پيرروښان له تصوف نه ترسياست اوحکومت
پيرروښان له تصوف نه ترسياست اوحکومت
پوهنمل بريالی باجوړی
روښان دخپلې ټولنې له تحليل اوپيژندنې نه وروسته دتصوف په حلقه کې داخل شو. ياپه بله وينا دتصوف په پوړويوترسياست اوحکومت کولوپورې ورسيد .داچې روښان ولې دتصوف لمنه ونيوه ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې بايد وويل شي چې دغه وخت دتصوف بازاردومرعام توداوعام شوی و چې هره خوادپيرانواومريدانولړۍ ترلرې لرې ځايونو غزيدلې وې . دتصوف درامنځ ته کيدواوخوريدولامل داوچې له ٦٠٠ هجري نه تر٩٠٠هجري پورې دمغلو دفاتحانوتاړاکونوددې سيمې ملتونه يوپه بل پسې مات کړل اوددوي روحيه يې بيخې ووژله .
دهمدغه تاړاکونواوماتې په نتيجه کې خلک دومره ناهيلي شول چې ګوښه توب يې غوره کړ . بيادغه ناهيلي اوګوښه توب ددې سبب شوه چې له هندنه تر مصره پورې دتصوف په نامه يوتفکر خپورشوچې خلکو به دروحاني تربيت اورياضت په وسيله دځان لپاره يوخلاصون غوښت .په همدې توګه خلکوتصوف ته پناه يوړه اوتصوف دومره خپور شو چې لوې ،لوې ښارونه له خانقاووڅخه ډک شول . دتصوف ډيرلوی شخصيتونه په اسياکې پيداشول . په هندکې مغلي شهزادګانواوپه ايران کې صفوي کورنۍ تصوف ته ميلان پيداکړ. يوازې په هندکې ٧١ پيران موجودوو. پخپله جلال الدين اکبردمعين الدين چشتي مريدو چې اجميرشريف ته به دده دربارته لوڅې پيښې روان و.په دې توګه له شمال ، شرق اوغرب نه ددې روحاني نهضت څپې په پښتونخواهم راتللې . اودپښتونخواپه سيمه کې يې دوه لوي نمايندګان سيدعلي ترميزي اودده شاګرداخونددرويزه لوی پيران وو.
روښان له وړوکتوب نه نيولی ترځوانۍ پورې دژونددتودوسړوسره لاس په ګريوان و.بايزيدچې دپښتنواورمړقبيلې ته منسوب و. ويل کيږي چې داورمړوقبيله په غزني کې اوسيدله اوکله يې چې دمحمودغزنوي په زمانه کې له ده سره په فتوحاتوکې برخه واخيسته نومحمودورته په جاګيرکې دوزيرستان کاڼي ګرم ورکړ. بيادلوديانوپه وخت کې هندته لاړل اوهلته دپنجاب په جلندرکې ابادشول .وايي چې داورمړقبيله اوس په وزيرستان کې دوزيرواومسيدوله خواپه ستانه ياديږي اوانصاري قبيله چې داورمړويوه پښه ده دمياګانوپه نامه ياديږي .دروښان دپيدايښت په وخت ٩٣٢ هجري کې دلوديانوکورنۍ دمغلي پاچا بابر په واسطه له منځه ځي اوهغه پښتانه چې له پخوانه په هندکې ابادوو. دې ته اړکيږي چې بيرته خپل وطن ته راګډه شي . په دې لړکې روښان اوموريې هم يې دوزيرستان کاڼي ګرم ته راځي .روښان دپلارله بې پروايي اودميرې مورله نامناسبه چلندنه ډيرزوريږي . په وړوکتوب کې يې له کورنۍ سره اختلافات پيل کيږي . پلاريې ددرس لپاره ملاپاينده ته کينوي خود ميرې مورد ډيروکارونوله کبله نه شي کولای چې پوره زده کړه حاصله کړي .دخپل اکاد زوي خواجه اسماعيل نه غواړي چې لاس نيوی وکړي خوپلاريې دادخپل شان خلاف ګڼي .