دپښتو داوسني اوپخواني شعر ترمنځ توپیر
دپښتو داوسني اوپخواني شعر ترمنځ توپیر
اسدالله غضنفر
پوښتنه
دهغه کلي نه راغلې مېلمه
وايه دهغه کلي حال څنګه دى؟
چې څه بدلون پکې راغلى کنه؟
دخلکو فکر څنګه خيال څنګه دى؟
اوس هم دهغه ځاى غريب دله دى؟
په ټوک ډوډۍ پردۍ حجرې ساتي؟
په شاباسي باندې مرګونه کوي؟
شان دخانانو دشملې ساتي؟
دهغه کلي نه راغلې مېلمه
وايه دهغه کلي حال څنګه دى؟
اوس هم دهغه ځاى دښکلو فرقه
دعشقه بود غواړي بهبود غواړي؟
دمينانو نه څه بوده کوي؟
دمحبت دسره سود غواړي؟
اوس هم دهغه ځاى ليکوال شاعران
دافسرانو قصيدې وايي؟
اوس هم دهغه ځاى خانان ملکان
ځان درنوي خپلې درنې وايي؟
مجرمان اوس هم سپين سپيڅلې ګرځي؟
افسران اوس هم رشوتونه اخلي؟
سمګلران اوس هم د نوټونو په زور
دچا ايمان دچا سرونه اخلي؟
هلته کې اوس هم دعاشق زندګي
په غم لړلو اسوېلو تېرېږي؟
اوس هم دمينې دمئين زندګي
په فريادونو په زبېرګو تېرېږي
لوستونکى چې دويناوال غوندې دکلي له اوسني حاله نا خبره دى، له وينا وال سره ځان په شريک دريځ کې احساسوي او دغه نژدېوالى ددې سبب ګرځي چې دکلي دماضي په باره کې دويناوال خبرې دخپل طرف خبرې او دهغه پوښتنې دخپل ځان پوښتنې وګڼي.
دکلي دماضي په باره کې دويناوال ترخې خاطرې او پوښتنې، لوستونکي ته دا احساس ورکوي چې ويناوال دهمدې کلي اوسېدونکى وو خو دژوند بدو شرايطو وتلو ته مجبور کړ او دومره ورنه لرې شو چې رابطه يې ورسره بالکل وشلېده. اوس که تصادفاً کوم کليوال راشي او دى له کلي خبر کړي خبر شوى به وي، کنه نو دۀ بل ځاى په بله ټولنه کې ژوند غوره کړى، کلى يې هېر کړى دى. موږ چې څوک نه پيژنو او کورته راشي، ممکن (مېلمه) يې وبولو ځکه نوم يې نه راځي. ويناوال هم خپل کليوال نور نه پيژني خو کليوال بيا هم ورغلى دى ځکه دژوند په وروسته پاته طريقو باندې له وياړ او ټينګار کولو سره سره، زموږ کليوال دعلاج لپاره، د روزي ګټلو لپاره او دژوند د روانولو لپاره مجبور دى نورو ځايونو ته لاړ شي او دنورو په ورونو کې لاس په نامه ودريږي. دمناسب ليد لورې انتخاب شعر ته هم دکيسې غوندې سا ورکولى شي.
دليد لوري اهميت هغه وخت راڅرګند شو چې په مطلقيت باندې بې باوري پيدا شوه. پخوا نو چې حقايقو ته دنسبيت له نظره نه کتل، دمصري خان خاطر اپريدي دا بيت به ډېر نا آشنا ورښکاره شوى وو:
ترخو ته مې زړه کېږي کله کله
په خوږو سړى مړېږي کله کله
٤- بديع:
په اوسني شعر کې ځينو صنعتونو ته تر پخوا توجه کمه شوې ده. ددغو صنعتونو په سر کې بايد سجع ياده کړو. زموږ په پخوانۍ شاعري کې سجع ډير مهم صنعت بلل کيده. درحمان بابا په کلام کې تر بل هر صنعت سجعې ته ډيره توجه شوې ده. خو اوسني شاعران دپخوا هومره اهميت نه ورکوي. تجنيس ته هم چې څومره پخوا پام کيده اوس ورته هومره پام نه کېږي.
