د پښتنو اصل نسل-وركې شوې لس اسرائيل قبيلې

سعدالله جان برق   

Tuesday, 10 March 2009

  اول خو زما د (ورك)په دې ټكي اعتراض دى . د بنى اسرائيلو ټولې قبيلې د ولس دي چې د روايت مطابق د حضرت يعقوب عليه السلام چې دوى ورته اسرائيل وايي د دولسو زامنو اولاد دى .

اوس سوال دا دى چې له دولسو نه لس بېلې شي،نو وركې شوې به موږ هغه دوو ته وايو كه لسو ته ؟ لس كسه په لاره روان دي  ،دوه يو خوا لاړل،لس بل خوا ته. نو اوس به هغه دوه خلكو ته وايي چې زموږ نه لس ملګري ورك دياوكه هغه لس به وايي چې زموږ دوه ملګري بې دركه شوي د ي . (جز)د (كل) نه وركيږي،كل د جز نه نه .دا ځكه چې اكثريت د اقليت نه نه وركيږي .

د وركو شوو لسو قبيلو دا افسانه صرف يوه افسانه ده چې  له حقيقت سره يې هيڅ تعلق نشته . زه به وړاندې دا خبره په دليل او ثبوت سره وړاندې كوم چې داسې واقعه هډو په تاريخ كې پېښه شوې نه ده .

د يهوديانو د روايت مطابق يهوديان د يعقوب ( ع) اولاد دى . دا زه د يهوديانو د خپلو روايتونو ذكر كوم ، ګڼې زما په خيال كې يهوديان يو مخلوط نسل دى چې د ډېرو نسلونو وينه په كې شامله ده . د يهوديانو يو نبي حزقى ايل يروشلم يعنې يهوديانو ته داسې مخاطب كيږي .

ستا مور حتى او ستا پلار

امورى دى (حزقى ايل)

خو دلته زه صرف د دوى د خپلو روايتونو ذكر كوم . د اسرائيل اولاد چې كله د يوسف عليه السلام په ذريعه مصر ته راغلو ، نو دغه وخت په مصر د هيكوس بادشاهانو حكومت و چې عام تاريخونه ورته (شپانه بادشاهان) وايي او د نامعلوم ځاى خلك يې ګڼي،خو زما د تحقيق مطابق هكسوس په اصل كې اساك پښتانه وو. دا تفصيل به په خپل ځاى راځي. د څلورسوه كاله حكومت نه پس د مصر خلكو د هكسوس حكومت ختم كړو او خپل مصري قبطى حكومت يې قايم كړو. د مصريانو څومره نفرت او د ښمني چې د هكسوسو سره وه، نو دومره يې له بني اسرائيلو سره هم وه ، ځكه چې دوى هغوى راوستي او په مصر كې يې ميشته كړي وو، نوله دې كبله مصريانو بني اسرائيل ډېر لاندې خلك ګڼل ،سخت ظلمونه به يې پرې كول او اكثر به يې پرې سخت كارونه لكه خټې، لوټې او خښتې جوړول وغېره كول . د حضرت موسى عليه السلام په قيادت كې چې كوم تحريك شروع شوى و،نو هغه خالص د ازادى او (ديني ) تحريك و. د موسى عليه السلام مطالبه دا نه وه چې فرعون دې زموږ مذهب قبول كړي، بلكې دا مطالبه يې وه چې موږ اسرائيل پرېږده چې خپل وطن ته لاړ شو .

هسې هم د موسى عليه السلام مذهب صرف اسرائيلو د پاره و او د نورو قامونو د شاملولو ګنجائيش په كې تر اوسه نشته . پخواني ټول مذهبونه دغسې نسلي او قومي وو،صرف اسلام يو داسې مذهب دى چې د تمامو انسانانو د پاره يو عالمي مذهب دى . د هغه ټولو مذهبونو مخاطب به خپل قومونه وو او د اسلام مخاطب ټول انسانيت دى .

دلته دا خبره هم صفا كول غواړي چې فرعون يو كس نه و. د دېرشو كورونو تقريباً څلورنيم سوه بادشاهان څه چې په مصر كې راغلي دي د هغوى خطاب يا لقب به (فا- را)يعنې د نمر زوى و. دا فا-را ټكى په عربۍ كې فرعون شوى دى .

په دوى كې داسې فرعونان هم وو چې داصله مصريان نه وو، لكه هيكسوس و يا څه ليبيايى خلك وو بلكې د ټولو نه اخري يعنې دېرشم خاندان خو يوناني فرعون و دا د سكندر اعظم د جرنيل بطليموس (پوټالمى)نه شروع شوى و او په (كيلوپيټرا)ختم شوى و، د تاريخ دا مشهوره ښځه كيلو پيټرا هم فرعونه وه .

د موسى عليه السلام دوو فرعونانو سره واسطه راغلي ده. يو رامى سس(رعميس)و او بل د ده زوى مرف پت (مفقاح و) رامى سس هغه و چې موسى عليه السلام يې لوى كړى و او مرف پت هغه وچې غرق شوى و.