دهندوستان په سفرکې دملاسليمان کالنجري سره مخامخ کيږي اوله هغه نه هم ډيرڅه زده کوي . په دې توګه ويلای شوچې دروښان استادان همدغه درې کسان دي چې ترټولويې زيات اعتقادخواجه اسماعيل ته و.په ځوانۍ کې په تجارت پيل کوي . هند،سمرقنداودپښتونخواسيموته سفرونه کوي .دخپل اولس محکوم حالت اودمغلي حکمرانانومظالم له نيږدې نه ګوري.حتی تردې چې دی پخپله هم دقندهارپه سفرکې دبيرم خان دسپاهيانودظلم ښکارکيږي .ديوې پښتنې پيغلې مظلوميت اودمغلودسپاهيانودظلم ننداره دسرپه سترګو ويني .دخپل اولس تيرتاريخ له دغه حالت سره پرتله کوي اودهيواداوخلکودخلاصون اوازادۍ په فکرکې لويږي .خپل هدف ته درسيدولپاره دتصوف دلارې نيول يوازينې لاره ګڼي اوپه دې توګه دتصوف حلقې ته داخليږي اوپه پای کې په توده مسلحانه مبارزه لاس پورې کوي ..روښان په خپلو سفرونوکې دمذاهبوپه فلسفه ځان پوهوي اودتصوف په عالم کې داخليږي دقندهارله پيښووروسته يې چې څوک اوازنه اوري نوحضور(ص) ته عرض کوي چې ددغوظلمونودمخنيوۍ اومدافعې اجازت واخلي . کله چې داروحاني اجازت مومي نوبياپه خپل تحريک پيل کوي .اخونددرويزه چې دده رقيب هم و دده دهوښيارۍ تعريف کوي اووايي چې په مناظروکې چانه شوپړکولی.اخونددرويزه دمثال لپاره دکابل دحکمران ميرزاحکيم په دربارکې له قاضي خان سره دده مناظره يادوي چې چاپړنه شوکړای .دکابل له مناظرې نه چې وروسته پيښورته راځي نودلته هم ورته ستونزې ډيريږي . په مهمندزيوکې ديره کيږي اودخپل موقف دټينګولولپاره دپښتنودمخورو کسانوسره خپلوي کوي . دپاينده خان زوي علي خان ته خپله لورکمال خاتون ورکوي . دبهادرخان لورخپل مشرزوي شيخ عمرته کوي .ديوبل مخورلورخپل بل زوي جلال الدين ته کوي . يوه ښځه چې دده مريده کيږي پخپله ورسره نکاح تړي .
.روښان تصوف په يوحرکت اوعمل بدلوي اوپخپلوتعليماتوکې دظالمانوپرخلاف اودعدل په پلوي تبليغات کوي چې راورسته دده دمريدانوپه اثاروکې دغه روحيه ډيره ښه پالل کيږي . دی غواړي چې دده اولس ظالم وپيژني اوپه وړاندې يې يوموټی شي .کله چې دده دتحريک لمنه ډيره زياته خوريږي نوبيادوخت واکمنوته خپل پيغامونه ليږي . خليفه مودودقندهارته استوي اودکاسي قبيله يې ټول مريدان کيږي . خليفه دولت له صراط التوحيدسره داکبردربارته استوي . خليفه يوسف له فخرالطالبين سره دبدخشان حاکم ميرزا سليمان ته استوي . همدارنګه ملاارزانی هم دهندپه لورليږي .پيرروښان په تصوف کې دوحدت الوجودلاره نيسي او دخپلې روښانيه طريقې لپاره اته مقامونه ټاکي .١-شريعت چې زيات په پنځوبناوو راڅرخي ٢- طريقت چې دپيغمبرانواعمال بيانوي . ٣- حقيقت چې حال دپيغمبرانودی اوپه خفي او دايمي ذکر باندې ډيرتاکيدکوي .٤-معرفت چې دانبياودرازمقام دی يعنې دزړه په سترګودحق ديداراوپه هرڅه کې دالله ليدل . ٥-قربت دحق د اواز اوريدل . ٦ – وصلت چې سالک خپل اوصاف هير کړي او هرڅه دحق تعالی په ذات وي .٧-وحدت چې دبشريت اوصاف يې ختم شي اودربوبيت په اوصافوژوندی شي .
٨- سکونت چې دسالک روح قراراوسکونت ومومي .
