دپښتو ادبياتو تاريخ دوهمه (منځنۍ او کلاسيکه) دوره :

دپښتو ادبياتو تاريخ دوهمه  (منځنۍ او کلاسيکه) دوره : پوهنمل محمد اقا شيرزاد
    دپښتو ادبياتو د تاريخ دوهمه دوره،چې منځنۍ (متوسطه)دوره هم ورته ويلای شو،دلسمې هجري پېړۍ له اواسطو پيل کيږي او دڅوارلسمې هجري پيړۍ ترلومړيو دوو دريو لسيزو پورې رارسي .
  دپښتو ادبياتو منځنۍ دوره له سياسي او اېډيالوجيکي مبارزې سره پيل کيږي. خو دغه مبارزه د فيوډالي شرايطو له چوکاټ څخه دباندې نه وزي .په دې دوره کې پښتو ادبيات د افغانستان ، پښتونخوا او هند په سيمو کې له ځينو ملي مذهبي او پښتني جنبشونو سره په ارتباط کې ايجاديږي او وده کوي .دمنطقي مسلط فرهنګي او ادبي جريانونه پرپښتو ادبياتو خپل اغېز ښندي او دهمدغو جرياناتو  په پيروي په پښتو ادب کې ځانګړي سبکونه پيداکيږي او ځان ته خپل خاص پيروان مومي .

مياروښان ديوې مذهبي فرقې دلارښود په توګه په توره او قلم مبارزه کوي .
روښان او خوشحال خټک دواړو دپښتنو د خپلواکۍ اوملي حاکميت دپاره توده او سړه جګړه پرمخ بېولې ده .
روښانيانو دعرفان له لارې دخلکو دسياسي شعور دلوړولو،په هغو کې د خودۍ او پرځان متکي کېدلو،د احساس د وېښولو دپاره آهنګ وال ادبي آثار ايجاد کړل او په دې توګه يې دکتبي ادبياتو پانګه رامنځ ته شوه.
   خوشحال خټک پښتو ادبيات د مضمون،شکل او قالب له پلوه غني کړل. ده دفارسي ژبې ټول قالبونه ؛لکه : (مثنوي،غزل،قصيدې،رباعي،مخمس او نور...)  لفظي او معنوي  صنايع په پښتو ادب کې راوستل. دمضمون له پلوه دده په اثارو کې ډېر زيات نوښتونه ليدل کيږي .چې دهغه وخت په شرايطوکې ساری نه لري .
دمنځنۍ دورې ادبيات دمضمون او شکل په لحاظ دپخوانۍ دورې له ادبياتو سره جوخت توپيرليدل کيږي.
ددې دورې يوه عمده ځانګړنه داده،چې زموږ ددې دورې بشپړ او مکمل ادبي او فرهنګي آثار په واک کې لرو .
په دې دوره کې دپښتو ادبياتو علايق له ګاونډيو ژبو سره هم پراختيامومي. له عربي،فارسي او هندي ژبو څخه پښتوته او له پښتوڅخه ځينو دغو ژبو ته د آثارو د راکړې ورکړې مسله هم خپلو لوړو پړاوونوته خيژي .
     د افکارو ژورتيا،دتخيل رنګيني او دقالبونو تنوع دمنځنۍ ادبي دورې غوره ځانګړنې ګڼل کيږي .
     دا څرګنده خبره ده ،چې د روښانيانو عرفان،دخوشحال دملي تشخيص احساس،درحمان بابا ادبي بلاغت دحميد او کاظم شيدا نازکخيالي  د پخوانۍ ادبي دورې په اشعارو کې نه ليدل کيږي.
په منځنۍ ادبي دوره کې درې مهم پړاوونه د فکري،سياسي او هنري ځانګړنو له مخې دتشخيص وړ دي،چې غوره استازي يې په فکري لحاظ د روښان پلويان په سياسي لحاظ خوشحال خان خټک او په هنري لحاظ رحمان بابا، حميد،شيدا، حنان بارکزی او نور دي .
