په واشنګټن کې د افغان سفير يو څو نور انځورونه !!!
په واشنګټن کې د افغان سفير يو څو نور انځورونه !!!
سمندر 16.08.2010 15:12
دا دوه ورځې کېږي چې د عبدالجليل په نامه مجهول يو کس ټول افغان ته پيغامونه رالېږي چې په ټول افغان کې د سيد طيب جواد (چې په واشنګټن کې د افغانستان لوی سفير دی) او د هغه د مېرمن او زوی خپاره شوي انځورونه په کمپيوټر جوړ شوي دي او جعلي دي. همدا راز وايي چې سيد طيب جواد یوه اونۍ کېږي چې په برازيل کې په سفر بوخت دی. د دې خبرې هيڅ ثبوت نشته چې ګنې د عبدالجليل په نامه دا مجهول کس دې رښتيا وايي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.خو ما ځينې داسې انځورونه له نړيوالو ويبپاڼو راخيستي دي چې د جعلي کېدو تور لګول به پرې سخت وي. دا انځورونه د سرچينو سره دلته لاندې خپروو. که انځور ته ټک ورکړئ نو د انځور اصلي سرچينې ته مو بيايي.
یوه خبره چې دلته یې بايد يادونه وشي هغه دا ده چې طيب جواد په واشنګټن کې د بهرنيو چارو د وزارت د اصولو خلاف سفير دی ځکه هغه د امريکا تابعيت لري او نه شي کولای چې په امريکا کې سفير شي.
سيد طيب جواد او مېرمن یې په يوه غونډه کې د امريکا د مشهور سرمايه دار ډونالډ ټرمپ سره.
له ښي خوا څخه اوم او اتم کس د افغانستان سفير سيد طيب جواد او مېرمن یې.
جواد نهه کاله کېږي چې د افغانستان استازيتوب کوي.
د عراق د سفير سره
په يو بل مجلس کې د اسلامي هېواد افغانستان سفير او مېرمن یې.
د ډونالډ ټرمپ سره په يو بل مجلس کې.
د افغانستان سفير صيب د يو مجلې چې (زېبا) نومېږي اعلان کوي.
ايا د افغانستان د کولتور استازيټوب په دې ډول وي لکه د سفير صيب مېرمن یې چې کوي!
د سفير صيب یو بل ميټنګ!
دسمیع الله امینی ویبلاک