يون كه اوسنى خوشحال خان

دا ژوند زموږ كم د محبت لپاره هــــــم دى

حيران يم نفرت ته وزګاريږي خلك څنګه

سميع الله اميني

افغانان په ټوليزه توګه له ژونديو څخه يې ښه نه راځي او په مړو پسې كلونه كلونه څه چې پېړۍ پېړۍ ژاړي . او هغه د نادره خبره چې د پښتنو په مړو كې بد نشته او په ژونديو كې ښه !

څو ورځې وړاندې مې يوه ليكنه چې فكر كوم عتيق جان په نامه چا ليكلې وه، چې دې ته په دري كې خود كش بيګانه پرست وايي، ولوسته چې د هر پښتون لپاره يوه د عار خبره ده . په دې ليكنه كې د ښاغلي پوهندوى استاد محمد اسماعيل يون د مهاجرت ژوند تصوير كړى و . زه فكر كوم چې د دې ليكنې ليكوونكي په دې خاطر دا خبره كړې ده چې نوموړى پخوا داسې و، او اوس داسې دى .

هغه خو مهاجرت ژوند و او كه هغه شغل خداى مه كړه بد واى خو دا خو ټولو افغانانو كړى دى او لا كوي يې . دا خو د كوم عيب او يا هم د انسان شخصيت ته كوم زيان نه رسوي .

كه ښاغلي يون د مهاجرت په شپو او ورځو كې د نورو افغان كډوالو په څېر په فقر كې ژوند كاوه خو د ځينې جهادي مشرانو په څېر يې غلاوې او شوكماري خو نه كوله په حلاله لار يې حلاله روزي پيدا كوله . او خداى (ج) په قران شريف كې فرمايلي دي چې( الكاسب حبيب الله ) .

ښاغلو د ديني رواياتو پر بنسټ ټولو پيغمبرانو په لومړي سر كې د وخت د مالدارو د مالونو او څارويو شپوني كړې ده او په اصطلاح مازې يې د ژوند ورځې تېرولې .

هره ټولنه ځانته ښاغلي او نوميالي لري په دې لنډه او تنګه ليكنه كې مهاتماګاندي يې غوره ګڼلى دى ، په داسې حال كې چې د وخت مهاتماګاندي د ستر پښتون پاچاخان څخه مشورې غوښتې او د خان پاچاخان سره يې ناسته پاسته يې د ځان لپاره وياړ ګڼلى دى . چې مهاتماګاندي د مړينې  وروسته بيا د مهاتماګاندي ميرمن له خان پاچاخان څخه غوښتنه كړې وه چې د هند د وګړو سرپرست او د مهاتماګاندي ځاى ناستى شي او د نوموړي ګوند رهبري وكړي . نو  اوس زموږ مشران د مهاتماګاندي سره تشبيه كوئ !  حال دا چې هغوى زموږ د مشرانو سره ناسته پاسته د ځان وياړ ګاڼه .

او د يوه شخص لپاره چې په يوځلي دري دېرش اثره ميدان ته راوباسي داسې سړي ته نو موږ په اوسنى نړۍ كې غير له دې چې اوسنۍ خوشحال خان ورته ووايو نو څه ورته ويلى شو .  چې څو ورځې وړاندې يې د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ كې ۳۳ اثره پښتنو ته ډالۍ كړې .

كله چې ښاغلي يون د اوسني حكومت ارګ ته لاره پرانستله او ارګ ته يې په يو ځانګړي شان سره د پښتــــون قوم د نجات او پالوونكي په  توګه ارګ ته ننوت تر څو د پښتنو دغه تر پښو لاندې شوي حقوق بيا راژوندى كړي . او پښتو توكم له خوبه راويښ كړي .

كله چې ښاغلى يون اوسني ارګ د محمد ګل خان مومند په  څېر د  يو ملي احساس سره ننوت ، كوم پښتون خپله خوشحالي علني اعلان كړه په هغه وخت كې چې شمالي ټلوالې او ورسره د دوى او د ځينو بهرنيو په اشاره د همدې پښتو او پښتونولى پر سر چې مخالفتونه پيل شول ما خو يو پښتون هم ونه ليد چې د يوې ليكنې په ترڅ كې د يون صيب ملاتړ وكړي . لاريون او نور اعتراضونه او شكايتونه خو لا پرېږده !

چـې دلته عتيق ويلي دي چې ارګ ته د يون ورتك پښتانه ځوانانو من من غوښې واخيستلې نو غوښې اخيستل همداسې و ي ؟

كه مو فكر كړى وي نو اوس هم د ده په وينا پر هغو كسانو يې چې د (مرده باد شعارونه وركول اوس هم د هغو پر وړاندې د يوه سپر په څېر ولاړ دى ).

عتيق جانه د كمپاين خبره به درسره نه څېړم ځكه خبره رانه ډېره اوږديږي . يو څه مكث به د رياستي او پارلماني نظام په اړه وكړم .

په اوسني حساس او كابو ترينګلي وخت كې د هر لوستي په ذهن كې همدا اوسنى رياستي نظام يو وړ او تر ټولو ښه نظام ښودل شوى دى .

