دژباړې فن

 دژباړې فن
خوشال روهي
که تاريخ ته وکتل شي نو مهاجرتونو ،لويو سوبو او ورسره ژباړو د مدنيتونو په وده کې ډېر لوی لاس لرلی او دليل يې هم له دې لارو د مدنيتونو تر منځ د تجربو ، افکارو او پوهنو راکړه ورکړه ده . د نړۍ ډېر لوی مدنيتونه د مهاجرتونو يا لويو سوبو په پايله کې رامنځته شوي . له جبل الطارق څخه تر اندونيزيا پور ې د مسلمانانو دسوبو په پايله کې د عباسيانو د لوی اسلامي مدنيت زېږېدل او يا د امريکې د لويې وچې موندل او تر پراخو مهاجرتونو وروسته هلته د يوپرمختللي مدنيت پنځېدل د غوره بېلګو په توګه وړاندې کولای شو . د مهاجرتونواو سوبو تر څنګ ژباړې هم د مدنيتونو ، پوهنو او ژبو په وده کې ډېره ونډه درلودلې ده او په واقعيت کې همدې مهاجرتونو او سوبو د ژباړو لپاره لار اواره کړې ده .
ژباړه ډېر زوړ تاريخ لري او تر څلور زرو کلوپورې يې څرک موندلای شو . په پيل کې به زياتره ديني متنونه او اداري احکام ژباړل کېدل ، خو وروسته ژباړونکو فلسفې ، طب ، نجوم ، رياضي او نوروپوهنو ته هم مخه کړه . زردشتيانو عقيده درلوده ، چې ټولو پوهنو له اهورامزدا يا د پوهې له خدای څخه منشأ اخېستې ، د دوی په اند کله چې يوناني سکندر آريانادړې وړې کړه نو دغه پوهنې په ټوله نړۍ کې خورې شوې . وروستيو زردشتي امپراتورانو خپل ديني مسووليت ګاڼه ، چې له لاسه وتلې پوهنې بېرته راټولې کړي او خپلې ژبې ته يې وژباړي . د ساساني مدنيت په وده کې همدغو ژباړو ځانګړی ځای درلود
د عباسيانو د واکمنۍ په پېر کې هم ډېر يوناني ، رومي ، هندي او چيني آثار عربي ژبې ته وژباړل شول او د اسلامي مدنيت په وده کې ډېره ګټه ترې واخېستل شوه . يوه مشهوره بېلګه دا ده ، چې کله د عربانو پښه هندوستان ته ورسېده ، نو هلته يې ( صفر) بياموند اود صفر په ورزياتولو سره په شمېر پوهنه کې لوی پرمختګ رامنځته شو . وروسته اروپايانو له صفر سره يوځای د شمېرنې بشپړ سېسټم له عربو څخه اروپا ته يووړ .
د صليبي جګړو پر مهال ، چې کابو دوه سوه کاله يې دوام وموند اروپايان له پخوانيو يوناني آثارو سره د عربي ژبې له لارې بلد شول ، هغوی همدا آثار او ورسره ډېر نوي عربي آثار لاتين او بيااروپايي ژبو ته وژباړل ، چې د منځنيو پېړيو له خوب څخه د اروپا په ويښولو کې همدغه ژباړې يو مهم لامل ګڼلی شو
ژباړې د نړۍ د پرمختللېو ژبو لکه انګريزی ، فرانسوي او جرمني په پرمختګ کې ډېره ونډه لرلې ده ، او همدادليل دی ، چې نن په دغو ژبو کې د لاتين ډېر ويي ليدل کيږي .
که له اروپا څخه خپل ګاونډ ايران ته راشو ، د شلمې پېړۍ له پيل سره که په فارسي کې د ژباړې غورځنګ نه وای پيل شوی ، نو يوازې له کلاسيکو آثارو او دسعدي او فردوسي له شهکارونو سره دوی نه شول کولای د اوسمهالو پوهنو د افادې وړتيا پيدا کړي . نن ورځ ګورو ، چې د کال نوی اثر په فارسي کې ژباړل شوی وي او کله کله خو له اصلي تاليف سره ژباړه هم په يو وخت کې راوځي
عربان هم هڅه کوي بېرته د ژباړې غورځنګ راژوندی کړي . په مصر کې د ژباړې يوه ټولنه ، چې تر اوسه يې کابود زرو په شمېر آثار ژباړلي او چاپ کړي ، په پام کې لري تر 2011 پورې درې زره نوي آثار وژباړي . مانا دا چې ، که څه هم عربي په خپله يوه نړيواله ژبه ده ، بيا هم ژباړې ته د جدي اړتيا په سترګه ګوري
پښتو ژبه د درېيمې نړۍ د ډېرو نورو ژبو په څېر يوه وروسته پاتې ژبه ده او له بده مرغه بايد ووايو ، چې په ډېرو برخو کې لا اوس هم بکره پرته ده . ساينس او ټکنالوجي ، خو پرېږده حتی په ادبياتو کې هم ډېر څه نه لري . همدااوس د نړۍ ډېر مشهور ادبي شهکارونه لکه د تولستوی ، وېکتور هوګو او شکسپير آثار ، چې د نړۍ په اکثريت ژبو ژباړل شوي ، له بده مرغه په پښتو کې نه موندل کيږي . دادبي تيورۍ ، کره کتنې او د ادبياتو د يو شمېر نورو ژانرونو په برخه کې تر سره شوي کارونه په نشت حساب دي . خو تر ټولو زيات د ساينسي پوهنو برخه ډېره د اندېښنې وړ ده . همدااوس ، چې د انفارماتيک او جنېټيک انقلاب پېر دی ، پوهنې په ډېرې چټکۍ وده کوي او هره ورځ په لسګونو نوي اصطلاحات او حتی نوې پوهنيزې څانګې زېږي . له بده مرغه افغانستان د ساينس ، ټکنالوجۍ او يو زيات شمېر نورو پوهنو په برخه کې هغه سويې ته نه دی رسېدلی ، چې له اړتيا سره سم په تول پوره او کره تاليفات تر سره کړي . نورو ولسونو تر موږ دمخه ډېر کار کړی او موږ اړ نه يو او نه شو کولای دغه ټول پړاوونه له سره ووهو ، بلکې لومړی بايد د نورو تجربې خپلې کړو او بيا خپل څه پرې ورزيات کړو .
اوس د دې وخت راغلی ، چې د افغانستان د ټوليز پرمختګ ، د معاصرو پوهنو د دودولو او پښتو ژبې د ودې په موخه د ژباړې يو منظم غورځنګ پيل شي . وروستۍ غميزې که موږ ته په مادي او معنوي برخو کې ډېر زيانونه اړولي ، ورسره يې د مهاجرتونو له لارې ډېرافغانان له نورو مدنيتونو او بهرنيو ژبو سره هم آشنا کړې دي . افغانان اوس له بهرنۍ نړۍ سره پراخې اړيکې لري ، د هغوی له تجربو او لاسته راوړنو څخه په ښه شان خبرېدای شي اوکولای شي همدا تجربې له خپلو هېوادوالو سره په پښتو ژبه شريک کړي . که تر پرونه پورې ژباړه د مدنيتونو تر منځ د پوهاوي او د تجربو د لېږد رالېږد وسيله وه ، نو اوسمهال ، چې د نړيوالتوب د پېر په نامه ياديږي ، ژباړې ته د نړيوال کلي د کېلي په سترګه کتل کيږي
زما په اند که موږ ژباړې ته مخه نه کړو او پښتو ژبه په همدې اوسنيو ګامونو خپل يون ته پرېږدو ، زه وېرېږم چې يوه ورځ به اړيو پښتو ژبه يوازې د شعر او شاعرۍ لپاره وکاروو او د ساينس ، ټکنالوجۍ او نورو پوهنو لپاره انګريزي او يانوروبهرنيو ژبو ته مخه کړو
د ( دژباړې فن ) همدغه اثر ، چې ښاغلي رفيع الله ستانکزي ليکلی ، په دغه وخت کې د هغه خپرېدل په خپله دا خبره په ګوته کوي ، چې موږ بايد له يوې دقيقې ستراتېژۍ او د لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره د ژباړې يو پراخ غورځنګ پيل کړو .
ښاغلی ستانکزی په دقيقه توګه د ژباړې اهميت ته متوجه شوی او له همدې امله يې هڅه کړې لوستونکي د ژباړې ارزښت ته متوجه کړي ، هغوی ژباړو ته وهڅوي او د ژباړې سمې لارې چارې ورپه ګوته کړي
( دژباړې فن ) په اثر کې په موجزه توګه ، خو په ډېر ښه شان د ژباړې پر تاريخي شاليد ، ارزښت او اړتيا خبرې شوي . د دغه اثر لوستل د دې تر څنګ ، چې موږد ژباړې له تعريف او ډولونو سره آشنا کوي د ښې ژباړې اصول او معيارونه را په ګوته کوي ، پر لومړيتوبونو ټينګار کوي او هڅوي مو ، چې د ژباړې لپاره په انتخاب کې له ډېر دقت څخه کار واخلو . زما په اند د هغه چا لپاره چې غواړي د ژباړې له لارې خپلې ژبې ته خدمت وکړي ، د ( دژباړې فن اثر ) لوستل ډېر ګټور او ضرور دي .
زه قدرمن رفيع الله ستانکزي ته د دغه مهم او ګټور اثر د ليکلو له امله د زړه له کومې مبارکي وايم او هيله لرم ، چې په دغه مهمه برخه کې خپلې ليکنې او څېړنې نور هم پسې وغځوي .

