د خدايي خدمتګارانو غورځنګ او پښتو کيسه ليکنه

د خدايي خدمتګار غورځنګ د پښتونخوا په سياسي او ادبي ژوند کې ستر نقش لوبولی دی. کله چې د پښتونخوا په ادبياتو خبرې کوو، نو له دې حقيقت نه سترګې نه شو پټولای چې دغه غورځنګ د ادب په بيلابيلو برخو کې پښتو ادب  ته ډېر څه ورکړل او ډېرې تشې يې ډکې کړې.
د انجمن اصلاح الافاغنه د جوړيدو نه رانيولې بيا د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ په دوران کې او همدا رنګه د اولسي ادبي جرګې له جوړيدو نه راوروسته پښتو ادب د  جوليز او مانيز پلوه د ودې او پرمختګ يون کړی دی او ډېر څه يې منلي دي.

کله چې عبدالغفارخان په ١٩٢٨ ع کال د پښتون اخبار راويست، نو دا د پښتنو په ادبي ژوند کې لومړنۍ بشپړه پښتو خپرونه وه چې تيت او پرک پښتانه ليکوال او شاعران يې پر شاو خوا راټول شول او د پښتو ادب په بيلابيلو برخو کې يې په منظم ډول خپرونې پيل کړې. ليکوالو او شاعرانو يوه  منظمه لار وموندله، د ليکوالو يوه سياسي او ادبي ليکه جوړه شوه او د دوی په لار باندې نوي زلمي ليکوال هم روان شول.
د پښتون اخبار د خپرونو په لړ کې ډېر ليکوال راپيدا شول چې د دغه غورځنګ د مخکښو ليکوالو په ليکه کې وګڼل شول او پښتو ادب ته يې ډېر څه وبښل.
د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ نامتو کيسه ليکونکی ماسټر عبدالکريم د دغه غورځنګ او پښتون اخبار د زيږندې او  اغيزې په باب ليکي:
” د پښتون اخبار نه اګاهو چې به چيرته د پښتو ادب خبره شوه، نو موږ به په زړو شخوند وواهه، خوشحال، رحمان، حميد، کاظم خان او لوی احمد شاه به مو وستايل، ولې دا خبره به بې ځايه نه وي که زه ووايم چې نن دپښتون اخبار له برکته موږ عبدالاکبرخان اکبر، محمد اکبر خادم، احمد شاه شاه، سمندرخان سمندر، عبدالخالق خليق، امير حمزه خان حمزه، محمد شاه خان صاحب خيال، فضل حق شيدا، سيد رسول رسا، خان عبدالغني خان غني، اجمل خان اجمل، محمد اسلم شرر، ولي محمد طوفان، عبدالمالک خان فدا، فضل رحيم ساقي،اميرنواز جليا، علي حيدرخان د سمعيله، شاد محمد خان ميږی، خانمير هلالي او په کشرانو کې دوست محمد خان کامل، افضل خان بنګش، سيد مير مهدي شاه، محمود قلندر، حبيب الرحمن قلندر، مفتون، مقيدد ټل، نصرالله خان نصر او حسين بخش کوثر د ډېرې ستاينې وړ دي. په زنانه ليکوالو کې پښتون اخبار زموږ پيژندګلو د احمدي بانډې د يوې خور الف جانې خټکې سره هم کړې ده. دغه ميرمن به د پښتو ادب په برخه کې په ټول عمر د پښتنو د سر ګل وي.
د پښتون اخبار نه پس ااولسي ادبي جرګه او ادبي ټولي دواړو د پښتو ژبې ډېره پالنه کړې ده!  او لويه کارنامه يې دا ده چې کومه ډيوه پښتون اخبار بله کړې وه، هغه يې بله په بله وساتله.(١)
له دغه څرګندونو څخه زموږ موخه ( هدف) دا دی چې دغه غورځنګ د پښتون اخبارد خپرونو په لړ کې څومره پاخه او تکړه ليکوال راښکاره کړل چې بيا هغوی په پښتو ادب کې يو نوی باب پرانيست او د پښتو ادب لمن يې په نظم او نثر ښکلې کړه چې د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ ادبيات ورته ويلی شو.
د خدايي خدمتګارانو غورځنګ د پښتو ادبيات بډای او د ادب دې نوي باب ته  يې خوند او رنګ وباښه.
امير حمزه خان شينواری د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ په باب ليکي:
” د پښتو ادب په څيره کې سرخپوش ادب هم څه کم ښايست نه دی پيدا کړی. د پيرنګي د جابر حکومت په وجه چې د ( روه ) په پښتون اولس کې کوم رد عمل پيدا شوی و او هغه د باچا خان په قيادت کې د هغه پر خلاف کوم جهاد کړی و. هغه د پښتو ادب په عمارت کې د ډېرې اهمې ردې حيثيت پيدا کړی دی. پښتو ادب ته يې د نويو تشبيهاتو او استعارو بخښنه کړې ده. ښه، ښه شاعران او اديبان يې پيدا کړي دي)( ٢)
که د ادب د ټولواړخونو راتير شو او يوازې په لنډه کيسه خبرې وکړو نو بيا هم ويلی شو چې دغې غورځنګ د پښتو د لنډې کيسې په وده او بشپړ توب کې ستر کارونه سر ته رسولي دي.
کله چې د پښتون اخبار نشرات پيل شول نو په  پښتون اخبارکې د پښتنو ليکوالو هغه کيسې خپريدلې چې د ازادۍ غوښتنې د روان غورځنک پيښې يې بيانولې او د ښکيلاک ضد روحيه يې لرله. که څه هم د پښتون اخبار نه د مخه په پښتو کې لنډه کيسه موجوده وه او د پښتو لوی ليکوال راحت زاخيلي پر پله باندې نورو ليکوالو هم قدم ايښودی و خو دغو کيسو له مانيز پلوه اخلاقي او اصلاحي اړخ درلود او د روانو سياسي پيښو سره يې کوم ځانګړی پيوند نه درلود.خو د پښتون اخبارله نشريدو سره پښتو کيسه د مبارزې په ليکه کې دريږي او د پښتنو د روا مبارزو او سر ښيندونو او وياړونو کيسې کوي. د لنډې کيسې محتوا بدلون مومي او له دې سره ورو، ورو فني نيمګړتياوې هم تر څه حده سمون مومي.