ځينو بديعي صنعتونو ته اوس برعکس تر پخوا ډير پام کېږي چې دمثال لپاره به استثناى منقطع ياد کړو. اوسنى شاعر بار کوال مياخېل وايي:
کاڼې خو هم نه يوو چې هيڅ به نه خورو
دخلوص وږي دوفا تږي يوو
دلته شاعر په خوراک او څښاک کې داسې استثنا راوسته چې د خوراک او څښاک له جنس څخه نه ده. دغه ښکلي صنعت ته پخوا نو توجه نه وه کړې خو په اوسني شعر کې يې مثالونه موندلى شو.
له بلې خوا له ځينو بديعي صنعتونو د اوس وخت نماينده شاعران منکر غوندې دي. پخوا نو دمعما و توشيح و بې نقطه غوندې صنعتونو ته توجه کړې وه چې اوس ورته دهنر په سترګه نه کتل کېږي.
علي خان وايي:
دا محراب دى که لينده ده، يا خو دال يا سر دجيم دى
يا دوړکي اختر مياشت ده، يا ابرو د دلر با دا
دا الف دى که شمشاد دى، يا خو نخل دمراد دى
يا دا قد يا ګلدسته ده، يا خو سروه ده بالا دا
دادې خوله که سرچشمه ده دحيات، که ښکلى ميم دى
يا دبلى دى دياقوتو، يا طوطي دى شکر خوا دا
دعلي خان هشنغري په ديوان او دپښتو په نورو پخوانو ديوانونو کې دالفبا له تورو سره اړوند ګڼ تشبيهات موندلى شو چې که راټول شي نو شايد يو کتاب ورنه جوړ شي. مونږ دالفبا دتورو دشکل په مرسته انځورېدا چې واقعي تخيل نه غواړي دبديع يو بېل صنعت بللى شو چې دخوشنويسۍ له هنر او دخط له ښکلا سره دپخوانو لوستو کسانو د ډېرې دلچسپي ښودنه کوي مګر اوسنى ذوق ورسره دلچسپي نلري.
پارا ډاکسParadox او حس آميزي په هغو بديعي صفتونو کې حساب دي چې پخوانو نه پيژندل خو اوسني يې پېژني او طبعاً توجه ورته کوي که زه ووايم چې (( خبرې دې څښم)) دا حس آميزي ده ځکه دسامعه حس د کلمې په ځاى مې د ذايقه حس کلمه (څښل) راوړي ده. پاراډاکس د دوو متناقضو خواوو داسې يو ځاى کولو ته وايي چې نوې معنا وزيږوي. پاراډاکس ته په نوې شعر پېژندنه کې ډېر اهميت ورکول کېږي.
داوسني او پخواني ادب تر منځ يو مهم توپير دا دى چې پخوا نو شاعرانو ډېر ځله ديو صنعت په خاطر يوه خبره کوله خو اوسني شاعران اول په صنعت نه بلکې خپله خبره پسې ګرځي. که صنعت په طبيعي ډول راشي، ښه تر ښه، او کنه په لوى لاس او مصنوعي طريقه صنعتونه نه راوړي.