له ډېر كشمكش نه پس اخر فرعون په دې رضا شو چې بنى اسرائيل د مصر نه تلى شي ، خو چې دوى تر څو راغونډېدل او روانېدل ، نو فرعون ته مصري اميرانو ووي چې كه دوى لاړ شي،نو موږ به دا سپك او د غلامۍ كارونه په چا كوو،نو د فرعون اراده بدله شوه او د اسرائيلو تعاقب يې وكړو، خو د بحيره روم په يوه خپه كې ډوب شو .

اسرائيل خپل فلسطين ته راغلل دلته يې ډېر په ګرانه او جنګ جګړو خپل حكومت جوړ كړ،بيا دا حكومتونه خپلو كې دوه شول،يوپه يهوديه مشهور و او بل په سامريه . په اخيره كې بيا ديروشلم يو حكومت جوړ شو. د بابل د حكومتونو به دوى سره اكثره جګړې وې . د بابل اخري كلاني بادشاه بنو كرنيزر چې په عربي نوشتو كې بخت نصر ياد يږي اخريې يروشلم تباه كړو او د يهودو خاص خاص كسان يې ځان سره بابل ته بوتلل چې دغلته (۷۰)كاله يو قسم له قيد يا غلامان وو،بيا د چا هخامنشى كورنۍ سائرس يا كورش يا خسرو چې كله بابل فتح كړو، نو دوى يې ازاد كړل ، وئيل يې چې كوم خوا مو خوښه وى لاړ شئ، نو په دغه ځاى كې د لسو وركو قبيلو (TEN LOST TRIB) افسانه را پيداشوه چې زموږ قصه بړو هندوكش ته را ورسوله او د پښتو نسل يې ترې جوړ كړو .

د افسانو نه پرته حقايق او تاريخى واقعات داسې هېڅ قسمه واقعه نه بيانوي . دا صرف د يهوديانو زباني كلامي قصه ده او غالباً چې نعمت الله هروي سره هم د چا داسې اسرائيلي يا نيم ملا ملاقات شوى و .

زموږ د جماتونو نيم مليان عام طور په داسې قيصو باندې ګوزاره كوي .

د ټولو نه اول خو دا خبره غلطه  ده چې بخت نصر ټول يهوديان راوستي وو . هغه خو د يهوديانو زور ماتولو نو د سر سر دانې يې ترې راغونډې كړې وې . مشران ، سرداران ، مذهبي عالمان او سركاري كسان يې راټول كړي وو او بابل ته يې راوستي وو . دوى يې په يوه محله كې اباد كړي وو، قيديان نه وو، خو تلى هم نه شول . دغه محلې ته به بابليانو محله كبر ويل او يهوديانو به ورته (تل ابيب)يعنې (ابيب غونډۍ)ويل دا اوس د فكر خبره ده چې په يوه محله كه هر څومره لويه شي كالوني به يې وګڼو، نو بيا هم څومره خلك په كې ځائيدى شي. بابل د هغه زمانې لوى ښار و . خو دومره لوى هم نه  لكه څومره چې د نن عالم ښارونه دي،د يهوديانو شمېره بعضې خلك اويا زره هم مبالغه ده . د بابل ابادي هغه وخت د يوې اندازې مطابق زيات نه زيات پنځه شپږ لكه وه او دا يو فصل بند ښار و. نو په داسې فصل بند ښار كې ځان سره اويا زره دښمنان ساتل د هوښيارانو كار نه دى .

لكه لږه موده وړاندې چې په هند كې زموږ څه كم و زيات پنځه نوي زره پوځيان قيد وو، خو دا ټول يې د ښارونو نه لرې په كېمپونو كې تس نس ساتلي وو .

كه هر څومره شمېره دغه وخت په بابل كې د يهوديانو وه،خو دولس واړه قبيلې ټولې دغلته بندې نه وې .

اسرائيلي علاقو كې هم اسرائيليان اوسيدل . صرف حكومت يې نه و .

په هر حال د بابل د انهدام نه پس كورش يهوديانو ته عام اجازت وركړو،ځكه چې كورش سره دوى كم از كم د جاسوسۍ تر حده ، خو د بابل په فتح كې مدد كړى و. د بابل نه د يروشلم يې ليدلى و،نو د قيد په دوران كې چې يې خپل كوم وطن او مذهبى ځايونو پسې فرياد كړى و .

هغه يې پرېښودو او خامخا په تورو تيرو كې نامعلومو وطنونو ته لاړل . د وركېدو خو هډو سوال نه پيداكيږي . وركيږي يا خو ماشومان يا څو كسه . پوره لس قبيلې څنګه وركېدى شي .

د ټولو نه غټه خبره دا ده چې دغه وخت كې سايرس صرف بابل فتح كړو. دې خوانورې علاقې قطعي ازادې وې او په هغو كې با قاعده پښتانه اوسېدل . د پكتوس ، ستاګيدي ، اپريتايې ، مساګيت ، ديربيك ، او سرمتي قبيلو نومونه خو هيروډوټس هم ياد كړي دي چې پښتانه قبائيل وو او په دومره طاقتور شكل كې وو چې سائرس هر كله حمله وكړ،نو فتح يې نه كړى شول .

البته په خپله په دغه جنګ كې مړ شو، نو د داسې خلكو نه يهوديان څنګه راپورې وتل چې د سائرس ملګري وو .