ښاغلی محمدا عظم اعظم د پښتنو د غورځنګ او د پښتون اخبار د خپرونو په باب چې د پښتو ژبې او ادب او په تيره بيا پښتو کيسه ليکنې ته يې څه ورکړي دي ليکي:
(( د ازادۍ تحريکونو چې کومې پښتو مجلې راوړاندې کړي د دغو په لمن کې پښتو ادب هم نوی ژوند وموند.د ( پښتون) انګار، سيلاب او د غې وخت د ځينې نورو رسالو اجرا د پښتو ژبې او ادب له پاره يو بې بها زيری و او په تيره تيره د ( پښتون) ادبي خدمات  د هيرولو جوګه نه دي. ( پښتون) د خپلو سياسي سرګرميو سره سره د ادب او ژبې د روزنې د پاره هغه لار په ګوته کړه چې په هغې باندې د نوي ليکوالو قافله د مرام په لورې روانه شوه او  سياست او ادب پرې په ګډه تر اخره پورې تګ وکړلو.
د ١٩٣٠ او ١٩٤٠ ع کلونو تر منځه ( پښتون) کې وخت په وخت افسانې هم وليکلې شوې موږ لا په دې بحث کې پريوتل مناسب نه ګڼو چې دغه افسانې په تله پوره افسانې وې او که نه، خو دومره قدره هم بس ده چې د راحت زاخيلي د اولنو کوششونو نه پس افسانې خپل سفر جاري وساتلو. د پښتون په اولنيو شپږو اتو کالو کې عبدالکريم مظلوم، ماسټر عبدالکريم نومونه هم د دې وينا غندنه کوي چې د کال ١٩١٩ خوا و شاه د راحت زاخيلي نه پس تر دوه ويشت کاله د کال ١٩٤٧ پورې پښتو افسانه ويده پرته وه. (٣)
د دغو څرګندونو څخه جوتيږي چې د راحت زاخيلي نه وروسته د پښتو لنډې کيسه ليکنې د ليکلو بازار د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ ليکوالو تود ساتلی دی چې په پښتون اخبار کې ددغه سلسلې په زړه پورې نمونې خوندي دي.
که څه هم ښاغلی اعظم د عبدالکريم مظلوم او عبدالخالق خليق د افسانو يادونه هم کوي خو دا چې نمونې يې زموږ په لاس کې نشته او نه يې د افسانو کومه ځانګړې مجموعه موجوده ده، نو په دې لحاظ موږ وايو چې د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ لومړنی تکړه کيسه ليکونکی ماسټر عبدالکريم دی.
ماسټر کريم لومړنی کيسه ليکونکې دی چې په خپلو افسانو کې د يو پښتون خدايي خدمتګار څيره د مرکزي کردار په حيث راځلوي. د پښتنو ماحول د نوې مبارزې، سرښندنې او د هغوی اتلولی د ماسټر کريم د افسانو عمده توکي جوړوي. لنډه دا چې  ماسټر کريم کيسو ته کټ مټ  پښتني رنګ ورکوي اود ورځينيو رښتينو پيښو عکاسي کوي. د ماسټر کريم کيسې د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ د مبارزې پيښو او روا غوښتنو ته وقفيږي او هر مبازر پښتون پکې خپل ځان ويني. ښاغلی اعظم د ماسټر کريم  د افسانو په باب ليکي:
(( د پښتون د دور د نورو افسانه ليکونکو نه  که څوک سترګې واړوي نو وابه يې ړوي، خو د ماسټر کريم نوم چې د يو غر غوندې په لار کې ودريږي نو بيا ترې په اله اسانه تيريدل ګران شي. ماسټر کريم په نثر کې د خپل اسلوب څښتن دی. ځولۍ ګلونه يې په نثر کې د اثارو مجموعه ده چې هغه قصې او نکلونه لري چې د کال ١٩٣٧ او ١٩٥٥ تر مينځه ليکل شوي دي. د افسانې په ميدان کې د دې نوموړي ليکوال کوششونه که د شاهکار درجې ته نه رسي، ولې بيا هم لا ځولۍ ګلونه کې چاپ شوي آثارو کې چې د نوې افسانې کوم خواره واره توکي په خپله لمن کې رانغښتي دي  د پښتو افسانې په ارتقا او سر څڼه کولو کې د هغې د اهميت نه سترګې اړول نمر په ګوته پټول دي (٤)
 ماسټر کريم د خپل خوږ نثر او ښو افسانو په وجه مشهور دی.
د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ د پيښو په انځورولو کې پوره بريالی دی او د دې وجه داده چې دې د خدايي خدمتګارانو د ګوند فعال غړی او د دغه غورځنګ په سر کې روان دی.
هغه له وړوکوالي نه د خدايي خدمتګارانود اتمانزو د ازاد  سکول لومړنی شاګرد او په زلميتوب کې د دغه نهضت يوه پخه ستن وه. د هغه په وجود کې ادب او سياست سره ګډ شوي وو او همدغه وجه وه چې سياسي غوښتنې يې د ادب په ژبه بيانولې. خو کله کله به يې د سياسي اړخ د ژور تاثير په وجه ادبي خوا زيانمنه شوه. او د سياست غلبه به د ادب پر خوا زياته شوه. چې همدا خصوصيت د خدايي خدمتګارانو د ټولو ليکوالو او شاعرانو ګډ خصوصيت دی او ځکه چې دوی يوازې ليکوال او شاعران نه وو، بلکې د دې ګوند او د مبارزې د ډګر سرښندونکي سپاهيان هم وو.
همدغه وجه ده چې ښاغلی اعظم د ماسټر کريم د افسانو د فني نميګړتياوو له پاره دا رنګي دليل راوړي. د ښاغلي ماسټر په افسانو کې چې په ځينو ځايونو کې فني نيمګړتيا احساس کيږي، د هغو لويه وجه د مقصديت او افاديت هغه پوخ شعور دی کوم چې ماسټر صاحب او د د غه دور ټولو نورو ليکوالو او شاعرانو د يوې عقيدې په توګه خپل کړي و او دغه دور د هر نوموړي ليکوال نه د آزادۍ د جنګ غازي جوړ کړی و او  بيا ماسټرخو په عملي طور په دې ميدان کې جنګيده.))  ( ٥)
په داسې وخت کې چې د نثر نه د نظم ميدان ډېر تود و او بيا په کيسه کې د ملي غوښتنو ځايول او په خوږه او داستاني ژبه د روانو پيښو بيان او تاثير بخښل څه اسان کار نه و. خو موږ وينو چې دغه کارته  په اول ځل ماسټر کريم لاس واچاوه. او په دغه کار کې د څه نا څه نيمګړتياوو پرته چې دومره نه احساسيږي، کامياب ووت.