هايکو؟ او مخينه يې : لمرنیازی

هايکو؟ او مخينه يې : لمرنیازی

لمرنیازی
هايکو د جاپانۍ شاعري يوه ډېره ښکلې او کلاسيکه قبيلوي بڼه ده، چې د خپل جوړښت او آرونو د ډېر په زړه پورې والي له کبله يې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د خلکو زړونه گټلي دي چې نه يوازې په جاپان، بلکې په ټوله نړۍ کې په مليونونو مينه وال او خوښوونکي لري.
هايکو له نن څخه څه د پاسه څلورسوه کاله وړاندې (١٦٠٠ز) په جاپان هيواد کې رامنځته شوه. لكه څنگه چې د عامو خلكو محصول گڼل كېږي همدا ډول يې د عامو خلكو په زړونو پاچاهي كوله ، د وخت په تېرېدو يې ورو ورو پراختيا وموندله او تر راورسته پيړيو (١٨٦٨ز) لا هم په خپله کلاسکه بڼه پاته شوه .

په لومړنيو وختونوکې د هايکو (Haiku) او ورسره دوو نورو ورته گړنو((اصطلاحاتو)) هوکو(Hokku) او هايکاى (Haikai) تر منځ تميز نه کېده چې په پايله کې په كال ۱۸۹۰ زېږيز كې د ماساوکا شېکي(Masaoka Shiki په هڅو له دې دريو څخه د هايکو اصطلاح د يو خپلواک شعر په توگه غوره او رامنځته شوه او د خلكو دپاره هم د منلو وړ وگرځېده. د وخت په تېرېدو سره يې ډېر پرمختگ وکړ ، په ليکبڼه او محتوا کې يې هم لږ ډېر بدلون رامنځته شو او ورو، ورو يې په خلکو کې مينه وال پيدا شول .
ويل كېږي ، دكره هايكو مخينه (تاريخ) د نولسمې پېړۍ له وروستيو څخه پيل كېږي. د اېډو د پېر (Edo-period۱۸۶۸-۱۶۰۰) د وتليو شاعرانو،ماتسو باشو(Matsuo Basho) ، يوسا بوسون (Yosa Buson) او كوباياشي اېسا(Kobayashi Issa) مشهورنظمونه په ځانگړي ډول هوكو( Hokku) ته پاتې كېږي او د هايكاى( Haikai) په تاريخ كې څرگند ځاى لري . خو اوس يې په اړه داسې فكر كېږي، چې د اوسنۍ هايكو بڼه يې غوره كړې. او له دې سره، سره په هايكو د خلكو دپاره(HAIKU for PEOPLE) اثر كې هم هايكو او هوكو سره يو گڼل شوي ، خو د دواړو تر منځ توپير پدې كېږي چې هوكو ته كلاسيكه هايكو او هايكو ته موډرنه هايكو ويلاى شو.
د هايکو ويي چې د( بشر نه شتون ) مانا ورکوي، د جاپاني ادبياتو تر ټولو کوچنى ، په يوه ساه ويونكى، لرغونى او ښکلى شعري جوړښت بلل کيږي، چې په نړيواله كچه د پوره شعريت، شهرت او ارزښت درلودونكې دى.
ايا هايكو كوم ځانگړى پېژند(تعريف) لرلاى شي؟!
پدې اړه يو نړيوال ليكوال كېرل چايلډ(Cyril Child) ليكي : څنگه كولاى شو چې په دقيقه او سمه توگه يو داسې شعري فورم ته پولې وټاكو، چې په څوپېړيو كې يې په مختلفو هيوادونو كې د پرمختگ او شهرت لوړو پوړيو ته ځان رسولى وي او نه هم ملي او نړيوالې ژبې او پولې پېژني؟
څنگه كولاى شو چې په پراخه پيمانه د هايكو هره بېلگه تعريف او يا له پامه وغورځوو؟
زه دې دواړو پوښتنو ته يوازې دا يو ځواب لرلاى شم چې : مونږ نشو كولاى.
خو لدې سره سره په ۲۰۰۴ ز كال د امريكا د هايكو ټولنې(Haiku Society of America) لخوا ورته څلورم كاري تعريف وړاندې شو: هايكو يو لنډ شعر دى ،چې په انځوريزه ژبه د يوې طبيعي يا موسمي تجربې خيال په شعوري بڼه لېږدوي او له انساني حالاتو سره تړاو وركوي.
معاري هايکو(Modern Haiku ):
دگردې نړۍ په کچه معياري او موډرنه هايکوپه کال (١٨٩٢ز) کې د ماساوکا شېکي(Masaoka Shiki ) له لوري را منځته شوه.هغه دهايکوکلاسکې بڼې ته، د نوي هنري ،معياري او کره شعري فورم حيثيت ورپه برخه کړ، خو پدې ونه توانېد چې د هايکو هغه کلاسيک قبيلوي جوړښت وربدل کړي، چې د موسمي شاليد(Theme) سر بيره ټوليز وزن پکې ١٧ څپي دى، او دمصرعو له مخې يې د څپو ويش ۵ -۷ -۵ دى.
د هايکو يو بل ستر جاپانى ليکوال هېكيگوټو Kawahigashi Hekigoto))، د شېکي هغه دوه اصله چې د نسبي كره او پوره هايکو ليکلو لپاره د بنسټيز ارزښت درلودونکي دي، داسې رالېږدوي:
١: هايکو بايد واقعيت ته ژمنه وي ، تر دې چې که هيڅ راښکون هم ونلري.
٢: د شاعر د لومړني تفکر اهميت او بريا پدې کې دى ، چې د ورځني ژوند کړه- وړه په سيمه اييزو رنگونو انځور کړي.
د هايکو نچوړ:
د هايکو د نچوړ په اړه ويل کيږي، چې په لومړي سرکې ( د منځته راتلو د پيل پړاو کې) مذهبي ، دوديزه او مهالي مسايلو ته پکې پاملرنه کېده ،همدا ډول د وخت د واکمنو ستاينو او وياړنو، ساندو او ويرنو ته به هم د هايکو جامې وراغوستل کېدې ، چې وروسته پکې عشقي، فلسفي ،ټولنيزو او يو لړ نورو مسايلو هم ځاى وموند، چې لدې ټولو څخه يې عشقي برخه ډېره خواره وه او لا هم ده. خو د وخت په تېرېدو، هغه يوازېنى آر چې تر پايه پکې پاته شو او لا هم پاته دى، د هايکو طبيعي رنگ ، يا موسمي شاليد(Theme) دى.
موسمي شاليد(Seasonal theme):
څرنگه چې مخکې وويل شول ، له هرې هايکو بايد يو موسمي څرک تر سترگو شي او بايد يوه Kigo (هغه ويوكى يا لفظ دى، چې ترې په هايكو كې د ځانگړي موسمي حالت څرك تر سترگو كېږي) ولري،يا په بله مانا، هايكو بايد داسې وليكل شي چې يو موسم ترې په ډاگه شي. د هايكو تشبه گانې، استغارې، انځورونه... او کنايي بايد يو موسمي او طبيعي رنگ ولري . دبېلگې په ډول : د بادام له گل څخه د سپرلي د پيل او د ژمي د پاى ته رسېدو، له واورې څخه د ژمي، له منگسو او خزندوو څخه د اوړي يا دوبي څرك لگولاى شو.. او همدا ډول هغه ژوندي ژوي ، ميوې، سابه او نور، چې موسمي ځانگړى ارزښت لري ...،خو دغه موسمي ويوكى(Kigo) هر وخت هم جوت يا ښكاره نه وي ، چې سړى ترې په اسانه پوه شي...
بڼه جوړښت Style :
په جاپانۍ ژبه کې د هايکو د جوړښت اوليکلو منلي او كره آرونه شته چې ډېر روښانه او ساده دي.
د هايکو لومړۍ مصرعه پنځه ،دويمه هغه اووه او وروستۍ مصرعه يې بيا پنځه څپې وي، چې ټوليز وزن يې اوولس ۱۷څپې کېږي. د هايكو د څپيزجوړښت په اړه جاپاني اديبان او پوهان دوه ډزي دي . لومړۍ ډله يې دغه پورته وېش ښه بولي. خو دويمه ډله يې بيا دا وېش ردوي او وايي چې، د عامو خلكو لخوا په جاپان او نوره نړۍ کې د دغه ناسم فورم د خپرېدو له کبله يې څوک دې خبرو ته پام نه کوي ... وړاندې وايي : د هايکو آر جوړښت په داسې ډول دى، چې ټوليز وزن خو يې بايد چې اوولس١٧څپې وي، خو دا خبره چې درې نيم بيتې بايد ولري، ناسمه بولي او وايي، په آر کې بايد يو يا دوه بيته وي . خو څرنگه چې جاپاني ژبه خپل ځانگړى ليکدود لري نوکولاى شو په يوه غونډله(جمله) کې يې هم وليکو ، چې ستونځه د نورو ژبو په ليکدودونو کې دى.
ايا هايكو ۱۷ څپيز جوړښت ته اړه ده؟
هو! لكه څنگه چې پښتو لنډۍ هم د يوه بې بېلگې جوړښت له پلوه، د څپو په نه پام كې نيولو سره نه جوړېږي، هايكو هم همداسې ده. په جاپانۍ قبيلوي هايكو كې د څپو ويش پنځه ۵ اووه ۷ ، پنځه ۵ دي. نو د فولكلويك او قبيلوي ارزښت په درلودلو سره ، بايد چې همدا قبيلوي څپيز وېش ته هم ژمن واوسو. اوس دلته يوازې پر څپو څپيز وېش د پوهېدلو په موخه ، له ژباړې پرته د يوې جاپانۍ هايكو بېلگه راوړو، چې د سپرلي باران نومېږي :
harusame ya
kuware-nokori no
kamo ga naku
جاپاني توري تر ډېره بريده گڼ سېلابيز polysyllabicدي . په پرتليز ډول د نړۍ په ډېرو ژبو كې كم سيلابيز توري ډېر كم پيداكېږي. نولدې ژبو څخه يې يوه پښتو هم ده . دې ستونځې ته په كتو سره اړ يو چې دهايكو قبيلوي او دوديز فورم ته په پوره ژمنتيا، د خپل هنر په زور د لفظونو دغه اوږدوالى رالنډ كړو.
هايكو څو برخې لري؟
د هايكو د برخو په اړه خلك داسې فكر كوي، لكه څنگه چې درې نيم بيتي لري، نو برخې به يې هم درې وي. خو خبره بل ډول ده. كه په ټوليزه توگه د شاعري په اړه فكر وكړو، نو پوهېدلى شو چې شاعري اكثره وخت د دوو انځورونو(ايماژونو) د څنگ په څنگ اېښودلو څخه سرچينه اخلي(رامنځته كېږي) او پكې د حيرانۍ او الهام احساس په دويم ايماژ كې رازرغونېږي. نو يوه ښه هايكو هم لكه يوه ښه ټوكه داسې دى: (۱)تشرېح (لومړى انځورimage 1)،(۲) غوټه لرونكى حل( دويم انځورimage 2). پر دغو خبرو د لا ښې پوهېدنې په موخه د يوه بل ليكوال كاجو Kojo يوه مشهوره هايكو راوړو چې د موِضوعي جوړښت له پلوه د دوو برخو(ايماژونو) درلودونكې ده.
Night, and the moon
My neighbor, playing on his
flute -out of tune!
ـــــــــــــــــ
شپه ده سپوږمى ده!
زما گاونډى غږوي
شپېلۍ بې سوره!!
اوس كه دې پورته هايكو ته لږ نظر واچول شي، نو دغه دوه نندارې ترې تر سترگو كېږي (۱) شپه ده سپوږمى ده!= په يوه تياره شپه كې د سپوږمۍ ځل او شتون . (۲)زما گاونډىغږوي + شپېلۍ بې سوره!! = د يوه بې كماله شپېلۍ غږوونكي گاونډي، خوځنده تصوير. نو اوس كه دغه دوه صحنې هره يوه له يوې او بلې په جلا، جلا ډول وه ارزول شي، نو په هيڅ يوه هم د يوه پوره شعر تنده نشي خړوبېدلى او ترې د يوې گونگې، بې مانا او نا پوره جملې تعبير كېږي. خو كه سره څنگ په څنگ راوړل شي، نه يوازې دا چې په فزيكي ډول يو شعر جوړوي بلكې يوه پوره او پايله لرونكې مجسمه مانا هم ترې اخيستل كېداى شي

 

هزل

هزل

 پوهنمل محمود نظري
هزل د ادب پوهانو په اصطلاح هغه شعر دی چې پر چا باندی ناروا ووایي یا هغې توکې دي چې د اخلاق او ادب ضد وي هزل د خلکو ځانګړي او پټ خاصيتونه رسوا او بربنډو ی . چې ویلای شو دا ممنونه نړۍ ده. لکه د سعدی او مولانا هزلونه. د هزلونه ، هجوو او ټوکو لیکل په افغاني ادب کې مولانا او سعدی باب کړې دي. له طنزنه پرته مولانا ډیر هزلونه هم ویلي دي هغه خپله په دې هکله وایي:

هزل‌ها گويند در افسانه‌ها
گنج مي‌جو در همه ويرانه‌ها
هغه وايي په کیسو کې هزلونه لکه په کنډوالو کې خزانې دي. مولانا وایي:
هزل تعليم است آن را جِد شنو
تو مشو بر ظاهر هزلش گرو
د هزل ظاهر ته نه بلکې د هغې مراد او موخې ته وګورئ
مولانا په خپلو کیسو کې ډیر هزلونه ویلي دي،
چې ځانګړي ماناوي او مفهومونه لري په اصطلاح له کنډوالو خزانې راباسي. هغه وایي:

هر ِجِدي هزل است پيش هازلان
هزل‌ها جِد است پيش عاقلان
بدو خلکو ته هر ورم او وراشه هزل او چټیات دي او پوه خلکو ته بیا هر هزل پند او نصیحت دي لکه چې مولانا وایي:
عاقلی گر خاک گيرد زر شود
جاهل ار زر برد خاکستر شود
پوه انسان چې خاورو ته لاس وروړي د هغه نه زر جوړیږي او جاهل چې زرو ته لاس وروړي هغه خاورې کیږی :
دمولاناد طنز بله برخه د جنسې مسایلو هزلي برخه ده:
دمولانا شهواني کیسې د جسم او جنس کیسې نه بلکې د جسم او جنس په اړه دي نو په همدې پار يې عشقي شعرونه اروتیکه ژبه نه لري دا کیسې په هر حال ادبي کیسې دي او نه شوای کولای ددې نه هم سترګې پوټې کړو چې دمولانا په شعرونو کې اروتیک شعرونه نشته.
دا لوی عارف هم د خپلو تفکراتو د بیان لپاره اروتیکو داستانونه او جنسی تمثیلاتو ته مخه کوي
مولانا په خپل وخت او زمان کې په ډیره میړانه ددې ډول ادبیاتو ور پرانیست چې موږ يې ان اوس په ویره لولو او زغملای نه شو. ځکه موږ تل دهغه شی په هکله چې نه پوهیږو ویریږو.
دمولانا د ژبې یو لوی امتیاز دا دی چې هغه په خپلو شعرونو کې دا شیان نه سانسور وي هغه خپل شعرونه ، د بدن بیان اود تن ژبه د « عمومی عفت » تر نامه نه قربانوي.
دې هزلی ابیاتو به هغه وخت کې هم د اخلاق ساتونکي را پارولي وه هغه د خپل دفاع په هکله وایي:

بیت ِ من بیت نیست اقلیم است
شعر ِ من هزل نیست تعلیم است
ځکه د هغه له هرې کیسې څخه بل ځای د عبرت کار اخیستل کیږي.
دلته دهغه درې کیسې د سانسور سره راوړم.
په یو کسیه کې هغه داسې وایي: یو سړی چې پوړنۍ یې په سر و په روضه کې د ښځو په منځ کې کیناست واعظ په لمانځه کې د «عانه ویښته) د روا اوږد والی په اړه خبرې کولې هغه له خپل اړخ ښځې نه غوښتل(د حق د خوشالی لپاره) د څنګ ښځې «عانه)(د ښځي د ځانکړی ځای ويښته) اندازه کړه، هغه په ډیره ساده ژبه وایي:

دست ِ زن را کرد در شلوار مرد
(...)
ِ او بر دست زن آسیب کرد
نعره ای زد سخت اندر حال زن
گفت واعظ : بر دلش زد گفت ِمن!
گفت : نه بر دل نزد بر دست زد
وای اگر بر دل زدی، ای پُرخِرد
بله کیسه د بدږغه مؤذن او د کافر د لور کیسه ده
یوکافر غواړي خپلې لورته یو مسلمان میړه پیدا کړي نو هغه ته یو بد ږغه مؤذن خوښوي د هغه لور چې د هغه ږغ واوریده له مسلماني يې زړه بدشو:
گفت دختر این چنین آواز زشت
هیچ نشنیدمبله در این دیر و کنشت
چون یقین گشتش رُخ ِاو زرد شد
از مسلمانی دل ِ او سرد شد
بله کیسه يې د یو لوطی ده هغه وایي:

یو لوطی دمفعول هلک نه وپوښتل: دا د ملا خنجر د ی د څه لپاره پر ملا ځړولی دی؟ هغه ویل: دا دهغه چا لپاره دی چې ما ته بد و سترګو وګوري په دې خنجر يې ګېډه څیرم! هغه ورته وویل :شکر چې زه تا ته په بدو سترګو نه ګورم.

کَنده ای (مفعول) را لوطی ای در خانه برد
سرنگون افکندش و در وی فشرد
بر میانش خنجری دید آن لعین
پس بگفتش بر میانت چیست این
گفت آنک ِبا من ار یک بد منش
بد بیندیشد بدرّم اشکمش
گفت لوطی حمد لله را که من
بد نیندیشیده ام با تو به فن
مولانا ددی کسیې اخلاقي پایله داسې بیانوی او وایي:
چونکه مردی نیست خنجر‌ها چه سود
چون نباشد دل ندارد سود خوُد
گر دلیلت هست اندر فعل آر
تیغ چوبین را بدان کن ذوالفقار
خائفان راه را کردی دلیر
از همه لرزان تری تو زیرزیر
ای مخنّث پیش رفته از سپاه
بر دروغ ِ ریش تو (...) گواه
چون ز نا مردی دل آکنده شود
ریش و سبلت موجب خنده شود.

د مولانا دا روایات او خبری کله کله زموږ د مربیاتو او پوهانو لخوا د موعظي د فرهنګ په نامه تکرار شوی دی او هیڅ وخت يې عمومی عفت ته زیان نه دی رسولی.
هغه دا نه ویل شوی او نه ویل کیدونکی شان په ښه ډول بیانوی او د هغه څخه عبرت او ښوونه موږ ته ښيي هغه د ا بند یا ممنوعه شان په ډاګه وایي او دا هغه د ویلو عظمت دی چې هغه يې د دینپالو د تکفیر نه ساتلی دی او ان تر اوسه هغه لوستل کیږی ګرچی ظاهراًِ د اخلاق ضد دی
همداسې د خر ه او میرمني کیسه ډیره مشهوره ده.
يا چون مستغرق شدي در عشق خر
آن كدو پنهان بماندت از نظر
او په دې ځا ی کې درواغجنوملایانو په کړو ملنډې وهي او وایي:
اي بسا زراقّ گول بي وقوف
از ره مردان نديده غير صوف
اي بسا شوخان زاندك احتراف
از شهان نا موخته جز گفت و لاف
هر يكي در كف عصا كه موسي ام
بردمد برابلهان كه عيسي ام
دمولانا دا بل د ه عبرت ډک هزل داسې دی
دوه ورونه په یو ځای کې د شپې پاته شول د هغو څخه يې یو ورور کوسه و نو بل ورور يې د شپي پر خپله شا خښتی کیښوولې د شپي یو لوطی راځي د هغه د شا خښتې لیری کوي، هغه راوېښیږي. او وایي: دا خښتې چا وړئ ؟ او ولې یې وړې؟
هغه ته وايي: تا ولې خښتې پر شا ایښي وې؟
مشتعل ماندند قوم منتجب
روز رفت و شد زمانه ثلث شب
لوطيي دب بر دو شب در انبهي
خشتها را نقل كرد آن مشتهي
دست چون بروي زد او از جابجست
گفت هان تو كيستي اي سگ پرست
مولانا په دې داستان کې دانسان د غړو نومونه بېله ویرې اخلې هغه له دې کیسې څخه عبرت اخلي او وایي: په بدوکړوکې فاعل او مفعول دواړه ګناهکاره دي او ویونکی هڅوی په دې باب سوچ وکړي.
لمنلیکونه:
فرهنگ و هنر ۱-
۲-آموزه هایی از مثنوی مولانا جلال الدین محمد بلخی
داستان آن کنیزک که با خر خاتون شهوت می‌راند۳-
بالاترین ویب
۴- ویکی‌پدیا، دانشنامه آزاد
-
۵ - طنرونه ویب-هزل په ادبیاتو کې
۶- وحید ضیایی---بررسي طنز آميخته به هزل در مثنوي
news.gooya.com/culture
۷-
۸- سمیع رفیع- شرح مثنوی
۹-محمود نظری- هزل زموږ په ادبیاتو کی .طنزونه وب

 

یوازې ته!

بس یوازې ته

پوهیړې

زه یوازې او یوازې تا غواړم

راځې

هه!

راځې

زه تا ته منتظره یم

نور نو راځه گرانې!

