الف 

اباسين راغی غاړې غاړې
پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه
اباسين بيا پۀ څپو راغی
پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه
اباسين بيا څپې څپې دی
هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه
اب و دانه مې شوه تمامه
ليلا پر زړۀ راکړۀ د تورو ګوزارونه
اب کوثر جانانه راشه
د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه
اپت وهلي کښت ته راغلم
نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه
اټې اټې زلفې دې توی شوې
د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه
اجر و جزا د عمل حق ده
څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه
احمده خدای دې جنتي که
تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
اخر بۀ خاورې شې صورته
که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه
اخر به خاورې شې بدنه
که دې هر څو پر وطنو وګرزومه
اخر بۀ خاورې شې جانانه
ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه
اخر بۀ پاتې شې ميدانه
مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه
اخر بۀ دا دنيا شي ورانه
تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه
اخر بۀ کند کچکول راواخلم
چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه
اخر به مرم پاتې بۀ نه شم
ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه
اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم
که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه
اخر بۀ وران شې پېښوره
د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه
اختر پرون ؤ پرون تېر شو
دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه
اختر پرون تېر شو عالمه
د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه
اختر نژدې دی روژه لاړه
ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه
اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی
نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه
اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ
څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه
اختر ته ډېره خوشالېږم
زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه
اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي
دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر د واړو مبارک شه
دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه
اختر دې تا ته مبارک شي
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
اختر له تا سره ښایېږي
نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه
اختر نژدې دی ياره راشه
مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه
اخر ته داسې درته وايم
اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه
اخرنی ځای دې لحد دی
ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه
ادکې مورې څراغ بل کړه
د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه
اذان پۀ ځنډ کوه طالبه
زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه
ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو
که مې له سرو سترګو ويني تويومه
ارمان ارمان تېره ساعته
پېدا بۀ نه شې کۀ ملنګ در پسې شمه
ارمان ارمان خپله وطنه
د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه
ارمان ارمان دی لويه خدايه
چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه
ارمان ارمان سپينې سپوږميه
سلام مې وروړه د همزولو تر کېږديه
ارمان بۀ ډېر راپسې وکړې
بيا بۀ وطن راپسې ګورې نۀ بۀ يمه
ارمان دې نۀ کړي هغه ميندې
چې خپل زامن د وطن لار کې قربان کړينه
اس بۀ مې ولې مستي نۀ کا
چې سفر ته د جانان پۀ لورې ځينه
اسپه دې زين کړه روانېږې
تر غوړاشو څڼو دې مزي ونغښتنه
اسره د خدای او رسول ښه ده
څوک چې اسره د بنده کړي نادان بۀ وينه
اسره مې خدای ته وه بيا تاته
ځواب دې راکړ خپل طالع مې ژړوينه
اسلام کښتۍ کفر درياب دی
شيطان نهنګ دی عالمونه غرقوينه
اسمان او ځمکه بۀ هم نه وي
همېش رژېږي د بوستان ښکلي باغونه
اسمان او ځمکه دواړه ژاړي
چې يو اشنا له بل نه اخلي رخصتونه
اسمان بۀ خود زما پر خوا وي
چې داحمدتر بيرغ لاندې جنګ ته ځمه
اسمان پۀ ستورو ښايسته دی
لکه د پېغلې نجلې غاړه پۀ خالونه
اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي
لکه ليلا چې پۀ مخ ووهي خالونه
اسمان پۀ ستورو ښۀ ښکارېږي
چې ستوري نۀ وي اسمان څۀ ښايست لرينه
اسمان ته څوک ختلي نۀ شي
زۀ د جانان پۀ هوس تلم وروختمه
اسمان ته لار د ختو نشته
عاشق ورخېژي دورېښمو پۀ تارونه
اسمان ته لار دختو نشته
عاشق ورخېژي دمولا پۀ قدرتونه
اسمان ته وګوره چې شين دی
داسې مې زړۀ درپشې شين دی وبه مرمه
اسمان ته لار د ختو نشته
د مځکې سر دې راته بلې لمبې کنه
اسمان دې ژر ژر وګرځينه
چې مې د عمر پاڼه زېړه شي مينه
اسمان زماپۀ نارو شين دی
زړګی مې خوړين دی چې جدا له ياره يمه
اسمان شين خال مې د جانان دی
زۀ يې بورا پرشينکي خال وزر وهمه
اسمان له ستورو غېږې ورکړې
ما له بې پته اشنا لاس نۀ راکوينه
اسمانه پاس سپوږمۍ ته وايه
ناوخته خېژه چې زه موړ پۀ سينه شمه
اسمانه ښۀ باران پرې وکه
يار مې للمې کرلې دي چې اوبۀ شينه
اسمانه درب وهه نړېږه
پۀ ما قيامت دی چې پۀ ټولو قيامت شينه
اسمانه کړنګ وهه رالوېږه
دوستان دې خلاص وي غمازان دې لاندې وينه
اسمانه تنګ وهه ورېږه
يار مې للمې کرلې دي چې پڼه شينه
اسماني تندرشوې جانانه
پۀ ماراپرېوتې ذرې ذرې دې کړمه
اشنا بۀ هلته وفا وکړي
چې دمرګي پۀ لاره واخلي قدمونه
اشناپوښتنې ته مې راشه