د پښتونخوا نامتو ليکوال اجمل خټک دماسټر کريم د کيسو په باب وايي: (( ولې چې په ځير ځير ورته وګورې، نو د ژبې د حسن او د فن د رنګينيو لاندې به درته د خپل غريب او بې وزله قام ژوبل تندی او زخمي زړه داسې په وينو ککړ وښکاري لکه د ګلاب د خندا لاندې د هغه څيرې، څيرې په وينو کې ډوب زړګی.
ماسټر صاحب دې ته افسانه وايي، ولې حقيقت دا دی چې دا د پښتون د زړه او د ژوند او د ماسټر د ژوبل احساس نه جوړ شوی د وخت د حقيقتونو هغه ژوندي تصويرونه دي چې کوم پښتون يې ګوري نو وايي چې زه او زما ماحول.)) (٦)
د ماسټر کريم نه وروسته چې بل کوم ليکوال په پښتو کيسه ليکنه کې تر سترګو کيږي هغه د پښتونخوا لوی شاعر او ليکوال اجمل خټک دی چې د ماسټر کريم په څير د دې غورځنګ فعال غړی او د ادب په ميدان کې نه  يوازې کيسه ليکونکی دی بلکې د ادب په بيلا بيلو اړخونو کې د پوره صلاحيت خاوند دی.
که څه هم اجمل خټک د خپل شعر په وجه ډېر مشهور دی، خو د هغه وخت په ښو کيسه ليکونکو کې حسابيده او په هغې محدوده کې يې چې کومې کيسې ليکلي دي، د فن په لحاظ پوره او د مانا په لحاظ د ژونديو موضوعاتو لرونکي دي. که څه هم د اجمل خټک افسانې زموږ په لاس کې نه شته، خو د خپلو دغو خبرو د ثبوت له پاره د پښتونخوا د  نامتو کيسه ليکونکي سيد مير مهدي شاه دا يوه خبره کافي ګڼم چې هغه د نشان په سريزه کې وايي: ( په دې موقع که زه د اجمل خټک د ” دوه جنډې“  نومې  افسانې ذکر ونه کړم، نو يقيناً بې انصافي به وي. ځکه چې د دغې افسانې د اوريدو نه پس زما د ې طرف توجه راګرځيدلې وه.)) (٧)
له دغه وينا نه جوتيږي چې اجمل خټک د غه وخت د افسانې ښه ليکوال و چې د ده د معياري افسانو يادونه محمداعظم هم کړې ده خو له بده مرغه د افسانې ليکلو ته يې دوام ورنه کړ او يوازې په شمار څو افسانې ترې پاتې دي.
محمد اعظم اعظم ليکي: (( د افسانې د تدريجي ارتقا په لړ کې د مهدي افسانه د هغې طرز نمايندګي کوي کوم چې د ماسټر کريم نه شروع کيږي او هم په مهدي باندې ختميږي. د دې دواړو تر مينځ د ذکر وړ بل کوم افسانه ليکونکی چې راځي نو هغه اجمل دی. ښاغلی اجمل اګر که د افسانې په باقاعده ليکونکو کې شميرلی نه شي، ولې هم د دغې افسانې (( دوه جنډې)) او (( زه افسانه نه شم ليکلی)) د دې طرز هغه افسانې دي کومې چې د نوي افساني په فني خوبيو او تکتيکي باريکيو باندې ښې مړې دي. او که ستايلی ليکوال د افسانې اړخ ته په سنجيدګۍ پام را اړولای وای، نو هغه پښتو افسانې ته ډېر څه وربخښلی شو) ) (٨)
د خدايي خدمتګارانو بل تکړه کيسه ليکونکي سيد مير مهدي شاه مهدي دی چې د کميت او کيفيت په لحاظ د ده کيسې د ستاينې وړ دي. د ده زياتې کيسې په ځانګړي ډول د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ د جريان سره ټينګ پيوند لري او يا په بله وينا د خدايي خدمتګارانو د مبارزې د سياسي او تاريخي پيښو ويندوی دي.
مير مهدي شاه د دغه ګوند يو فعال غړی او د دغه نهضت يوازينی ليکوال دی چې کيسې يې همدغو مو ضوعاتو ته اختصاص شوي دي چې د پښتون اولس د تاريخ او مبارزې خورا ښې او په زړه پورې بيلګې دي.
د مهدي شاه يو شمير کيسې د انګريزانو په وړاندې د پښتنو د مبارزې، سرښندنې او په ځانګړي ډول د خدايي خدمتګارانو د اتلولۍ کيسې دي. او همدا رنګه د کيسو يوه برخه يې د راوروسته جابرو حکومتونو د مظالمو او نادودو انځورونه دي چې پښتانه ورسره لاس او ګريوان وو.
د خدايي خدمتګارانو د نهضت عمده پيښې د مهدي شاه د کيسو پيښې جوړوي. او د دغه نهضت د کړو وړو ډېره ښه ترجماني کوي.
ښاغلی ګران شهزاده د مير مهدي شاه په باب ليکي: (( سيد مير مهدي شاه مهدي چې په هر ليک کې يې د دې تحريک يو تاريخ پټ دی، نظم دی او که نثر يو شان پکې په دو دی. کله رهبر شي او کله غنچه په لاس قام ته ولاړ وي.
د شعر نه زيات يې افسانې مشهوري دي. چې د پښتون قام د جذباتو او نفسياتو صحيح ترجماني پرې کوي. د ده د افسانې په هر کردار باندې د خدايي خدمتګار تحريک ګمان کيږي.)) (٩)
د مهدي شاه مهدي کيسې د پښتون چاپيريال کيسې دي کردارونه يې پښتانه او په ځانګړي ډول خدايي خدمتګاران دي. د کيسو موضوع يې آزادي، استقلال او د وطن مينه ده او پېښې يې د خدايي خدمتګارانو د مبارزې سرښندنې او کارنامې دي.
که څه هم د مهدي شاه په افسانو کې سياسي رنګ ډېر زيات غالب دی خو بيا هم دغه کيسې زړه راښکونکي او اغيزمنې دي ځکه چې چاپيريال او کردارونه يې بيګانه او نا اشنا نه دي، بلکې هر پښتون لوستونکی په کې د خپل قام او اولس تير تاريخ او د ميړانې ډکې حادثې ويني چې مهدي شاه په ډېر ښکلي ادبي انداز کې د کيسو په چوکاټ کې راوړي دي.
