دادبپوهنې بنسټونه ( اساسات (

ادب پوهنه هغه پوهنه ده چې،  ادبيات مطالعه کوي ( تر څېړنې  لاندې يې نيسي (
پۀ دغه پوهنه کې فلسفه، ښکلا پوهنه، هنر پوهنه او ژبپوهنه خورا  ژوره اغېزه لري. ډېرو ادب پوهانو  دغه پوهنه پۀ دريو بنسټيزوڅانګو وېشلې ده :

١_ ادبي تيوري
٢_ ادبي تاريخ ( د ادبياتو تاريخ(
٣_ ادبي کره کتنه
برسېره پر دغو څانګو ډيری ادب پوهان کتاب پوهنه ، متن پوهنه او د ادبپوهنې تاريخ هم د ادبپوهنې نورې څانګې ګڼي.
١_ ادبي تيوري :
ادبي تيوري هغه علم دی چې، د ادبي اثارو د ټولنيز ماهيت ځانګړنې او د ادب د ودې او پرمختګ قوانين تر څېړنې لاندې نيسي .
محقق سيد محي الدين ( هاشمي ) پۀ خپل اثر ادب پوهنه کې ادبي تيوري پۀ دې ډول راپېژني :
”ادبي تيوري د ادب پوهنې ستره او اساسي څانګه ده چې، د ادب ټولنيز ارزښتونه ،د ادب د پراختيا ټاکلي پړاوونه ،د ودې تاريخي عنعنه ، د ادبي اثارو اساسي فورم او نورې ځانګړنې تر څېړنې لاندې نيسي او دادبي موادو څېړنې لۀ پاره عمومي لارې او اصول ټاکي “
که پۀ په لنډ ډول ووايو چې، ادبي تيوري د ادب د بېلابېلو برخو او مسايلو پۀ اړه د نظر مجوعه ده .
ادب پوهان د نوموړي علم پيدايښت  لۀ نن څخه ( ٢٣٠٠) کاله پخوا زمانې ته رسوي. دوئ وايي:  ارسطود ( بوتبکا ) پۀ نامۀ يو اثر کې د ادب ټولنيز ارزښت ته ډېره پاملرنه وراړولې ده، چې پۀ هغه مهال کې يې د ادب پۀ اړه  ډېرو پوښتنو ته ځواب ويلی دی. ارسطو پۀ دغه کتاب کې ( حماسي ، غنايي او دډراماتيک اثارو تر مينځ د بېلونې بنسټيز بريدونه سپړلي دي . همدارنګه نظم، د هغه وزنونو او نورو ځانګړنوته هم، پوره پاملرنه کړې ده. لۀ ارسطو راوروسته ان  تر نن پورې د ادب دغې برخې ته ډېر کارشوی دی.
سره لۀ دې چې پۀ عام ډول پۀ هنر او ادب کې ځينې  داسې ګډې ځانګړتياوې شته، چې د نړۍ د ټولو ژبو پۀ ادب کې لږيا ډېر ورته والی سره لري، چې ادب پوهان يې دادب عام قوانين بولي  خو بايد د هرې ژبې ادب خپله تيوري ولري، چې  پۀ رڼا کې يې ادب څېړونکي د ادب د ودې عام قوانين ،د ادبي اثارو ټولنيزماهيت او نورې ځانګړنې وڅېړي.
٢_ ادبي تاريخ :
ادبي تاريخ د ادبپوهنې بله مهمه ستره  څانګه ده، چې د ادبياتو پيدايښت او د ودې جريان يې لۀ تاريخې شرايطو سره پۀ ارتباط پۀ ترڅ کې څيړي . يا پۀ بله وينا :
” ادب تاريخ د يوې ژبې د ادبياتو د ودې او انکشاف جريان څيړي ،او پۀ دغه لړکې د بېلابېلو ادبي اثارو ځای او ارزښت پۀ ګوته کوي .“ يا پۀ بله وينا :
” د ادبياتو تاريخ ډېر عام مفهوم لري او پۀ عامه مانا د يو ملت  د علمي ،ادبي او فکري پرمختګ  او تنزل د حالاتو بيان ته ادب تاريخ ويل کيږي".