مونږ دا حدس وهلى شو چې رحمان بابا دا خبره په اصل کې دتجنيس دصنعت په خاطر کړى ده چې وايي :
په افسون او په جادو دتورو سترګو
خراب زړه مې له جمله عالمه تور دى
او يا:
لرې لرې غم دې واړه را نژدې کړ
چې له مخه دې حجاب کړ راته لرې
خو د مجذوب په بيت کې دغه صنعت په طبيعي ډول راغلى دى:
اوس دشپې چې کله سترګې کړمه پټې
هغه سترګې راته راشي پټې پټې
٥- بيان:
پخواني دکليشه شويو تشبيهاتو او استعارو دتکرارولو په مقابل کې ډېر حساس نه وو خو په اوسني ادب کې دغه حساسيت زيات شوى دى. په پخواني ادب کې يوازې کاظم خان شيدا وغوښتل چې ټول خپل تشبيهات او تصويرونه ولري خو اوس هېڅ لوى شاعر نه غواړي چې په پردو تشبيهاتو او تصويرونو شخوند ووهي. (شمع) دپخواني ادب ډېره مشهوره تشبيه ده خو دپخوانو په يوه لوى ديوان کې به هم دشمعې دومره نوي تشبيهات ونه مومو لکه په دې اوسنۍ غزل کې يې چې موندلاى شو:
خير دى که مې ويلي شي تن واړه لکه شمعه
ټيټه مې دې بل ته نه شي غاړه لکه شمعه
ښکليو ته اظهار دمينې زړه اوبه کول دي
ګرانه ده ښکلا ته دعشق ژباړه لکه شمعه
مينه کې چې وکړي څوک اودس په خپلو اوښکو
لمونځ يې ادا کېږي په ولاړه لکه شمعه
يو محفل مې هم که نکړ روڼ په واړه ژوند کې
ځانته روڼوم دقبر غاړه لکه شمعه
اوس چې مې دخپلو جلوو خوا کې ليداى نه شې
بيا مې دتيارو په زړه کې غواړه لکه شمعه
زه دې سره لمبه شم که يې ستا خونه روڼه کړه
خول به کوږ په سر وړمه له وياړه لکه شمعه
نورو به دې ښايي تماشا کړې دناز وي
زه او زړۀ مې اور اوبه شو دواړه لکه شمعه
هغه چې بې مهرو ته په سر نيسي ((پسرليه)) اور
تل تل به په خپل مخ توکي ناړه لکه شمعه
دپخواني ادب په نسبت اوس تشبيهي ترکيبونو ته توجه زياته شوې ده.
دنويو تشبيهي او استعاري ترکيبونو جوړول دپير محمد کاروان، مصطفى سالک، جيلاني جلان او ځينو نورو اوسنو شاعرانو سبکي ځانګړنه ده حال دا چې پخواني يوه شاعر هم دنويو تشبيهي ترکيبونو جوړولو ته خاص پام نه دى کړى. مصطفى سالک وايي:
سرابي حسنه ته خبر يې په دې
چې جل وهلو ته اوبه ښکارې؟
پخوا دځينو خاصو شيانو ( لکه ګل، سپوږمۍ يا باد سبا) ذيروح ګڼل رواج وو خو اوس د پرسنفکېشن ساحه ډېره پراخه شوې ده. اوسني شاعران له غره، له تيږې، له شپې، له کابو هر څه سره خبرې کوي. راځئ دنور محمد لاهو يو آزاد نظم سره ولولو چې په معاصر ادب کې پرسنفکېشين ته د ډېرې توجه يو مثال هم دى:
څو اوښلن لړونه
- چينې!
ته که شې مئينه، خپل مئين ته په سوغات کې به څه يوسې؟
- يخې، يخې، شان سندرې او رنې رڼې هيندارې.
- شين ځنګله!
که مئين شوې څه به يوسې؟
- مازديګر سره څو کريږې او چغارې.
- پسرليه!
- دګلابو درمندونه
- شينکى ستوريه!
- سترګکونه، سترګکونه.
- سپينو وريځو!
- څو اوښلن اوښلن لړونه.
- سورغاټوله!
- خپل کنګل کنګل اورونه.
- او آسمانه؟
- دبوډۍ رنګين ټالونه.
- تورې شپې ته به څه يوسې؟
- په خپل پراخ وريښمن څادر کې شنۀ خوبونه.
- ښکليه باده!
- خور اوربل ته يې نڅا وې.
- کاڼيه ته به څه يوسې؟
- ګونګه ژبه او چوپتياوې.
اوس په اشياوو سربېره مفاهيم هم ذيروح کېږي.