ښاغلی اعظم د مهدي شاه د کيسو په باب ليکي: (( مير مهدي شاه مهدي د دې دور وړومبی  باقاعده ليکوال دی او په چاپ شوو افسانو کې تر اوسه د ښاغلي مهدي د افسانو د مجموعو شمير په نورو ليکوالو ورتير دی......... ښاغلی مهدي د ژوند په حقله يو مخصوص سياسي او ادبي شعور لري.  هغه د ادب د هغې فکري مدرسې سره تړون لري چې په شدت سره ادب د ژوند ترجمان ګڼي. د هغه قلم په ادب کې د سپور حقيقت ترجماني کوي اود يوه نظرياتي انسان په نظر چې هغه په خپل چاپريال کې څه ليدلي او محسوس کړي دي هم هغه له يې د افسانې شکل ورکړی دی او کوښښ يې کړی دی چې دا افسانې د فن په تله هم درنې وخيژي. د نشان د ټولو افسانو په رګ رګ کې يوه سياسي نظريه  لکه د بجلي ګرځيدلې ده. دا نظريه کله کله په انفرادي ډول کې ځان وښايي او کله اجتماعي رنګ واخلي، خو ولې بيا هم د ليکوال بشپړ اولسي او عوامي شعور د هغه ليکونو کې دومره جاذبيت ايښی دی چې د لوستونکي سترګې ځان پورې جوختې ويني.)) (  ١٠)
لکه څنګه چې د مخه مو وويل چې د مهدي د کيسو موضؤع د ازادي غوښتنې مقدسه موضوع جوړوي.
او په کيسو کې يې په رښتيني ډول ډېر ښه انعکاس مومي نو د دې يوه وجه دا هم کيدی شي چې دا د مهدي غوښتنه او يوازينۍ ارمان و. د خدايي خدمتګارانو د نهضت په ليکه کې ولاړ و او د مبارزې په ډګر کې له ډېرو تودو سړو سره مخ شوی و.
مهدي شاه مهدي په پښتنو کيسه ليکونکو کې يوازينی کيسه ليکونکی دی چې د زياتو کيسو مرکزي کردارونه يې خدايي خدمتګار دي او يا په مشخص ډول د دغه نهضت کيسه ليکونکی دی.
ښاغلی قلندر مومند د مهدي شاه د يوې داستاني مجموعې (( پت )) په سريزه کې د مهدي د افسانو په باب ليکي: (( دمهدي د افسانو موضوع د پښتنو د حريت پسندو د ازادۍ لاره کې د قربانۍ نه ډک جد و جهد او د خپلواکۍ د تلوسې سره اړه لري. هغه پخپله د هغه تحريک يو سپاهي پاتې شوې دی چې دغه مقاصد يې لرل.دغه مقاصدو سره د مهدي د مينې، خلوص او ديانتدارۍ نتيجه کې د مهدي افسانو کې هغه حقيقت نګاري پيدا شوې ده چې د ژوند د مسلو نه بې خبره خلقو ته ترخه هم ښکاري او سترګې هم بريښوي.)) (١١)
مير مهدي شاه مهدي پخپلو کيسو کې د خدايي خدمتګار کامل او پوره تصوير وړاندی کړی دی چې د ميړانې سمبول او د مبارزې په ډګر کې د ازادي غوښتنې رښتينی علمبردار اود قام سپاهی دی او کله يې هم  د خپلو کردارونو هغه محکوم حالت په ګوته کړی دی چې د مبارزې په ډګر کې د استعماري حکومتونو د مظالمو په نتيجه کې په تراژيدي ډول په ډېر افسوسناک حالت کې ژوند له لاسه ورکوي.
خو دا ټولې هغه رښتيني پيښې دي چې د ده کيسې ترينه د بشپړې تراژيدۍ رنګ اخلي او په تراژيدۍ سره کيسه پای ته رسوي.
د مهدي شاه باچا د کيسو کردارونه او پيښې ځکه لوستونکو ته نا اشنا نه دي چې د خدايي خدمتګارانو د جريان لوړې ژورې چې څنګه وې همغسې يې انځوروي او داستاني رنګ ورکوي.
ښاغلی قلندر مومند د مهدي شاه د افسانو د کردارونو په باب ليکي: (( د مهدي د کردارونو اکثريت د کلي او هوجرو زلمي، او بوډاګان دي چې لوستونکي يې د مطالعې په وخت ماوارای دنيا باشنده ګان نه بلکې د خپل ماحول افراد ګڼي. ځکه چې د پښتنو هر کور او کلي کې د همدغې جذبې لرونکي افراد اوسيږي.
د پښتنو د سياسي تاريخ هر پښتون لوستونکی د صفدرانو، ادمانو، تورسمانو او پذيرانو او دغسې د بدرو، ښاپيرو او زرينو، سره متعارف کړي دي. نو ځکه يو پښتون او يا پښتنه د مهدي کردارونه پردي نه شي ګڼلی. د مهدي په کردارونو هر يو اعتراض کيدای شي خو دا هيڅوک هم نه شي ويلی چې مهدي د خپلولوستونکو او کردارونو تر مينځ د اجنبيت ديوال وهي. د د ې برعکس مهدي خپل لوستونکی په دې مجبوروي چې د هغه کردارونه اصلي او خپل وګڼي او ورسره مينه او همدردي څرګنده کړي.)) (١٢)
او په همدي توګه مهدي شاه هم د خپلو کيسو د کردارونو په باب ورته نظر لري او وايي: (( زما د پت په افسانو کې هم اکثرېت  د هغو پښتنو کردارونه دی چې کومو د خپل ملک د مقدسې ازادۍ د پاره د ژوندون خوږې لمحې د ژوند د انقلاباتو په ناقابل برداشت ترخوبدلې کړي دي.)) (١٣)
د مهدي شاه باچا  کيسې چې د پښتون قام او په تيره بيا د خدايي خدمتګارانو د مبارزو ا وسرښندو واقعي او رښتيني کيسې دي او د خدايي خدمتګارانو د نهضت د تاريخ پاڼې دي. د دغه نهضت ټولوپيښو په کې په داستاني ډول انعکاس موندلی دی.
د مهدي شاه د کيسو يوه برخه په پښتنونخوا کې د انګريزي استعمار په وړاندې د پښتنو د مبارزو کيسې دي او بله برخه يې د هند د ويش او پاکستان د جوړيدو نه را په دې خوا د جابرو حکومتونو په وړاندې د پښتنو دريځ او په هغو باندې د دغو حکومتونو نادودې او ناراوې انځوروي. د مسلم ليګ په راتګ سره د پښتونخوا په ادبياتو کې يو نوی څپرکی رامنځ ته کيږي او قيوم خاني  په پښتو نثر او کيسه ليکنه کې د ظلم د سمبول په حيث لکه د مغلوالې د کلمې په کارول کيږي.
