په پښتو ادب کې دآزاد شعر دريځ اوسر چينه
په پښتو ادب کې دآزاد شعر دريځ اوسر چينه
دپښتو شعر دبل هر وخت نه زیات له د۱۹ پیړی نه را پدی خوا نه یواځی د محتویا او مضمون له مخی د ستر بدلونونو شاهد دی بلکی دبڼی به لحاظ یې هم یو شمیر ښکاره بدلونونه منلی دی چی پدی برخه کی بیاهم تر ټولودمخه (ازادشعر) چی ځینی یې نوی یا اوسنی هم بولی او په کوزه پښتونخوا کی دازاد نظم او معری نظم نوم ورکوی ښکلی څیره راد مخه کیږي ترکومه ځایه چی معلومات په لاس کې دي که څه هم پښتوشعر له خپل پیل څخه تر اوسه د یو ځانګړی ملی او نسبتاْ ازاد وزن لرونکی دې خو ازاد شعر دوخت د جدی تقاضا پربنسټ نه یواځی پښتو ادب بلکی دری او اردوادب ته هم له لویدیځی نړۍ څخه په تقلید راغلی دې په اروپايې ژبو کی دوه ډوله شعر زیاد عمومیت لرلی دې چی یوته یې سپین شعر ( Blank verse ) یعنی ازاد وزنونه اوبل ېې ازادشعر
(Free verse ) یا ازاد بیتونه بولی خو د دوی په څنګ یو بل ډول شعر هم رواج دی چی هغه ته منثور
(Poetic Prose ) واېې. د پورتنیو ډولونو د توضیح په لړکې باید ووایو د منثور شعر او زاد شعر پولی لږ څه سره نږدی دی که څه هم منثور شعر ، شعر ندی بلکی داسی کلام دې چې دې مانا دبیان او په ذهن کی د اغیزی د څرنګوالی یعنی دانفعالی حالت د ایجاد له امله شعرته ورته کیږی، خود بڼې له کبله نږدې دی یعنی د غږونو په اجزاوکې یې نظم او تناسب نشته. مګر ازاد شعر چی د ۱۹ پیړۍ په پای کی په اروپاېې ادب کې را څرګند شو، له یو ډول موسیقیت نه بر خمن دی وزن لری او پردی برسیره د شعر اصلی خصوصیات یا اصلی جوهر په کې نغښتی دی ... په ازاد شعرکې د مانا اوتال تر منځ کټ مټ هغه رابطه ایجادیږی چی د لفظ او مانا تر منځ باید ایجاد شی نو ځکه ازاد شعر د مقفی هغه په شان موزون دی خو وزن ېې د شعر په ټولو برخو کی یوشان ته نه وې یعنی وزن بدلون مومې لنډه داچی د منثور او ازاد شعر تر منځ توپیر د شعرې تلا زماتو د پیژندلو له مخی کیدون مومی پدی هلکه استاد روهی داسی واېې :
ددغو دواړو ډولو تر منځ د توپیر معیار شعریت دې څرنګه چی په ازاد شعر کی فنی او ظاهری خصایص نشته او که وی هم دنظم په اندازه نه وی نو باید د شعر د پیژندلو لپاره د شعر معنوی عناصروپیژنودشعر معنوي عناصر عاطفه ، مفکوره او تخیل دې ، د تخیل ( ایماژ – ذهنی انځور ) عمده لوازم تشبه ، مجاز ، کنایه او استعاره دې هر څومره په نثر کی د تخیل برخه زیاته وې په هماغه تناسب ېې شعریت هم زیات دی سربیره پردی ازاد شعر د شاعرانه نثر په نسبت یوډول اهنګ لری که څه هم دغه اهنګ په متریک ډول یعنی تقریباً عروضي نه وی .اوس راځو سپین شعر ته چی زمونږ ځینو لیکوالو ازاد شعر سره ورته بللی دی خوددې شعر له ځانګړنو څخه داسی ښکاری چی زیات مقفی شعر ته ورته وې ، ځکه پدی شعر کې بحر او وزن لازمی ګڼل کیږي خو قافیه نلری تحقیقاتو څرګنده کړې ده چی دغه ډول شعر زیات له ډرامو سره جوړیږی ...