مګر پۀ ځانګړې مانا د شاعرانو او ليکوالو د کتابونو او اثارو د حالاتو او د ژبې د ادبي دورو بيان ته ادب تاريخ ويل کيږي .
د ادب تاريخ پۀ اړه يوه خبره چې ځينې وختونه ځينې ليکوال په کې سهوه کيږي هغه د ادب تاريخ او ادبي تذکرې ترمينځ بريدونه دي. ادبي تذکره او ادبي تاريخ د تاليف دوه بېلابېل ډولونه دي، چې يو لۀ بل سره اړيکې لري. پۀ ځانګړې توګه ادبي تاريخ پۀ ډېروځايونو کې پۀ ادبي تذکره تکيه کوي ،مګر ادبي تاريخ تذکره نۀ ده او ادبي تذکره هم  ادبي تاريخ نۀ دې. پۀ پښتو ژبه کې ( پټه خزانه ،اوسني ليکوال ،پښتانۀ شعرا او دا ليکوال او داڅېرې .................. ) ادبي تذکرې دي . او د( پښتو ادبياتو تاريخ ( حبيبي ) تاريخ ادبيات افغانستان ، روهي ادب ..............) ادب تاريخونه دي .
٣_ ادبي کره کتنه ( نقد(
ادبي کره کتنه ( نقد) د ادب پوهنې بلۀ  مهمه څانګه ده، لغوي مانا يې فرهنګونه، وينا پېژندنه ، د خبرو سنجونه، ريښتنی قضاوت او د ادبي اثارو ارزښت مالومونه  ده. پۀ عربو کې پخو ا د نقاد اصطلاح پۀ عامه توګه د اصلي او کوټه ( ناچله ) دينارو او درهمونو بېلونکې او دښۀ او بد توپيرونکې پۀ مانا کارېدله، خو اوس پۀ ادب کې د وينا د ښو او بدو اړخونو مالومونکي ته کره کتونکی ( نقاد ) وايي.يا په بله وينا :
” تنقيد( کره کتنه ) پۀ لغت کې محاکمه کولو ته وايي، او پۀ ادبي اصطلاح کې نقاد ( کره کتونکی ) هغه چاته ويل کېږي، چې د نقد پۀ وسيله د ادبي اثارو او دهغو دښۀ والي يا بد والي پۀ اړه لوستونکي ته يوه پريکړه اعلانوي".
 ادبي کره کتونکی د يو ادبي اثٍر د ژورې کتنې  پۀ لړ کې هغه تشريخ او توضېح کوي او  د اثر د محتوا پۀ اصلي روح ، د ليکوال پۀ پيغام، اود ادبي اثر د رامينځته کولو پۀ موخه لوستونکی پوهوي او د يو لړ ټاکلو اصولو پۀ رڼا کې يې ادبي ښکلا، ښېګڼې، بد ګڼې اونيمګړتياوې  بيانوي .يا پۀ بله وينا : لوستونکي ته د اثر هر اړخ او دليکوال فکر او غرض پۀ ښه اغېزمنه توګه ورښيي.
دادبي کره کتنې موخه:
ادبي کره کتنه  د دووسترو موخو لپاره کارول کېږي :
لومړی دا چې ادب تشرېح کړي او دويم ددې لپاره چې د ادبي اثرد ښواو ناوړه، کره او ناکره ، پوره او نيمګړوبرخوپۀ اړه قضاوت وکړي .
ادبي کره کتنه ډېرې خواوې لري،  لکه : د ادبي کره کتنې ګټې، د کره کتنې اهميت او دنده، د کره کتنې معيارونه، د کره کتونکي ځانګړتياوې او داسې نور.