ستادهجران پۀ تبه پروت يم مړ بۀ شمه
اشناپۀ خولۀ کې ژبه غواړي
پۀ خونديې نۀ دی خپل قلنګ جاري کوينه
اشناپۀ داسې لمبو وسوم
نه يې لوګی شته نه يې تاوچاته ورځينه
اشناپۀ سمه زۀ پۀ سوات يم
سمه دورانه شي چې دواړه سوات ته ځونه
اشناپۀ ماپسې رنځوردی
طبيبان خوشې خپل دارو خاورې کوينه
اشناپۀ نورو ګلو مست دی
دکوټې شاته يې وراسته شول زېړ ګلونه
اشناپۀ تلو کې بېرته ګورې
پۀ پرهاري زړګي مې مالګې دوړوينه
اشناټپوس نسته دباز که
زه کم نصيبه يې پۀ ناسته غولېدمه
اشناچې تلو ماته يې ووې
چې ترقيامته پورې نشته ديدنونه
اشناچې هسې مخ ښکاره کړي
دبېلتانۀ پۀ تياره لمر وخېژوينه
اشناچې ماسره پۀ خولا وی
زه دغمازانو دلمسون څۀ پروا لرمه
اشنادتورلحدبندي شو
ځکه تورتم جهان رڼاراباندې شونه
اشنادبل وطن سړی دی
پۀ تش ديدن بۀ يې زړګی ولې ښۀ کومه
اشنادلارې نه هېرېږي
زۀ بۀ دعمراشناڅنګه هېرومه
اشنادموروپلاره خوږ دی
ځکه مې اوښکې دجانان له غمه ځينه
اشنادې تل خوشاله اوسي
که زماعمروي پۀ غم کې تېر بۀ شينه
اشنادې تل خوشاله اوسي
خېردی که ما غمازان دارته خېژوينه
اشنازماپۀ ژړاخاندي
بې قدره اوښکې مې پۀ مخ څپې وهينه
اشنازماسره پۀ خولا ؤ
پخلااشنارانه بېلتون مرور کنه
اشنازمانه مخ پناکړ
لکه سيسۍ د بې وسۍ نارې وهمه
اشنازماپۀ سفرلاړی
ياقوتي اوښکې پۀ توښه پسې لېږمه
اشناسورګل دکوه طور دی
زه مرغلره ددرياب دغاړې يمه
اشناسورېږي روانېږي
زماورانېږي دمحکم زړګي برجونه
اشنانوکردی راتلای نۀ شي
سپينه خولګۍ بۀ پۀ پاکټ کې ورلېږمه
اشناچې پټ سفرته ولاړئ
خدايه زمازړګی ترې صبرکړې چې مرمه
اشنامې بياپۀ ژړاراغی
چې ظالمانوورته څۀ ويلي دينه
اشنامې پاتې پروطن شو
زۀ مسافرپۀ لارې ځم سلګۍ وهمه
اشنامې پېژنم دلرې
ملايې نرۍ ده خيال يې ټول پۀ زنګنونه
اشنامې توت لاندې ويدۀ ؤ
لکه باښه پرې شرنګېدم راويښ مې کنه
اشنامې تورو خاورو وخوړ
ماته مې خوله شه چې خندابۀ پرې کومه
اشنامې جنګ کې سرورکړی
ځکه همزولو کې سرلوړې ناسته يمه
اشنامې ځي نه راستنېږي
که ورته کېږدم دسورکوشونډوسورنه
اشنامې سر پۀ وطن کېښود
پۀ تورو زلفو بۀ کفن ورته ګنډمه
اشنامې کډې دغويو کړي
زمايادېږي دسرو اوښو کتارونه
اشنامې ګل دکابل جان دی
زۀ يم بلبل دکندهار نغمې کومه
اشنامې ګل دلاسه نه اخلي
داسمان ستوري بۀ جرګه ورته لېږمه
اشنامې ګل زۀ يې بلبل يم
بلبل مدام ژړا پۀ ګل پسې کوينه
اشنامې ولاړی اسماني شو
اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت بۀ شينه
اشنامې ولاړئ مسافر شو
زۀ يې تنهاظالم بېلتون ته پرېښوومه
اشنامې لمر پۀ غرۀ راخېژي
لکه شاهين لوړې ژورې لټومه
اشنا مې نوی چلم کښ دی
دڅېړۍ اور بۀ پۀ پېزوان ورته وروړمه
اشنامې وږی رانه تللی
چې دسترخان لره ورځم ژړاراځينه
اشنايه بدراسره مه کړه
زۀ پۀ پردي وطن کې يوتاپېژنمه
اشنايه داسې خوڅوک نۀ کړي
لکه سپين موم پۀ سرۀ انګاردې ويلې کړمه
