي په نورو هیوادونو کی دعالي کادرونو په حیث انتخابیږي او انتصابیږي. له بده مرغه په اوسني افغانستان کې داسی نه ده. داداري فساد دستونزی دحل لار، په لمړي سر کی، لازمی سیاسی ارادی، د دولت په تشکیلاتو کی مناسباتو او دکادري سیاست مجموعی ته ، له سره غور کولو پوری تړلی ده. په اوسني دولت کې باید دا دهغه سیاسي اراده واوسي چی یوازی د دولت د چارو او مناسباتو په مجموعی له سره کتنه وکړي. ملي پخلاینه هغه مهال له مخالفینو او په تیره له طالبانو سره د پخلاینی احساس پیداکیږي چي په افغانستان او شاوخوا سیمو کی یو مناسب سیاسي او پوځي وضعیت رامنیځته شي. او له دی پرته دا لړي نه شي بریالۍ کیدلی. پخلاینی ته اقتصادي، ټولنیزه اوسیاسی هماهنګي پکارده چي له تاوتریخوالي څخه په ډکو سیمو کې ترسره شي . ترڅو پکی د دولت ځواک، نفوذ او حاکمیت ثابت شي. دنړیوالو ځواکونو شتون اوسنې افغانستان پر خپلو کورنیو ستونزو سربېره ، دسیمی دسیالو قوتونو له روانو لاسوهنو څخه هم رنځیږي. دبلواګرو او دهغوی دبهرنیو ترهګرو په وړاندی د مبارزی لپاره ، دبیاروغونی په چارو کی مشارکت اود خپلوامنیتی ځواکونو په پښو درولو ته اړتیا ده او دا ځواکونه باید دملي امنیتي ځواکونو دپیاوړتیا اوبیا جوړونی هڅې متمرکزی اوجدي کړي. او د یوی استرتیژی په چاپیریال کی خپل عملیات د دولت سره تنظیم او همانګۍ کړي. پوهنه د یوه هیواد او یوه ملت دپراختیا ټولی چاری د هغه پوهنی پوری تړلي. پراختیا داسی یو ارزښت دی چي اساسي موخه يې ، د فرهنګي ، فني او اقتصادي وروسته پاتي والي له مینځه وړل او په پایله کې د ژوند دکیفیت ښه والی دی. افغانستان دپوهنی په برخه کې جدي پاملرنی ته اړتیا لري. د بی سوادی کموالی، دلوږې او بېوزلۍ دکموالي سبب کیږي او داسې شرایط رامنیځته کوي چې د پراختیا ټول ډولونه پکی لیدل کیږي. افغانستان د وګړو له پلوه یو ځوان هیواد دی ، ددي هیواد په سلو کی څه باندي ۶۰ ځوانان دي ، ددی امله پوهنی او مسلکي زده کړو ته پاملرنه باید د افغانستان د دولت په لمړیتوبونو کی ځای شي. اقتصاد زمونږ اقتصادي نظام آزاد بازار دی ، ښایي دا پوښتنه رامینځته شي چي ، افغانستان خو ډیر لږ اقتصادي بنسټونه هم نه لري ، نو څنګه کولای شي دا نظام پلی کړي ؟ د اپوښتنه پر ځای ده. خو افغانستان ددی دلیل له مخی چې ښه جغرافیایي موقعیت لري ، دسیمي ستری سرچیني او دمصرف او تولید لوی بازار یي ترڅنګ پروت او سربیره پر دی د نړی د ډیرو هیوادونو سیاسي او اقتصادي ملاتړ هم ورسره دی ، نو د همدی دلایلو له مخی دا شرایط او دریځ لري چی دا نظام ومني او پلی یي کړي. خو آزاد بازار هم دامنیت او دقانو له حاکمیت پرته معنی نه لري ځکه چي د آزاد بازار دامکاناتو له مخی ، او قانون څنګه چې لازم دی ، په هماغه ډول حاکم شي .