د کره کتنې ډولونه :
ادب پوهان ، ادبي کره کتنه پر دووډولونو ويشي : نظري کره کتنه او عملي کره کتنه. لکه څنګه چې اوس اوس د پوهې هره برخه ډېره پراخه شوېده، نو ادبي کره کتنې هم بېلابېل سبکونه رامينځ ته کړي دي او ډېر ډولونه لري، لکه : تاريخي کره کتنه ، تشريحي کره کتنه ، ښکلاييزه کره کتنه ، حکمي او نفسياتي يا روحياتي کره کتنه .
ادبي ډولونه او ژانرونه :
ادبي ډولونه د ادبي تيوري ځانګړې څانګه ده چې  موخه يې  د ادبي اثاروډلبندي ده . د ادبي اثارو پخوانۍ ډلبندي چې د ارسطو د ژوندانۀ پۀ مهال هم دود وه په لاندې ډول ده :
١_ ايپيک ( داستاني ) اثار ٢_ ليريک ( غنايي ) اثار ٣_ ډراماتيک اثار.  خو په ځينو برخو کې ادبي اثارپر څلورو برخو ويشل شويدي: ١_ شعر ٢_ داستان ٣_ نثر٤_ ډراماتيک ادبيات. خو زموږ په ټولنه کې کې دادود دي چې ټول ادبي ثار پۀ دووبرخو ويشي : ( شعر او نظم ،او نثر) چې دا بيا د بڼې لۀ مخې نور ډولونه هم لري .
نثري ادبي اثار :
نثر: په لغت کې تيت او لونلو ته وايي، په اصطلاح کې هغه وينا يا ليکنه ده چې د وزن او قافيې لۀ قيد نه ازاده وي.
د نثرليکنې د طرزلۀ مخې د نثر ډولونه :
١_ ساده نثر: چې لفظي او معنوي صنايع پۀ کې نۀ وي کارول شوي.
٢_ فني نثر : چې  پۀ ليکنه کې لۀ تخيل نۀ کار واخيستل شي .
٣_ ولسي نثر: لکه څنګه چې د خلکو پۀ ژبه ويل کيږي هماغه ډول ليکل کيږي .
د پښتو ژبې لرغوني نثرونه د بڼې لۀ مخې پۀ درې ډوله وو:
١_ متکلف نثرونه: چې د لوستوکسانو لۀ خوا به دنورو ژبو تر اغېزې لاندې ليکل کېدل.
٢_ مسجع نثرونه: چې پۀ ليکنه کې به د سجعې التزام موجود ؤ.
٣_ ساده او روان نثرونه: چې د ولس د ګړېدا په ژبه به  ليکل کېدل .
د مانا او محتوا له مخې د نثر ډؤلونه :
١_ حماسي نثر: چې د پخوانيو او اوسنيو اتلانو لۀ وياړ نه ډکې کارنامې پۀ کې رانغښتل کېږي .
٢_ غنايي نثر: چې دمينې، عشق، عاطفې او احساساتو مسايل په کې راوړل کېږي .
٣_ تاريخي نثر: چې د يوې ټولنې، هېواد، قوم، ملت او خلکوسياسي ټولنيزې او عملې پېښې پۀ کې رانغاړل کيږي ؟
٤_ ديني نثر: د قران شريف، احاديثواو نورو ديني مسايلو او ارکانو پېژندنه پۀ کې شوې وي؟
٥_ عرفاني نثر: د دين او طريقت د پيروانو د روحاني افکارو بيان پۀ کې وي .
٦_ اخلاقي نثر: چې د افرادو او ټولنې د اخلاقي روزنې او خيرښېګڼې اړوند مطالب پۀ کې وي
٧_ علمي او فلسفي نثر: د عولومو د بېلابېلوڅانګواو د فلسفې اړوند مسايل په کې وي .
٨_ انتقادي نثر:د ژوند او ټولنې د بېلابېلو مسايلو په اړوندد ښوستاينه او د بدو غندنه پۀ کې راغلي وي.
٩_ د مشاهيرواحوال: د پيغمبرانو، اولياوو، حکيمانو، اديبانواو نورو پوهانو د ژوندانۀ حالات په کې ليکل شوي وي .