شاه سعود وايي:
جنګونو زغرې په ځوانانو باندې ووېشلې
د امن پېغلې راته ووې چې څادر نلرم
پخوا نو شاعرانو سمبول نه پيژاند، اوسني چې يې پيژني توجه يې ورته ډېره کړې ده. اوس دعمومي سمبولونو ساحه ډېره پراخه شوې او ځينو شاعرانو خصوصي سمبولونو ته کاميابه توجه کړې ده. شپه، شب پرست، رڼا، سحر، پسرلى، لمر او ځينې نورې کلمې په معاصر ادب کې دعمومي سمبولونو په توګه کارول کېږي د ډاکتر اسرار په دې بيت کې (شب پرست) او (رڼا) په ظاهري معنا سربېره نورې څو معناوې هم لرلاى شي، يعنې دسمبولونو په توګه راوړل شوې دي:
په شب پرستو باندې زېرى وکړئ
چيرته کې لري هم رڼا نه ښکاري
يوه کلمه چې په ليکنه کې غير معمولي اهميت پيدا کړي، هغه ممکن سمبول وي، لکه دجنيد شريف په دا لاندې شعر کې چې د (جورابې) کلمه په ظاهري معنا سربېره دعصري ژوند، دفتري ژوند او نوي تمدن معنا وې هم شيندي.
په دې شعر کې جورابې دخصوصي سمبول يوه بېلګه ده.
دا زما زړې جرابې
دا زما دتورې نخښه
چې ماښام کوټې ته راشم
هره خوا يې غورځومه
چې سهار له خوبه پاڅم
تر غرمې يې لټومه
دا زما زړې جرابې
ړومبى پښو ته مې نژدې وې
تکې سپينې ښکلې، ښکلې
اوس يې هر څه پاس راکاږم
بېرته ښکته راستنېږي
لويه خدايه، لويه خدايه
داسې ورځ به کله راشي
چې له خوبه را اوچت شم
دجرابو پته نه وي
تربېګا پورې رخصت شم
نه دفتر وي نه چوکۍ وي
ټوله ورځ په پولو ګرځم
او په پښو کې مې څپلۍ وي
په اوسني شعر کې نسبت پخواني شعر ته دپټې تشبيه ډېر او کامياب مثالونه په تېره بيا د درويش دراني په اشعارو کې موندلى شو. درويش درانى وايي:
زخم که جوړشي ته به بل ورباندې ولګوې
څراغ که مړ شي ته به يېرته هغه بل کړې آشنا
په اول بيت کې زخم او څراغ او په دويم کې دغزل تورې او لعلونه سره په داسې انداز تشبيه شوي لکه تشبيه چې نه لولو.
او يا:
زۀ ترې وغواړم لعلونه اې دروېشه دوى زما د غزل توري راوړي راشي
٤- ناڅاپي توب :
دپخوانو خبرې او جملې نسبتاً داټکل وړ دي. دقادر خان خټک ديو غزل دمطلع لومړۍ مصرعه دا ده:
((ما هرګز په درست جهان کې نورې سترګې)) له کلاسيک ادب سره بلد لوستونکي اټکل کولى شي چي شاعر به په بله مصرعه کې وا يې چې نه مې دي ليدلي. دويمه مصرعه داټکل خلاف نه ده. قادر خان وايې : ((لکه ستا ليدلي نه دي تورې سترګې))
پخوا نو په محدودو موضوعاتو شاعري کوله. تصويرونه يې تکرارول. لفظي صنايعو ته يې ډېر اهميت ورکاوه او ديو بل په څنګ کې يې هغه کلمې راوستلې چې سمدستي به ذهن ته ورتلې. له سترګو سره د (تورې) کلمه او له جهان سره د (درست) کلمه سمدستي ذهن ته راځي. دا هغه علتونه دي چې د دوى د جملو کلمې يې داوسنو لويو شاعرانو دجملو په نسبت، داټکل وړ ګرځولې دي.
غني خان وايي:
پلار مې ورک په خپل وطن
دهغه خوښ دى تعليم
زه دخپل وطن نه ورک
زما خوښ ساګ د پالک
دلته اټکل مشکل دى چې کومې کلمې به راځي ځکه دغني خان دشاعري موضوع دهغه د ژوند د تجربو په اساس ټاکل کېږي نه دشاعرۍ د دودونو، د وزن داړتياوو او يا دصنايعو دغوښتنو په اساس.
