یوڅو هایکو ګانې
یوڅو هایکو ګانې
نجیب عامر
(۱)
دکایناتو د تخلیق مالکه !
دکربلا تندې اخیستي یو مونږ
یو د رحمت باران خو ، ووروه
(۲)
یوې جینۍ پرون ملا ته ویل
په غټه خېټه دې چینجي ولګه
سره د ږیرې ماته سترګه وهې
(۳)
راته یې ست د سرکو شونډو وکړو
ما به ترې څه رنګې انکار کولو
زه څه یوسف علیه سلام خو نه وم
(۴)
ږیره زما واک د ملا دی ګینې
شیرینې تا باندې پیرزو مې نه شي
چې د حلوا مینځ کې ازغي درکړمه
(۵)
دهماسیوری دې پر سر دی کنه !
عامره تاته یې چې لاس درکړی
دغه سپېڅلی قلندر دی کنه
هایکو (لنډکي نظمونه )
خلک سپوږمۍ کې پټ پټونی کوي
پښتنې جونه چې په بام هم خېژی
میاندې غوسه شي ترېنه سر شوکوي
......................................................
دابه دعا زما دمور وي ګینې
زه چې مدام پرې بې پروا ګرځمه
له هغو لارو څوک ژوندي نه راځي
...................................................
زما کتاب به آخر څنګه چاپ شي
نور خو لا پرېږده زما پلار هم وايي
دا شاعري د اوزګارخېلو کار دی
نجیب عامر
(۱)
دکایناتو د تخلیق مالکه !
دکربلا تندې اخیستي یو مونږ
یو د رحمت باران خو ، ووروه
(۲)
یوې جینۍ پرون ملا ته ویل
په غټه خېټه دې چینجي ولګه
سره د ږیرې ماته سترګه وهې
(۳)
راته یې ست د سرکو شونډو وکړو
ما به ترې څه رنګې انکار کولو
زه څه یوسف علیه سلام خو نه وم
(۴)
ږیره زما واک د ملا دی ګینې
شیرینې تا باندې پیرزو مې نه شي
چې د حلوا مینځ کې ازغي درکړمه
(۵)
دهماسیوری دې پر سر دی کنه !
عامره تاته یې چې لاس درکړی
دغه سپېڅلی قلندر دی کنه
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
د کلي ښځو رانه ستر نه کوو
ما ويل زه يې جوړې ډېر خوښ يمه
چاراته وې ورته سړى نه ښکارې
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
٤٤ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-12-25 07:23:01 منجيپ الله پيمان
په مخ يې مه وهه زيږه لاسونه
شبګير وهلې ده را ويښه بۀ شي
درته به ووايي چې چي ميكوني
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
هايکو ګانې
ظفر خان ظفر
غل تې په غلا کې جاى نماز يوړو
د کور خاوند ورته وې لمونځ پې کومه
هغه وې زه درته هندو ښکارم څه
چا واپس مېخه سوداګر له يوړه
هغه وې دا خو دې ړنده راکړې
ده وې نو ته پې څه اخبار پړاوى
داسې اتبار، اتبار کې ډېر څه وشول
ما وې رقيب سره خو ډېره ګرځې
خوپام کوه چرته باجه دې نه کي
يو مست بوډا چې مسته وليدله
ويل يې زما هغه غاښونه راوړئ
زه دې جينۍ پسې شپېلى وهمه
جينۍ مې خوښه شوله رايې نه کړه
ورته يو مشر مې جرګه کې واستو
هغه د سور بچي ها ځان له اوکړه
په انټر نيټ يې وې د څوارلسو يم
چې راغله ښځه د شپېتو کلو وه
بيا مې د ځان په ځاى نيکه له وکه
چت باندې ناسته وه هلال کميټي
مونږ يې په تمه وو چې مياشت به ګوري
هغوى له پاسه جينکو ته کتل
د ميکپونو دې خداى بېخ وباسي
چې بارانه راله لونده خيشته کړه
نو بيا مې خپله ښځه نه پېژنده
ما وې پيشو وهم چې ويرېږي
ناوې وې دا خو بې زبانه شى دى
ته ماله ټس راکه چې بوک دې کمه