د مهدي شاه د کيسو يوه برخه د دغو مظالمو او نادودو بيان دی چې په صوبه سرحد کې د قيوم خانۍ په دوران کې په پښتنو باندې تيريږي. مير مهدي شاه پخپله په دې باب ليکي: (( ... د ازاديدو نه پس چې پاکستان جوړ شو نو په ټول پاکستان کې د مسلم ليګو حکومت قايم شو. زموږ په صوبه کې هم د مسلم ليګ حکومت جوړ کړای شو. خدايي خدمتګارو لا د پيرنګيانو د ظلمونو نه ساه نه وه اخيستې چې بيا پرې د مسلم ليګ حکومت شروع وکړه او د مسلم ليګ حکومت چې ورسره څه وکړل نو د هغې په هکله صرف دا يو متل کافي ګڼم چې د مانجې کافر مې وليدو نو د کټار کافر راته مسلمان ښکاره شو..... زما په دې ( نشان ) مجموعه کې د هغو ظلمونو او ستمونو د واقعاتو نه ځينې واقعات د افسانو په شکل کې پيش کړای شوي دي. )) ( ١٤)
په پښتونخوا کې بل کيسه ليکونکی چې د خدايي خدمتګارانو د نهضت کيسې يې ليکلې او له مهدي شاه نه وروسته زموږ تر سترګو کيږي، هغه هميش خليل دی. که څه هم هميش خليل د شعر او کيسې ليکلو نه زيات وخت په تحقيق او څيړنه کې تير کړی دی، خو بيا هم چې ده کومې کيسې ليکلي دي، نو د خدايي خدمتګارانو د نهضت د کيسه ليکوونکو لاره يې نيولې ده او په خپلو کيسو کې يې د دغه نهضت د لارويانو د قربانيو، اتلوليو او ټينګې ارادې پوره نماينده ګي کوي. که څه هم د هميش خليل په وخت کې د خدايي خدمتګارانو نهضت په خپل پخواني نوم نه و پاتې او نه هميش خليل زوړ خدايي خدمتګار و خو دا څرګنده ده چې نهضت موجود و، خدايي خدمتګاران موجود وو يوازې نوم بدل شوی و. هميش خليل د نهضت سره تړلی ليکوال و او همدغه وجه وه چې د ده کيسې د خدايي خدمتګارانو د نهضت او بيا په راوروسته کې د قيوم خانۍ د دوران کيسې جوړوي.
ښاغلی محمد اعظم اعظم د ښاغلي هميش خليل د يو داستانې مجموعې (( چارګل)) د کيسو په باب ليکي: (( د چارګل د افسانو په بنياد کې هم هغه مقصديت سياسي او نظرياتي شعور پروت دی کوم چې د ماسټر عبدلکريم او مير مهدي شاه مهدي د افسانو سره تړلی ښکاري. خو د هميش افسانې سره د يوې رنګينې بيلې افسانوي ژبې د اثر نه د ډکو واقعاتو د سپيڅلې کردارنګارۍ او د ماحول د ساهو عکاسۍ د فن په تيږه نامکمله افسانې نه ښکاري. محمد اعظم اعظم زياتوي چې د چارګل په افسانو کې د ټولو نه لويه خوبي د ژبې او بيان ښکلا ده. په نثر کې به دومره رنګينه او شاعرانه منظرکشي په ډېرو کمو ليکنو کې راغلي وي. دا ښايسته منظرکشي کله د يوه ماحول او منظر په بيان کې او کله د يو کردار په تشريح کې د سترګو وړاندې راځي)). (١٥)
هميش خليل د خدايي خدمتګارانو سره ډېر نيژدې پاتې شوی دی. د قيوم خانۍ د حکومکت په دوران کې هغه مختلف زندانونه ګاللي دي. او د خدايي خدمتګارانو د سياسي او ادبي محافلو نه اغيزمن و. همدغه وجه ده چې د ده په داستانونو کې سياسي رنګ څه نا څه زيات دی.او هم يې د هغه  وخت ځينې ريښتيني پيښې په داستاني شکل کې ثبت کړي دي.
هميش خليل د خپلو کيسو د مجموعې ( چارګل ) په سريزه کې ليکي: (( چارګل زما د افسانو ړومبۍ مجموعه ده. ټولې افسانې د کال ١٩٦١م  د ګرفتارۍ نه پس ما د خپل درې کلني قيد په دوران کې په مختلفو جيلونو لکه سنټرل جيل، مچ، سنټرل جيل ډېره اسماعيل خان او سنټرل جيل هري پور کې ليکلي دي. د دغه قيد په دوران کې ما سره خپل ادبي ملګري ښاغلی اجمل خټک، سيد مير مهدي شاه مهدي، حسين بخش کوثر او ارباب سکندرخان خليل هم وو. او پسته بيا چې زموږ د ټولو تبادله د مچ د زندان نه د جيلم ضلع بنديخانې او بيا د ( ډېرو) سترې بنديخانې ته وشوه، نو دغه وخت ښاغلی خانمير هلالي، فضل الرحيم ساقي او سعادت خان جلبل دوی هم زموږ سره چې تر دغه وخته د سکر، ملتان او ساهيوال مختلفو جيلونو کې وو سره يو ځای کړای شو او دغه شان د دغه قيد اخيري شپې ورځې چې ما په سنټر جيل هريپور کې تيرولې نو همدغه ملګري اکثره سره يو ځای وو. شايد هم د دغه ادبي محفل د اثر نتيجه وه چې د يو څو نظمونو نه علاوه دغه يو څو افسانې هم ما وليکلی شوې)) ( ١٦)
همدغه وجه ده چې د هميش خليل زياتې کيسې د يو ځانګړي دريځ نماينده ګي کوي. د پښتنو د مبارزو د جريان او حوادثو هيندارې دي. که د انګريزانو د وخت کيسې کوي او که د راوروسته جابرو حکومتونو مظالم ترسيموي، خو لاره هماغه يوه ده چې د ده مشران پرې روان وو او دی هم د دغې لارې لاروی و. نو په همدې توګه د هميش خليل په کيسو کې هم هغه څه ښکاري، لکه د يوه خدايي خدمتګار ليکوال نه چې څه توقع کيږي.