اشناستادبې نيازيه
پۀ لارې ناست يم پۀ سرخاورې بادومه
اشناسختۍ ته مې ټينګ شه
خپل اشنايان بې سختۍ چاموندلي دينه
اشنايه يووارترماراشه
يودوې خبرې دګيلې درته کومه
اشنايه لاړې اسماني شوې
اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت بۀ شينه
اشنايي غم دی ښادي نۀ ده
کۀ څوک دغم طاقت لري اشنادې شينه
اشنايي مياشت ده دسفرې
هرڅوک چې ويني بلوي ورته اورونه
اشنايي مه کړه لرې ګرځه
بس کړه چې زماپۀ ځوانۍ اور ولګېدنه
اشنايي وای جدايي مه وای
خدايه له دره بۀ دې څۀ کم شوي وونه
اشنايي هله خوند پيداکړي
چې کله کله پرې بېلتون پېښه کوينه
اصل زمونږه ځای لحد دی
د سيل دپاره پينځۀ ورځې دلته يونه
اصل نسب که پۀ کار نه وای
زاغ پۀ پيسۀ باز بۀ پۀ زرنۀ خرڅېدنه
اصيل زاده نۀ يې هلکه
اصيل زاده له ياری نۀ اخلي لاسونه
اصيل زاده نۀ يې مينه
اصيل زاده پر مين سر ومال ښندينه
اصيل ګلاب راڅخه ورک دی
کم اصل ګل چې بويوم ژړا راځينه
اصيل ګلاب ته مې اسره کړه
اصيل ګلاب رانه خزان ورژاونه
اصيل ګلاب چې پۀ کې نۀ وي
پۀ نوروګلومې تسل نۀ شي مينه
اصيله وم کم اصله يوړم
کم اصله داسې مې ساتې لکه مغله
افسوس ارمان ډېره ارمانه
خالي لاسونه دخپل يار نه جګه شومه
افسوس افسوس ارمان ارمان دی
خالي ميدان دی سترګې چاته واړومه
افسوس افسوس ارمان ارمان دی
دا کوم اسلام دی څوک مې نۀ کوي پوښتنه
افسوس دی ډېر د ځوانۍ مرګه
څومره ارمان د ګور وخاوروته وروړمه
الف الفت د اشنا غواړم
ب دبېلتون دلاسه روغ لېونی شومه
الف او لام ته پۀ ژړاشوم
چې مې له يار ځنې جدانۀ کړي مينه
الف دوروځو پۀ منځ کش کړه
زۀ بۀ شاګرد شمه سبق له بۀ درځمه
الف مين کړم بې جدا کړم
ت پۀ توبوورله ورځم کۀ قبول شمه
الله اکبر نارې سورې شوې
بيرغ پۀ لاس کې مې جانان تورې وهينه
الله تعالی رحمان رحيم دی
زۀ پۀ قيامت د مغفرت تمه لرمه
الله چې ستا پۀ مخ شیداکړم
غموتالاکړم پۀ صحراګرځم مينه
الله دمل شه خپله ياره
پۀ سفر لاړې سودايې درپسې يمه
الله د بيا راوله ياره
ماشوم زړګی مې پۀ ژړا درپسې مرينه
الله دې بيا راته محتاج کړه
غنچې غنچې څڼې مې بياپۀ مخ راځينه
الله زما پۀ حال خبر دی
که مې قبول کړي دديدن سوي سوالونه
الله تالاشومه خاونده
پۀ زېړوګلومې خزان ولګېدنه
الله دې بياراته موتاز کړه
پسرلی راغی غوټو وسپړل ګلونه
امباردغم مې پۀ زړۀ پروت دی
دبې ارزۍ ژړا چې راشه وخاندمه
اموخته باز راڅخه ولاړی
دسپينې خولې تومه پۀ لاس ولاړه يمه
امسا پۀ لاس مخې ته راغلې
رنځوره زۀ دې پوښتنې ته درتلمه
اميره ستانوکران ډېر دي
دسپينې خولې نوکر راپرېږده چې راځينه
اميره لنډ وهه مزلونه
يارمې نادان دی دشپې خوب يې زنګوينه
امير لوړ وهه برجونه
ځوانان پردېس دي يادوي خپل ولاتونه
اميره نور نوکران ډېر دي
دتوروربل نوکر راپرېږده چې راځينه
امېل دسرو زرو ښۀ ښکاري
بل چې وربل دپاسه وټومبي ګلونه
امين پرې وکړئ سوال مې دادی