١٠_ پۀ ژبې او ادبياتو پورې اړوند نثر: د ژبپوهنې او ادبپوهنې بېلا بېلې څانګې په کې شاملې دي .
الف: د بلاغت فنون: لۀ بديع او بيان يعنې دوينا د لفظي او معنوي ښکلاوواو صنعتونو نه بحث کوي.
ب: د عروضواو قافيې علم: چې د شعرونو د وزن او د بيتونو لۀ وروستيو هماهنګوبرخو نه بحث کوي.
ج: د لغاتو او ګړنوپېژندنه : چې د کلمو لۀ مانا او املايي ځانګړتياوو نه بحث کوي.
د:ګرامري منثور اثار:د يوې ژبې لۀ املايي او انشايي ځا نګړنو،د اوازونو،کلمو،فقرو،جملواو عبارتونو نه بحث کوي.
ه: د ليکوالۍ هنر:چې د کتاب، مقالې، شخصي او رسمي ليکونو بېلابېل ډولونه پۀ کې راځي.
ز: ادبي څېړنې: چې د ادبي سبک او مکتب پېژندنې، ادبي تيوري، ادبي کره کتنې، ادبي تاريخ او نور، چې په خپله ژبه کې د څېړنې او يا دنورو څخه د ژباړلو لۀ لارې کيږي .
د بڼې ( فورم ) لۀ مخې د نثر ډولونه :
د بڼې لۀ مخې اوسني نثرونه پۀ دووبرخو وېشل شويدي :١_  ساده نثرونه  ٢_ هنري او ادبي نثرونه.
پۀ ساده نثرونو کې ټولې علمي، ادبي، سياسي او ژورناليستيکي ليکنې، څېړنيز اثاراو ليکنې  شاملې دي .خو هنري او ادبي نثرونه د ساده هغوپۀ پرتله بېلې ځانګړتياوې لري، اساسي ځانګړنه چې ادبي اوساده نثر سره بېلوي  ( هنريت_ ادبي هنري ارزښت ) دی.
پۀ هنري ادبي ليکنو کې ليکوال لۀ خپل تخيلي ځواک نه کار اخلي پېښې او صحنې داسې انځووي،  چې لوستونکې داسې فکروکړي، چې هر څۀ پۀ خپلو سترګو ويني. هنر او ادبي نثرونه د بڼې لۀ مخې لاندې ډولونه لري :
١_ لنډۀ کيسه :
د نثري کيسو يو ډول دی چې لنډه وي خينو ليکوالوورته د کلمو پۀ شمېر کچه ټاکلې خو ټول ليکوال يې د کچې پۀ هکله يوه خولۀ نۀ دي ،خو دومره ده چې لۀ ضرورته پرته خبرې په کې نۀ راځي . تاثر او اغېزيوالی پۀ کې وي، ډېرې پېښې پۀ کې نۀ وي، په چوکاټ کې يې پلاټ ( طرحه  ) کرکټر، تجسس او تلوسه، مکالمې او منظرکشي، تخيل د کيسې پايله او نتيجه شامله وي.
٢_ ناول :
لغوي مانا يې نوي ، تازه او عجيبه څيزته وايي، او پۀ ادبي اصطلاح کې هغه ادبي داستان ته وايي، چې لۀ لنډې کيسې څخه لوی او رومان نه لنډ وي. پۀ ليکني چوکاټ کې يې: طرحه ، اصلي او فرعي کرکټرونه ، منظرکشي ، مکالمې او د کيسې پيل ،مينځ او پای لري. لۀ لنډې کيسې سره يې توپير په دې کې دی چې هم په کې پېښې پۀ تفصيل سره بيانېږي او هم يې کرکټرونه  او پيښې  ډېرې وي.