مرحوم فضل حق شيدا د ( چارګل ) په سريزه کې وايي: (( د هميش په باره کې به دا وينا مبالغه نه وي چې د هغه نظم او نثر دواړو کې يو خاص خوند دی يو نوی رنګ دی، ځان ته جدا طرز بيان او منفرد سبک لري. هميش د خپل وخت تقاضو په يوه لار روان کړ. دغه لار اوږده هم وه کږليچونه، کندې کپرې او ګړنکونه هم وو. ليکن هغه په دې خيال روان و چې لار سمه ده، منزل که ليرې دی نو وي دې اخر به رانيږدې شي. په خطرناکو لارو هر څوک سفر نه شي کولی، دا د هغه چا کار دی چې په زړه بهادر او حوصله يې لويه وي. د سفر دوران کې چې د رهزنانو د ليندو غشي راوريږي نو هغو ته سينه ډال کړي. )) (١٧)
د هميش د دغه سياسي دريځ په درلودلو سره د هغه افسانې هم سياسي رنګ لري او کوښښ کوي چې له خپلې نظريې سره سم پيښې راواخلي او د کيسو په چوکاټ کې يې راونغاړي او په هم دې توګه هغه کله کله د کيسې محتوا او پيښې ته يا يو ځانګړي حالت ته زياته ترجيح ورکوي نو ځکه کله کله ترې فني خوا نيمګړي پاتې کيږي چې د خدايي خدمتګارانو د نهضت په ټولو کيسه ليکونکو کې دغه حالت ليدل کيږي.
هميش خليل هم کله کله د هماغو پيښو چې څنګه واقع شوي دي کټ مټ په هماغه ډول کيسه کوي لکه چې پخپله وايي: (( يو حقيقت او يو افسانه په افسانوي رنګ کې د يو حقيقت د ليکلو کوشش دی چې په کال ١٩٦٣ م کې د ډيرو په زندان کې زموږ يو سياسي بندي ملګري د استقامت نه پس زه په ليکلو مجبور کړم)) (١٨)
خو له دې ټولو خبرو سره سره هميش خليل په خپلو کيسو کې د پښتنو د مبارزو ډېر ښه ترسيم کړی دی. سره له دې چې هغه لږې کيسې ليکلي دي خو په دغه کيسو کې د خدايي خدمتګارانو د نهضت پيښې اتلان او سرښندنې په قومي احساس او په خوږه کيسه يي ژبه بيان کړي دي.
فضل حق شيدا په څو کرښو کې د هغه د کيسو ډېر ښه تحليل کړی دی چې دلته يې را اخلو: (( هميش خليل خوا او شاه کې څه خواږه تراخه حقيقتونه ليدلي دي د هغې تنې بودې نه يې تنسته جوړه کړې ده او د تنستې نه يې مزې داره کپړه. دا کپړه دومره باريکه او مهينه ده چې د اغوستونکو بدرنګي او خوشرنګي دواړه په کې ښکاري.
هميش د خوارۍ، نيستۍ او بې وسې سره سره د زور ظلم، حرص او عياشۍ تصوير جوخت راکاږي چې لوستونکي د ژوند دواړه اړخونه وويني)) (١٩)
د ماسټر کريم نه رانيولې تر هميش خليل پورې چې د کومو ليکوالو ذکر راغی نو دې ته د خدايي خدمتګارانو د نهضت کيسه ليکونکي ويلی شوو او دا ځکه چې له يوې خوا د دغه نهضت سره تړلي ژمن ليکوال وو او له بلې خوا يې آثار د همدغه نهضت د پيښو او کارنامو وياندوی دي. په پښتونخوا کې له هميش خليل نه وروسته بل داسې ليکوال نه تر سترګو کيږي چې کيسه ليکنه يې د همدغه نهضت پيښو ته څه نا څه وقف کړي وي. خو دا ويلی شو چې دغه نهضت د پښتنو د مبارزو د تاريخ د يو باب په توګه ځلانده او تل پاتې دی.  او د دغې اتلوالې مبارزې کارنامې، سرښندنې او اتلان د پښتونخوا د کيسه ليکونکو له پاره تلپاتې موضوعات دي. نو په همدې توګه د پښتونخوا د کيسه ليکوونکو له پاره دغه موضوعات پای ته نه دي رسيدلي او په راوروسته کې هم هغه کيسه ليکونکي چې له دغه نهضت سره تړلي وو او که نه وو، بيا هم د هغو په آثارو کې ځينې کيسې لولو چې د خدايي خدمتګارانو د مبارزو او آزادۍ غوښتنې ويندوی دي لکه د قلندر مومند (( ګجرې)) د زيتون بانو(( د بيزو قبر)) او داسې نور. يعنې دا چې په کيسو کې د دغسې موضوعاتو ترسيم د يوې عنعنې په ډول دوام پيدا کړ او دا عنعنه تر اوسه هم دوام لري.
د خدايي خدمتګار نهضت سره چې کومه کيسه پيل شوی وه د ملي محتوا لرونکي کيسه ده او استعماري ضد روحيه يې درلودله چې د پښتنو په متحد کولو او د مبارزې د يون په ګړنديتوب کې يې ستره اغيزه درلودله. دغه کيسې سره له دې چې په يو خط کې ليکل کيدې خو ځينې نور ټولنيز موضوعات يې هم را اخيستل چې هغه هم په وروستي تحليل کې د انګريزي حکومت د مظالمو زيږنده وه. دا کيسې که څه هم د نوې کيسې د اصولو سره سم په قوي شکل شروع شوې وې خو بيا هم د فن په لحاظ د څه نا څه نميګړتياوو درلودونکې وې. موضوعات او اتلان يې ورته وو. د يو چاپيريال کيسې وې چې يو مقصد او يو ارمان يې درلود. خو د اولسي ادبي جرګې له جوړيدو سره د کيسو موضوعات بدل شول او دا ځکه چې دغه وخت د وخت غوښتنه بل څه وه. په کيسو کې ټولنيزو تضادونو او نابرابريو ځای ونيو او د کيسو موضوعات د محروم انسان په غوښتنو راڅرخيده. د اولسي ادبي جرګې له  جوړيدو سره يوازې په  کيسه کې نه بلکې په شعر کې هم دغه بدلون رامنځ ته شو او د هغه وخت ليکوالو او شاعرانو په ادب کې د دغې تحريک ښه پالنه وکړه.