پخوانو د جملې په کوټه کې کلمې په آشنا ځايونو کې کښېنولې خو اوس ممکن يوه کلمه په چوکۍ نه بلكې په مېز باندې کينول شي او بله کلمه د شوخې ماشومې غوندې په کړکۍ کې ودريږي. دشاه سعود دا شعر که پخوانو لوستلاى څه به يې ويل؟
مزدور
رڼا ورو ورو خپرېدله توتکۍ راويښېدلې
ټول امېل دانه دانه وو مرغلرې مې پېيلې
زړه مې تاخ کې چېرته پروت وو سترګې مېز لاندې پرتې وې
بيا مې شونډې را پيدا کړې دبالښت لاندې پرتې وې
دقلم په ځاى مې ګوتې قلمدان کې امانت وې
دڅرمني دوه ټوټې مې موسلې دعبادت وې
رڼا ورو ورو خپرېدله ما وجود راټولولو
يو اندام مې بل اندام سره تړلو راتړلو
اندامونه مې اغوستي وو څرمنه مې څنډله
چې تر غوږه مې څه راغلل دروازه چا ډبوله
ماوې څوک يې ويل يې شابه ځه چې ځو ناوخته کېږي
چې په وخت باندې لاړ نه شو بيا مالک راته قهرېږي
دفورمالستو په نظر دتوقع خلاف خبره کول او د ژبې دعادت ماتول دشعر دژبې تر ګردو لوى خصوصيت دى.
٧- مستقيم بيان:
پخوانو دمورخ او مقاله ليکونکي او رپورټ ورکوونکي غوندې مستقيمه ژبه په بې غمه زړه کاروله خو اوس دادبي ژبې په غير مستقيم او اشارې انداز ټينګار کېږي.
دخوشحال بابا يوه قصيده داسې پيلېږي:
راشه واوره دا داستان
هم عبرت هم نصيحت دى
زه خوشحال دشهباز خان يم
شهباز خان ديحيى خان وو
يحيى خان دا کوړي وو
نېک و بد پکې بيان
پرې دې پوه شي دانايان
چې تور زن يم کان په کان
چې بل نه وو هسې ځوان
چې په توره شو سلطان........
دا مستقيمه ژبه ده خو غني خان په غير مستقيم ډول راته وويل چې دده او پلار ترمنځ د ذوق او نظر ډېر تفاوت دى. د تفاوت په زياتوالي ځکه پوهېږو چې تعليم او پالک د بېخې بېلو دنياوو کلمې دي.
٨- شخصي تجربه:
دپخوانو په نسبت اوسني شاعران شخصي تجربې ته ډېر پام کوي. پخوانو عمومي او مشترکو تجربو ته ډېر اهميت ورکاوه. ( البته خوشحال په دې مورد کې هم اوسنو ته ورته دى او بلکې بهتره ده ووايو چې اوسني څه نا څه دده غوندې دي)
٩- ميراث:
په پخواني شعر کې له نورو شاعرانو او له پخواني ادبي ميراثه د بېلېدلو تصور نشته. شاعر دپخوانو شعرونو تضمين کوي، ځواب يې وايي، دنورو ژبه، تصويرونه او مضامين را اخلي، له هغو الهام اخلي، که پخوانو ويلي وي چې دمعشوقې ملا دلښتې غوندې نرۍ ده، دى ممکن پکې مبالغه وکړي او دمعشوقې ملا د ويښته غوندې نرۍ وبولي. خو په اوسني ادب کې داسې شاعران هم لرو چې له نورې شعري پانګې سره بالکل بې ارتباطه معلومېږي. غني خان او اشرف مفتون په داسې انداز شاعري کوي لکه د پښتو بل هېڅ شاعر چې يې نه وي لوستى.
١٠- دکلمو فنکشن:
زمونږ ځينې صاحب نظر چې د اوسني او پخواني شعر په توپيرونو تبصره کوي نو وايي چې اوسنۍ شاعري دخط و خال و زلفو شاعري نه ده، اوسني شاعري دټولنيزو......