بايزيد روښان
        په هغو نثرونوکې،چې دسليمان ماکو نثر وروسته  زموږ لاس ته رسېدلی او همدا اوس يې بېلګه موجوده ده،دخيرالبيان نثر دی .
          دخيرالبيان د کتاب مؤلف مياروښان يو له هغو مشهورو او مصروفو ليکوالو او متصرفينو څخه دی ،چې د پښتو ادب په تاريخ کې ډېر شهرت لري . بايزيد روښان سربېره پردې چې يوعالم سړی ؤ،يو توريالی عسکر هم ؤ او ډېره موده يې دمغلو په مقابل کې جکړې کړي دي او دپښتونولۍ نوم يې ساتلی دی. دپلار نوم يې شيخ عبدالله ؤ،چې پس له اوه پښته څخه شيخ سراج الدين  انصاري ته رسيږي ،چې د مياروښان پلار په کاڼي ګرام وزيرستان کې ؤ،مياروښان علاوه پردې چې د بايزيدپه نوم يادېده په پېر روشن يا روښان هم يادشوی دی،مخاليفينويې په ((پير تاريک)) سره هم ياد کړی دی ، دبايزيد انصاري يا بايزيد مسکين په نوم هم ذکر شوی دی .
      بايزيد روښان  په سنه (932 ه ) کال زېږېدلی  او په  (994ه ) کال کې وفات شوی دی،دښاغلي خادم دليکنو له مخې پير روښان د ملاپاينده نومې سړي څخه چې دده د پلار له شاګردانو څخه ؤ درس ويلی دی او طريقت يې له خواجه اسماعيل څخه چې د رياضت خاوند ؤ او ډېر مُريدان  او معتقدان يې لرل،اخيستی دی، بيا وروسته په خپله دطريقې په مخ بېولو کې لارښود او رهبر شو او د خاص مسلک او  طريقت خاوند شو.
دخيرالبيان د نثر نمونه :
      ادميان زما په هستۍ کې دي زما هستي ده په ادميانو لکه کبونه په اوبواو اوبه په کبونو کې لکه کبونه په اوبوژوندي دي په ماژوندي دي ادميان ، په قرآن کې ويلي دي سبحان کب چې په اوبو کې ګرزي مخ يې واوبو ته شي هسې هر لور وته چې جاروزي مخ يې وماته شي د ادميانو زه يم وېښته په پوست کې د ادميانو په  وينو په غوښه د ادميانو په رګ په پله د ادميانو په هډو په ماغزه د ادميانو په هرڅه کې يم،چې څه شته دسړي په ځان تحقيق ده زما هستي له هره څيزه بهر لکه ده له ادميانو زه نږدې يم  ادميانو ته له ځانه .
    د خيرالبيان اصلي نسخه په لاس کې نه شته او دغه راز څونمونې مارګين سټرن ترېنه په خپله يوه مقاله کې رانقل کړي دي ،چې خپله نظريه يې پرې داسې څرګنده کړې ده :
    دخيرالبيان په نثرکې د عربي ژبې رنګ او تأثير ښکاره دی،جمله بندي يې عيناً په عربي سبک تطبيقيږي .
   دمقفی نثر لومړۍ نمونه په پښتو کې د خيرالبيان څخه لاس ته راځي، تر دې دمخه موږ د دغسې نثر نمونه په پښتو کې نه وينو .
په پښتو کې ديني او اخلاقي مسايل او د آياتونو او حديثونو ترجمې هم غالباً له خيرالبيان  څخه شروع کيږ ي.
د خيرالبيان نثر د لسم هجري قرن نثر يوه نمونه ده او په دغه وخت کې فارسي نثر هم د عربي له تأثير لاندې ؤ .
خوشحال خټک
    خوشحال خان د شهبازخان زوی د (1022 ّّه.ق) کال د ربيع الثاني په مياشت د خټکو د اکوړې په سرای کې زېږېدلی دی .