ښاغلی محـمد اعظم اعظم ليکي: (( د پښتو ادب دا نوی دور يوازې د افسانې له ميدانه نه د نثر او نظم د ټولې تخليقي او تنقيدي پنګې نه د هغې ادبي نظريي ګړدې راتاووي څه ته چې افاديت او مقصديت ويلی شي او د ترقي پسند سوچ او فکر ترجماني کوي. د ترقي پسندۍ د تحريک بوټی د يورپ په ځمکه ډېر وړاندې نهال شوی و خو اردو ته يې جرړی د روانې صدۍ په ابتدا کې رااوږدې شوې او د کال ١٩٣٥ خوا او شاه يې ميوه ونيوله او په پښتو کې اګر که د ترقي پسند سوچ څرک د شلمې صدۍ د سر سره لګي ولې بيا هم څرګندې نښې يې د آزادۍ نه پس د اولسي ادبي جرګې په غيږه کې راښکاره شوې)) (٢٠)
اولسي ادبي جرګې د کيسې د محتوا او موضوعاتو د بدلون او نوي کيدلو سره سره د کيسې فني خواته هم توجه راوګرځوله او د دې کار له پاره به يې مسلسلې تنقيدي غونډې جوړولې او په دې لړ کې به يې په کيسو او شعرونو کره کتنې کولې. د نقد دغو غونډو چې اصلاحي بڼه يې لرله د کيسو فني نيمګړتياوې تر ډېره حده اصلاح کړې او د همدغو غونډو له کبله به کيسه ليکوونکو د خپلو کيسو فني خواته ډېر دقت کاوه ځکه چې کومې کيسې به د اولسي ادبي جرګې د تنقيدي غونډو نه تيرې شوې او ناسمې برخې به يې سمې شوې نو بيا به يې چاپ ته وړاندې کولې.
د پښتونخوا نامتو کيسه ليکونکی مير مهدي شا په دې باب ليکي: ( ... او په تيره تيره خو د اولسي ادبي جرګې د غړو خصوصاً د اميرحمزه خان شينواري، صنوبر حسين مومند، دوست محمد خان کامل، اجمل خټک، محمد افضل بنګښ، ولي محمد طوفان، حبيب الرحمن قلندر، سيف الرحمن سليم، محمد لطيف وهمي او د نورو ملګرو ډېره ډېره شکريه ادا کوم چې هغوی د دې کتاب په چاپ کولو او دغه قسم افسانو راغونډولو کې زما اراده کلکه نه کړه بلکې زما په اکثرو افسانو باندې د تنقيد په موقع ماته نيکې سلاګانې هم راکړي دي)) (٢١)
د اولسي ادبي جرګې تنقيدي غونډو پښتو کيسه خپل معيار ته ورسوله د کيسه ليکنې د اصولو او معيارونو په خپلولو سره د کيسې تکنيکي خوا هم بشپړه شوه. په دغه دوران کې د کيسو ډېر ښه ليکوال او د کيسو ډېرې ښې مجموعې را منځ ته شوې.
د اولسي ادبي جرګې تنقيدي غونډو د ادب بيلابيلې برخې او په تيره بيا کيسه د پرمختګ لوړو پوړو ته ورسوله.
پښتو کيسې چې د ااولسي ادبي جرګې د سيوري لاندې کومه وده کړې ده، د هغې په باب محمد اعظم اعظم ليکي: (( دلته د افسانې فني ترتيب، روزنه  او پالنه د يو بالغ او شعوري فني تنقيد په غيږه کې کيږي. د نوي دور د سر لګيدو سره د افسانې فن هم د ادب د يو باقاعده صنف په شکل کې روان څرګندوي او د ښاغليو صنوبر حسين مومند، دوست محمد خان کامل مومند، اميرحمزه شينواري، قلندر مومند، اجمل خټک، آياز داودزی او رضا همداني غوندې عالمان او فاضلان، نقادان او د نوي تنقيدي اصولو په رڼا کې د افسانې د ناوې سرڅڼه سينګاروي)) (٢٢)
د ا اولسي ادبي جرګې له دغو پاملرنو او دقت سره سره د لنډو کيسو ډېرې ښې مجموعې چاپ شوې او د کيسو ډېر ښه ليکوال رامنځ ته شول. د نثر د کموالي په وجه اولسي ادبي جرګې د پښتو نثر خواته توجه وواړوله او په  تيره بيا د معياري کيسه ليکنې تاکيد ډېر زيات شو  ولي محمد طوفان په دې باب ليکي: (( د اولسي ادبي جرګې نه اول پښتو ادب تر څه حده ترقي موندلې وه، خو د نثر نګارۍ صنف د يو ماشوم حيثيت درلود. له دې کبله د اولسي ادبي جرګې په غونډو کې خاصه توجه او پام نثر نګارۍ ته وګرځول شو. دغو غونډو کې افسانوي ادب زياته وده وموندله او په لږه موده کې د افسانو ګڼ کتابونه چاپ شول.)) (٢٣)
د اولسي ادبي جرګې د روزنې لاندې پښتو لنډې کيسې په ژوند پورې ټول تړلي مسايل په خپله محتوا کې راواخيستل. د ژوند د نابرابريو يوه ښه انځورګري يې وکړه. د محروم او مظلوم انسان غوښتنې  يې ښکاره کړې او د هغوی د شعور په روزنه کې يې د خپلې څرګندې لارې په بنياد ښې اغيزې وښندلې. د مقصدي او جانبدار ادب په رامنځته کولو سره اولسي ادبي جرګې د پښتو په لنډه کيسه کې هم يو عمده بدلون راوست چې همدغه د اولسي ادبي جرګې د پاليسۍ عمده او مرکزي ټکي وو، مرحوم دوست محمد کامل موند د قلندر مومند د کيسو د مجموعې (( ګجرې)) په سريزه کې ليکي: (( قلندر د اولسي ادبي جرګې يو مخلص او فعال غړی دی او د جرګې د پاليسۍ سره سم يې ادب د ژوند د پاره ګڼلی او د اولسي مقاصدو او مفادو د پاره يې د ادب تخليق کړی دی او د نظر لاندې د مجموعې ټولې افسانې به هيله ده چې زما د دې دعوا په رښتياوو ګواهي لي)) (٢٤)
په دې توګه ويلی شو چې پښتو لنډه کيسه د اولسي ادبي جرګې د روزنې لاندې خپل ټاکلي معيار ته ورسيدله او د مختلفو موضوعاتو په اخيستلو سره يې فني خوا هم نړيوالو معياري کيسو ته نيژدې شوه. د دې مقالې په نتيجه کې بايد ووايو چې د خدايي خدمتګار نهضت نه وړاندې، پښتو لنډه کيسه ليکنې يو منظم شکل نه درلود. په مانيز لحاظ اخلاقي او اصلاحي مسايل يې انځورول چې د خيالي پيښو او تصوراتو اړخ يې غالب و. د خدايي خدمتګارانو د نهضت په رامنځته کيدو پښتو لنډې کيسې روانې، ژوندۍ او سياسي پيښې په خپله غيږه کې راواخيستلې. د روان سياسي نهضت سره يې ټينګ پيوند پيدا کړ او د پښتنو د آزادۍ غوښتنې، د مبارزو سرښندنې، وياړنې او لوړې ژورې يې مرکزي موضوع شوه. د انګريزي ښکيلاک څيره يې له خپلو ټولو ځانګړتياوو سره بربنډه کړه او د پښتنو د مبارزو د يون په چټکتيا کې يې اغيزه وښندله. د کيسې په مرکزي کردار کې يو رښتينی خدايي خدمتګار راڅرګند شو او د پيښو په لحاظ واقع شوې پيښې د تاريخ په څنګ کې په ښکلي داستاني شکل انځور کړې. د پښتو لنډې کيسې محتوا سياسي رنګ واخيست او کيسه ليکوونکو خپله زياته توجه د کيسې محتوا ته واړوله. له همدې کبله کله کله ترينه په فني خوا کې نيمګړتيا رامنځته شوې او دا د هغه روان سياسي نهضت اغيزو چې د کيسې محتوا ته يې زياته پاملرنه کوله او له دغه حالت نه يې ځان نه شو ايستلای ځکه چې د دغه وخت زيات کيسه ليکونکي له دغه نهضت سره تړلي کسان وو او د فکر او عقيدې له مخې په ملي ژوند کې هم د مبارزې د ډګر سپاهيان وو. د همدغه تړون او روانو سياسي پيښو له کبله د دغه وخت په کيسو کې د موضوعاتو په لحاظ ورته والی ډېر ليدل کيږي چې د موضوعاتو دا ورته والی کله د يو ليکوال په آثارو کې او کله د څو ليکوالو په آثارو کې ليدل کيږي.