٣_ ډرامه :
د يوناني ژبې د ( ډراو ) لۀ کلمې نه اخېستل شوېده،  چې د عمل او کولو مانا لري . په ادبي اصطلاح کې هغه نثري اثردی،  چې د خبرو اترو پۀ فورم کې ليکل شوی وي . يا پۀ بله مانا : ډرامه د يوې ژوندۍ کيسې نوم دی، چې ټول احساسات او جذبات پۀ کې د حرکت او خوځېدو پواسطه څرګنديږي او هره پېښه عملا د سترګو په وړاندې ښکاري. ادبي څيړونکي ( وحدت مکان ،  وحدت زمان  او وحدت عمل ) د ډرامې بنسټيزتوکي ګڼي.
٤_ رومان:
فرانسوي کلمه ده، چې په ځينوفرهنګونو کې يې مانا خيالي داستانونه او په ځينو کې د مينې او محبت کيسې راغلي دي، پۀ اصطلاح کې هغه کيسي ته ويل کيږي چې لۀ ناول نه اوږده وي ، د ژوندانه ډېرې او بېلابېلې خواوې پۀ کې رااخيستل شوي وي .
٥_ ادبي ټوته :
دا دهنري ادبياتو يو ځانګړی ډول دی چې ادبپوهانو د ” منثورشعر“ په نوم هم يادکړی دی. ځکه  چې ادبي ټوته پۀ اصل کې نثر دی، خو شعري خوند لري. په دې ډول ليکنو کې د لوړې انشا خيال ساتل کېږي ، حکايوي بڼه لري ، د يو حقيقت پۀ هکله پۀ زړۀ پورې تشرېح کوي خو دا تشرېح په داسې رنګينو الفاظوکې وي چې د انسان په احساساتو ژره اغېزه کوي.
٦_ طنز:
عربي کلمه ده، چې پۀ لغت کې نازاوکرشمه ، پېغوراو مسخره کولوته وايي. په اصطلاح کې هغه هنري نثر دی چې پۀ ليکنه کې يې د ليکوال اصلي موخه ګوتنيونه وي ، خو دغه ګوتنيونه د شوخۍ په بڼه او ياهم د ريشخندۍ په بڼه کې نغښتی وي، دوينا اندازېې دګپ شپ په بڼه کې وي،  ډېری وختونه په کې مسايل سرچپه راوړل کيږي . طنزپۀ واقعيت کې هغه ترخه خندا ده چې دټولنې د خلکوپه ناوړه اعمالو، عاداتو، اخلاقو او افکارو باندې کېږي .
٧_ ادبي ليکونه :
دا هغه ليکونه دي چې په ځانګړي هنري او ادبي بڼه ليکل کېږي. په دې ليکنو کې انتقادي ، سياسي، فلسفي او ادبي مسايل ليکل کېږي. د ليکنې ژبه يي هنري او دتخيل رنګ پرې غالب وي، له استعارو، کنايو، تشبېهاتو او نورو ادبي صنعتونو څخه په کې کار اخيستل کېږي، ژبه يې خوږه او دليکنې طرزيې دومره په زړۀ پورې وي چې لوستونکي ته خوند ورکوي .
٨_ ادبي راپورتاژ:
ددغه ډول ليکنې توپيرله عادي راپورتاژسره چې يو ژورناليستيکي ژانر دی دادی، چې په ادبي راپورتاژکې د پيښې تعبير، تفسير او تحليل په ادبي او هنري ژبه شوی وي د تخيل پۀ مرسته يې نورو ته وړاندې کوي.
منظوم اثار:
شعر :
 ادبپوهانو او څېړونکو د شعر بېلابېل تعريفونه کړيدي، پخوانی تعريف يې داسې ؤ.
” شعر هغه وينا يا کلام دی، چې وزن او قافيه ولري".
پۀ دغه تعريف کې وزن او قافيه د شعر اساسي توکي ګڼل شوي خو د ازادواو بې قافيې شعرونوپه رامينځته کېدو سره معلومه شوې چې قافيه د شعر اصلي شرط نۀ ده .
”شعر دقوي احساس، جذبې او عاطفې تخيلي څرګندونه ده چې پۀ موزونه او اهنګواله توګه شوې وي".