چې مې جانان راسره غاړه غړۍ شينه
انباردغم مې پۀ سرپروت دی
خندلی نۀ شم دناکام خنداکومه
انارونوې پاڼې وکړې
زۀ بۀ مې يارته دسينې انارساتمه
اندېښنوزورراباندې وکړ
چې لمرخاتۀ اولمرلوېده نۀ پېژنمه
اندېښنوغرونه پۀ ژړاکړل
دبېلتانۀ پۀ اوښکوډک راغلل خوړونه
اندېښنولوی غرونه چپه کړل
شاباس پۀ ماچې زۀ پۀ پښوولاړه يمه
اندېښنې مه کوه صورته
چې اندېښنې دزړګي وينې وچوينه
انکاردمينې دې کړای نۀ شم
که مې منصورغوندې څوک دارته جګوينه
اوازدوچ شه نجلۍ ماره
دچم ګاونډخلک دخوبه وواتنه
اوازمې شته جوړه مې نۀ شته
لکه کوتره بې جوړې ګرځم مينه
اوبۀ دکوزګودرخوږې دي
زۀ دمين دپاره برګودرته ځمه
اوبۀ مې څښې ګلاب مې تېر شو
زړۀ مې باغچه شوبلبلان ورته راځينه
اوبۀ مې څښې ګرېوان مې لوند شو
پۀ نري باديې وچوم ژړاراځينه
اوبۀ مې څښې لونګ مې تېرشو
دزړۀ پۀ سرمې زرغونه دلونګ ونه
اوبۀ مې څښې ګلاب مې تېرشو
اوس دسينې باغچې مې ونيول ګلونه
اوبۀ مې څکې ګلاب مې تېرشو
زړۀ مې باغچه ده شنه توتيان ورته راځينه
اوربل پۀ توره نۀ ړنګېږي
ناترسه ډمه يې پۀ ګوتوړنګوينه
اوربل پۀ توره نه ورانېږي
چې وخت يې راشي سلايي يې ورانوينه
اوربل ته لنډې غوټې ورکړه
چې ترې ښکاره شي دکږووروځوسرونه
اوربل دې جوړپۀ غنم لوکړ
زۀ خواربۀ لوکړم که بۀ ستاننداره کړمه
اوربل دې ونيوې ورېځې
ترخماروسترګودې اوري بارانونه
اوربل مې جګ کړه خال مې چپ کړه
دجنت ګل دی پرې تازه بۀ شې مينه
اوربل يې بياپۀ مخ راخپورکړ
لکه چې ښيزه پۀ باران کې لنده شينه
اوربل يې پولې پولې راغی
سخ دهغودی چې بۀ يې پولې ورانوينه
اوربل يې مادانه وانه کړ
دکنډوګي سيلۍ پرې ځان بدناموينه
اوردهجران خاورې ايرې کړم
چاته نارې کړم چاته وکړم فريادونه
اورديارۍ مې پۀ زړۀ بل شو
بېلتون مې مل شو واويلانارې وهينه
اورخوچې بل شي بيابۀ مړ شي
زړۀ چې مين شي همېشه لمبې وهينه
اورددوزخ بۀ باندې سوړو ي
که چاانګاردبېلتانۀ ليدلی وينه
اوردديدن راته بلېږي
زه لېونۍ کترې دزړۀ پرې وريتومه
اوردې راپورې کړ ته لاړې
چې ته راځې زۀ بۀ دخاوروډېرۍ شمه
اوردې زما پۀ صورت بل کړ
له تيله دارې خولۍ پرې که تاويزونه
اورۍ دې سرې پۀ دنداسه دي
که بيا دې رنګ دپتاسې ورکړی دينه
اوردهجران راته بلېږي
کترې کترې غوښې دزړۀ پرېپ پخومه
اوړی دپاس کابل کې تېر کړ
پۀ مني راغلې سلامت غواړې ګلونه
اوږۍ پۀ غاړه نجلۍ لاړه
پرېږده چې ولاړه مېلمنه بۀ چېرې وينه
اوږۍ دغاړې بنديوانه
زۀ بنديوانه داشنادغاړې يمه
اوږۍ ته ډډورکړه زرګره
زۀ دڅلورو وروڼوخوريم قدرمنه
اوس بۀ خولګۍ درځنې ځار کړم
چې دپښتون پۀ ننګ دوکړل شوګيرونه
اوس بۀ ديوموټی ايرې کړم
که خماري سترګې پۀ نازدرواړومه
اوس بۀ وطن پۀ وينو رنګ کړم
که له خوږمن زړګي نه لرې کړم لاسونه
اوستری ديدن راسره وکړه
چې پۀ ارمان قبرته لاړنۀ شم مينه
اوس مازديګری دی ښېرې مه کړه
تۀ بۀ دناز ښېرې کوې رښتيا بۀ شينه