روښان نفس په څلوروبرخوويشي : ! – اماره ځای دشيطان ٢-لوامه ځای دلښکردشيطان ٣-ملهمه ځای دفرشتګانواومطمينه ځای دروح . يعنې دوې برخې بديوته اودوې برخې نيکوته سړی هڅوي . روښان په خفي ذکرتاکيدکوي اودده مريدان دسهارپه وخت کې دجلي ذکر هم ښه ګڼي .بيادذکرلپاره پنځه مرتبې ټاکي : دبدن ذکر،داندام ذکر، دژبې ذکر، دزړه ذکر، دساه ذکر. روښان وايي چې دتوحيدلاره کښته ، پورته ،ښي اوکيڼ ته نه ده بلکې دتوحيدصراط مستقيم پخپله دانسان وجوداوزړه دی
پيرروښان په خپل کتاب خيرالبيان کې خپلومريدانوته دوحدت الوجودډيرې باريکې لارې روښانه کوي دده دمکتب پيروان په خپلواشعارو کې دغه فلسفه ترډيره تفسير اوتشريح کوي چې لوي علمبرداران يې ميرزاخان انصاري ، دولت لواڼی ، ملاارزاني ، کريمداد ، قادرداداونوردي .
روښان په خيرالبيان کې وايي (( ګوره هرعلم زماله علمه دې ، هرنوم زماله نومه دی ، هرزورزماله زوره دی ، هراواززماله اوازه دی ، هررنګ زماله رنګه دی ،هره ستروي لويي زماله لوي ده ،هرښايست زماله ښايسته دی ،هره تياره زماله تاريکۍده ،هره روښنايي زماله روښنايي ده ، هرقهرزماله قهره دی ، هررحم زماله رحمه دی ،زه له هرڅه سره يويم په تادې وي اعلام )) ( ١ )
دوصلت په مقام کې ددغې فلسفې څرګندونه داسې کوي (( ګوره ورمندون په وصلت کې پرواصل وينااو چاردپيوستون ده چې هره چارپه ماکا،زمااوازدې په مااوري ، مادې په سترګې وينې ،زماهستي دې زماپه هستۍ وپيژني عيان ، يادوي دې زماهستي په هغه يادچې دده هستي زماپه هستۍ کې ورکه شي اوورک دې کاګمان ،ګمان دی وجوددادميان )) ( ٢ )
په يوبل ځای کې دافلسفه داسې توضيح کوي (( ګوره زه يم په ويښته کې دادميان ، په وينه ،په غوښه دادميان ، په رګ په پله دادميان ، په هډپه ماغزه دادميان ، په هرڅه کې يم چې څه شته دسړي په ځان ، تحقيق ده زماهستي له څيزسره لکه ده له ادميان ، ګوره ماهرڅيزله خپلې هستۍ دخپلې هستۍ دپاره يو،يوکړی دی په هريوکې زه يوخدای يم بې ګمان ، تروبويه چې مادې په يګانګۍ يادکاهريوچې وويني ادميان )) (٣ )
دروښان په تصوفي حلقواومجلسونوکې به ښځې اونارينه ګډکيناستل اودګډونوالولپاره توپيري چلند نه و. شاه اوګدايوډول وو.دسماع اوسرودپه هکله بايزيدويل چې ماته الهام شوی دی چې سرودپه درې ډوله دی . حرام ، مباح اوحلال . ددې توضيح يې داسې کوله : چاچې دکومې الې غږيادانسان غږددنياپه مينه واوريدحرام دی که دجنت په مينه يې واوريدنومباح دی اوکه دخدای په مينه يې واوريدهغه حلال دی . دسياست په ډګرکې پښتنوپيرروښان اودده کورنۍ ته بيعت کړی واوددوي اطاعت به يې کولو. منظم فوځونه يې درلودل چې دپليواوسوروپه کنډکونواوغونډونوويشل شوي وواودسپه سالارانوله خوابه اداره کيدل .خزانه اوبيت المال يې لرلو،قضاموجوده وه ،سياولان به په دروازوکې ولاړوواوپه ټاکلي وخت به دعرضونودربارپرانيستل کيدو. دعشراوزکات دراټولولولپاره دمحصلينوانتظام موجودوواو ويل کيږي چې پخپل نامه يې سکه هم وهلې وه .(٤ )
پوهاندعبدالحي حبيبي دپښتوادبياتوپه تاريخ کې وايي (( روښان پخپل ژوندکې دپښتنودحکومت اساسونه ايښي وو، عشراوماليات يې له خلکوڅخه ټولول ، خزانه يې درلوده اودخپل دولت عايدات يې په جهاداوملي مصالحوکې صرفول )) (٥ )