بس همدومره

 همدومره ظلم بس دی

 

 

په هسکه مينه کې دچنګاښ د(١٦) پيښې قربانيانو ته

دسپين غره څيړۍ فرش کړي نن ليمه دي—دلنډيو بدرګې په کې په تله دي
په کې راغله يوه ورا دکليوالو—دسندرو جوړ سبا دکليوالو
سندريزې چينې تاندې شوې بهيږي—جوړ پرسپينو ليچو وړاندې شوې بهيږي
دشينشوبوبوټوښکل يې کړل پلونه—دوږمې يې ويښوي ستړي هډونه
لارې څاري دسندرو سندرمارې—دلنډيو بدرګه وړي دخومارو
چې دا يو سروکى ګډ کړي په چمبه کې—دنيا بل مخې چپه ګړي درنګ شيبه کې
کليوالې اتڼ واچوي په ورا کې—دڅيړيوشورراواخلي په نڅا کې
يوه مسته چغه وکړي له هر لورې—ناوې پل دې بختور شه په موږ پورې
ناوې پټه په ګاڼه کې وي ژړيږي—له تقديره لکه مخکې چې خبريږي
درنګ شيبه کې په اسمان کې کرکه راشي—دسندرو ملا کې غبرګه څړيکه راشي
کليوالې وايي(بنګنه) دلته څه کړي—داسې نه چې ننداره مو پردي وکړي
مخ راونفاړي له شرمه په پرده کې—خو تقدير ته ګوره څه کړي دې شيبه کې
دڅيړيو ډډته پټې له حيا شي—زوې له مور او مور له زويه راجلاشي
خو بنګنه په هواکې جل وهلې—تنده ماته کړي ددوې په وينو غلې
دسندرو پرچمبه ټکه پريباسي—يوه سره داور لمبه ټکه پريباسي
درنګ شيبه کې سره هرڅه لولپه شي—دڅيړيو شنه جامه په وينو سره شي
نه دناوې په سر شال نه يې ګاڼه وي—ترينه تاوه دبنګنې اورلمبه وي
دچکچکو هغه سپين لاسونه ورک شي—په څيړيو کې ديو بل لاشونه ورک شي
نه ها ستونې وي چې ووايې بيا نورې—ناوې پل دې بختور شه پرموږ پورې
ترکمرونو لاندې څه ځګيروي راخيژي—پاس په څانګوکې مړوندوينم نڅيږي
دسپين غره څيړۍ پرملا وي غبرګه ماته—خو لاس نه نيسي له شرموحيا چاته
کليوال نغاره وغږوي راشۍ—په دې هيله که دګل پاڼې پيدا شي
ترمې ترمې پاڼې څه چې راپيدا کړي—سمدستي يې بس تر کاڼو لاندې بيا کړي
دې ته نه ګوري له کوم سره يې پيوند کړي—نه په دې وخت کې پردغه باب دوې اند کړي
څو قبرونه لاهغسې لارې څاري—ورک هډونه پښې غږ دبارې څاري
دورا ناوې شال ريښې ريښې دىتللى—زمانې وي دتوپان لاس کې ورکړى
زوې له موره له هيبته نه بيليږي—په يوه قبر کې دواړه ښکته لويږي
دسپين غره څيړۍ اغوستې سره جامه ده –ته به وايې پرمزار هسکه جنډه ده
پرشنو څانګو يې ريښې دسالو ښکاري—دشهيدې ناوې سره سره باړخوښکاري
غوڅ مړوند ورکړلو چاورته سوغات کې—دبنګړو فاتحه اخلي يې جومات کې
بيا دکوم دور يزيد سرپورته کړى—په بنګنه(الوتکه)يې مخ قتل لور ته کړى
يوويشتمې پيړۍ دا رنګه دوستي ده—ددې دوربس همدا زيمامداري ده
له هواوايي په هرڅه دوې خبريږي—په دې پوه شۍ چې په هيڅ هم نه پوهيږي
يا پوهيږي ددوې دغه رنګ دوستي ده—ددوستۍ په نوم يې دغه رنګ مستي  ده
وخت راځي به دغه وينې به رنګ راوړي—ددوې کورته به همدغسې جنګ راوړي
دنړۍ نقشه کې ورک به يې دا کور وي—جوړ زما داسويلو به په کې شور وي

 

لعل پاچا ازمون ٢٣ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-13 08:30:00 م

 

پيرروښان له تصوف نه ترسياست اوحکومت

پيرروښان له تصوف نه ترسياست اوحکومت

پوهنمل بريالی باجوړی

روښان دخپلې ټولنې له تحليل اوپيژندنې نه وروسته دتصوف په حلقه کې داخل شو. ياپه بله وينا دتصوف په پوړويوترسياست اوحکومت کولوپورې ورسيد .داچې روښان ولې دتصوف لمنه ونيوه ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې بايد وويل شي چې   دغه وخت دتصوف بازاردومرعام توداوعام شوی و چې هره خوادپيرانواومريدانولړۍ ترلرې لرې ځايونو غزيدلې  وې . دتصوف درامنځ ته کيدواوخوريدولامل  داوچې له ٦٠٠ هجري نه تر٩٠٠هجري  پورې دمغلو دفاتحانوتاړاکونوددې سيمې ملتونه يوپه بل  پسې مات کړل اوددوي روحيه يې  بيخې ووژله .