په مخ کې سيټ کې راسره کېناسته
ويل يې دا لاس ر اپورې څله مږې
ما ويل څه کى ګېر به نه بدلومه
د کلي ښځو رانه ستر نه کوو
ما ويل زه يې جوړې ډېر خوښ يمه
چاراته وې ورته سړى نه ښکارې
په دروازه کې راته لاس وخوځوو
زه ورنيږدې شوم ما وې څه وې کربان
وې دا ټوکرۍ لږه ډېران ته يوسه
پېغله منګي ته په ګودر ټيټه شوه
زلمو کبډي په ميدان پرېښوده
وېل يې اصلي لوبه خو دغلته ده
نن که دښځو حقوق ومنو مونږ
سبا به وى چې بچي تاسې راوړئ
نو بيا به دې ته د چا پلار ټينګېږي
شاعر چې کله په جزبه کې راشي
نو خپل اشنا نه ټول جهان لوګى کي
ته به وى دا جوړې دده د پلار دى
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
څوهايکو ګانې --نوى
فرهاد هلمند
تۀ چې لاړې په ما ګرانه
يو اټېک راباندې وشو
ددې خپل زړګي له لوري
اوس د اوړي ورځې نه دي
اوس بې حده ګرمي نه ده
پېښور راته انګار شو
سبا به عام انتخابات کېږي
نيشنل پارټي مې ډېره خوښه ده خو
په بې نظيرې باندې هم مين يم
زما د زړه په امريکه کې اوسي
خو په دې زړه باندې مې ډېر يرېږم
زما جانان د اسامه غوندې دى
افغانستان د پښتنو وطن دى ؟
که پاکستان د پښتنو وطن دى ؟
په پښتنو باندې بمونه اوري !!!
پښتانه دوه تلويزيونونه لري
يو د معيار له کچې ډېر پرېوتى
بل د پښتو هډوکي مات کړۀ راته
پاکستانى او پنجابى نه يم
افغانستان کې مې هم واک نشته
زه يو پښتون ! چې لا وطن نه لرم
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
هايکو ګانې
يحيى يعقوبي
ما ويل غزل کې دې تصوير جوړوم
نو په خندا يي راته غبرگه کړه چې
دا شاعري دې ته له ځان سره کړه
نور به گلاب زه يار ته نه ورکوم
نن يي گلاب راته ميده ميده کړ
وى دا سوگت ياري مې نه خوښيږي
دې يارانې نه مې توبه ده گلې
چې مې پوښتنه په مودو نه کوې
نو مس کالونه خو بيا مه راکوه
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
هايکوګانې
داود عربزی
يوه سړي بل تـه دښځې شکايت کولو
ويلې چې ډانګ په لاس وهـل راکوي
ده ويلې مــاڅـه پــاغونــدو کې ساتي
پـــرلارپــالي مــامـا تــه کښېناستم
ويلې چې ستاپه نصيب دوه ښځې دي
مـــاويلې زه يې دې يــوې نـــه تنګ يـم
پــــه لاره تــلـمـه يــوسړی مې وليــد
قـــراقـــولـــي پـــــه سروه وچ کـــړس وو
چې ورته ځيرشومه خادم غوندې ؤ
په مورنۍ ژبه يې زده کړه غوښته
خلکو په تيږو باندې وويشتلو
ويلې کافرشوې کليمه ووايه
څلورم مکروريان – کابل
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
يوه وطنۍ او يوه جاپانۍ هايکو
وطنۍ هايکو
يوه خبريال مو له کانديد وپوښته
صايبه ځان مو کانديد کړى څه ته
ده ويل ملي اپارتمان ته کنه
جاپانۍ هايکو
دپښوپه څوکوناست
يوه چونګښه ،يولمرسوى ماشوم
دواړه يوبل ته په ځير،ځير ګوري
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
هايکو ګانې
چا راته ويل چې د سپرلي ورځو کې
هغه تر لرې ګرځي ساګو پسې
ځکه پټي کې مې شړشم وکرل
په انټرنيټ يي ويل د شپاړسو يم
جينۍ چې راغله د اتيا کالو وه
بيا مي د ځان په ځاى نيکه له وکړه
دا غزل غزل اوبه ځواني