خو دا خبره دقيقه نه ده. په دې خاطر نه چې په معاصر شعر کې دپخواني شعر دعمومي سمبولونو مثالونه موندلى شو بلکې په دې خاطر چې دوخت په تېرېدو سره دکلمو وظيفه او فنکشن بدلېږي. يو وخت زلفې همدا زلفې وې، بيا چې عرفاني افکار دود شول، زلفو د کثرت او خال دوحدت معنا پيدا کړه. په معاصر ادب کې زلفو له ځولنو سره دشباهت په وجه له قيدو بند و مبارزې سره مربوطې معنا ګانې هم پيدا کړې دي. نورالحبيب نثار وايي:
زه چې دا زلفې زلفې زلفې کوم
دځولنو دشرنګا شرنګ ورځې دي
( پسرلى) په عرفاني ادب كې دبيا ژوندي کېدو يا نوي روحاني ژوند په معنا استعمال شو خو د نن سبا په ادبياتو کې يې دآزادۍ، استقلال او اجتماعي خوشحالۍ معادلې معنا و ې هم موندلې دي.
رحمت شاه سايل (؟) وايي:
راځي دځان سره رڼا راولي
پسرلي قسم کړى چې تا راولي
دلته له پسرلي څخه دهغه اجتماعي نظام معنا اخيستى شو چې خوشحالۍ ورسره راځي.
داوسني او پخواني شاعر تر منځ مقايسه نوره هم غځولى شو. پخوانى شعر داوسني په نسبت سوبجکتيف( ذهني ، انفسي)وو. پخوانى شاعر داسطورو په اهميت نه وو خبرخو اوس درويش دراني او ځينو نورو شاعرانو د اساطيري جوړښتونو، اركيټا ييونو او مضامينو په مرسته ډېر اغيز ناک شعرونه ويلي دي. پخوانى شاعر دځوابونو شوقي وو، پوښتنې يې تنها بلاغي وې او تجاهل به يې عارفانه وو، هسې يې ځان ناخبره ښود خو اوسني شاعران واقعي پوښتنې هم کوي. داشرف مفتون دا پوښتنه بلاغي نه بلكې واقعي ده:
چې لاره څوک ښيي په شپه کې زاڼوته؟
وږمې بخښلې چا دي دګلو پاڼو ته؟
زه يې په راز او رموز تر اوسه پوه نه شومه
ښايست ورکړى چادى، ستورو ته، کاڼوته
پخواني شاعر دخپلو احساساتو له څرګندولو سره ډېره دلچسپي لرله خو اوس داسې شعرونه هم لولو چې شاعر يې د خبرونو د وياند غوندې په سړه سينه غږېږي. پخوانو استعارې دکلام دزينت لپاره کارولې خو اوس ممکن دشعر ټوله محتوا استعاري وي .لکه دشاه سعود دمزدور په نوم شعر چې دژوند يا ورځني ژوند استعاره يې بللى شو. مونږ په ماشومتوب کې د مکتب او امتحان له غمونو سره لاس وګرېوان يوو. وروسته بيا د دفتر او کارو بار ستونزې دآرام فرصت نه راکوي خو هڅه مو روانه وي چې په جسمي او ذهني لحاظ يوڅه آسوده شو مګر کله چې يو څه په پښو ودرېږو او يو څه سکون احساس کړو بيا دعمر پاى رانژدې شوى وي او دروازه وټکيږي. دغه راز کله چې ماښام د ورځني ژوند دپرېشانيو دهېرولو په نيت کور ته ستانه شو نو ذهن مو پوره لا راټول شوى نه وي چې راباندې سهار شي او کار ته د تلو وخت را ورسېږي.
په تلو تلو کې بايد دا خبره هېره نکړو چې کابو ټول ذکر شوي توپيرونه نسبي دي. د شاوسني او پخواني شعر تر منځ سره کرښه نشته. دخوشحال خټک په شاعري کې ډېر هغه څه وينو چې دمعاصر ادب خصوصيات يې بولو. ديو ويشتمې پېړۍ ترګڼو شعرونو چې په مطبوعاتو کې يې لولو يا يې په مشاعرو کې اورو. ممکن دتېرو پيړيو ديوې کوچۍ ټپه دمعاصر ادب روح ته ډېره ورنژدې وي. مونږ چې معاصر شعر يادوو منظور مو بايد داوسني ادب د لويو استازو اشعار وي.
دسمیع الله امینی ویبلاک