احمد شاه بابا خو امپراطور و !

سميع  الله اميني\ ميدان ښار

زموږ په هېواد كې د ځايونو نومول له ډېر پخوا را پدې خوا داريايي قومونو كله چې په آريانا (افغانستان) كې اوسېدل، اېښودل شوي دي، چې دځينو ځايونو نومونه دهغې زمانې له كلتور او ژبې سره اړوند نومول شوي دي .

اوسمهال په هېواد كې داسې سيمې شته چې په هغه زمانې كې ورته نومونه غوره شوي دي خو اوس دكلتور او ژبې دلابدايي توب له امله هغه نومونه څه ناڅه نيمګړتياوې لري . لكه په ميدان وردګو ولايت كې (ده هندو) په نامه يوه سيمه ده ، خو اوس يې اوسېدونكي پښتانه او مسلمانان دي . دې نومونې ته په كتو سره داسې برېښي چې په هغه زمانې كې په نوموړې سيمې كې هندوان اوسېدلي وو . چې له همدې امله په هغو نومونو يادېږي چې له اوس مهال سره سم نه دي.

داوسنيو غوښتنو په اساس (ده هندو) نوم بدل شوى دى اوس  د (ده مسلم) په نامه يادېږي . دا خو يوه نمونه وه ،

دغه راز هېواد په نورو سيمو كې هم داسې نومونې شته چې اوس دهغو نومونو يادول ښه نه برېښي ، دغه دليل ده چې دوخت په تېرېدو سره داړتيا له مخې ځينې بدل شوي دي . پر دې به نور بحث نه كوو ځكه له اصلي موخې څخه لرې كيږو.

دنومونې په اړه بايد ووايم چې هر هېواد ځانته وياړونې او نوموتې څېرې لري او د هغوى نامه او شان ته ددرنښت او دبقا او نورو نسلونه ته يې هغو دكارنامو او نومونو لېږدولو په صورت كې د هغوى انځورونه د هېواد په ګوټ ګوټ كې نښلوي او په خپلو تاريخونو كې خوندي او د ښوونځيو زده كوونكو د تدريس په موخه ترې ګټه اخلي .

دغو ملي او نړيوال شخصيتونو د نومونو د تل پاتې كيدو او د هېواد د نويو نسلونو په ذهنونو کې ددوي ديادونو دپاتې كېدلو يوه لاره هم د هېواد د سترو ښارونو، پوهنتونونو، ښوونځيو، او څلور لارو او لويو لارو باندې ددوى دنومونو ايښودنه ده چې بايد د دوى په نامه ياد شي تر څو د دغه ملي او نړيوال شخصيتونو نومونه د تل لپاره د هېواد د ولسونو په ذهنونو او افکارو كې پاتې شي .

دنومولو او ټاكلو تر ټولو لويه سرچينه داصلاعات او كلتور وزارت دى چې د يوه كميسيون په ټاكلو سره نومونه او ځايونه ټاكي او د ډبرليك او يا هم د فلزي لوحو څخه كار اخلي او په ټاكل شويو ځايونو كې نښلوي .

په دې وروستيو كې د اطلاعات او كلتور وزارت دمشرتابه په لارښوونه او د يوه خصوصي مخابراتي شركت په مالي ملاتړ د هېواد د ځينو لويو ښارونو او څلور لارو او لويو لارو چې د يوه با صلاحيته كميسيون له لوري په پوره اخلاص سره ټاكل شوي و د پلې كېدو په درشل كې و .

په دې لړ كې د ولايتو د نومونې په برخه كې د جوزجان ولايت په لويو ښارونو او څلور لاريو باندې د هېواد د نامتو ، ملي او نړيوالو شخصيتونو لكه (احمد خان ابدالي،  ميرويس خان هوتك او وزير محمد اكبر خان) د نومولولړۍ  پيل شوه.

په دې وروستيو كې د (اداره فدراسيون فرهنګي توركان افغانستان) لخوا د كابل پرس په وېب پاڼه كې يو ليكنه خپره شوه ، چې په دې ليكنه کې ويل شوي و چې دا نومونه استوره يي او تخيلي او قبيلوي نومونه دي. چې دې ملي او هر اړخيزې لړۍ ته يې نفاق اچونې تورى كارولى دى.

زما په اند دا ورونه دې په دې فكر وكړي چې دا نومونه يې چې ليكلي دي . آيا دا ملي شخصيتونه لكه احمدشاه بابا استوره ده ؟

او په دې ليكنې كې راغلي دي چې د ځايونو نومونه په هغه وخت كې د اشخاصو په نامه نومول كيږي چې د هېواد ټولو وګړو ته د منلو وړ وي .

له دې ښاغلو كه وپوښتل شي چې احمدشاه بابا نوم د نړۍ په كچه يو پېژندل شوى نوم نه دى ؟

او د يولسمې سپوږميزې پېړۍ پېژندل شوى امپراطور نه و ؟ 

او داوسني افغانستان چې جغرافيايي سرحدونه يې د ډهلي نه تر مشهد نه و بنسټ اېښودونکى نه دى ؟

په دې ليكنه كې يې داسې بې غوري كړې ده چې د هېواد ځينې ملي څېرې يې  يې په يوه قوم پورې تړلي دي او دا په داسې حال كې ده چې نړيوال تل دبېلګې په توګه له دغو نومونو څخه يادونه کوي.

ددې ليكنې په بل ځاى كې راغلي دي چې دهېواد پخواني او بومي نومونه دې نه بدلېږي.

زموږ په هېواد كې له پخوا را په دېخوا پر ځايونو باندې داسې نومونه اېښودل شوي دي چې اوسمهال يې استعمالول او په كار وړل ښه مانا نه وركوي (د دې بېلګه مې پورته ياده كړه) او بدلول يې يو اړين كار دى.

په ياده ليکنه كې دټولنيز عدالت دتامينولو په لړ كې وايي چې ټولنيز عدالت په هغه وخت كې پلى كيږي چې د هېواد نور اوسېدونكي او شخصيتونه وستايل شي .

لكه جلال الدين محمد بلخي، حافظ شيرازي او نور ...  ګورئ چې د دې ښاغلو تنګ نظري تر كومه رسيږي ؟

د دري ژبې له ادبياتو څخه پښتانه ليكوالان ، اردو، تركي، او ايراني وباسئ دوى كې څه پاتې كيږي . موږ دوى منو، نو دوى دې هم نور له ديكتې شوې پاليسي څخه لاس واخلي او ملي ګټو او ارزښتونو ته دې پام وكړي.

دا پورته څرګندونې د توركانو فرهنګي فدراسيون په نامه يوې ټولنې چې ښايي د هيواد په شمال سيمو كې يې مركز وي.

دداسې ډلو چې دځينو افغان ضد موسسو لخوا روزل او کارول كيږي، بايد ددولت او ملي امنيت له لوري وپېژندل شي او د نورو فعاليتونو مخه يې په كلكه ونيول شي،ځکه چې کېدى شي دالړۍ ښې پايلې ونه لري.دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت نه مې هيله د ده چې  ملي ګټو او ملي ارزښتونو په پام كې نيولو سره دې ددې ټينګ عزم په پراختيا كې لا هم ګړندي شي.همدانګه دهېواد د ټولو ليكوالانو څخه مې په درنښت هيله داده چې له داسې پېښو سره د ډېر حساس واوسي اود ګران هېواد افغانستان ټول ملي او نړيوال ارزښتونه وساتي .

په همدې هيله