ترڅو اجراتو ته اغیزمن شرایط برابر کړي. د ډیورند دکرښی مسله دډیورند مسله زمونږ یوه سیاسي ، تاریخي او ملي مسله ده ، حال دا چي پاکستان ته یوازی یوه سیاسي مسله ده. په دی ټول پوهیږي چي ډیورند ، دسیمی پر خلګو یوه تحمیلي کرښه ده چې سل کاله دمخه دیو ښکیلاک ګر ځواک له خوا رامینځته شویده. افغانستان د ډیورند هخوا لوری سره ، ټولنیزی ، تاریخي او فرهنګي اړیکي لري او ترهر څه دمخه پکی ددی سیمي د خلکو داوږدو ټولنیزو ،اقتصادي ، سیاسي او فرهنګي محرومیتونو له مینځه وړل مطرح دي. زمونږ سیاست او ملي روحیه دا وه چي دې خلکو ته دی خدمت وشي ترڅو خپل برخلیک پخپله وټاکي ، هغه وخت دا ددی سیمی خلک چي هره پریکړه وکړي مونر یي تود هرکلی کوو. موږ ددی ځمکی دعوه نه کوو ، ځکه دا ځمکه هاغه چا پوری اړه لري چي پری ژوند کو ي. دهمدی امله له پاکستان څخه هیله ده چي د خلکو پریکړه او اراده ومني ځکه چي دا دستونزی د حل ښه لاره ده. البته هر کله چې دافغانستان (( خلک)) ضروري وګڼي ، دا تصمیم نیولی شي ، نه دولتونه ، ځکه چي دا یوه ملي مسله ده. مجاهدین دافغانستان ټول ملت مجاهد دی ، او رښتینی جهاد ددی هیواد په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. د جهاد له برکته افغانستان نن یو ملي او اسلامي دولت لري . مجاهدین باید انعام د خلکو له لاری ترلاسه کړي او دقانون سره سم د ټولنی د نورو قشرونو په څېر ، په ټولو سیاسي ، ټولنیزو ، فرهنګي او اقتصادي چارو کی برخه واخلي. دجنایتکارانو دلفظ په هلکه باید وویل شي چي هر جنایتکار مجاهد نه دی او هر مجاهد جنایتکار نه دی. جنایتکاران دګوتو په شمار دي . جنګي جنایتکاران یوازی جهادي ګوندونو پوری اړه نه لري. په دیرش کلنو جګړو کي تری یوه خوا هم ځان نه شي اخوا کولی. دا یوه حقوقي قضیه ده او ناوړه سیاسی ګټه تری باید وا نه خیستل شي. راتلونکې ټول ټاکنی تیری ټول ټاکني (( څلور کاله دمخه)) په سختوسیاسي ، فرهنګي ، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کي ترسره شوي ، او د افغانستان ملت دا توانایی وښوده چي دولسواکې راتګ او منلو ته تیار دی. خو دوهمي ټول ټاکني به اسانه نه وي. سره له دی چي ملت تصمیم نیولی چي دا ټول ټاکنی ترسره کړي او خپل نظام خوندي وساتي . خو ملت باید په دي ډاډمن شي چي د دوی ارادو ته په رښتینی ډول سره درناوی کیږي. لازمه ده چي ټولی سیاسي ، فرهنګي اوټولنیزی کړی اوډلی دملي مسولیت له مخي په هوښیاری له ټول ټاکنو سره چلند وکړي او د راتلونکو پنځو کالو لپاره خپل برخلیک وټاکي. ټولو ته مهمه ده چي پدي برخه کي دري اساسي اصولو ته پام وکړي : د یو موټي ملت اصل د ولسواکې اصل او دښایسته سا لارۍ اصل دی اصولو ته باید تر نورو زیاته پاملرنه وشي. دا حق باید له هیواد څخه بهر په تیره په امریکا او اروپا کي هم خپلو خلکو ته ورکړو. ځکه چي دا دهغوی مسم حق دی ، او هر افغان ته پکارده چي دهر کاندید کړنلاره ، شخصیت اوډله ، په کره توګه وڅيړي او مطالعه یی کړي او بیا ورته رای ورکړي . ژوندی دی وي افغاستان
مصطفی "صافی" : کابل
دسمیع الله امینی ویبلاک