ګورئ د دې موضوع په اړه چې عتيق جان ته يې هضم ګرانه خبره ښكاري لږ به يې د يوه ساري سره روښانه كړم .

 

اوسنى عراق په نظر كې ونيسه :

د امريكايي يرغلګرو مخكې په عراق كې يو با ثباته او مقتدر او سالم ديكتاتوري نظام و چې د عراق ټولو مسلمانانو او د نړۍ نورو مسلمان ميشتو وګړو ته د خوښې نظام و . ځكه عراقيان په كې هوسا او په پوره امن كې يې ژوند كاوه ...    .

نو كله چې امريكايي او ورسره ملګرو يې د بېلابېلو بهانو چې ټولو ته مالومه ده پرې د خپلو ګټو لپاره يرغل وكړ په داسې حال كې چې د دوى اكثره ملګري د دې يرغل مخالف و خو دوى د خپلو ګټو لپاره يرغل وكړ . او ان ويل كيږي څه چې او په ريښتيا بدله شوې ده ، هغه دا چې په خپله بوش د يوې امريكايي شركت چې كار او بار يې نفت و ، بوش ته يې يوه برخه منلې وه نو د دې لپاره چې د عراق لاس نا وهلي او سوچه تيل د هغه امريكايي شركت چې ده ته يې برخه منلې وه يرغل وكړ .

كله چې پر عراق په هغه بهانه چې يرغل يې كړى و ، وروسته بيا څېړوونكى هغه سيمې چې د ده په وينا هلته اټومي چارې پر مخ تلې په هغه ځاى كې يې د اټوم څرك هم پيدا نه كړ . چې اوس يې د امريكا ټول ملت يې د ملامتيا بار پر غاړه وړي . او اوس اوس هم د امريكا لوړ پوړي چارواكي وايي چې پر عراق يرغل د دوى يوه ستره تېر وتنه وه .

څه و ؟

هلته يو سالم رياستي نظام و چې هر څه سم او ښه پرمخ تلل . خو اوس يې كابو د ناټو ټول غړي هېوادونه يې نشي ارامولى . بل لامل يې ښايي دا  واوسي چې دمګړى هلته اوسنۍ نظام  صدارتي نظام دى چې تر اوسه هم د عراق حكومت نه دى په كرار .

نو هر لوستى دې يو ځلي په خپل ګريوان كې سر ښكته كړي او ودې وايي چې د افغانستان په څېر يوه هېواد ته چې هره سيمه يې د هر راز ژپني . مذهبي ... او ان د بهرنيو د لاسوهنې خالي نه دى نو دلته به كوم نظام ښه او برلاسى وي ؟

طبعي ده چې د هر لوستي او پوه سړي ځواب به دا وي چې رياستي نظام ، هو رياستي نظام په داسې ملك كې تر ټولو غوره نظام دى . دا د دې لپاره نه چې په اوسني نظام كې فلان او يا هم فلان شخص د واك په ګدۍ ناست دى دا يوازې د هوسا او پياوړي افغانستان لپاره .

په دې ليكنه كې يو خو بې پاسه خبرې ډېرې وې چې د هېڅ يوه لوستي سره نه ښايي داسې كلمې په خوله راوړي او خپل مغز پرې ستړى كړي .

په دې ليكنه كې ځينو اشخاصو خبرو ته اشاره شوې وه چې د يون سره يې په هغه ګړدى ميز كې چې د شمشاد ټلويزيون له لوري چې فكر كوم د رياستي او صدارتي نظام په اړه و  ځينې څرګندونې رااخيستي وې . او په دې ليكنه كې ويل شوي و  چې فلاني د زړه له كومې خبرې كولې او فلاني د زړه له سره !

زه فكر كوم چې د نورو په هر  صورت چې د زړه له كومې يې ويلې او كه د زړه د كومې بلې برخې څخه خو يون صيب له نظر سره زه او نور ټول پښتانه او د پښتنو پر توكم مين كسان ورسره هم نظره دي . ځكه چې اوسمهال يوازې او يوازې رياستي نظام كولاى شي چې افغانستان د اوسني ناورين څخه يوه ساحل ته وباسي تر څو د پاتې توكم په ارامۍ او سوكالۍ كې د خداى (ج) په عبادت سره تېر كړي .

ګورئ د اسلام مبين دين په راتګ سره كله چې حضرت محمد (ص) په پيغمبرۍ مبعوث شو نو په هغه وخت كې د عربو نړۍ ټول په جاهليت كې ژوند كاوه . او په ناوړو عقيدو يې بېلابېل څېزونو ته يې سر ښكته كاوه او د خپل پيداكوونكي په توګه يې پېژندل .