د پروفیسور فیض الله (منصور )په قول سپین شعر په انګریزي ادب کې د ډراموابتدا، نه شروع کیږې ... شرقی ادب کی ددې تاریخ ډیر وختي او مثالونه ېې په ویدونو او تورات کې موندل کیږی ددې یو ښکلی مثال د کلام پاک اوا حادیث په شکل کې هم شته مقفی او مسجع نثرونه ددې مثالونه دي خو ازاد شعر ځانته یو بیل قسم شاعري ده چی موجدېې یو فرانسوی شاعر او محرک ېې جنسی جذبات وو. روستو دا آزاده شاعري په یورپ کې خوره شوه بیا اردوادب ته را ګډه شوه په ازاد شعر کې محض زیراو بم خیال ساتل وي نور مخصوص قیود او متشکل صورت نلری له پورتنۍ وینانه په جوته ښکاري چی سپین شعر او آزاد شعر یوتربله زیات توپیر لری او نه باید زمونږ د ځینو څیړونکو په عقیده دغه دواړه ډوله شاعرۍ ورته سره وبللی شي ( ۱ ) .
دکتور پوهاند مجاور احمد زیار بیا سپین شعر داسی را پیژندلی دی : دا داسې شعرونه دي چی وزن لري او قافیه نه ، او په رتمیک ډول د ډیرو ټو ټو شویوبیت جملو په بڼه کښل کیږي چی زیاتره له درې نه تر څلوراهنګي لوړتیاوې لري بی له دې چی په بیلابیلو بندونو ویشنه مومي د پښتو سپین شعر پر رښتینه توګه له اروپاېې ناپیلي یعنی ( منثور) شعر اویا له پاړسي شعري اډانو یا انځورنو سره سمون درلودای شي پاړسي ( شعر سفید ) هغه ډول شعر بلل شویدی چی د خلیل بن احمد له عربی عروضو ( مفاعیلو ) سره تلل کیدای شي ، بلکې د پښتو ازاد شعر غوندې یې تول او تال د خجونو ( ضربو ) له مخې سمبالیږي مونږ په پشتو ادب کې لکه چی وویل شول د سپین شعر نومونه یوازې او یوازې د شعري اډانې لپاره کاروو ، اډانه یا انځور د ازاد شعر په خلاف کوم تول وتال نلری بلکی په ډیرو لنډو او یو څو جملو کی یو ښکلی انځور سمبول اویا استوره را اخلي اوفکري محتواېې هم ډیره لوړه وي خوپه زړه پوری کیدای شی چې له یو څه اړتیا او تول وتال سره پر آزاد شعربدله شي او که اړتیا هم ونه مومیي او وزن يې وربرابرشي بیا نو اډانه ، یا سپین شعرنه بلکه آزاد شعر بلل کیږي ، د سپین شعر ، انځور یا اډانې (طرحې) یوه بیلګه :
ما پریږده چې :
ستا دمخ په باغ کې وغوړیږم
او هم ستا د سېنې ګل شم .....
( دکتور زیار ، اور او وینې ( ۱۱۲ ) مح . )
که سپین شعر همداسې بې توله وتاله ارتتیا ومومي بیانو په تکل ( داستاني اډانه ) اویا ادبي ټوته نومول کیږي د ځینو لیکوالواو پدې لړکی د محمد دین ژواک دغه راز یو ګڼ شمیر بی تول ا وتاله ناپیلې ټوټې بیا نه په تکلونو کی راځي اونه په سپینو شعرونو کی ، بلکی که ادبي ټوټه یو ژانرومنونو په همدغه ژانرپورې به اړه ولري ... هغه څه چی په اروپاېې ژبوکې آزاد شعر بولي د پښتو له نیم آزادو شعرونو سره او بیا آزاد وکالبونو سره سمون خوري لکه زموږ دیو شمیر شاعرانو یولړ شعرونه چی پخپله خوښه یې ځانته یو ډول یا بل ډول کالبونه په کاراچولي دي هربندیې له یوڅولنډواویوې یا دوو اوږدو مسرو څخه رغښت مومي او لږوډیر له قافیو او ردیفو څخه هم کار اخلي یا یې لږ ترلږه دبندو پایلې په هم قافیه مسرو پای ته رسیږي په اروپایی نومونوکې بیا دغه راز خپل خوښي آزادوقالبونوته آزاد بیتونه وایي چی یو آلمانی پوه ( اوتوبسېټ ) ددغه راز شعرپیژندګلوي داسي کوي: هغه ډول شعر چی دمسرو یا ټوټو اوږدوالی یې پخپله خوښه وي مګر له یوراز قافیې اوڅپیز شمیر سره،چی «ګلیرت،لیسنګ،ویلاند » یې استازي دي راوروسته دغه راز شعردڅپو برابرۍ هم له لاسه ورکوي اوله آزاد وزنۍ ،یا « سپین شعر » سره یې یوازې په قافیه کې بیلتون راځي په پښتو کې ددغه راز نیم آزادو شعرونو بیلګې دادي:
زلمې چی ول ول شي خوخپل یار لره کنه
تــوره چی تیـریــږي خو ګوزار لره کـــنه
خوشال «خټک»
ااویادانمونه:
کله به راشې برهـــند براته
کله به کښینې ماته مخ راته
څوته رادرومې پکې ډیوې ږدي
غم به کا خونه د«حمید» میراته. ( حمید «۴۱۱ » مخ )
مخکې له دې چی بشپړ آزاد شعر ته راوګرځؤ وبه ګورو چی مونډي یا سره پرې کړي شعرونه کوم شعرونه دي چی د او سنیوآزادو شعرونو په ترڅ کې هلته او دلته ځینې مونډۍ بیلګې لیدل کیږي زیار صاحب داشعرونه داسی معرفي کړي دي: هغه ازاد شعرونه چی قافیې ونه لري او نور مسره ایزاو سلابو تو نیک انډول یې برابروي داډول شعرونه دقافیې ماتونې او ازادشعر له لومړ نیو بیلګو څخه ګڼل کیږي مګر داچی دمسروخجو او څپودیوه برابرانډول له کبله ور،ته بشپړ آزادنظم یا شعر ویلای نه شو اوسم دلاسه پرې « مونډی »نوم ږدو لکه واخلۍد
صاحب زاده ادریس،امین الحق «امین»،ایوب صابر،سایل ځینی بیلګې دعبدالرحمن پژواک کلیمه داره روپۍ د (۱۳۱۷) ش کال لیکنه او یاد بهاووالدین «مجروح» دې ځانځاني ښامار ځینې برخې چی په آزادو کالبونو پورې اړه نېسي . دمونډی شعر بیلګه:
لمرؤ،نوی څرک وهـلی
د درو او غــرو له څنډو
پــــلوشې یې بریښولـــې
لکه زر واورینې څوکې...
( زیار، سوزونه اوسازونه«۲۲۳»مخ ) ( ۲ ).
دسپین او مونډي شعرونو په هکـله خبرې وشوې دآزادشعریو بل ډول آزاده منظومه ده چې یوه اوږده موضوع اوپیښه انځوروي دا فورم داستاني بڼه لري په پیښه کې نورې پیښې هم انځوروي،په پښتو کې دا ډول منظومې هم ډیرې دي اوس دې دریم ډول بشپړ آزاد شعر،په هکله بحث کوو،استاد نورمحمدسهیم لیکلی دي : پښتو آزاد شعرپه درې پړاووکې په درې رنګه تر ستر ګوکیږي : یوهغه ډول آزاد شعر دی چی قافیه بالکل پکی غورځیدلې وی. دوهم هغه آزاد شعردی چی پخپله آزادۍ کی قافیه هم ساتي او دریم هغه رنګه آزاد شعردی چی قافیه پکې غورځیدلې خودسلابونوله مخې معین قید پکښې تر سترګوکیږي. دآزادوشعرونوپه دغه پړاوکې چې په یوه روایت دروانې پیړۍ په دویمه څلورمه اوپه بل روایت په وروستۍ نیمایۍ کی راپیل شوی دی دقافیه دپریښو دلو په څنګ کې دشعر تولا وتال اودغه راز خیالي انځور هیڅکله له پامه نه دی غورځیدلی او هڅه شوې شعرپه خپله آره مانا په آزاده بڼه کې وړاندې شي په بره پښتونخوکی د دی شعر ښه نما ینده ګان (لایق، بینوا،زیار،مجروح،پیوند،ننګیال،مستان،سنګروال،لاهو،لیوال،فرداملال اوداسی نور) دي. او په لره یا کوزه پښتونخواکې دې ( سیدرسول رسا،ایوب صابر،اجمل خټک،اشرف مفتون،قلندر مومند،سلیم،طایر،مجذوب او
نورو ) شاعرانو نومونه یادولای شو. اوس به دایوب صابریعنی دهغه شاعر چی په لری پښتونخواکی ددی ډول شعر لومړی ابډوګیټ بلل شوی دی له ژوندي قلم نه د یو مړي فریاد واورو: دلومړي ډول آزاد شعر بیلګه:
دسمیع الله امینی ویبلاک