    خوشحال خان په خپله يوه قصيده کې خپل ځان داسې راپيژندلی دی :
زه خوشحال د شهباز خان                      چې تورزن يم کان په کان
شــــهبازخان ديحی خان و                      چې بل نه و هـــسې ځوان
يـــــحــی خـــان د اکـوړي و                       چې په توره شــو سلطان
دهجرت زردوه ويشت سن و                  چـــې زه راغــلم په جهان
هــغه کال پوره پـنــځـوس و                   چې شهيد شو شهباز خان
دهـــغــــــه دور بادشـــــاه و                         قــــدر دان شــــــاه جهان
دپلارځای يې وماته راکړ                         پــه ولس شوم حکمران
  دخوشحال خان ددې قصيدې د پورته بيتونو څخه د خوشحال  د ژوند زمانه او دده دکورنۍ شجره ډېره ښه معلوميږي .
            دکوچنيوالي څخه د خوشحال ژوند له ځينو حوادثو سره ملګری دی ، دمثال په ډول په (1029 ه . ق) کال د خوشحال دشپږو کالو ؤ،چې په لنډي سيند کې لاهوشو او نجات يې وموند. په (1030 هه.ق) کال دی د اتو کالو ؤ ،چې له څپرې نه کاڼی پرې راولوېد دا ځل له مرګ نه بچ شو .
  خوشحال خان خټک نه يوازې د خپل وخت او زمان يو ټولنيز،سياسي شخصيت او بريالی سالار ؤ، بلکې دی دپښتو ژبې يو داسې شاعر او ليکوال ؤ ، که ووايو د پښتو ادب تاريخ دده له نامه او اثارو پرته نيمګړی دی ، نو دا به کومه د مبالغې خبره نه وي .
          خوشحال خټک لکه چې يې ويلي دي ، پښتو ژبې او ادب ته په نظم او نثر کې هغه څه ورکړل،چې ترده دمخه او وروسته يې ښايي ساری موږ په ندرت سره بيامومو.
په تازه تازه مضمون دپښتو شعر
په مانا مې دشېراز او خجند کړ
په بل ځای کې بيا وايي :
که دنظم که دنثر که دخط دی                           په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه
   خوشحال دمغلي واکمنو له خوا بندي شوی هم دی .
پس له بنده دی دا عزم                            د خوشحال د خاطر جزم
يانيولی مخ مـکـې تـــه                          يـا مـــغــــلــــو ســــــره رزم
     تربند دمخه د خوشحال بابا آثار يوډول تمايلات لري او تربند وروسته يې شعر او هنر بل رنګ اخلي .
محققانو د خوشحال د آثارو شمېره ډېره زياته ښوولې ده ، خو هغه آثار،چې معلوم دي په لاندې ډول دي :
    دخوشحال کليات،چې دبيتونو شمېر يې تر څلوېښت زرو ډېر ښودل شوی دی. فراقنامه،دستارنامه،بازنامه،فالنامه،فضل نامه،طب نامه،بياض، ځنځيرۍ ، سواتنامه، پارسي ديوان،اخلاقنامه د خوشحال آثار نه يوازې د کميت په لحاظ ديادونې او مننې وړدي، بلکې په کيفي لحاظ هم د خوشحال د آثارو کيفيت ډېر لوړ دی . خوشحال تر (1100 ه .ق) پورې ژوندی ؤ،دده په کليات کې قصيدې،غزلې،رباعي،قطعې،مخمس،مسدس،معشر،ترکيب بند، ترجيح بند، مثنوي،ذوالقافيتين او نور پيدا کولای شو .
دخوشحال د ښکلو غزلونو څخه ديوې  غزلې څو بېته د بېلګې په توګه راوړو:
توره چې تېرېږي خوګوزار لره که نه
زلفې چې ول ول شي خوخپل يار لره که نه
ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړه
سترګې چې پيدا دي خو ديدار لره که نه
شېخ دې لمونځ روژه کا زه به ډکې پيالې اخلم
هرسړی پيدا دی خپل خپل کار لره که نه
می شته چنګ و نی شته د خپل يار سره خوشحاله
خپل بياض په لاس کې څه ګلزار لره که نه
رحمان بابا
   رحمان بابا په بهادر کلي کې،چې له پېښور څخه درې ميله لرې جنوبي اړخ ته پروت دی . له عبدالستار مومند کره وزېږېده .