په داسې يوه چاپيريال كې كله چې حضرت محمد (ص) په پيغمبرۍ مبعوث شو نو په لومړيو كې لوى خداى (ج) د وحيو په وسيله د هغه زمان د اوسيدونكو د عقيدو د بدلو لپاره يې عقيدوي مسايل ورو ورو ټولنې ته وړاندې كړل، په لومړيو كې يې د هغه زمان عربان يې اخلاقياتو ته متوجه كړل . په اخلاقو او عقيدوي مسايل يې روښانه كړل تر څو دوى ورو ورو له تل پاتې سلوك او عقيدو څخه راجلا كړل چې بيا وروسته يې نور سخت مسايل وړاندې كړل چې په هغو كې يو دا و چې :

په هغه زمانه كې شراب خوړل يوه عامه او دوديزه خبره وه ، د دې لپاره يې په لومړي سر كې داسې وحىې راغلې چې د نشه په حالت كې لمانځه ته مه نږدې كيږئ . بيا په دويم پړاو كې چې هغه ايت منسوخ شو او ناسخ ايت نازل شو پكې وويل شول چې شرابو ته مطلق حرام وويل شول .

ګورئ د خداى (ج) نظام ته چې هر څه يې په تدريجي توګه نازل او په خلكو يې ومانه .

اوس هر څه په نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان ټولنه كې په تدريجي توګه پر مخ ځي او ښه نتيجه وركوي .

كه د اوسني حكومت نظام او په هېواد كې شته ستونزو ته په كتو سره په لومړيو كې واليان او ښاروالان چې دا د ډيموكراسۍ يو جز دى شوي واى نو داسې ملك چې تر څه مودې وړاندې يې په هر ګوټ كې د ملك الطوايفي نظام حاكم و او په هره برخه كې ځانته هر څوك پاچا و او هر څه يې د خپلې خوښې پر  بنسټ كولې ، نو داسې يو په يو د واليانو او ښاروالانو انتخابي كيدل شونې و او كه څنګه ؟

هر سالم عقل به ووايي چې دا خو هېڅ شونې نه و، ځكه د خداى (ج) نظام په تدريجي توګه راغلى دى كه موږ قران عظيم الشان په نظر كې ونيسو نو دا قران هم د وخت د اړتيا سره سم په درويشت كاله كې پر حضرت محمد (ص) نازل شوى دى .

اوس دا اوسنى نظام د دې جوګه شوى دى چې د ملوك الطوايفي نظام پر ځاى يو ملي نظام پلى شي او د اوسنيو په وينا يو ډيموكراسي پلى شي نو ښاروالان او واليان انتخابي كيدل يو معقول او پر ځاى كار دى ځكه اوسنى افغانستان هغه د څو كاله پخوا افغانستان نه دى نو هر سالم كار په كې شونى او د ملك د ترقى لپاره هر چار په برياليتوب سره پلى كيږي .

دا هم د ښاغلي عيتق د ليكنې يوه برخه ويې لولئ .

(((ولې د درېواړو له دلايلو معلومېدل چي يو هم د زړه له كومي نه رياستي نظام غواړي او نه صدارتي او نه دوى د ډيموكراسۍ باوريان وو بلكښي دوى د خان نوكران وو. دوى د خان په خوښه د بانجان ستايني كولي. استاد يون ځكه رياستي نظام خوښول چي كرزي يي غواړي او يوسفي هم په همدې ترتيب د خپلو ټلوالو لپاره صدارتي نظام خوښول خو توپير په دې كښي ؤ چي يوسفي يوڅه پر منطق او استدلال تكيه كوله او استاد يون د كرزي د خوشالولو لپاره هغه د چا خبره دومره بګړۍ نيولى ؤ چي د هيواد هغه شريف او باشعوره ولس ته يې ښكنځلي وكړې چي پر ده نازيدل او د ده د سر د خير لپاره يي نذرونه نيول. استاد يون په تكرار تكرار دا خبره وكړل چي واليان او ښاروالان انتخابي شي نو د ننګرهار او هرات خلك به پاكستان او ايران په پيسو رانيسي. خو دې ته يې پام نه ؤ چې تر اوسه چې انتخابي نه وو نو واليان څوك دي؟)))

بلې هغه خلك يې خرڅ شوي نه دي ګڼلي او تاسې غواړئ چې ځانونه د نورو په بدنامولو مشهوركړئ . دا خو نو سمه لاره نه زه به يوه لاره در وښايم هغه دا چې( په ... وكړه چې خلك دې هر سبا بېګاه يادوي ښه به مشهوره وې )

ګوره له داسې كاذب شهرت څخه تېر شه او څه نور كار وكړه ښه ډول ووهه ښې بدلې ووايه هر څوك به دې يادوي او مشهوره سړى به يې .

پسې شا به نور هر چا پسې هر څه وايئ خو ګمان د ايمان زيان دى .

(په هر حال دلته د رياستي او پارلماني نظام بحث نه دى خو هر څوك چي د هر چا لپاره كمپاين كوي بايد خپل ضمير اوخپل تېر او راتلونكي وخت په پام كښي ونيسي او د نورو سپكاوى ونه كړي. نور نو يون صاحب ازاد دى چي چاته كمپاين كوي او د چا ملتيا كوي.

پير نه الوزي مريدان يې اوزوي.)

سميع الله اميني

Samiullah.aminy@gmail.com