داخونددرويزه له ليکنونه هم دامعلوميږي چې روښان دپښتنودحکومت دجوړولولپاره مبارزه کوله . ده غوښتل چې لومړی په پښتونخواکې دپښتنوحکومت جوړکړي اوبياپه هندوستان کې دپښتنوشاهنشاهي دوباره احياکړي. اخوند درويزه دروښان له خولې ليکي (( لښکرې به کړم بنيادې ، هندوستان به ونيسم، اوازه يې کړله ګډه ، هرچې اس لري راځئ ، داکبرپادشاه ټنګه واړه زمادي ))(٦ )
اخونددرويزه دروښان دمشر زوي شيخ عمرپه باب هم وايي چې (( شيخ عمرځان دپښتنوپاچاګاڼه، ديوسفزيوخلقودده احکام منل اوځينې يوسفزيودده مذهب هم قبول کړی واودعشراومځکې ماليه به يې هم ورکوله.)) ( ٧ )
په يوسفزيوکې يوحمزه خان و چې دده اطاعت يې نه کاوه . له همدې کبله يې ورپسې يوسفزي راپاڅول . دلازاکواوګوجروهم پردوي حمله وکړه . په دې جنګ کې شيخ عمر ، خيرالدين ، نورالدين اودولت مړه شول .بي بي شمسوديوسفزيوپه قيدکې وه.
د زامنوسرونه يې ورته راوړل خوله سترګونه يې اوښکه توي نه شوه اوويل يې چې زمازامن په غلاپه کاسيرۍ کې نه دي مړه شوي دخدای په لاره کې مړه شوي دي . جلال الدين په دغه جنګ کې دپنځلسوکالوهلک و. ځان يې سيندته وغورازاوه . په لامبويې ځان له سيندنه ويست . يوې ښځې وليدو. په ځوانۍ يې رحم راغی . په کورکې پټ وساتو، بياروښانيان ورغلل اوديوسفزيوله علاقې نه يې راوويست .
په ٩٨٩ هجري کال اکبرپادشاه دی له ځان سره بوتلو.خوډيرژر دخپلومريدانوپواسطه راپټ شو . بيادمغلوسره ٢٣ کاله وجنګيده په اخرکې دهزارقبيلې له لاسه په غزني کې په ١٠١٠ هجري کې ووژل شو. سر،پښې اولاس يې ورنه غوڅ کړل اومغلوته يې وړاندې کړل . نوره تنه يې په يوغارکې واچوله . روښانيانوبيادده هډوکي له دغه غارنه راټول کړل اوپه دوړوکې يې دپلارپه خواکې ښخ کړل .
اخونددرويزه د جلال الدين دپادشاهۍ په باره کې هم وايي چې جلال الدين به ويل (( زه بادشاه دپښتانه يم پښتانه راپسې ځي ،زه به ماتې دروازې کړم داګرې اودسيکرې )) ( ٨ )
همدارنګه سيف الرحمن دحالنامې په حواله دده دپادشاهۍپه باره کې ليکي ((چې کله جلال الدين دماورالنهردازبکوپادشاه عبدالله خان ته دمرستې لپاره ورغی نوعبدالله خان ته يې وويل چې که مرسته راسره وکړې نوانشاه الله چې دکابل ولايت به داباسين ترغاړې داکبربادشاه له لاسه ازادکړم )) (٩ )
دروښان له زامنونه وروسته دده لمسيانوهم ددغه تحريک دچلولوترڅنګه حکومت کړی دی چې دلمسيانوپه سرکې يې احداددشيخ عمرزوی راځي . پوهاندعبدالحی حبيبي ددبستان مذاهب په حواله ليکي (( احدادمردی بودعادل وضابط، وحق مردم رابه مردم رسانيدی وخمس اموال که ازجهادبه هم رسيدی دربيت المال داشتي وانرانيزبه غازيان رسانيدی )) (١٠ )
مسعودليکي چې په لواغرکې به داحدادليدوته دمغلولښکر څوسواره راتلل اوويل به يې چې داحداد بادشاه ليدوته راغلي يو اوچې احدادبه ورته دکيناستووويل نودوي به په ځواب کې ويل چې توبه موږ دپادشاه په مخ کې څنګه کينو . )) احداددمغلوسره زيات جنګونه وکړل . په اخرکې يوازې شو. قومونه ترينه جلاشول. دتيرانه خټکوته لاړاوپه لواغرکې ديره شو. مغل هلته ورپسې ورغلل دشپږومياشتومحاصرې نه وروسته يې په ١٠٣٥ هجري کې وواژه .