دهمدغه تاړاکونواوماتې په نتيجه کې خلک دومره ناهيلي شول چې ګوښه توب يې غوره کړ .  بيادغه ناهيلي اوګوښه توب  ددې سبب شوه چې له هندنه تر مصره پورې دتصوف په نامه يوتفکر خپورشوچې  خلکو به دروحاني تربيت اورياضت په وسيله دځان لپاره يوخلاصون غوښت .په همدې توګه خلکوتصوف ته پناه يوړه اوتصوف دومره خپور شو چې لوې ،لوې ښارونه له خانقاووڅخه ډک شول . دتصوف ډيرلوی شخصيتونه په اسياکې پيداشول . په هندکې مغلي شهزادګانواوپه ايران کې صفوي کورنۍ تصوف ته ميلان پيداکړ. يوازې په هندکې ٧١ پيران موجودوو. پخپله جلال الدين اکبردمعين  الدين چشتي مريدو چې اجميرشريف ته به دده دربارته لوڅې پيښې روان و.په دې توګه له شمال ، شرق اوغرب نه ددې روحاني نهضت څپې په پښتونخواهم راتللې . اودپښتونخواپه سيمه کې يې دوه لوي نمايندګان سيدعلي ترميزي اودده شاګرداخونددرويزه  لوی پيران وو.
روښان له وړوکتوب نه نيولی ترځوانۍ پورې دژونددتودوسړوسره لاس په ګريوان و.بايزيدچې دپښتنواورمړقبيلې ته منسوب و. ويل کيږي  چې داورمړوقبيله په غزني کې اوسيدله اوکله يې چې دمحمودغزنوي په زمانه کې له ده سره په فتوحاتوکې برخه واخيسته نومحمودورته په جاګيرکې دوزيرستان کاڼي ګرم ورکړ. بيادلوديانوپه وخت کې هندته لاړل اوهلته دپنجاب په جلندرکې ابادشول .وايي چې داورمړقبيله اوس په وزيرستان کې دوزيرواومسيدوله خواپه ستانه ياديږي اوانصاري قبيله چې داورمړويوه پښه ده دمياګانوپه نامه ياديږي .دروښان دپيدايښت په وخت  ٩٣٢  هجري  کې دلوديانوکورنۍ دمغلي پاچا بابر په واسطه له منځه ځي اوهغه پښتانه چې له پخوانه په هندکې ابادوو. دې ته اړکيږي چې بيرته خپل وطن ته  راګډه شي . په دې لړکې روښان اوموريې هم يې دوزيرستان کاڼي ګرم ته راځي .روښان دپلارله بې پروايي اودميرې مورله نامناسبه چلندنه ډيرزوريږي . په وړوکتوب کې يې له کورنۍ سره اختلافات پيل کيږي . پلاريې ددرس لپاره ملاپاينده ته کينوي خود ميرې مورد ډيروکارونوله کبله نه شي کولای چې پوره زده کړه حاصله کړي .دخپل اکاد زوي خواجه اسماعيل نه غواړي چې لاس نيوی وکړي خوپلاريې دادخپل شان خلاف ګڼي .دهندوستان په سفرکې دملاسليمان کالنجري سره مخامخ کيږي اوله هغه نه هم ډيرڅه زده کوي . په دې توګه ويلای شوچې دروښان استادان همدغه درې کسان دي چې ترټولويې زيات اعتقادخواجه اسماعيل ته و.په ځوانۍ کې په تجارت پيل کوي . هند،سمرقنداودپښتونخواسيموته سفرونه کوي  .دخپل اولس محکوم حالت اودمغلي حکمرانانومظالم له نيږدې نه ګوري.حتی تردې چې دی پخپله هم دقندهارپه سفرکې دبيرم خان دسپاهيانودظلم ښکارکيږي .ديوې پښتنې پيغلې مظلوميت اودمغلودسپاهيانودظلم ننداره دسرپه سترګو ويني .دخپل اولس تيرتاريخ له دغه حالت سره پرتله کوي اودهيواداوخلکودخلاصون اوازادۍ په فکرکې لويږي .خپل هدف ته درسيدولپاره دتصوف دلارې نيول يوازينې لاره ګڼي اوپه دې توګه دتصوف حلقې ته داخليږي اوپه پای کې په توده مسلحانه مبارزه لاس پورې کوي ..روښان په خپلو سفرونوکې دمذاهبوپه فلسفه ځان پوهوي اودتصوف په عالم کې داخليږي دقندهارله پيښووروسته يې چې څوک اوازنه اوري نوحضور(ص) ته عرض کوي چې ددغوظلمونودمخنيوۍ اومدافعې اجازت واخلي . کله چې داروحاني اجازت مومي نوبياپه خپل تحريک پيل کوي .اخونددرويزه چې دده رقيب هم و دده دهوښيارۍ تعريف کوي اووايي چې په مناظروکې چانه شوپړکولی.اخونددرويزه دمثال لپاره دکابل دحکمران ميرزاحکيم په دربارکې له قاضي خان سره دده مناظره يادوي چې چاپړنه شوکړای .دکابل له مناظرې نه چې وروسته پيښورته راځي نودلته هم ورته ستونزې ډيريږي . په مهمندزيوکې ديره کيږي اودخپل موقف دټينګولولپاره دپښتنودمخورو کسانوسره خپلوي کوي . دپاينده خان زوي علي خان ته خپله لورکمال خاتون ورکوي . دبهادرخان لورخپل مشرزوي شيخ عمرته کوي .ديوبل مخورلورخپل بل زوي جلال الدين ته کوي . يوه ښځه چې دده مريده کيږي پخپله ورسره نکاح تړي  .
.روښان تصوف په يوحرکت اوعمل بدلوي اوپخپلوتعليماتوکې دظالمانوپرخلاف اودعدل په پلوي تبليغات کوي چې راورسته دده دمريدانوپه اثاروکې دغه روحيه ډيره ښه پالل کيږي . دی غواړي چې دده اولس ظالم وپيژني اوپه وړاندې يې يوموټی شي .کله چې دده دتحريک لمنه ډيره زياته خوريږي نوبيادوخت واکمنوته خپل پيغامونه ليږي . خليفه مودودقندهارته استوي اودکاسي قبيله يې ټول مريدان کيږي . خليفه دولت له صراط التوحيدسره داکبردربارته استوي . خليفه يوسف له فخرالطالبين سره دبدخشان حاکم ميرزا سليمان ته استوي . همدارنګه ملاارزانی هم دهندپه لورليږي .پيرروښان په تصوف کې دوحدت الوجودلاره نيسي او دخپلې روښانيه طريقې لپاره اته مقامونه ټاکي .١-شريعت چې زيات په پنځوبناوو راڅرخي ٢- طريقت چې دپيغمبرانواعمال بيانوي . ٣- حقيقت چې حال دپيغمبرانودی اوپه خفي او دايمي ذکر باندې ډيرتاکيدکوي .٤-معرفت چې دانبياودرازمقام دی يعنې دزړه په سترګودحق ديداراوپه هرڅه کې دالله ليدل . ٥-قربت دحق د اواز اوريدل . ٦ – وصلت چې سالک خپل اوصاف هير کړي او هرڅه دحق تعالی په ذات وي .٧-وحدت چې دبشريت اوصاف يې ختم شي اودربوبيت په اوصافوژوندی شي .
٨- سکونت چې دسالک روح قراراوسکونت ومومي .
روښان نفس په څلوروبرخوويشي : ! – اماره ځای دشيطان ٢-لوامه ځای دلښکردشيطان ٣-ملهمه ځای دفرشتګانواومطمينه ځای دروح . يعنې دوې برخې بديوته اودوې برخې نيکوته سړی هڅوي . روښان په خفي ذکرتاکيدکوي اودده مريدان دسهارپه وخت کې دجلي ذکر هم ښه ګڼي .بيادذکرلپاره پنځه مرتبې ټاکي : دبدن ذکر،داندام ذکر، دژبې ذکر، دزړه ذکر، دساه ذکر. روښان وايي چې دتوحيدلاره کښته ، پورته ،ښي اوکيڼ ته نه ده بلکې دتوحيدصراط مستقيم پخپله دانسان وجوداوزړه دی
پيرروښان په خپل کتاب خيرالبيان کې خپلومريدانوته دوحدت الوجودډيرې باريکې لارې روښانه کوي  دده دمکتب پيروان په خپلواشعارو کې دغه فلسفه ترډيره تفسير اوتشريح کوي چې لوي علمبرداران يې ميرزاخان انصاري ، دولت لواڼی ، ملاارزاني ، کريمداد ، قادرداداونوردي .
روښان په خيرالبيان کې وايي (( ګوره هرعلم زماله علمه دې ، هرنوم زماله نومه دی ، هرزورزماله زوره دی ، هراواززماله اوازه دی ، هررنګ زماله رنګه  دی ،هره ستروي لويي زماله لوي ده ،هرښايست زماله ښايسته دی ،هره تياره زماله تاريکۍده ،هره روښنايي زماله روښنايي ده ، هرقهرزماله قهره دی ، هررحم زماله رحمه دی ،زه له هرڅه سره يويم په تادې وي اعلام )) ( ١ )