       پټه خزانه د رحمان بابا د زېږېدو کال  (1042 ه .ق) ښيي، لکه څنګه چې مشهوره ده رحمان بابا پيدا شوی خو په بهادر کلي کې ؤ، وروسته د ځينو وجوهاتو له کبله يې  خپل کلی  پرېښود او هزار خوانې ته راغی .
   رحمان بابا له ملا محمد يوسف يوسفزي څخه  زده کړه کړې او له هغه څخه يې فقه او تصوف زده کړل ، بيا کوهاټ ته ولاړ هلته يې سبقونه  ولوستل او ښه عالم شو .  رحمان بابا يو عالم او عابد سړی ؤ .
   رحمان بابا د خپل وخت رواجي علوم لوستي وو، په پارسي او عربي ادب کې يې مطالعه درلوده، رحمان بابا  دتصوف له رموزو هم خبر ؤ .
 د رحمان بلبل تصوف سړی له خدای او دخدای  له مخلوق سره د ناپايې مينې په اظهار کې خلاصه کولای شي . د استاد کامل په وينا : ((له خدای دهغه له مخلوق سره محبت دتصوف داسې اصول دي چې له مذهب سره د بشپړ مطابقت،پاکۍ او عظمت له پلوه ډېر منل شوي  دي )). د رحمان بابا د شاعرۍ پيغام همدا محبت  دی .
   استاد روهي په خپله يوه ليکنه کې دا نظريه داسې تفسير کړې ده چې : ((رحمان بابا د يوه فقر ځپلي اولس زړه ته دخپل پيغام په وسيله لار پيدا کوي او ددغه پيغام اصلي جوهر مينه او محبت دی . عشق او محبت نه يوازې د انسان د نجات وسيله ده،بلکې د جهان دتکوين لومړنی محرک هم دی .
لکه رحمان بابا چې ويلي دي :
داجهان دی خدای له عشقه پيدا کړی              دجملوو مخلوقاتو پلار دی دا
   دپښتو دغه عظيم انسان دوست شاعر په (1128 هه.ق) کال له دنيا څخه سترګې پټې کړې او دپېښور د هزارخانې په هديره کې خاورته وسپارل شو .
له ده څخه په پښتو ژبه دشعر يوښکلی دېوان راپاتې دی،چې په دوو دفترونو کې تنظيم شوی دی. دا دېوان په پښتوکې مشهور او داحترام وړ دی او خلک فالونه پر باسي او خپل مرادونه ځنې غواړي . په دې دېوان کې ښکلې غزلې، قصيده ډوله اوږدې غزلې مخمس اومسبع پيداکيږي .
دده روان ساده او عام فهمه شعر د هر چا او هرې  سويې د خاوند پر مزاج برابر دی ، دده شعر که آسان دی خو ژور  انساني مفاهيم په کې رانغښتي دي .
درحمان بابا دشعر يوه بېلګه :
که په ګنج دشاهي فخرشهريارکا        عاشقان يې ددلبروپه رخسارکا
خرقه پوشوپه خرقه کې دی موندلی     هغه حظ چې په دنيايې دنيار دارکا
پتنګانولره خدای په اورکې ورکړ          هغه عيش چې يې بلبلې په ګلزار کا
نيک ساعت په بدبدل د هيچامه شه    په وصال کې غم دهجروردوڅارکا
دبېړۍپه ډوبېده چې خدای راضي شي  يګانګي دزړونو کله هلته کار کا
هغه مخ چې مادر زادښايسته نه  دی     مشقت دمشاطې واړه مردار کا
باز دنار له خوبه پاڅي پسې ګرځي      چې فلک دعاشقانو بخت بېدار کا
نيمه شپه يې يار ترسره پورې کښېني     لکه شمع چې څوک بله په مزار کا
دمستۍ د هوښيارۍ يې يون څرګند دی    په هرچاکې چې څه وي هسې رفتار کا
رحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دی     چې ددين متاع بدله په دينار کا
عبدالحميد مومند
   عبدالحميد مومندهم له بده مرغه د پښتود همهغويوڅو وتليو شاعرانو په لړ کې دی،چې د زده کړې او مړينې جوتې نېټې يې لاهم د څيړنې په تورو اوبو کې ډوبې دي خو بيا هم دحميدبابا دټاټوبي  او زېږنځي په باب هم پښتانه پوهان او دپښتنو څېړونکي يوه خوله نه وو خو وروستيو پلټنو جوته کړه،چې حميدبابا دپېښور کوهاټ سړک او باړې رود پرښۍ غاړه پراته کلي ماشوګګړ ماشو کې زېږېدلی دی .