د دغه وخت کيسې د موضوعاتو په لحاظ په دوه برخو ويشل کيدای شي، يوه برخه هغه کيسې دي چې د انګريزي استعمار په وخت کې د انګريزي استعمار په وړاندې ليکل شوي دي او بله برخه هغه کيسې دي چې د هندد ويش نه راوروسته د پاکستان د جابرو حکومتونو په وخت کې د هغو په وړاندې ليکل شوي دي په تيره بيا د مسلم ليګ د حکومت په وخت کې چې د قيوم خانۍ په راتګ سره په پښتو ادب کې يو ځانګړی څپرکی رامنځته کيږي او په پښتو کيسه ليکنه کې قيوم خاني د ظلم او جبر د سمبول په توګه کارول کيږي. د کيسو د دغه اړخ سره څه نا څه مترقي اړخ هم راڅرګنديږي خو دومره وده او پراختيا نه مومي. د دغه نهضت په رامنځته کيدو سره ډېره پاخه کيسه ليکونکي راڅرګنديږي او د کيسو ډېر ښې مجموعې خپريږي.
د خدايي خدمتګارانو د کيسه ليکوونکو موضوعات په کيسه يي شکل په راوروسته وختونو کې هم باب او رواج مومي او ډېر داسې کيسه ليکوونکي چې د دغه ګوند سره سياسي اړيکي نه لري د دغو موضوعاتو ليکلو ته قلم اوچتوي. د اولسي ادبي جرګې د جوړيدو سره سم د کيسې محتوا او شکل ته زياته پاملرنه کيږي او د پاملرنې وړ بدلونونه په کې رامنځته کيږي. د کيسو محتوا له هغه پخواني يو خط نه سرغړاوی کوي او مختلف ټولنيز موضوعات را اخلي. طبقاتي تضادونه بربنډوي او د کيسو په مرکزي کردار کې يو محروم او بې وزله انسان راښکاره کيږي په کيسو کې د بې وزلو انسانانو د خلاصۍ له پاره پيغام ايجاديږي او د ټولنې د بنسټيز بدلون په مقصد او هم د موضوع په لحاظ د کيسو دغه لړۍ يو منظم جريان پيدا کوي. په فني لحاظ هم د کيسو شکلي خوا تر ډېره حده سمون مومي او دغه سمون د اولسي ادبي جرګې د تنقيدي غونډو په جريان کې رامنځته کيږي. د کره کتنې د دغې منظمې لړۍ په دوران کې د کيسو فني نيمګړتياوې سمون مومي او د موضوع په لحاظ د ترقي پسند تحريک په لاره روانيږي.
ماخذونه:
١_ ماسټر عبدالکريم، ځولۍ ګلونه، پيښور کال ١٩٥٧ (٢٨_ ٢٩ مخونه)
٢_ مهدي ميرمهدي شاه، نشان، خورونکی ادارۀ اشاعت  سرحد کال
       ١٩٥٦   سريز    (ټ _ څ مخونه)
٣_ اعظم محمد اعظم، پښتو افسانه (( تحيق او تنقيد)) منظورعام                    پريس پيښور کال   ١٩٧٦  ( ١٠٤ مخ)
٤_ همدا اثر ( ١٠٥ مخ)
٥_ همدا اثر ( ١٠٧ مخ)
٦_ ځولۍ ګلونه ( ١٣ مخ )
٧_ نشان ( د سريزې ق _ ک مخونه)
٨_ پښتو افسانه ( ١٣٠ مخ )
٩_ غنچه، هفت روزه ( خدايي خدمتګار نمبر) پيښور کال ١٩٧٠ د مارچ
     ٦، ٣٣ ګڼه     (٤٥ مخ) 
١٠_ پښتو افسانه ( ١٢٥ مخ)
١١_ مهدي سيد مير مهدي شاه، پت، يونيورسټي بک ايجنسي           پيښور، پبلک آرټ  پريس، پيښور کال ١٩٥٩ د سريزې ( ج ) (مخ)
١٢_ همدا اثر ( و_ ز  مخونه)
١٤_ نشان، د سريزې ( ف، ق مخونه)
١٥_ پښتو افسانه ( ١٥٩ مخ )
١٦_ خليل هميش، چارګل، خورونکی دارالتصنيف پيښور، منظور عام         پريس، کال 
        ١٩٧٣ ( ٧ مخ)
١٧_ همدا اثر ( ١٢ مخ)
١٨_ همدا اثر ( ٧ مخ)
١٩_ همدا اثر ( ١٣ مخ)
٢٠_ پښتو افسانه ( ١٣٢ مخ )
٢١_ نشان، د سريزې ( ق_ ګ مخونه )
٢٢_ پښتو افسانه ( ١٢٤  مخ)
٢٣_ پښتو ( مياشتنۍ مجله) پښتو اکاډيمي پيښور يونيورسټي، کال
   ١٩٨١ د مۍ او جون ګڼه.( ٢٧ مخ)
٢٤_ مومند قلندر، حبيب الرحمن، ګجرې، يونيورسټي بک ايجنسي                پيښور، کال ١٩٥٨ د سريزې ( ل مخ)

پوهنمل بريالی باجوړی