الله داد دجلال الدين مشرزوي چې داحدادنه جلاشونودمغلودرباري شو. ميرزاخان انصاري دنورالدين زوي هم ورسره لاړ. الله دادته شاجهان چهارهزاری منصب اوپه شمس ابادکې جاګيرورکړ. ميرزاخان انصاري ددکن په جنګ کې په ١٠٤٠ هجري کې شهيدشو.
عبدالقادردخپل پلاراحدادله مرګ نه وروسته دروښانيانومشرشو. څوکاله يې له مغلوسره جنګونه وکړل . داتلسوکالوځلمی وچې دپيښورقلايې محاصره کړه . بيادجلال الدين له زوي کريمدادسره مغلوته واوښت . مغلوده ته دوه هزاری منصب ورکړو. په کال ١٠٤٠ هجري کې په پيښورکې وفات شو.
سيف الرحمن مسعوددپيرروښان مبارزه يومذهبي سياسي مبارزه بولي اووايي چې دده په ستراتيژۍ کې دين اوسياست يودبل مکمل کوونکي ووچې ديومشترک هدف په خواروان وو. سيف الرحمن زياتوي چې (( داطريقه يوه مکمله ديني سياسي ايډيالوجي وه چې دين اوسياست پکې يوپه بل مقدم نه وو. داځکه چې دپيرروښان له زمانې نه نهه سوه کاله دمخه دنبي عليه السلام په لاره کې دادواړه توکي سره څنګ په څنګ اوغبرګ چليدلي دي ))( ١١ )
په پايله کې به داووايم چې عرفان ،ادب اوسياست دروښان دکرکټر غوره صفات دي . په درې واړوبرخو کې موږدده نوښتونه اوکارنامې ګوروچې زموږدادبياتوتاريخونه دده په عرفاني ، تصوفي اوادبي کارنو وياړي اوزموږسياسي تاريخونه دده په مبارزواولويوهيلووياړکوي . دادروښان دمبارزوبرکت و چې په قندهارکې دهوتکيانوملي حکومت دميرويس نيکه په لارښوونه جوړاوبيادلوي احمدشاه باباپه رهبرۍ دلوي افغانستان امپراطوري جوړه شوه .
پای
ماخذونه
١ – بايزيدانصاري ،خيرالبيان ،تدوين اوحواشي دحافظ محمدعبدالقدوس قاسمي ، پښتواکيډيمي ، پيښوريونيورسټي ، ١٩٨٨ کال ٣٩٣ مخ
٢ – همدااثر ،٤٠٢ مخ
٣ – همدااثر٤٠٣ مخ
٤ – سيف الرحمن مسعود، پيرروښان اوروښاني انقلاب ، يونيورسټي بک ايجنسي پيښور، ١٣٧٧ کال ، ١٣٥ مخ
٥ – پوهاندعبدالحي حبيبي ، دپښتوادبياتوتاريخ ، لومړی ټوک اودوهم ټوک ، دانش خپرندويه ټولنه ١٣٨٤ کال ، ٧٧٩ مخ
٦ – همدااثر همدامخ
٧ –خيرالبيان ، دحافظ عبدالقدوس قاسمي ديباچه ، ٧٠ مخ
٨ –پيرروښان اوروښاني انقلاب ، ١٣٦ مخ
٩ –همدااثرهمدامخ
١٠ – دپښتوادبياتوتاريخ اثر ٧٧٩ مخ
١١- پيرروښان اوروښاني انقلاب ١٣٤ مخ
- پوهاندعبدالحي حبيبي ، تاريخ مختصرافغانستان ، دانش کتابخانه ، ١٣٧٧ کال
١٢ – ډاکټرريتاجوشي ، افغاني سرداران اومغل ، دشيرمحمدکريمي ژباړه ، دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې خپرونه ،
١٣٨٠ کال
دسمیع الله امینی ویبلاک