دوصلت په مقام کې ددغې فلسفې څرګندونه داسې کوي (( ګوره ورمندون په وصلت کې پرواصل وينااو چاردپيوستون ده چې هره چارپه ماکا،زمااوازدې په مااوري ، مادې په سترګې وينې ،زماهستي دې زماپه هستۍ وپيژني عيان ، يادوي دې زماهستي په هغه يادچې دده هستي زماپه هستۍ کې ورکه شي اوورک دې کاګمان ،ګمان دی وجوددادميان ))  ( ٢ )
په يوبل ځای کې دافلسفه داسې توضيح کوي (( ګوره زه يم په ويښته کې دادميان ، په وينه ،په غوښه دادميان ، په رګ په پله دادميان ، په هډپه ماغزه دادميان ، په هرڅه کې يم چې څه شته دسړي په ځان ، تحقيق ده زماهستي له څيزسره لکه ده له ادميان ، ګوره ماهرڅيزله خپلې هستۍ دخپلې هستۍ دپاره يو،يوکړی دی په هريوکې زه يوخدای  يم بې ګمان ، تروبويه چې مادې په يګانګۍ يادکاهريوچې وويني ادميان )) (٣ )
دروښان په تصوفي حلقواومجلسونوکې به ښځې اونارينه ګډکيناستل اودګډونوالولپاره توپيري چلند نه و. شاه اوګدايوډول وو.دسماع اوسرودپه هکله بايزيدويل چې ماته الهام شوی دی چې سرودپه درې ډوله دی . حرام ، مباح اوحلال . ددې توضيح يې داسې کوله : چاچې دکومې الې غږيادانسان غږددنياپه مينه واوريدحرام دی که دجنت په مينه يې واوريدنومباح دی اوکه دخدای په مينه يې واوريدهغه حلال دی . دسياست په ډګرکې پښتنوپيرروښان اودده کورنۍ ته بيعت کړی واوددوي اطاعت به يې کولو. منظم فوځونه يې درلودل چې دپليواوسوروپه کنډکونواوغونډونوويشل شوي وواودسپه سالارانوله خوابه اداره کيدل .خزانه اوبيت المال يې لرلو،قضاموجوده وه ،سياولان به په دروازوکې ولاړوواوپه ټاکلي وخت به دعرضونودربارپرانيستل کيدو. دعشراوزکات دراټولولولپاره دمحصلينوانتظام موجودوواو ويل کيږي چې پخپل نامه يې سکه هم وهلې وه .(٤ )
پوهاندعبدالحي حبيبي دپښتوادبياتوپه تاريخ کې وايي (( روښان پخپل ژوندکې دپښتنودحکومت اساسونه ايښي وو، عشراوماليات يې له خلکوڅخه ټولول ، خزانه يې درلوده اودخپل دولت عايدات يې په جهاداوملي مصالحوکې صرفول )) (٥ )
داخونددرويزه له ليکنونه هم دامعلوميږي چې روښان دپښتنودحکومت دجوړولولپاره مبارزه کوله . ده غوښتل چې لومړی په پښتونخواکې دپښتنوحکومت جوړکړي اوبياپه هندوستان کې دپښتنوشاهنشاهي دوباره احياکړي. اخوند درويزه دروښان له خولې ليکي (( لښکرې به کړم بنيادې ، هندوستان به ونيسم، اوازه يې کړله ګډه ، هرچې اس لري راځئ ، داکبرپادشاه ټنګه واړه زمادي ))(٦ )
اخونددرويزه دروښان دمشر زوي شيخ عمرپه باب هم وايي چې (( شيخ عمرځان دپښتنوپاچاګاڼه، ديوسفزيوخلقودده احکام منل اوځينې يوسفزيودده مذهب هم قبول کړی واودعشراومځکې ماليه به يې هم ورکوله.))  ( ٧ )
په يوسفزيوکې يوحمزه خان و چې دده اطاعت يې نه کاوه . له همدې کبله يې ورپسې يوسفزي راپاڅول . دلازاکواوګوجروهم پردوي حمله وکړه . په دې جنګ کې شيخ عمر ، خيرالدين ، نورالدين اودولت مړه شول .بي بي شمسوديوسفزيوپه قيدکې وه.
 د زامنوسرونه يې ورته راوړل خوله سترګونه يې اوښکه توي نه شوه اوويل يې چې زمازامن په غلاپه کاسيرۍ کې نه دي مړه شوي دخدای په لاره کې مړه شوي دي . جلال الدين په دغه جنګ کې دپنځلسوکالوهلک و. ځان يې سيندته وغورازاوه . په لامبويې ځان له سيندنه ويست . يوې ښځې وليدو. په ځوانۍ يې رحم راغی . په کورکې پټ وساتو، بياروښانيان ورغلل اوديوسفزيوله علاقې نه يې راوويست .
په ٩٨٩ هجري کال اکبرپادشاه دی له ځان سره بوتلو.خوډيرژر دخپلومريدانوپواسطه راپټ شو . بيادمغلوسره ٢٣ کاله وجنګيده په اخرکې دهزارقبيلې له لاسه په غزني کې په ١٠١٠ هجري کې ووژل شو. سر،پښې اولاس يې ورنه غوڅ کړل اومغلوته يې وړاندې کړل . نوره تنه يې په يوغارکې واچوله . روښانيانوبيادده هډوکي له دغه غارنه راټول کړل اوپه دوړوکې يې دپلارپه خواکې ښخ کړل .
اخونددرويزه د جلال الدين  دپادشاهۍ په باره کې هم وايي چې جلال الدين به ويل (( زه بادشاه دپښتانه يم پښتانه راپسې ځي ،زه به ماتې دروازې کړم داګرې اودسيکرې )) ( ٨ )
همدارنګه سيف الرحمن دحالنامې په حواله دده دپادشاهۍپه باره کې  ليکي ((چې  کله جلال الدين دماورالنهردازبکوپادشاه عبدالله خان ته دمرستې لپاره ورغی نوعبدالله خان ته يې وويل چې که مرسته راسره وکړې نوانشاه الله چې دکابل ولايت به داباسين ترغاړې داکبربادشاه له لاسه ازادکړم )) (٩ )
دروښان له زامنونه وروسته دده لمسيانوهم ددغه تحريک دچلولوترڅنګه حکومت کړی دی چې دلمسيانوپه سرکې يې احداددشيخ عمرزوی راځي . پوهاندعبدالحی حبيبي ددبستان مذاهب په حواله ليکي (( احدادمردی بودعادل وضابط، وحق مردم رابه مردم رسانيدی وخمس اموال که ازجهادبه هم رسيدی دربيت المال داشتي وانرانيزبه غازيان رسانيدی )) (١٠ )
مسعودليکي چې په لواغرکې به داحدادليدوته دمغلولښکر څوسواره راتلل اوويل به يې چې داحداد بادشاه ليدوته راغلي يو اوچې احدادبه ورته دکيناستووويل نودوي به په ځواب کې ويل چې توبه موږ دپادشاه په مخ کې څنګه کينو . )) احداددمغلوسره زيات جنګونه وکړل . په اخرکې يوازې شو. قومونه ترينه جلاشول. دتيرانه خټکوته لاړاوپه لواغرکې ديره شو. مغل هلته ورپسې ورغلل دشپږومياشتومحاصرې نه وروسته يې په ١٠٣٥ هجري کې وواژه .
الله داد دجلال الدين مشرزوي چې داحدادنه جلاشونودمغلودرباري شو. ميرزاخان انصاري دنورالدين زوي هم ورسره لاړ. الله دادته شاجهان چهارهزاری منصب اوپه شمس ابادکې جاګيرورکړ. ميرزاخان انصاري ددکن په جنګ کې په ١٠٤٠ هجري کې شهيدشو.
عبدالقادردخپل پلاراحدادله مرګ نه وروسته  دروښانيانومشرشو. څوکاله يې له مغلوسره  جنګونه وکړل . داتلسوکالوځلمی وچې دپيښورقلايې محاصره کړه . بيادجلال الدين له زوي کريمدادسره مغلوته واوښت . مغلوده ته دوه هزاری منصب ورکړو. په کال ١٠٤٠ هجري کې په پيښورکې وفات شو.
سيف الرحمن مسعوددپيرروښان مبارزه يومذهبي سياسي مبارزه بولي اووايي چې دده په ستراتيژۍ کې دين اوسياست يودبل مکمل کوونکي ووچې ديومشترک هدف په خواروان وو. سيف الرحمن زياتوي چې (( داطريقه يوه مکمله ديني سياسي ايډيالوجي وه چې دين اوسياست پکې يوپه بل مقدم نه وو. داځکه چې دپيرروښان له زمانې نه نهه سوه کاله دمخه دنبي عليه السلام په لاره کې دادواړه توکي سره څنګ په څنګ اوغبرګ چليدلي دي ))( ١١ )
په پايله کې به داووايم چې عرفان ،ادب اوسياست دروښان دکرکټر غوره صفات دي . په درې واړوبرخو کې موږدده نوښتونه اوکارنامې ګوروچې زموږدادبياتوتاريخونه دده په عرفاني ، تصوفي اوادبي کارنو وياړي اوزموږسياسي تاريخونه دده په مبارزواولويوهيلووياړکوي . دادروښان دمبارزوبرکت و چې په قندهارکې دهوتکيانوملي حکومت دميرويس نيکه په لارښوونه جوړاوبيادلوي احمدشاه باباپه رهبرۍ دلوي افغانستان امپراطوري جوړه شوه .
پای