ادبپوهان د شعر د جوړښت لپاره دا لاندې څلور توکي اساسي اوضروري ګڼلي دي

  ١_ مفکوره ٢_ وزن ٣_ احساس ٤_ تخيل.
نظم :
پۀ لغت کې د مرغلروپېيلو ته وايي او پۀ ادبي اصطلاح کې هغه وينا چې وزن او قافيه ولري ( او نثر ) نۀ وي نظم بلل کېږي.  دشعر او نظم ترمينخ توپير دادی، چې شعر موزونه او تخيل لرونکې وينا ده او نظم موزونې قافيه لرونکې وينا ته وايي .
د محتوااو موضوع لۀ مخې د شعر ډولونه :
١_ حماسي ( رزمي ( رزمي ) شعرونه :چې د جنګونو، اتلوليو، ملي او تاريخي وياړنوبيان په کې راغلی وي.
٢_ غنايي شعرونه : غنا پۀ لغت کې سرود، نغمې او ښکلي اوازته وايي او پۀ اصطلاح کې هغه شعرونه دي چې،  دشاعر د احساساتو او عواطفوبيانونکی وي .
٣_ تعليمي شعرونه :  هغه شعرونه دي چې دشاعر موخه پۀ کې نوروته داخلاقواوغوره ديني، مذهبي، عرفاني او نورو علومواو فنونوورزده کول وي .
٤_ دمدحې او ستاينې شعرونه : چې شاعر د خپل ممدوح ستاينه کوي، اخلاقي ښېګڼې يې بيانوي او دژوندانۀ  برياوې يې ستايي.
٥_ ديني شعرونه : پۀ دې ډول شعرونو کې د الله توحيد، دديني روحانيونوويناوې لارښونې، ژوندپېښې،  له عبرت ډکې کيسې او په دين او مذهب پورې اړوند نور مسايل وړاندې کېږي .
٦_ انتقادي شعرونه : هغه شعرونه دي چې،  دفرد او ټولنې اخلاقي نيمګړتياوو او ناوړه اعمالو ته يې د نيوکې ګوته نيسي.
٧_ مرثيه شعرونه : چې شاعران پۀ کې د مړي د نېکيو او ښېګڼوستاينې کوي او پۀ مړينه يې خواشيني څرګندوي.
٨_ وصفي شعرونه : چې شاعر پۀ کې د خپلې ليدنې کتنې لۀ مخې د اشخاصو، طبيعي منظرو، د کال دڅلوروفصلونواو نورو شيانوظاهري صفات شرحه کوي، کله خودخپل تخيلي ځواک پۀ مرسته د افرادو روحي ځانګړنې تشرېح کوي.
دبڼې او فورم لۀ مخې دشعر ډولونه:
١_ مثنوي: هغه شعر ته وايي چې د هر بيت دواړه مصرع يې يو ډول قافيه ولري.  داچې د قافيې ازادي لري نوتاريخي ، رزمي، بزمي،اخلاقي او عرفاني کيسې پۀ کې بيانيږي.
٢_ قصيده: پۀ لغت کې قصداو ارادې ته وايي، پۀ اصطلاح کې هغه شعر ته وايي چې تر يوې مطلع لاندې ويل کيږي ، دبيتونو شمېر يې لۀ شلونه تر اويا يا اتياپورې او ان تر دوه سوه بيتونو پورې رسيږي ، هره قصيده مطلع، مقطع اوتشبيب لري.
٣_ غزل :لغوي مانا يې لۀ ښځو سره خبرو کولو ته وايي ، پۀ اصطلاح کې دشعر هغه ډول ته وايي چې،  لۀ اتو نه نيولې تر شپاړس او کله کله تر شلو بيتونو پورې هم رسيږي، چې ټول بيتونه يې پۀ يو وزن او قافيه وي،  د جوړښت پۀ لحاظ قصيدې غوندې دی، يوه مطلع نه پيروي کوي .