ستا په کې د کاڼي پشان کلک زړګى
ياره ولا حول ولا قوت
يا خدايه پاکه ما په دې مۀ نيسه
زۀ خودا خلق خندوومه ځکه
چې څوک دغمه خودکشي ونۀ کړي
قانون دهغه چا چې زور وى پکښې
چې د روپو ګيډى يې واخستونو
پوليس دخر په ځاې کولال وداغۀ
د زوى ډولۍ ته ګډيدله بوډۍ
چا ورته ووېل خوشحالي مۀ کوه
تا به هم دا اينګور له کوره شړى
چرسي چې چرسو باندې خلق عادت کړي
بيا ورته وايي چې کويژدن دې وشوه
اوس به وادۀ ځانله پخپله کوې
فالګر مې لاس وکتو وايي راته
ښځې به دوه کوې دخيره سره
ماويل صيبه ما خو درې کړي دي
ښځې راګېر کړو ښۀ يې وټکاؤ
چې ګاونډيان يې په کوټه اوچت شو
نو ويل يې دا خو مانه دوړې څنډي
بى بى مې لاړه دجينۍ کتوله
چې کورته راغله وئيل غاښونه ئې لوئې ؤ
ماوئيل وو به څۀ خوړم خو ئې نه
په ورکه چرګه پسې ډيره زياته
وګرځيده چې وې ئې نۀ موندله
نو وئيل ئې دا پکښې دخداې په نامه
خداې شته چې زړۀ مې ترې نه ډير دغه شو
هغې چې ماته نن دغه ووئيل
دا زړۀ مې بيا داسې دغه دغه شو
شاعر چې کله په جذبه کښې راشى
نو خپل اشناته ټول جهان لوګے کړى
تۀ به وے دا جوړې ددۀ دپلار دے
خاوند ئې وئيل چرته يو عشق کوومه
ښځې وئيل دا مړه څۀ خوشے کار دے
ولې مالږو سره کړے دے څۀ
ماته يې لاندي باندي ډير و کتل
ما ويل ګوره ګني خوښ ئي شومه
خودې وې پاڅه پر توغاښ دي ښکاري
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
دا هائکو زما له طرفه
زمونږ د کلی اؤ محلت جینکۍ
اوس په کجلو سترګې نه توره وی
ځکه سپین سترګې اؤ کلک سترګې شو
یوه بله هائکو رایاده شوه
د هایکو په دې درې مصرعو کښې
ستا بې پایاوه حسن نه ځائیږی
په تا به بیا چرته غزل اولیکم
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
یوه بوډۍ مې کړه ولې نه پورې
ما ویل لګ خیال کوه پرې نه ووځې ترورے
مخ یې ښکاره کړو د بچو مور مې وه
ما چه شپیلۍ یوې جینۍ ته اوواهۀ په لاره
ویل شپیلی مه وهه دا څه کے خواره
مونږ کره دنه شوه سکه ترور مې وه
برائټون
رب د پاره دا چنار پرې نه کړئ
دلته د هاړ په تکه سره غرمه کښې
چا پښتنې پیغلې دمه کړې وه
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
ځه د دوکان نه خالی لاس راغلمه
ځوی م وایل اختر جامے د څه کړے
ما ویلو هلته مشرف ولاړ وو ( ګراني
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
د رب د پاره دا چنار پرې نه کړئ
دلته د هاړ په تکه سره غرمه کښې
چا پښتنې پیغلې دمه کړې وه
پښتنے ډیره ښکلے هایکو دا والله چی
سترګے یی شنے وی اننګی یی سیبان
هم یی اوګدے زلفے خورے ښاماران
د بالخت لاندے یی د شپے کیښودل
مازیګری کښ چه ګودر ته لاړم
ما ویلو سیل د جینکو به اوکم
هلته غواګانے وی اوبه یی څکلے
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
نه آپریدے وو نه جانان وو چرته (فیروز آپریدے)
څپلئ م واچولے واپس شم بیرته
هغه څپلئ نه وے سینډل اوختل
@@@@@@@@@@@@@@@@@@@
هايكو
باران وريږي
څو څاڅكي ، كړۍ كړۍ
په كوچني ډنډ كې
*
كوټه سره ده
كړكۍ ښيښې نه لري
ګل يخ وهلى
*
*
بيا تازه شي
لمر وهلي ګلان
دسمیع الله امینی ویبلاک