ماخذونه
١ – بايزيدانصاري ،خيرالبيان ،تدوين اوحواشي دحافظ محمدعبدالقدوس قاسمي ، پښتواکيډيمي ، پيښوريونيورسټي ، ١٩٨٨ کال ٣٩٣ مخ
٢ – همدااثر ،٤٠٢ مخ
٣ – همدااثر٤٠٣ مخ
٤ – سيف الرحمن مسعود، پيرروښان اوروښاني انقلاب ،                            يونيورسټي بک ايجنسي پيښور، ١٣٧٧ کال ، ١٣٥ مخ   
٥ – پوهاندعبدالحي حبيبي ، دپښتوادبياتوتاريخ ، لومړی ټوک اودوهم ټوک ، دانش خپرندويه ټولنه ١٣٨٤ کال ، ٧٧٩ مخ
٦ – همدااثر همدامخ
٧ –خيرالبيان ، دحافظ عبدالقدوس قاسمي ديباچه ، ٧٠ مخ
٨ –پيرروښان اوروښاني انقلاب ، ١٣٦ مخ
٩ –همدااثرهمدامخ
١٠ – دپښتوادبياتوتاريخ اثر ٧٧٩ مخ
١١- پيرروښان اوروښاني انقلاب  ١٣٤ مخ
- پوهاندعبدالحي حبيبي ، تاريخ مختصرافغانستان ، دانش                           کتابخانه ، ١٣٧٧ کال
١٢ – ډاکټرريتاجوشي ، افغاني سرداران اومغل ، دشيرمحمدکريمي ژباړه ، دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې خپرونه ،  
     ١٣٨٠ کال