٤_ رباعي : هغه شعر ته وايي چې څلور مسرې لري، دوه لومړنۍ يې پۀ يوه قافيه ، درېيمه يې ازاده او څلورمه يې لۀ لومړيو دووسره يوه قافيه لري.
٥_ مثلث : هغه شعر دی چې هره برخه يې درې درې مصرع لري،  ددرېيمې مصرع قافيه يې پۀ ټولو بندونوکې يو رازده، پۀ ځينوکې بيا درېيمه مسرع بند پۀ بندبدلېږي او ځينوکې هماغه مسرې مکرره راځي.
٦_ قطعه : هغه شعر ته وايي چې مطلع او مقطع نۀ لري،  لۀ يو بيت نه نيولې بيا تر زياتو بيتونو پورې وي .
٧_ مسمط : هغه شعر ته وايي چې لۀ څلورو، پينځواو يا شپږومسرو نه جوړ وي، لۀ وروستۍ مسرۍ نه پرته يې نورې ټولې هم قافيه وي.
٨_ مستزاد: چې پۀ هره مسره يا بيت کې يې يوه لنډه زياتونه ولري، دغه زياتونه به پۀ مانا کې لۀ مسرې سره مربوطه وي، خو هم قافيه ورسره نۀ وي، او پۀ دويمه مسرې پسې چې راځي لۀ هغې سره يو ه قافيه لري .
٩_ ترجېح بند: پۀ څو بندونو وېشل کېږي د ټولو بندونو وزن يې يو ډول وي خو هم قافيه نۀ وي د هر بند پۀ پاې کې يې يو بيت تکراريږي، چې لۀ بندونو سره يې وزن يوشان وي خو ځانګړې قافيه لري .
١٠_ ترکيب بند: دا شعر بېلابېل بندونه لري،  چې د بندونومصرع  يې پۀ خپل منځ کې سره هم قافيه وي او بندونه يې د يو بيت پۀ وسيله سره يو لۀ بلۀ بېليږي،  د بندونو بېلونکې مصرع  پۀ ټولو کې پۀ يو شان تکرارېږي .
١١_ مربع : د مطلع پۀ ګډون يې هر بندڅلور مصرع لري ،د مطلع مصرع يې ټول پۀ يوه قافيه او دنورو بندونو څلورمه مصرع يې هم قافيه وي،  ټول بندونه يې سره منطقي تړون لري او د وزن يووالی پۀ کې اړين وي .
١٢_ مخمس: مطلع او بندونه يې پينځه پينځه مصرع وي، پينځۀ واړ ه مصرع يې يو ډول قافيه لري .او دبندونو څلورمه مصرع يې هم قافيه او پينځمه لۀ مطلع سره پۀ قافيه کې يو شان وي .
١٣_ مسدس : مطلع او بندونه يې لۀ شپږو مصرع څخه جوړ وي د مطلع ټولې مصرې يې پۀ يوه قافيه او دبندونو يې پينځۀ پۀ يوه قافيه او شپږمه له مطلع سره يوه قافيه لري .
١٤_ مسبع : دا هم د مسدس پۀ څېر جوړښت لري ،خو يوه مصرع يې لۀ هغې ډېره وي .
١٥_ مثمن : ددې جوړښت هم کټ مټ د مسدس او مسبع پۀ څېردي خو د مصرو شمېر يې اتۀ وي .
ازاد شعر ( سپين شعر :(
ازاد شعر هغه شعر دی چې د عروضي وزنونو تابه نۀ وي ،قافيه او رديف نۀ لري خو اهنګ ،وزن او موسيقيت پۀ کې وي .دې ډول شعر ته ( نوی شعر) او سپين شعر هم وايي .ازاد شعر د نولسمې پېړۍ پۀ وروستيوکې پۀ لوېديځ کې رامينځته شواو پۀ شلمه پېړۍ کې يې وده وکړه.


اوډونکی: رفيع الله نيازی  د کابل پوهنتون د ادب پوهنځي  محصل.