اوس مې جامې پۀ تومت رنګ کړې
څۀ چې قضادرب وي زۀ پرې رضا يمه
اوس مې دعمرتاوان راکړه
نرۍ نرۍ خندادې کړه رنځور دې کړمه
اوس مې له کوره ولې باسې
پۀ خنداووايه چې خولۀ نۀ درکومه
اوښانوبياغاړې کږې کړې
چې پۀ سورې دي سپينې خولې زېړپېزوانونه
اوښکوګرېوان زمالوندنۀ کړ
وجودمې اوردی همېشه يې وچوينه
اوښکومې لارې پۀ مخ وکړې
ژاړم که نۀ ژاړم هجران مې ژړوينه
اوښکوزماغمازي وکړه
حال مې دزړۀ پۀ مخ ليکي رسوايې کړمه
اوښکومې رازدزړۀ ښکاره کړ
ځکه پۀ زېړځبېښلي مخ يارته ورځمه
اوښکومې نوردسترګويووړ
ځکه پۀ سپينه ورځ ګمان دشپې کومه
اوښکې مې سېل پۀ مخ بهېږي
زړۀ مې رپېږي له جانانه جدايمه
اوښکې بۀ يې ولې نۀ توېږي
چې قتل شوی څوک پۀ توروسترګووينه
اوښکې دسترګومې خوناب دي
پۀ اوردهجرزړۀ کباب مدام لرمه
اوښکې لمانځې دي که بې لمانځه
زماپۀ څيرې ګرېوان ځي لمونځ پرې کومه
اوښکې مې پرېږده چې بهېږي
زمادزړۀ چينې پۀ جوش راغلې دينه
اوښکې مې پرېږده چې بهېږي
دبېلتانۀ خنجرپۀ زړۀ وهلی يمه
اوښکې مې پرېږده چې بهېږي
ديارله دره بېنواراغلی يمه
اوښکې مې ځي ګرېوان مې لونددی
دغم محصل دی دغم برات راته راوړينه
اوښکې مې دسيندغوندې بهېږي
بيابۀ دسينددغاړې نۀ کوم سيلونه
اوښکې مې ښې دي چې بهېږي
باردغمونومې دزړۀ نه کموينه
اول بۀ پښې دجانان ښکل کړم
بيابۀ ژړاکې ورته ووايم حالونه
اول پۀ پښوکې ورته رغړم
بيابۀ يې دزړۀ له غمه وروورو خبرومه
اول بۀ ماته خلک ناست وؤ
اوس بۀ دفقرځولۍ بل ته غوړومه
اول خوته پۀ مامين شوې
اوس راته وايې زړۀ دې صبرکه مينه
اول دعاپسې سلام دی
مرادمې داچې پۀ خپل حال دې خبرومه
اول دې دور دخانۍ ؤ
اوس دې پۀ شناختوکوړکوړۍ نارې وهينه
اول دلافې ديارۍ کړې
اوس دې کټګی د مور دڅنګه ګرزوينه
اول دې لوبې راسره کړې
اوس دجستوپرڅوکوځې چې پېغله يمه
اول دې ويل پۀ کار مې نۀ يې
اوس راته وايې چې مين درباندې يمه
اول دې ؤاخر دې نۀ ؤ
پۀ نيمه خوا يارۍ دې زۀ پښېمانه يمه
اول سبادی چيغه وشوه
دلښکرسرکې مې اشنامرچل ته ځينه
اول سلام پسې کلام دی
دامې کلام دی ددعا تمه لرمه
اول سيرت دوهم صورت دی
ګل ريحان له رنګه تور بوی ئې راځينه
اول مې پام درپسې نۀ ؤ
اوس مې دزړۀ ستنې کږې درپسې دينه
اول مې کله کله غم ؤ
اوس مې کتاب شومشغولاپۀ کې کومه
اول مې نۀ ژړل اوس ژاړم
کم کوټی يارمې لوياوه دنورو شونه
اول مې نۀ کتل ګلونه
اوس دخزان پۀ باغ کې پاڼې ټولومه
اول مې ياراوس مې رويبارشوې
بې پته ياره تاته چادرکړل پندونه
اول ياري دې پۀ زاري وه
اوس دې راځي پۀ غم لړلي ځوابونه
اه او فرياد مې نصيبه شو
چې بې پروااشنازماپۀ برخه شونه
اه مې طوفان اوښکې درياب شوې
جهاززماوستادصبرډوبوينه
ايرې بۀ ټولې پۀ سر باد کړم
دمينې اوربۀ دې پۀ زړۀ کې وساتمه
ايمان دې ښۀ راته معلوم دی
پۀ لباسي پګړۍ دې مه وهه لاسونه
اينه مې څله مخ ته نيسې
نېستۍ مې ښه جوسه بدرنګه کړه مينه