 

غزل

غزل

چې ښه مې نظر واچاوه کابل کې رنگارنگ

نجونې هلکان مې تر نظر شوه په یو رنگ

خوراک یې چپس گرم همبرگر او دي ساسچ

په دې کې لا پلو چلو او سوپ ته خوري څورنگ

په ساز او په سرود کې خوښوي ګډوډ اواز

په تیره بیا چې مله شي اوازونه په څورنگ

اوږده ویښتان د نر شول لنډکي یې بیا د ښځې

پوه نه شوم چې دا موډ دی رسوایي ده که نیرنگ

په کور کې یادوي خپل او موروپلاردوی په نامه

چې دا عمل د دوی لپاره عار دی او هم ننگ

نه درس شته نه سبق شته نه سویه نه لیاقت

تمامه ورځ موډونه گډاگانې ترونگ او ترنگ

سترگې د دوی پټې رسوایۍ په لور روان دي

قسیمه پام کوه د دوی سازش دی بې فرهنگ

د پوهنمل محمد قسیم چمتو د محصلۍ د دورې شعر

 

جنګ

جنګ

-اجمل اند

حالات ښه نه دي ، حالات لا له ژونده رنګ غواړي
لا غنمرنګ غواړي او لا د تورو شرنګ غواړی

هغوی ډېر کم دي چې جونګړې جوړوي او درومي
هغوي ډېر زیات دی چې ودان ښارونه ړنګ غواړي

خپلې بربڼدې میخانې پرې په امان کې ساتي
سمندر پورې خلک زمونږه غرو کې جنګ غواړي

د ښار ښایسه دې نورې غټې سترګې نه توروي
زورو شته له تورو سترګو نه کلنګ غواړي

اند لېونی دی ، اند اوس هسې په خبره نه دی
پردې وطن پردۍ کوڅي دي او دا بنګ غواړي

۲جون  ۲۰۰۸ – پراګ

 

هايکو

هايکو
خوب او خندا خو مو حرام دي ترېنه
تشناب ته هم ترېنه ورتللى نه شو
د مِس کاليانو دې خداى بېخ وباسي

(عبدالهادي حېران)

هایکوگانی

منبع تول افغان
چا راته ويل چې د سپرلي ورځو کې
هغه تر لرې ګرځي ساګو پسې
ځکه پټي کې مې شړشم وکرل

په انټرنيټ يي ويل د شپاړسو يم
جينۍ چې راغله د اتيا کالو وه
بيا مي د ځان په ځاى نيکه له وکړه

دا غزل غزل اوبه ځواني
ستا په کې د کاڼي پشان کلک زړګى
ياره ولا حول ولا قوت

يا خدايه پاکه ما په دې مۀ نيسه
زۀ خودا خلق خندوومه ځکه
چې څوک دغمه خودکشي ونۀ کړي

قانون دهغه چا چې زور وى پکښې
چې د روپو ګيډى يې واخستونو
پوليس دخر په ځاې کولال وداغۀ

د زوى ډولۍ ته ګډيدله بوډۍ
چا ورته ووېل خوشحالي مۀ کوه
تا به هم دا اينګور له کوره شړى

چرسي چې چرسو باندې خلق عادت کړي
بيا ورته وايي چې کويژدن دې وشوه
اوس به وادۀ ځانله پخپله کوې

فالګر مې لاس وکتو وايي راته
ښځې به دوه کوې دخيره سره
ماويل صيبه ما خو درې کړي دي

ښځې راګېر کړو ښۀ يې وټکاؤ
چې ګاونډيان يې په کوټه اوچت شو
نو ويل يې دا خو مانه دوړې څنډي

بى بى مې لاړه دجينۍ کتوله
چې کورته راغله وئيل غاښونه ئې لوئې ؤ
ماوئيل وو به څۀ خوړم خو ئې نه

په ورکه چرګه پسې ډيره زياته
وګرځيده چې وې ئې نۀ موندله
نو وئيل ئې دا پکښې دخداې په نامه

خداې شته چې زړۀ مې ترې نه ډير دغه شو
هغې چې ماته نن دغه ووئيل
دا زړۀ مې بيا داسې دغه دغه شو

شاعر چې کله په جذبه کښې راشى
نو خپل اشناته ټول جهان لوګے کړى
تۀ به وے دا جوړې ددۀ دپلار دے

خاوند ئې وئيل چرته يو عشق کوومه
ښځې وئيل دا مړه څۀ خوشے کار دے
ولې مالږو سره کړے دے څۀ

ماته يې لاندي باندي ډير و کتل
ما ويل ګوره ګني خوښ ئي شومه
خودې وې  پاڅه پر توغاښ دي ښکاري

 

کچکول

کچکول

اجمل آند
٢٢ / ١٠ / ١٣٨٠

ستا د رڼې هيندارې مخ باندې غبار هم نه يو
 ته خپه مشي رانه خدايږو دومره خوار هم نه يو
 دا چې د شونډو له يوه کدډول ځواني ځاروو
 يو ليونتوب دی کنه ګرانې! ډير خومار هم نه يو
 ددونيا دا سر او هغه راته ورغوی ښکاري
 لا خو د زړونو پاچايي لرو ناچار هم نه يو
 موږ د يوې ژبې ، يوې مينې ، يو زړه خاوندان
 دوه مخي هم نه يو د کلي يو د ښار هم نه يو
 اوس هم لويدلي جګوو ورپسې لاس غځوو
 لا ستړي هم نه يو د چا د اوږو بار هم نه يو
 له خپل سيتار سره يوه لمن خبرې لرو
 ډير په کيسه کې د تسبو او د دستار هم نه يو
 هسې بس کله د دوه سترګو رياضت شروع کړو
 کنه بلا کارونه نور لرو اوزګار هم نه يو
 وږي هم نه يو د چا زرو پسې نه ورګورو
 شر مو هم خوښ نه دی د چا د لارې خار هم نه يو
 لا خو تر اوسه مو د ښار ډيوو ته سترګې بريښي
 مونږه له سپين غره راکيوتي ډير په لار هم نه يو
 هسې بس کله د چا حسن ته ليمه کچکول کړو
 کنه کيسه کې د سردار او د بادار هم نه يو
 بس سره خاندو څانګې څانګې درد په زړونو کې وړو
 د اند ياران يو اړ په شپه او په سهار هم نه يو