   تر (1338) لمريز کال  او (1959 زېږديز) کال پورې کورني څېړونکي او بهرني ختيځپوهان پښتو څېړونکي او ليکوال د راورټي د روايت له مخې په دې  عقيده ؤ،چې ګڼې حميد مومند تر (1145 هه.ق) پورې ژوندی و او يا د بلومهارت Blumharat  په وينا پر همدغه کال مړ دی .
  خو د حميد بابا دشرعة الاسلام په پيداکېدو سره دغه عقيده واوښته او تر  (1148 ه .ق) پورې د حميد ژوند يقيني ثابت شو .
    دحميد بابا  مزار د ماشو (ماشوګګړ) په لويه هديره کې دی ، دحميد دېوان چې د اټکل له مخې دده په ژوند ټول شوی دی په ادبي حلقو کې په دُر مرجان مشهور دی . دعبدالحميد مومند وروستی او تر ټولوچاپ شويو ديوانونو بشپړ ديوان همدا سرمحقق هېوادمل په زيار ديوان دی ،چې (290)غزلې او قصيده ډوله غزلې،قصيدې ، يومخمس، يو ترکيب بند او دوې څلوريزې لري، چې د ټولو بيتونو شمېر يې (2932) ته رسي د حميد مومند نور مشهور آثار دادي :    نيرنګ عشق ، دعزيز او شاهد دمينې سوځنده داستان دی،چې پښتو ژباړه يې دحميد له برکته په ادبي حلقوکې هم د ډېر لوړ نامه خاونده شوې ده .
شاه او ګدا د حميد بابا دا منظومه داستاني ژباړه ده . دشاه ګدا د بيتونو شمېره  (1788) بيته ده .
حميدبابا دغه کتاب په داسې ډول ترجمه کړی دی،چې دترجمې په فن کې يې ځانله يو ښکاره مقام پيدا کړی دی .
شرعة الاسلام : دا کتاب  په پاړسو هم ترجمه شوی دی . چې د تذکرةالابرار و الاشرار په مأخذونو کې راوړل شوی دی .
پښتو منظومه ترجمه يې دحميد مومند په غښتلي قلم ليکل شوی ده،چې په پښتو تبليغي اثارو کې د ادبي  نفاست له مخې هسکه درجه لري .
دا دخوږ ژبي  شاعر حميد مومند د نظم نمونه :
نــــــــــه زمـاده نــه دســتــاده دادنـــيـــا         پــاتــې شــوې لـه هــرچاده دادنيا
ديـــوه غــېـږ کـې پرته وبل ته خاندي           څــه لــولۍ او بـې حياده دا دنيا
پـــه رڼـــايـــې دچــاکارنـه پوره کيږي         دآسمان برق وبرېښناده داد دنيـا
که ظاهرښکلې زېباليده شي څـه شـو         پــه بــاطــن تــوره بــلاده دا دنـيـا
مـــروت د آشــنـايـۍ پـه کـې نــه شـته         کـــه اشـــنـا ده نا آشــناده دا دنيا
په يوځای يې ټيکاو هېچېرې نه شي           لکه سيوری خوا وشا ده دا دنيا
تــل پـه ځـان پـورې دخـپــلـو طـالبانـو           مسخــرې کـاپــه خـندا ده دا دنيا
په سودا يې سودمن شوي هېڅوک نه دی    جـــوفــروش ګـنـدم نماده دا دنيا
چې حميدپه کې خندا کا رېشخندي کا        ځـــای د غـــــــم او د ژړا ده دا دنـــــيـــــــــا

نپر بیا